د پښتون سټوډنټس فیډرېشن بلوچستان پوهنتون کنونشن قراردادونه – عالمګیر مندوخېل

 

د نن پۀ ګزارش کښې یو څو داسې غېر ګزارشي خبرې درسره هم شریکوم کومې چې د نن ورځې د کار برخه نۀ دي خو د نن د پروګرام برخه ضرور دي. ممکن لۀ دې خبرو پرته دا ګزارش هم څۀ نیمګړتیا وښائي نو نۀ غواړم چې تر خپله وسه تاسو ته نیمګړی ګزارش در و رسوم.

يوه اونۍ مخکښې مو خپل منځي ناسته وکړه او پۀ ناسته کښې مو دا پرېکړه وکړه چې د نوو زدکړیالانو د پاره به د هرکلي او ښۀ راغلي د پروګرام تابیا کوو. پۀ بلوچستان پوهنتون کښې پۀ تېرو څو کلونو سياسي غونډې نۀ وې شوې، ځکه چې هلته د ټوپک تر سیوري لاندې هغه امرانه، باچاهي، د خوف، دهشت او جبر واک ؤ چې پايله ئې د اوسني شرمناکه جنسي سکېنډل پۀ شکل کښې څرګنده شوه. د داسې خوف، جبر او دهشت پۀ ماحول کښې، چې زياته ژوبل شوې ئې ښځينه زدکړيالې وې، او پۀ داسې پوهنتون کښې نوو راغلو لوستونکو ته ښۀ راغلاست وئيل او يوه تنظيمي سياسي غونډه ورته جوړول ډېر زيات کلک او سخت کار ؤ.

دا د پي اېس اېف یوه موروثي وظیفه هم ده او لۀ خپلو زلمو سره د رشتې جوړولو وسیله هم ده. ما ته یاد دي چې کله زۀ لومړی ځل کالج ته راغلی ومه نو د هغه وخت پي اېس اېف مونږ ته د هرکلي او ښۀ راغلي غونډه جوړه کړې وه کومې چې زما پر خاطر یو غېر محسوسانه خوږ او د قدر وړ چاپ پرېښی ؤ ځکه خو مونږ هم شاید پۀ روحیه کښې اماده اوسو چې مونږ به دا کار دوامداره ساتو. چې هر څۀ وو خو مونږ دا کوټلې پرېکړه کړې وه چې د نوو زدکړیالانو د پاره به “د هرکلي او ښۀ راغلي پروګرام” کوو او د پروګرام نېټه مو اتۀ ویشتم نومبر ورځ اعلان کړه. لۀ اعلانه سره سم وخت لږ او کار ډېره ذمه واري را پۀ غاړه شوه او لستوڼي مو را بډ وهل، پۀ کار مو شروع وکړه. زمونږ درېو پۀ شمول د پي اېس اېف بلوچستان پوهنتون يونټ لۀ سينئیره بيا تر جونئیره ټولو ملګرو هم ځانونه کلک ستړي کړل. لا توان او بریا ورته غواړم. ټول د دوي برکت ؤ چې مونږ پۀ دومره لږ وخت کښې پۀ دومره ښۀ پروګرام کولو کښې بریالي شو. پښتانۀ متل کوي چې “کۀ خان یې خو پۀ یاران یې”، خدای دې هر وخت د دې سپېڅلو او خواریکښو ملګرو ملګرتیا راسره لري.

او بيا چې کله غونډې ته دوه ورځې پاتې وې نو د صوبې د ګورنر لۀ اړخه يو نوټیفيکېشن جاري شو چې پۀ پوهنتون کښې ئې پر سياسي غونډو بندېز ولګوو. پۀ داسې ستونزمن ماحول کښې د پوهنتون پۀ حدود کښې دننه سياسي او تنظيمي غونډه کول څۀ اسانه کار نۀ ؤ. خو پښتون اېس اېف پۀ خپل ټول تاريخ کښې کله داسې غېر ائيني، غېر جمهوري، مارشل لائي، استعماري، سامراجي، استثماري او جبري قانون منلی دی؟ نو يو ځل بيا د جبر دې تور قانون ته ودرېدل او د دې مخنيوی کول د پښتون اېس اېف د زلميانو پۀ برخه ؤ او پر اتۀ ويشتم نومبر د پښتون اېس اېف زلميانو د خپل تاريخي مزاحمتي سياست پۀ غرور کښې، د خپلو سياسي او تنظيمي اهدافو پۀ رڼا کښې، د خپلو نظرياتو، مرام او پالیسيو پۀ سیوري کښې يوه داسې عظيم الشانه غونډه وکړه چې د ظلم، جبر او دې تور قانون ټول ځنځيرونه ئې مات کړل او ورسره ئې نورو لوستونکو سازمانونو ته د مزاحمتي او استعمار مخالف سياست لارښودنه ورکړه چې د پښتون اېس اېف دا پروګرام د دوي د ډاډ او رهنمايۍ سبب وګرځېدو او د دوي لۀ زړونو ئې هم د خوف او دهشت تيارۀ وروکه کړه.

راځو د نن ورځې کار ته چې څۀ شوي وو، هغه پرېږدم چې څۀ پېل کېږي. د پروګرام ټاکل شوې نېټه او وخت پوره شو. درانۀ مېلمانۀ راورسېدل نو د غونډې باقاعده پېل وشو. د وياندۍ چارې د بلوچستان پوهنتون يونټ ارګنائزنګ کمېټۍ ممبر وارث خان تارن تر سره کولې. د غونډې صدر د يونيورسټۍ يونټ ارګنائزر پايدين خان کاکړ او ځانګړی مېلمه د پښتون اېس اېف صوبائي اېډوائزر، د عوامي نېشنل ګوند صوبائي صدر ښاغلی اصغر خان اڅکزی، د پښتون اېس اېف صوبائي چئیرمېن عالمګير مندوخېل او نور ذمه واره درانۀ مېلمانۀ دريځ ته راوبلل شول او خپلې څوکۍ ئې سنبال کړې. د پروګرام پېل لۀ تلاوت کلام پاک څخه وشو. لۀ دې وروسته قامي ترانه ووئيل شوه چې د غونډې ټول ګډونوال ئې احترام کښې ولاړ شو. لۀ قامي ترانې وئيل کېدو وروسته وړومبۍ وېنا د پي اېس اېف د صوبائي ارګنائنګ کمېټۍ ممبر معصوم خان ميرزي وکړه. ښاغلي معصوم خان ميرزي پۀ خپله وېنا کښې ووئيل چې پي اېس اېف بنيادي طور هر وخت پۀ دې رياست کښې، پۀ پښتون افغان وطن کښې د فکرِ باچا خان او فکرِ ولي خان پرچار کولو ته شپه او ورځ يوه کړې او هڅه ئې دا ده چې د امن پرچار وکړي او پښتون اولس پۀ ځانګړې توګه ځوانان پۀ خپلو حقوقو د خبرولو د پاره پۀ هره تعليمي اداره کښې لۀ زدکړې سره پۀ سياسي شعور، قامي شناخت او د خپل وطن او خاورې پۀ وسايلو د خبرولو د پاره لۀ وړومبۍ ورځې بيا تر ننه ناقراره دی. د خپل قام د پرمختګ د پاره ئې بلها اذيتونه، جېلونه او تکليفونه وړي دي. د عوامي نېشنل ګوند دا د نن مشرتابه هم د پي اېس اېف برخه پاتې شوې ده او دا ټول اذيتونه ئې تېر کړي دي. پښتون او بلوڅ محکوم قامونه دي، پۀ ټوله صوبه کښې يو پوهنتون دی خو سټوډنټس پوليټکس ته د رياست لۀ خوا هېڅ اجازه نۀ ورکول کېږي. د رياست ادارې دې پۀ خلاصو غوږو واوري چې دا ارمان نۀ د يحيٰ خان پوره شوی، نۀ د ايوب خان پوره شوی، نۀ د ضياء پوره شوی، نۀ د مشرف پوره شوی او نۀ به نن د دې ټوپکي ادارو دا ارمان پوره شي.

لۀ دې پس د نېشنل يوتهـ ارګنائزېشن صوبائي صدر پۀ خپله وېنا کښې د محکومو قامونو او پۀ ځانګړې توګه د پښتون قام پر سياست، مبارزه او حقوقو رڼا واچوله. هغۀ د لوستونکو سازمانونو او پۀ تعليمي ادارو کښې د دوي پر سياست بندېز استعماري او استثماري رويه څرګنده کړله او د پوهنتون اوسنی سکېنډل ئې لۀ نورو ګڼو بدو نتیجو سره د دې بندېز نتيجه وګڼله.

د عوامي نېشنل ګوند ضلع کوئټې صدر ښاغلي جمال الدين رښتيا پۀ خپله وېنا کښې ووئيل چې پښتون سټوډنټس فيډرېشن هر وخت پۀ تعليمي ادارو کښې د پر امن تعليمي ماحول غوښتنه کړې ده. نوموړي زياته کړه چې د يونيورسټۍ دفاع کول او د طلباء دفاع کول د پښتون سټوډنټس فيډرېشن د زلميانو اولينه ذمه واري جوړېږي.

د پښتون اېس اېف صوبائي جنرل سېکرتر مزمل خان کاکړ پر تنظيم سازۍ او پۀ صوبائي ائين کښې شوي بدلون باندې خپله وېنا وکړه او پۀ تعليمي ادارو کښې ئې د سيکورټي فورسز پۀ لاسوهنه باندې رڼا واچوله او د دې عمل څرګند مخالفت ئې وکړ.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جوائنټ سېکرتر رشيد خان ناصر پۀ خپله وېنا کښې د پښتون اېس اېف پر تاريخ او قربانيو رڼا واچوله. نوموړي ووئيل چې پښتون اېس اېف د پښتنو محصيلينو د حقوقو محافظ تنظيم دی او پۀ پښتون قامي تحريک کښې ئې تاريخي او څرګند کردار لوبولی دی. دۀ زياته کړه چې د پښتون اولس او عوامي نېشنل ګوند را روان قيادت د پښتون اېس اېف دغه زلميان دي او لۀ دوی څخه هيله کېږي چې دوي به د خپلو تېرو او پخوانيو ملګرو تېر کړي جېلونه، شهادتونه، کوړې، جلاوطنۍ او نورو بلها شکلونو کښې قربانۍ نۀ هېروي. بايد چې تعليمي مرکزونه د سيکورټي ادارو لۀ لاس وهنې څخه خلاصې شي. هغۀ خپله وېنا پۀ دې خبره پايله کړه چې ولي باغ او عوامي نېشنل ګوند هر کله د پښتون اولس د پاره د تعليم نعره پورته کړې ده او پۀ خپل تېر حکومت او پۀ تاريخ کښې د خدائي خدمتګارو حکومتونو دا نعره او غوښتنه عملي کړې ده.

لۀ دې پس د پښتون اېس اېف لۀ اړخه د دې غونډې لۀ لوري د پوهنتون سټي کېمپس ارګنائزر غزال حميد قراردادونه وړاندې کړل:

  1. د بلوچستان پوهنتون د ناوړې پېښې تحقيقات دې زر تر زره پاې ته ورسول شي او څرګند کړل شي.
  2. د پېښې شا ته ککړ خلق دې څرګند کړل شي او پۀ کلکه سزا دې ورسول شي.
  3. بلوچستان پوهنتون او د صوبې ټولې تعليمي ادارې دې لۀ سيکورټي فورسز او پۀ ځانګړې توګه لۀ اېف سي خالي کړل شي.
  4. پۀ پوهنتون کښې دې سيکورټۍ پر نامه لګېدلې جاسوسي کېمرې لرې کړل شي او يواځي تر چاردېوالۍ او انټري ګېټ دې محدود کړل شي.
  5. پۀ پوهنتون کښې چې د يوبئينز پۀ نوم کوم تنظيم جوړ کړل شوى ؤ، انتظاميه دې لۀ دې تنظيم څخه د لاتعلقۍ اعلان وکړي او د ياد کړل شوي تنظيم د جوړولو مقاصد او عزائم دې واضحه کړل شي.
  6. پر زدکوونکو سازمانونو او يونينز باندې لګول شوي بندېزونه دې واخستل شي او د پوهنتونونو او پوهنځيو پۀ فېصله سازه او پالېسي سازه ادارو کښې دې نمائندګي ورکړل شي.
  7. پۀ تعليمي نصاب کښې چې کوم د نفرت، حسد او انتها پسندۍ باندې ولاړ مواد دي، لرې کړي او پر سائنسي بنيادونو باندې او د امن خوښوونکى مواد دې پۀ کښې شامل کړل شي.
  8. د لوړې زدکړې )اېچ اي سي( پۀ حقله د اوسني وفاقي حکومت پالېسۍ دې بېرته واخستل شي او د تعليم پۀ فنډ او مراعات کښې شوی کمی دې زر تر زره پوره کړل شي. پۀ في الوقتي پاکستاني رياست کښې دې تر شپاړسمه/ ماسټر پورې محصلينو ته مفت تعليم ورکړل شي او پۀ دې حقله دې عملي ګامونه واخستل شي.
  9. پۀ ټوله صوبه او پۀ خاصه توګه پۀ کوئټه ښار کښې د لوستونکو د پاره د استوګنې جوړ شوي هاسټلونه چې بند کړل شوي دي، دې زر تر زره خلاص کړل شي او پۀ نورو تعليمي ادارو کښې دې د هاسټلونو انفراسټرکچر پراخ کړل شي.
  10. پۀ ټوله صوبه کښې دې تر اتم ټولګي پورې زدکړه پۀ مورنيو ژبو کښې ورکولو د پاره عملي ګامونه واخستل شي.

د عوامي نېشنل ګوند سپېځلی مشر مرکزي ایډيشنل سېکرتر صاحب جان لالا د خپل دور د پښتون اېس اېف پر تنظيم او تاريخ، اوسني ملکي، وطني او نړيوال سياسي حالات او پۀ ځانګړې توګه پر تعليم وېنا وکړه. نوموړي پۀ خپله وېنا کښې ووئيل چې پۀ ټوله نړۍ کښې مونږ داسې هېڅ مثال نۀ شو ليدی چې پۀ تعليمي ادارو کښې د سيکورټي فورسز شتون ثابت کړي يا د دوي د موجودګۍ مفکوره ملاتړه کړي. تعليم بايد يواځې د نوکرۍ د حاصلولو ذريعه نۀ کړو جوړ، بلکې يو داسې بامقصده تعليم او زدکړه وکړو چې د نن پۀ جديد دور کښې د قام د روڼ سباوون او پرمختګ سبب وګرځي او هغه تعليم تر لاسه کړو چې قامي او اولسي فکر راکړي او د قامي خپلواکۍ لامل وګرځي. دۀ محصيلينو ته تاکيد وکړ چې دوي بايد قامي، اولسي او جديد سائنسي زدکړې ته متوجه شي، بې لۀ دې د پښتون قام د خلاصون بله هېڅ لاره نشته.

د پښتون سټوډنټس فیډرېشن صوبائي چئیرمېن عالمګير مندوخېل پۀ خپله وېنا کښې د بلوچستان پوهنتون اوسنی شرمناکه اسکېنډل د پښتون قام د ځوان کهول او پۀ ځانګړې توګه د ښځو لۀ تعليم څخه د لري کولو يو منظمه سازش او د تېرو اويا کلونو پر پښتون قام او افغان خاوره د غاصب سامراجي رياستي منصوبه بندي او استثماري اېجنډه وګرځوله. نوموړي پۀ غونډه کښې د شتون درلودونکو خوېندو منندوي ډاډګيرنه وکړه او د دوي دې غونډې ته راتګ ئې پر پښتون اېس اېف، د تنظيم پر زلميانو او د لوستونکو سياسي سازمانونو باندې د اعتماد اظهار وبالۀ. نوموړي د ښځو د حقوقو، لوړو زدکړو او سياسي مبارزې پۀ حقله د باچا خان بابا تاريخي وېناوې وکړې او ګډونوالو خوېندو ته ئې لۀ تعليم سره سره سياست ته راتګ او پۀ سياسي او تنظيمي چارو کښې د برخې اخستلو تاکيد وکړو. هغۀ د خپلې وېنا پۀ ترڅ کښې ووئيل چې سياسي سرګرميانو باندې داسې پابندۍ، اٰمرانه، جابرانه، غېر جمهوري او غېر ائيني نوټيفکېشنز مونږ تر پښو لاندې کوو. نن خو ئې نوټيفکېشن ورکړی دى، کۀ چرته سبا د خپل ګوډاګي وفاقي حکومت او منجمده پارلېمان لۀ لوري يو قانون پاس کړي نو هم به پښتون اېس اېف د خپل مزاحمتي تاريخ د تسلسل پۀ رڼا کښې داسې تور قانون منلو ته تيار نۀ شي. هغۀ زياته کړه چې د محصيلينو د پاره جوړ شوی د يونيورسټۍ اډيټوريم غېر سياسي، اېنټي پوليټيکل، اېن جي اوز، اېف سي او سيکورټي ادارو ته پۀ حواله کېږي، هغوي پکښې پروګرامونه کوی شي خو لۀ بده مرغه دا اډيټوريم محصيلينو ته د پروګرام د پاره نۀ ورکول کېږي. د يونيورسټۍ هاسټلونه او سپورټس اډيټوريم اېف سي د خپلې استوګنې ځای ګرځولی دی چې د اصطبل ګمان پرې کېږي. د پوهنتون پالیسي سازه او فېصله سازه ادارو کښې د لوستونکو سازمانونو برخه نشته. محصلين د پوهنتون stakeholders دي او د ادارې لۀ هرې چارې سره اړوند دي؛ چې هره فېصله کېږي، بايد د ادارې لوستونکي پۀ اعتماد کښې واخستل شي. کۀ داسې نۀ وشي نو پر دې د بادشاهت ګمان راځي ولې چې يو بادشاه هم پۀ خپلو فېصلو کښې داسې ازاد وي، خپلې رعايا ته هېڅ کله جوابده نۀ وي، لکه څنګه چې نن پاکستاني پوهنتونونه هېڅ چا ته جوابده نۀ دي )بې لۀ ګوټو او تورو ګېټو(، خو زمونږ دا تعليمي ادارې ازادې نۀ بلکې د يو چا د حکم تابع او غلامې دي. پښتون اېس اېف دا بادشاهت رد کوي او هېڅ کله ذهني او جسماني غلامۍ منلو ته تيار نۀ دے.

لۀ دې پس د پروګرام صدارت کوونکي د پښتون اېس اېف بلوچستان پوهنتون يونټ ارګنائزر پايدين خان کاکړ د راغلو مېلمنو او د ټولو ګډونوالو پروګرام ته پۀ راتګ منندوي وکړه.

د پښتون سټوډنټس فیډرېشن صوبائي اېډوائزر او د عوامي نېشنل ګوند صوبائي صدر د غونډې د ځانګړي مېلمه پۀ حېث اخرنۍ وېنا وکړه. ښاغلي مشر د خپلې وېنا پېل د پښتون اېس اېف د زلميانو لۀ ډاډګيرنې وکړو او وې وئيل چې سياسي سرګرميانو باندې د بندېز نوټيفکېشن او پۀ دې سختو حالاتو کښې داسي پر وقار پروګرام کولو باندې د پشتون اېس اېف ملګرو ته سور سلام پېش کوم. ښاغلي دروند مېلمه زیاته کړه چې نن پښتون اېس اېف دنيا ته ښکاره کړه چې دلته مونږ هغه خلق يو، چري چې چا هم د ظلم او جبر پۀ ذريعه يو نظام مسلط کولو کوشش کړی دی نو تر هر چا لۀ مخه لۀ فکر باچا خان سره منسلک خلقو للکار کړی دى او نن تاسو للکار کړی. هغۀ ووئيل چې د بلوچستان پوهنتون لۀ سکېنډل پس اخلاقي روايات نور پاتي دي، نۀ روايتي اقدار نور پاتې دي او نۀ علمي سلسله هغه ځای ته رسيدلې ده چې مونږ ئې لۀ چا سره ځان پۀ موازنه کړو. داسې کوم اصلاحات دي چې څوک هغه د طلباء تنظيمونو د پابندۍ سبب وګرځوي چې د دې لۀ وجې زمونږ پۀ علمي سلسله کښې خلل راغلى دى. نوموړي زياته کړه چې زۀ لۀ ټولو طلباء تنظيمونو دا خواست کوم چې پۀ هره معامله، کومه چې ستاسو د سبا د بربادۍ ذريعه ګرځي، تاسو سره يو شئ او د دې مخنيوی وکړئ. هغۀ څرګنده کړه چې نن نه درې کاله مخکښې ما د دې پوهنتون پۀ دوره راتلو وروسته وئيلي وو چې دا يونيورسټي يوه اداره لږه او قلعه زياته ښکاري. نن زما د وي.سي کور د يو چا قلعه جوړه شوې ده، دلته د يو.او.بي.اينز پۀ نامه د طلباء تنظيمونو د مخنيوي نتيجه تاسو وليده. د بلوچستان يونيورسټۍ سکېنډل پس به کوم پلار دې ته تيار شي چې خپله لور دې يونيورسټۍ ته راولېږي؟

زۀ تاسو )طلباء( ته دا باور درکوم چې پښتون سټوډنټس فیډرېشن او ورسره عوامي نېشنل ګوند تر هغه حد پورې به ځي چې تاسو ته به يو ښائسته علمي او تعليمي ماحول درکوي. نوموړي پۀ پای کښې ووئيل چې د باچا خان علمي مبارزه نن هم د باچا خان ټرسټ ايجوکېشنل فاونډېشن لۀ لارې هغسې روانه ده. کۀ د فکر باچا خان سره د چا اختلاف وي نو د دې پۀ مقابله کښې دې يو بل ښۀ او زورور فکر پېش کړي.

له اخيرنۍ وينا وروسته پروګرام په رسمي توګه پای ته ورسېد. ټولو راغلو ګډونوالو ته د خوراک څښاک بلنه ورکړل شوه. لۀ دې پس د ټنګ ټکور پروګرام تابيا وشوه چې تر ماښامه دا سلسله دوامداره وه او شپږ بجې پای ته ورسېده.

😁

پۀ ټولنیزو رسنیو د مونا یوسفزۍ نامې سره یوې بچۍ دا لیکنه کړې ده. د کلیوال فکر ټوقه د سیاسي سنجیده مطلب تبلیغ د پاره استعمالول یو فن دے.

کۀ د شپې سپي چاپېره ګوري، غاپي او کړنګارے کوي نو پوهه شئ چې هغوي داسې څۀ ویني چې انسانان ئې نۀ ویني. مثلاً:

“350 ډېمونه”

“12 موسمونه”

“1 ارب اونې”

“1000 یونیورسټۍ”

“وزیر اعظم هاس کښې یونیورسټي”

“ګورنر هاوس کښې لائبرېرۍ”

“50 لکهه کورونه”

“17 روپۍ کلو ټماټر”

“5 روپۍ کلو مټر”

“55 روپۍ کلومیټر هیلیکاپټر”

“1 کروړ نوکرۍ”

“45 روپۍ لټر پټرول”

60 روپۍ کښې ډالر”

“200 ارب ډالر باندې د اٰئي اېم اېف مخ ویشتل”

“58 ملکونه د پاکستان د کشمیر پۀ مؤقف حمایت کوي”

“قرضونه ختمول”

“د رڼا رفتار نه تېز ټرېن”

“د جرمني او چاپان مشترکه سرحد”

“د مهنګایۍ خاتمه”

“پۀ ډالر زیاتېدو ملک ته فائده ده”

“د تحریک انصاف تبدیلۍ زمکه او امریکه جړقوي”

“غېر ملکیان به پاکستان ته نوکریو له راځي”

“نواز شریف نه به ائیرکنډېشن وړي”

“د ګرین پاسپورټ عزت به بحالوي”

“بي اٰر ټي به شپږو میاشتو کښې تیاروي”

“دهشتګردي مونږ ختمه کړې ده”

“قانون به هر چا د پاره یو شان وي”

“Extension به نۀ چا له هم نۀ ورکوي”

نو چې داسې شیونه ورته ښکاري چې اصل کښې وي نۀ، نو بس خوښه ئې خپله ده چې سندرې وائي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …