پښتو، پښتون، پښتونخوااو خالق زیار – نور الوهاب هېروشوال

 

د پښتونخوا پۀ خاوره مېشته پښتانۀ به پۀ شپږ ویشتم دسمبر د پښتو ژبې د لوے شاعر، ادیب، ژباړن او د انسان دوست ارواښاد ډاکټر خالق زیار درېم تلین نمانځي. پۀ پښتو، پښتون او پښتونخوا مئین ډاکټر خالق زیار پۀ لر او بر بښتنو کښې یو شان پېژندګلو لرله او زما پۀ خیال وجه ئې هم دغه وه چې څومره لوے سړے ؤ نو دومره ئې ځان د دغه خلقو نه کم تر حسابوۀ. پښتو، پښتون او پښتونخوا له ئې د زړۀ د تله مینه ورکړې وه، ځکه د لر او بر خلقو دۀ له پۀ خپلو زړونو کښې ځاے ورکړے ؤ. لکه د پښتون پۀ حقله ئې دا شعر ولولئ:

چې ښاپېرۍ د کوهِ قاف ورته سلام نۀ کوي
دا به وي بل څوک، دا زما د وطن ښکلي نۀ دي

یا د دې نه زیاته مینه نوره څۀ کېدې شي، لکه چې وائي:

چرته چې هم د پښتون سپکه کېږي
زما لۀ داسې ځایه کرکه کېږي

‘تلوسې’ او ‘خپل رباب خپله نغمه’ ئې د شاعرۍ داسې چاپ کتابونه دي چې هر یو شعر ئې د پښتو، پښتون او پښتونخوا د سوکالۍ، پرمختګ او ورورولۍ لپاره یوه غوره نمونه ده.

د خالق زیار صاحب پۀ یو شمېر ښۀ خویونو کښې یو ښۀ خوي دا هم ؤ چې د هر ښۀ کار به ئې ښۀ پۀ روڼ تندي او خنده رویه انداز کښې صفت کولو نو بل اړخ ته به ئې د هر کار ښۀ پۀ ډانګ پئیلې غندنه کوله او پۀ دې کښې به ئې د چا هم لحاظ نۀ کولو.

وایم به ئې، هر څۀ چې پۀ خولۀ راځي
ما له څۀ د چا د کوره نۀ راځي

د نن وخت پۀ ټولنیز ژوند کښې تر ټولو ګران کار هم دا دے چې څوک رښتیا نۀ شي وئیلے او کۀ وائي نو خپل ژوند ئې ګرانېږي. لکه چې وائي:

یو ځل به وي چې سر به وخورم پکښې
کله نا کله مې ناشنا خبرې خولې له راځي

یا دا چې:

زۀ د هر سړي پۀ مخکښې رښتیا وایم
دا زما چې د هر سړي ګیله ده

خو د دې باوجود ئې د پښتون قام د اصلاح د پاره ځاے پۀ ځاے ټک ورکړے دے، لکه:

اوس هم مکان هم زمان نۀ پېژني
پښتون سر سامه دے، ځان نۀ پېژني

یا:

دا د جهل ځالې، دا وهمي خلق
نۀ دي، خو بس هسې وایو، دي خلق

د پښتونخوا سره د مینې څرګندونه څۀ پۀ دې ډول کوي:

چې پښتونخوا ده، درد ئې یو دے
پۀ دې کښې څۀ به لر او بره کوم
چې ګټې لوټې مې وطن شي نو بیا
څۀ به د امن پۀ کونتره کوم

‘مات څانګونه’ او ‘دا خاوره او دا خلق’ ئې ژباړلي کتابونه دي. هم دغه ئې د پښتو ژبې سره د مینې څرګندونه ده چې د پښتو ادب پۀ ځولۍ کښې ئې خپله برخه حصه واچوله. د دغه ګټورو کتابونو نه بغېر به دد پښتو ادب د ناوې سینګار نیمګړے ؤ.

خالق زیار صاحب پۀ ژوندون خپل ځان د خپل اولس د سوکالۍ او د انسان او انسانیت لپاره وقف کړے ؤ او تر مرګه پورې هغه پۀ دې لار پۀ تګ نۀ ستومانه شوے ؤ، نۀ ستړے شوے ؤ او نۀ پۀ شا شوے ؤ؛ تر دې چې خپله بیماري او خپل ځان ترې هم هېر وو.

اے د جانان غمه! پښه نیولے شه لږ، مۀ راځه!
ډېره موده پس مې چرته ځان را پۀ یاد شوے دے

پۀ ګور ئې نور شه!

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …