زما اوس هم یخني کېږي؛ بدن مې رېږدي، زړۀ راته وبرېښېږي، د هغوي سترګې رپېدلې، خبرې ئې سره نۀ کولې. د هر یوۀ لاسونه ترشا کلک تړل شوي وو. ټول کلی راټول شوی ؤ. تېر ماښام ئې د کلي د جوماتونو پۀ لاسپیکرونو کښې پۀ وار وار اعلانونه کېدل چې سبا ته به ټول کلیوال خپل کارونه پرېږدي او د ماسپښین تر لمانځۀ وروسته به د کرکټ مېدانۍ ته سره ټولېږي. کۀ څوک رانۀ غلل نو ځان له به خپله سزا ټاکي.
ټول کلی راټول شوی ؤ. د کلي مولوي پۀ لاسپیکر کښې پۀ رېږدېدلي غږ خبرې وکړې. د اسلام، خدای، رسول او احادیثو خبرې ئې وکړې. ټول ورته غوږ غوږ وو. چا هم څۀ نۀ وئیل. ټول کلیوال د ډبرینو انسانانو پۀ شان شوي وو، یواځې ئې سترګې سره رپولې او بس.
تر مولوي وروسته بل سړی چې خولۀ اوپوزه ئې پۀ چارخانه دسمال پټ کړي وو، را وړاندې شو. د دغو اووۀ کسانو پۀ اړه ئې خبرې وکړې، هغوي ئې ګنهګار وبلل او ټولو کلیوالو ته ئې ګواښ وکړ، کۀ څوک د دوي خلاف یو ګام هم پورته کړي نو سزا به ئې د هماغو پۀ شان وي.
ما سوچ کاوۀ چې اوس به دا اووۀ کسان څۀ رنګه دروي او د دوي پۀ سینو باندې به د ماشینګنو ډزې کوي؟ پښې مې رپېدلې، زړۀ مې برېښونه کول، ټول کلی چپ ؤ.
لمر پۀ وریځو کښې پټ شو. اووۀ واړه زلمیان ئې سره خوا پۀ خوا ودرول. ما سترګې پټې کړې چې پر دوي د ډزو کولو صحنه و نۀ وینم. ما ئې د لیدلو توان نۀ درلود. خاموشه خاموشي وه.
د ‘الله اکبر’ پۀ نعرو مې سترګې لوڅې کړې. ما د ډزو غږ وا نۀ ورېدو. مخامخ مې پۀ پرې شوي سر سترګې ولګېدې – هغه سر چې پر مخ ئې څو شېبې مخکښې سترګې رپېدې. زړۀ مې نور هم وبرېښېدو. تر څنګ ولاړ بل زلمی ئې پۀ زمکه پړمخې اچولی ؤ او چاړۀ ئې پۀ غاړه ور تېروله. د هغۀ غږ ورک ؤ. هغۀ نورو پینځو زلمیانو ته وکتل. حلالوونکي کس هم خولۀ اوپوزه پۀ چارخانه دسمال پټ کړي وو. د دوهم زلمي سر ئې پرې کړو. لۀ وېښتو ئې نیولی و، پۀ هوا کښې ئې تاوهلو. بیا ئې د هغۀ پۀ ارامه جسد باندې کېښود.
هم داسې درېم، څلورم، پینځم، شپږم او اووم کس ئې هم پۀ نوبت سره حلال کړ. زما تر څنګ زما د ښوونځي ښوونکی هم ناست ؤ، سترګې ئې لۀ اوښکو ډکې وې. غلي غلي ئې لۀ ځانه سره څۀ وئیل؛ لکه پاڼه رپېدۀ، دومره پوهه شوم چې وئیل ئې، “ښه ده چې ښوونځی ئې وتاړۀ کنه نو…..”
تبه راباندې راغله. ما ته د تفسیر د ښوونکي دیني قیصه را یاده شوه چې وئیل ئې، د جهاد پر مهال یهودو د صحابو سرونه پرې کړي وو او والیبال به ئې پرې کاوۀ. حلق مې وچ شو، پښو مې خپله دمه پرېښوده. کلیوالو د یو بل سره خبرې نۀ کولې، ټول د ډبرینو انسانانو پۀ شان راوان ول، چا هم شا ته نۀ کتل چې وګوري پټ مخي کسان پۀ کومه لاړل او پۀ هغو اوو حلال شوو ئې څۀ وکړل؟
کور ته راغلم، مور مې د نغري خوا ته ناسته وه، د لرګي پۀ تختې ئې پۀ چړې سابۀ پرې کول. چې ښه ورنزدې شوم، هغه سابۀ نۀ وو، د انسانانو سرونه وو. لاسونه ئې پۀ سرو وینو ککړ ول. ور منډه مې کړه، د هغې لۀ لاسه مې چاړۀ واخسته، د قلعه منځ ته مې ور خطا کړه. هغه مې مخې ته ودرېده، غصه شوه، راته ئې ووئیل،
“ولې لېونی شوی یې؟
“نه! نۀ یم لیونی. تۀ دا نۀ شې کولی. ستا لاسونه ولې داسې ښکاري؟”
هغې پۀ ارامه را نه وپوښتل،
“راته ووایه څۀ دې ولیدل؟ بیا ئې کوم شریعت جاري کړ؟”
“هم دا چې تۀ یې کوې؟”
لاندې تختې ته ور ټیټ شوم، د هغۀ سر پرې ؤ خو ما ته ئې هم داسې پۀ ګیله منو سترګو راکتل. زما ستونی ډک ډک کېدۀ. زړۀ مې برېښېدۀ. سترګې مې وغړولې. د مور لاسونه راته پاک ښکاره شول. تسبې ئې پۀ لاس کښې وې. ترور مې هم د هغې خوا ته ناسته وه. مور مې ورته وئیل،
“نن ئې د ظالمانو حلالې ولیدې، پۀ مغزو کښې ئې فرق راغلی.”
ما له ژړا راغله، پاڅېدمه – د مور غېږې ته مې ور ټوپ کړل، د هغې د غېږې سکون زما وېره وار پۀ وار کموله. هغې مې پۀ وېښتو کښې ګوتې وهلې. مور ته پۀ زاریو شوم، ورته مې ووئیل:
“نور دا کلی پرېږدو، ښار ته ځو.”
“ښه! ځو به لۀ خېره چې دا غوا او میښه خرڅه کړو.”
“نه! هم دا سبا ته به ځو، زۀ به پۀ ښار کښې مزدوري کوم، تا له به پېسې راوړمه.”
هغې هم راسره ومنله. پلار مې نۀ راته یادېدۀ؛ د هغۀ تصویر پۀ کوټه کښې ځوړند ؤ، مور راته تل وئیل چې دا دې پلار دی. د هغۀ پۀ اوږه ماشینګڼه وه. مور راته وئیل چې پلار مې پۀ دې ماشینګڼې جهاد کاوۀ. اوس مې د هغۀ تصویر ته نۀ شوکتلی. هغه راته د هماغه مخ پټي حلالوونکي پۀ شان ښکارېدو خو فرق ئې دا ؤ چې پلار مې پۀ چارخانه دسمال خولۀ اوپوزه نۀ وو تړلي. سترګې راباندې درنې شوې.
هماغه چړې او وینې وې، هماغه اوه کسان وو، یو پۀ بل پسې ئې مېدان ته راوستل. تر څنګ مې زما ښوونکی نۀ ؤ ناست، هماغه اووۀ زلمیان ولاړ ول، هغوي خندل او د حلالولو ننداره ئې کوله؛ زما زړۀ برېښېدۀ، ما ورته ووئیل:
“نۀ خوږېدئ؟
یوۀ ئې راله ووئیل،
“نه! زۀ خو دلته ولاړ یم، هغه زما پۀ جاموباندې چاړه راکاږي.”
زمونږ تر پښو لاندې زمکه ساعت پۀ ساعت لاندې تله او هغوي اووۀ واړه پورته پورته روان وو، پر مونږ ئې خندل.
زړۀ مې نور هم وبرېښېدۀ. مور مې وښورولم، هغې مهربانې راله اوبۀ راکړې.
سهار لمانځۀ مهال مې ترور زمونږ غوا او مېښه مخ ته کړي وو. زۀ او مور مې غوټه پۀ لاس د موټرو د اډې پۀ لوري روان وو.