کاسمېټک سیاست – مسرور موسٰي خېل

 

پر افغان وطن پۀ خاصه توګه پۀ لر بر پښتونخوا وطن پۀ عمومي توګه لۀ دا اویا لسیزو د مذهب پۀ نامه یوه ړنده جګړه تپلې شوې وه. کۀ څۀ هم پۀ درسته نړۍ کښې د مذهبي جګړې را وروسته نړۍ د ترقۍ خوب پوره کړی دی، پۀ بېشترو هېوادونو کښې چې د مذهب د چوکاټ تعین شوی دی نو لۀ هغه وروسته هغو هېوادونو د ترقۍ یا ارامۍ ورځ لیدلې ده. ګواکۀ دا وئیلی شو چې د نړۍ ډېر هېوادونه چې د مذهب لۀ جګړې راوتلي دي نو دا د مذهب جګړه د هغو هېوادونو د پای جګړه ثابته شوې ده. پۀ دا یویشتمه صدۍ کښې چې نړۍ پۀ ارامه او د سکون خوبونو کوي، د پښتون افغان وطن د افغانانو پۀ خوښه یا ناخوښه د دین مبین پۀ جګړه کښې تر ډېره حده ښکېل دی.

خو دغو کاریګرانو چې دغه د دین مبین جګړه تازه ساتلې ده او د خپل شومې او د شوکمارۍ بازار ئې تازه ساتلی دی، دا چې هر څوک دي خو د کمال خلق دي؛ ولې چې دا خلق ښۀ پوهېږي چې د مذهبي جګړې چې هر څوک تنګ راشي نو هغه خلق به د دې پۀ زد کښې پر ډېره ناولده لار د تللو د پاره تیار شي، ځکه چې دري زبان یو متل کوي چې”تنگ آمد به جنگ آمد” – یعني د افغان وطن هغه انسانان چې د مذهب پۀ جګړه کښې پۀ بې سارې تشدد کښې ژوندي پاتې شوي دي، هغه د مذهب پۀ زد کښې هرې ازادۍ ته ورغاړه وځي. کۀ څۀ هم دغه د مذهب پۀ نامه کلک تشدد د یوې خاصې مفکورې د پاره کېدو. پۀ هر صورت، دې ته پۀ انګلیسي ژبه کښې (reaction) وئیل کېږي. یعني هغه د جنګ کاریګرو دې ته هم تصمیم نیولی دی چې د جنګ پۀ زد کښې کۀ هر څوک ودرېدلی نو هغۀ ته به هم یو غړوندی باید جوړ شي.

څو شپې کېږي دلته پۀ لره بره پښتونخوا زما ډېره وېره کېږي چې یو څۀ خلق دي چې هغه د جنګ پۀ زد د ازادۍ د شعار سره را مېدان ته شوي دي. دا یوه ډېره ښائسته او خوندوره خبره ده، خو زما وېره دا کېږي چې دا خلق اوس هغه ري اېکشن خلقو ته د ازادۍ پۀ نامه غړوندی جوړوي، ګواکۀ اوس به د پښتنو دا ځوان کهول چې د جنګ عېني شاهدان هم دي، دا به د ازادۍ پۀ نامه پۀ بله بنۍ ننباسي.

زما یو څو پوښتنې:

  1. یعني چې د کمیونزم پر سر چې څومره افغانانو د خپلو وینو نذرانه ورکړه او د افغانانو د کمیونزم انقلاب د ناکامه کولو د پاره د چین کمیونسټانو او څۀ د روس کمیونسټانو پۀ شمول درې دېرش هېوادونو ولې لاس سره ورکړو او د ثور انقلاب لۀ ناکامولو سره سره د افغانانو وطن قتل ګاه ولې شو او لۀ دې وروسته روسانو افعانانوته تر اوسه پورې تر شا ولې ن‍ۀ دي کتلي؟
  2. دا چې پۀ هغو شپو کښې د دې کمیونزم پۀ زد دلته د ریاست پۀ مشرۍ پۀ دې کمیونسټانو پسې سخته غلیظې او ناپاکې پراپګنډې کېدلې او دا کمیونزم دلته کفر ګڼل کېدو او دا ټول د ریاست پۀ مشرۍ او د ریاست تر سترګو لاندې کېدل. پوښتنه دا ده چې پۀ دې هېواد کښې دا کمیونسټان څۀ وخت پاک، مسلمانان او بشر دوسته شول؟ ایا دې ریاست توبه ویستلې ده چې د لاهور غوندې پۀ ښار کښې دا هر څۀ روا شول؟
  3. دا به څوک دا ژمنه راکوي چې کۀ مونږ پۀ حېثیت د پښتون لۀ کمیونزم سره ملګرتیا وکړو، ایا دا به د ثور انقلاب غوندې بیا تېروتنه نۀ وي. لکه چې پۀ ثور انقلاب کښې دغو کمیونسټانو دواړه لاسونه تر شا ونیول او مونږ ئې د نړۍ ترهګرو ته ور مخ ته کړو؟
  4. ایا واقعي چې دا خو یوه دسیسه نۀ ده د هغو خلقو و غاړه ته د غړوندي د پاره، کوم خلق چې د جنګ څخه ځپلي دي او لۀ جنګه فرار غواړي او د خپل ځان د پاره د یو خپلواک وطن د جوړېدو هڅې کوي. د هغو د پاره دام خو نۀ دی؟ چې پر دا خلقو د ریاست تېر شوی ظلم هېر کړي او پۀ نړیوال طبقاتي سیاست کښې ئې ښکېل کړي او خپله مدعا پۀ هېره کړي؟
  5. ایا پښتانۀ افغانان یو ځل د مسلمانانو پۀ مدعا کښې ښکېل نۀ وو چې دلته به خلقو وئیل چې مونږ ټول مسلمانان سره وروڼه یو!!! بیا افغانان د نړۍ پۀ ټولو مسلمانانو خفه کېدل خو پر افغانانو باندې د مسلمانۍ عقیدې پۀ جامه کښې تېری کېدو خو د نړۍ یو مسلمان هم پۀ افغانانو نۀ شو خفه؟ ایا دا بیا هغه زوړ دام خو نۀ دی چې د نړۍ د لوېدلې طبقې )یعني غریبانو( د مبارزې پۀ جامه کښې بیا یو ځل زمونږ د وطن پلورل او زمونږ بې وزله اولس خو خطا ویستنه نۀ ده؟

زما پۀ اند مونږ پښتانۀ افغانان د نړۍ لۀ هر مظلوم، بې وسه، غریبانو سره مرسته او پۀ درد ور شریک یو خو اول مونږ ته خپل زخمونه پاکول دي او بیا مونږ له د راکړل ښوو زخمونو پوښتنه کول دي او بیا د چور شوي وطن پوښتنه کول دي؛ ګنې پۀ پاې کښې دغو ملګرو ته د سائل صاحب دغه شعر کافي دی:

ولاړ شه ستمګره! دومره زړۀ را باندې مۀ سېزه

زړۀ مې لا زلمـی دی، دومره زر د ژړېدو نۀ دی

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …