باچا خان امن کانفرنس ته د رهبرِ تحريک خان عبدالولي خان خطاب – ژباړن: زوهېب تهذيب

Baacha Khan Peace Conference, Mar 16, 1990, Peshawar

دلته دې محترمو غړو او ملګرو زۀ پۀ يو عجيبه شان صورتحال کښې راګېر کړے يم!!! زما مخې ته ناست خو پينځۀ نوي فيصده پښتو ويونکي دي او زۀ د هغوي سره پۀ اردو کښې خبرې کوم!!! نو ډېر زياتے دے خو څۀ وکړم، حکم دے. زۀ د هغه وفدونو مننه پۀ ځان واجب ګڼم چې د خپلو هېوادونو پۀ استازيتوب دلته راغلي او دې غونډې ته ئې درناوے بخښلے دے.

پۀ خاصه توګه د سويت يونين، جمهوريه هندوستان او افغانستان نمائندګانو ته تود هرکلے وايم چې دې غونډې ته ئې پۀ خپل راتګ درناوے وبخښلو – دا امن غونډه د يو داسې قهرمان د نوم سره تړلې ده چا چې خپل ټول ژوند يواځې د دې سيمې نۀ بلکې د ټولې نړۍ امن ته سپارلے ؤ او ټول ژوند پۀ هر قسم حالاتو کښې امن ته ژمن پاتې شوے ؤ. مونږ د زړۀ نه منندويه يو د دوي د راتګ.

د دې غونډې تعلق د باچا خان سره دے، نو زۀ به صرف دا کوشش کوم چې پۀ دې پۀ تفصيل سره خبره وشي چې باچا خان پۀ کومو حالاتو کښې پۀ دې ملک کښې خپلې سرګرمۍ شروع کړې او د هغه وخت د حالاتو چې تاسو اندازه نۀ وي لګولې نو تاسو ته پته نۀ لګي چې دې يو انسان پۀ کوم قسمه معاشره کښې ساه واخسته، پۀ کوم حالت کښې هغه دنيا ته راغلو، د هغه وخت حالات څنګه وو او د هغوي د تلو نه پس هغوي دا ملک پۀ کوم حالت کښې پرېښودو؛ )نو کۀ دا پس منظر زمونږ ذهن کښې وي( نو شايد چې مونږ څۀ نه څۀ د هغۀ سره يا د هغۀ د کردار سره تر يوۀ حده انصاف وکړے شو.

باچا خان د نولسمې پېړۍ پۀ اخري لسيزه کښې پېدا شو. مونږ کۀ هغه وخت د دې منطقې سياسي حالات، قومي، اولسي/ عوامي او مذهبي ماحول ته وګورو نو شايد چې مونږ اندازه وکړې شو چې د باچا خان مخې ته کوم مشکلات وو، پۀ کوم ماحول او کومه معاشره کښې هغۀ سترګې وغړولې او هغه د کومو کومو مشکلاتو سره مخ شو – پۀ لنډه به زۀ دا ووايم چې کله باچا خان پېدا شو، هغه وخت انګرېز دلته حکمران ؤ. د درانيانو او سکهانو دور ختم شوے ؤ. پۀ افغانستان باندې انګرېز د خپلې حکمرانۍ قائمولو پۀ سلسله کښې دوه ځله ماتې خوړلې وه او واپس راغلے ؤ. بيا چې کله انګرېز امير عبدالرحمان خان هلته پۀ تخت کښېنوۀ نو دلته مطمئن کښېناستو چې افغانستان ته هغۀ د يو بفر زون حېثيت ورکړو او پۀ دې لحاظ سره هغۀ وګڼل چې د عبدالرحمان يا د هغۀ نه مخکښې د سردار يعقوب خان سره چې ئې کومه معاهده د ګندمک پۀ نوم باندې کړې وه، د هغې پۀ نتيجه کښې دا علاقې د افغانستان نه وشوکولې )چې د کومې پۀ تفصيل کښې زۀ تلل نۀ غواړم ځکه چې دغه طرف ته پۀ کافي مقالو کښې اشاره وشوه( او انګرېز پۀ خپله ولقه کښې واخستې. د انګرېز دلچسپي صرف دې علاقو کښې وه، ځکه چې هغۀ غوښتل چې څنګه د زار روس د هغه پاليسيانو پېش بندي وکړي او مخه ئې ونيسي د کومو پۀ زور چې روس منځنۍ اېشياء ته راغلے ؤ. نو د دې د پاره کومې درې چې افغانستان طرف ته ځي، دا درې هغوي واخستې او څنګه چې اوس زما ورور محمود خان ووې چې هغوي پښتانۀ ټکړې ټکړې کړل، څۀ حصې پۀ افغانستان کښې پاتې شوې، څۀ پۀ بلوچستان کښې لاړې، څۀ د ياغستان پۀ نوم باندې راغلې، څۀ د اېجنسيانو او قبائیلي علاقو پۀ نوم سره راغلې، څۀ حصې هغوي پۀ رياستونو کښې بدلې کړې او څۀ حصې هغوي د خپل اثر لاندې دلته د ‘صوبه سرحد’ پۀ نوم د هندوستان سره وتړلې. )دا خبره پام کښې ساتئ چې( انګرېز روان شوے ؤ د کلکتې نه، او د سلو کالو د حکومت نه پس هغوي پۀ اول ځل ماتې پۀ دې خاوره خوړلې وه چې کومې ته نن ‘د پښتنو خاوره’ يا ‘افغانستان’ وائي؛ پۀ دې وجه هغۀ غوښتل چې د دوي قوتونه بې اثره کړي او د ختمولو د پاره د دې نه علاوه بله طريقه د هغوي سره نۀ وه چې دوي ټکړې ټکړې کړي – او بيا ټکړې ټکړې څنګه کړي؟ تاسو پۀ خپله اندازه ولګوئ، زۀ د تېرې صدۍ خبره کوم، د دې ټولې پاليسۍ پس منظر ته کۀ تاسو وګورئ نو د دې ټولې پاليسۍ محور صرف يو ؤ چې د روس لاره څنګه ونيسي!!! هغه وخت کښې د زار روس خبره وه او لا هلته انقلاب نۀ ؤ راغلے – خو د زار روس لار نيولو د پاره دا ټولې درې چې د افغانستان طرف ته ځي، دا انګرېز پۀ خپله ولقه کښې واخستې او تاسو به پۀ اورېدو سره حېران شئ چې کۀ تاسو نن هم وګورئ، د افغانستان نه د شوکولې شوو علاقو پۀ خپل منځ کښې څۀ رابطه، د رابطې طريقه يا تسلسل پاتې نۀ شوه!!! تاسو وګورئ رېل ځي درګۍ ته، د ملاکنډ درې طرف ته ځي، رېل ځي نو لنډي خانه کښې د لنډي کوتل طرف ته ځي، ټل ته ځي د کوهاټ پۀ لاره او هلته ټانک ته ځي د ډېره اسماعيل خان پۀ لاره؛ خو پۀ خپل منځ کښې د دوي هېڅ رابطه نۀ وي!!! کوشش د هغوي دا ؤ چې دوي پۀ مختلفو طبقو کښې تقسيم کړي، د دوي رابطه د يو بل سره نۀ وي، د يوې اېجنسۍ د بلې اېجنسۍ سره رابطه نۀ وي. دا د هغه وخت د حکومت پاليسي وه چې انتظام داسې جوړ کړو چې د دوي د يو بل سره رابطه نۀ وي او ځان له ځان له د دې خلقو سره معامله وکړي او ځان له ځان له زمونږ د دوي سره رابطه وي. خو مقصد صرف يو ؤ چې نن شايد هغه زيات ښکاره زمونږ مخې ته راځي )او هغه مقصد ؤ دا پښتانۀ د يو بل نه جدا او بې رابطې ساتل(.نن د افغانستان پۀ مسئله کښې هم د انګرېز هغه پاليسي استعمالېږي، پۀ اخره کښې به زۀ پۀ دې خبره کوم چې څنګه انګرېز خپله پاليسي د امريکې پۀ ځولۍ کښې واچوله چې وروره! دا اوس زمونږ د وس کار نۀ دے.

دا ؤ سياسي ماحول د هغۀ وخت – بيا، څنګه چې ما ووئيل، هغوي دا ټوله منطقه پۀ مختلفو قومونو او قبيلو کښې تقسيم کړه او د دوي د يو بل سره د رابطې څۀ کونج ئې پرې نۀ ښودو. هغوي د پښتون تصور ختم کړو – څوک وائي زۀ وزير يم، څوک وائي اپريدے يم، څوک وائي مامدزے يم، شينوارے يم، يوسفزے يم، زۀ د باجوړ اوسېدونکے يم؛ پۀ دې طريقه هغوي دا کوشش وکړو چې کۀ پۀ دې ]قوميت[ سطح هم د رابطې اتفاق او اتحاد څۀ امکان وي چې هغه ختم کړي. زۀ به پۀ لنډو ټکو کښې وايم، پۀ زيات تفصيل کښې زۀ تلل نۀ غواړم. کومه عوامي سطح ده، چې مونږ ورته پۀ پښتو کښې ‘اولسي ماحول’ وايو، پۀ هغې باندې هم دوي ]د بېلتون پخولو[ کوشش وکړو. زۀ دا نۀ وايم، انګرېز پۀ خپله وائي، د هغۀ دستاوېزات د دې خبرې ګواه دي؛ هغه وائي دلته چې کوم اولني خاندانونه دي، دلته چې کوم خان او ملک دے، هغه لرې کړه، خپل خان او ملک جوړ کړه، خپل بوټي وکره، ځکه چې هغه بوټي به ستا پۀ اسره باندې وي او کله چې تۀ د هغوي خيال نۀ ساتې نو پۀ بوټو کښې به ژوند نۀ وي. دا د هغوي پاليسي وه او دا پاليسي هغوي ته پۀ وراثت کښې پاتې شوې وه. دلته بيا نن د کفر او اسلام نعره لګولې کېږي، دا پاليسي هم هغه زړه پاليسي وه – اکبرِ اعظم چې کله پۀ اول ځل پۀ افغانستان د ورختو کوشش وکړو نو هغۀ ماتې وخوړه دلته پۀ دره خېبر کښې – دوېم ځل چې کله هغوي تلل نو دلته پۀ مومندو کښې پۀ کړپه کښې ئې ماتې وخوړه او پۀ درېم ځل چې د يوسفزو پۀ لاره ئې د تللو کوشش وکړو نو سره د هغۀ د وزير بيربل هغوي پۀ کړاکړ کښې ماتې وخوړه – پۀ دومره ډغرو خوړو هغه پوهه شو چې پښتون پۀ توره او ټوپک نۀ شې قابو کولے، دلته راغے او د اټک قلعه ئې جوړه کړه او کښېناستو، سوچ ئې وکړو چې څنګه دا جنګ وکړي؟ د هغۀ ‘نورتنان’ وو، ډېر هوښيار خلق وو، هغوي ووئيل چې د دوي دوه ‘مشران’ دي: يو دنياوي او بل ديني – خان او ملا قابو کړه، هغه ونيسه، هغه پۀ پېسو واخله نو ټول قوم به ستا پۀ ولقه کښې راشي. دا هم هغه پاليسي وه چې درانيانو چلوله، سکهانو چلوله دلته، هم هغه پاليسي وه چې انګرېز خپله کړه او هغه پاليسي تر ننه پورې پۀ دې ملک کښې چلولې کېږي!!! ولې چې دا خلق ]پاکستاني واکمن[ پۀ خپله وائي چې دا خاوره د انګرېز نه مونږ ته پۀ وراثت کښې ملاو شوې، لکه چې انګرېز د دوي پلار ؤ؛ زۀ نۀ وايم، دوي پۀ خپله وائي چې مونږ د انګرېز وارثان يو – د پلار نه بغېر د بل چا جائيداد چا ته ملاوېږي؟ وائي معاهده د افغانستان سره پېرنګي کړې ده، دا مونږ ته پۀ وراثت کښې ملاو شوې ده. هلکه! دا پېرنګے ستا پلار ؤ چې تۀ وې دا ما ته پۀ وراثت کښې ملاو شوې ده؟ بهر حال، پاليسي ئې هم هغه چلوله، ملا او خان ئې واخستل او د ملک او خان پۀ ذريعه دلته چې کوم عوامي ماحول ؤ، هغه ئې قبضه کړو.

بيا انګرېز وکتل چې دلته کوم مذهبي ماحول ؤ، د هغه مذهبي ماحول اندازه تاسو لګولې شئ چې نن سل کاله پس هم د دې ملک د ټولو نه لويه مسئله هم هغه د مذهبي ماحول مسئله ده!!! نن هم تاسو وګورئ چې اسلام څنګه د هغه سامراجيانواو نوابادياتي قوتونو پۀ حق کښې پۀ هم هغه طريقه استعمالېږي، څنګه چې ئې هغه وخت استعمالولو. نن هم هغه سلسله شروع ده. د خبرې مطلب زما دا ے چې پۀ داسې حالاتو کښې باچا خان سترګې وغړولې او تاسو اوس پۀ خپله اندازه ولګوئ چې د هغه وخت پۀ دې حالاتو کښې چې دلته څۀ سياسي ذهن نۀ ؤ، څۀ سياسي خبره نۀ وه – پۀ داسې حالاتو کښې بابا د جلسې خبره کوله!!! چې پۀ اتمانزو کښې پۀ اول ځل جلسه وه نو زمونږ د اتمانزو يو خان ؤ، بابا ورله د رولټ اېکټ (1919) خلاف ليکلے تقرير ورکړے ؤ. چې کله تقرير ئې ورکړو او خان صاحب راغلو نو د هغۀ مشر ورور ؤ، ډېر وران شان ؤ، د هغۀ مخکښې ناست ؤ – دۀ ووئيل “السلام عليکم!” هغۀ ورته ووئيل “وعلېکم السلام! پۀ خېر راغلې!” دا ډېر پرېشان شو اوس تقرير ئې پۀ لاس کښې دے، هغه لولي او لاسونه ئې ړچېږي. اوله جلسه وه، د جلسې نوم هم چا نۀ ؤ اورېدلے، نن خو مونږ ګوره د کوم کوم ځاے نه او څنګه څنګه او کوم کوم قسمه جلسې ګورو؛ خو هغه زمونږ پۀ پښتو کښې وائي چې کوم خلق پۀ جارو کړي مېدان راشي، هغه اندازه نۀ شي لګولے چې دلته مخکښې څومره خځلې پرتې وې، څومره ګندونه او ډېرانونه وو، کاڼي وو او کندې وې دلته؛ نن خو مونږ پۀ صفا لاره روان يو چې مونږ ته پۀ وراثت کښې ملاو شوے. کله د هغه انسان پۀ حقله هم سوچ وکړئ چې پۀ دې حالاتو او واقعاتو کښې ئې د دې قوتونو مقابله وکړه – يو طرف ته انګرېز سامراج ، بل طرف ته د هغۀ خارجه پاليسي او درېم طرف ته د هغۀ خان خوانين او څلورم قوت د هغۀ وظيفه خوارۀ ملايان!!! د دې ټولو قوتونو مقابله دې يو سړي کړې ده او د هغې پۀ ذريعه هغه دې مقام ته رسېدلے دے.

زۀ به صرف د دې وئيلو کوشش کوم چې کوم حالات وو چې هغې باچا خان مجبور کړو او زۀ پۀ دعوې سره وئيلے شم چې زۀ شايد د باچا خان سره د ټولو نه نزدې پاتې شوے يم. څنګه چې به تاسو ته معلومه وي چې د باچا خان شخصي دا حالت ؤ خپل کور ئې نۀ ؤ!!! نن مونږ درې وروڼه يو، زۀ د هغې د څلورمې برخې مالک يم، نن زما بنګله ده، زما د دواړو وروڼو بنګلې دي؛ خو د باچا خان خپل کور نۀ ؤ، هغۀ خپلو بچو له کور نۀ ؤ ورکړے، ځکه چې هغۀ د قوم بچي خپل بچي وګڼل او هغۀ ژوند د قوم د پاره وقف کړو.

انګرېز اولنے فاتح ؤ چې هندوستان ته د سمندر پۀ لاره راغلے ؤ او د مسلمانانو نه ئې حکومت اخستے ؤ. انګرېز چې کله تجزيه وکړه نو هغۀ وليدل چې پۀ هندوستان کښې کوم غېر مسلم يا هندوان اوسېږي، هغه صرف د هندوستان پورې محدود دي او مسلمانان چې دي، دا د هندوستان نه واخله تر مشرق وسطيٰ پورې او د هغه ځاے نه ترک پورې او د بلقان رياستونو او شمالي افريقې پورې دا ټولې علاقې د مسلمانانو دي – پۀ دې وجه انګرېز کوشش وکړو چې پۀ څۀ طريقه د اسلام دا طاقت زائل کړي. بهر حال، هغوي دلته کوشش وکړو چې مسلمان له تعليم ور نۀ کړے شي او زمونږ دې مليانو به وې “سبق د مدرسې وائي، د پاره د پېسې وائي، جنت کښې به ئې ځاے نۀ وي، پۀ دوزخ کښې به غوپې وهي” – باچا خان به سوچ کړے وي چې تر څو دې قوم ته مونږ تعليم نۀ وي ورکړے نو خبره نۀ جوړېږي او د دې د پاره هغۀ سکولونه پرانستل. دا د باچا خان ځانګړتيا وه چې هغۀ به د کوم کار تلقين نورو ته کولو نو د هغې نمونه به ئې اول پۀ خپل عمل سره پېش کوله. داسې نۀ وه څنګه چې زمونږ دا مليان وائي چې خېرات کوئ خو پۀ خپله کله هم خېرات نۀ کوي. اوس نن سبا زمونږ مليان وائي چې جهاد شته خو جهاد له ځي نۀ، مونږ ته وائي تاسو لاړ شئ جهاد وکړئ! نو کۀ باچا خان قوم ته وئيل، چې ساده کپړې اغوندئ نو د ټولو نه اول ئې پۀ خپله ساده کپړې اغوستل شروع کړل. کۀ هغۀ قوم ته وئيل چې خپل ژوند ساده کړئ نو د ټولو نه مخکښې ئې خپل ژوند ساده کړو. دغسې هغۀ يو سکول جوړ کړو چې “اسلاميه ازاد سکول” اتمانزو نوم ئې ؤ او دغه سکول د غريبانانو د پاره ؤ، پۀ هغې کښې زدکړه ويړيا وه؛ نو غريبانانو له د ترغيب ورکولو د پاره هغۀ د ټولو نه مخکښې زۀ پۀ هغه سکول کښې داخل کړم. ما ته دا فخر حاصل دے چې زۀ د هغه سکول اولنے زدکړيال پاتې شوے يم. ستاسو به يقين و نۀ شي چې د دغه سکول د بورډنګ خرچه د ډوډۍ او چايو سره دوه روپۍ مياشت وه! او د قبائيلو نه چې کوم زمونږ زدکړيال وو، د هغوي د پاره باچا خان فېصله کړې وه چې د هغوي د پاره به خوراک ويړيا وي او کۀ خلق به زيات شول نو د هغۀ خپل خاندان يا پۀ کلي کښې چې کوم نور خانان وو، د هغوي کره به تلل او چاے ډوډۍ به ئې هلته خوړل، زدکړه به ئې ويړيا حاصلوله. پۀ دې طريقه هغۀ د زدکړې سلسله وچلوله –

خو د دې سره سمدستي هغه قوتونه د دۀ مخې ته راغلۀ )چې د پښتنو بچو د تعليم نه ورته خطره وه(. انګرېز پوهه شو )چې تعليم يافته پښتانۀ به غلام ساتل ډېر ګران شي( نو خان ته به ئې وئيل چې کۀ چرې دلته د غريب بچے تعليم حاصل کړي ستا به څۀ کېږي؟ او کۀ چرې دلته د غريب بچے تعليم يافته شي نو ملا ته به ئې وئيل چې تۀ خو به مړ شې!!! پۀ دې وجه خان او ملا دواړه يو ځاے شول او د دۀ خلاف ئې کار شروع کړو او د هغې پۀ نتيجه کښې هغه جدوجهد چې هغه ډېره اوږده قيصه ده او زۀ پۀ هغې کښې تلل نۀ غواړم، شايد کومه مقاله چې ما د ليکلو کوشش کړے دے، چې لا مې ختمه کړې نۀ ده، کېدے شي زۀ پۀ کښې څۀ لږ کار وکړم نو هغه به ستاسو مخې ته راشي؛ زۀ پۀ تفصيل کښې تلل نۀ غواړم خو چې کله انګرېز ته پته ولګېده چې پۀ ملا او خان باندې نۀ کېږي نو بيا هغوي پۀ خپله طريقه د هغۀ سره د مقابلې کوشش وکړو او کال نولس سوه دوويشت (1922) کښې ئې پۀ دفعه چاليس سرحدي (40 FCR) کښې پۀ جېل کښې واچولو.

پۀ دې سلسله کښې دا خبره هم ياد ساتل پکار دي چې انګرېز د دې علاقې د جغرافيائي- سياسي (geo-political) اهميت او صورتحال پۀ نظر کښې ساتلو او دا علاقه ئې د خپلو داخله او خارجه پاليسيو يو محور ګرځولے ؤ، پۀ دې وجه هغوي کوشش دا وکړو چې اول دا علاقه د افغانستان نه جدا کړي او بيا ئې پۀ کال نولس سوه يو (1901) کښې دا کوشش وکړو چې دا علاقه د باقي هندوستان نه هم بېله کړي. اول ئې د افغانستان نه جدا کړه او د پنجاب ]هندوستان[ حصه ئې کړه، بيا ئې د پنجاب نه هم جدا کړه او دلته ئې د يوې مخصوص دائرې دننه دا ټوله علاقه محصور کړه – دا ځکه چې د هغوي کوشش ؤ چې نۀ د دوي تعلق د افغانستان سره وي او نۀ د هندوستان سره، او پۀ دې وجه چې څومره اصلاحات (reforms) هم نور هندوستان کښې وشو لکه منټو (Morely-Minto) ډارچي (Dyarchy/Diarchy) وغېره، نو هغوي دا تکلف هم قدرې و نۀ کړو چې دلته هم څۀ اصلاحات راوړي. تر دې پورې چې سائمن کمېشن (Simon Commission) کله راغے نو هغوي د دې خطې پۀ باره کښې وليکل چې “دا خو د باردو يو ډهېرے دے، دلته چا ته د تيلي لګولو اجازت هم نۀ شو ورکولے، دلته نومې اصلاحات ورکول نۀ دي پکار”. اوس تاسو پۀ خپله اندازه ولګوئ چې پۀ کومو حالاتو کښې باچا خان تعليمي کوشش وکړو، اول پۀ شروع کښې ئې د “)انجمن( اصلاح الافاغنه” پۀ نوم تحريک شروع کړو – دغه ورځو کښې قوت د مليانوسره ؤ، هغه د مليانو نه متاثره شوے ؤ، نو هغۀ کوشش وکړو چې د مليانو سره لاړ شي او د عربۍ نوم ‘اصلاح الافاغنه’ ئې راوخستو چې د دې پۀ ذريعه رسم و رواج او خپل منځۍ دښمنۍ او دا کوم مړي چې کېږي او سلسله ئې نۀ ختمېږي، د دې د ختمولو د پاره ئې کوشش وکړو او د دې نه پس ئې بيا تعليم طرف ته توجه وکړه او چې بيا کله باچا خان د جېل نه راغلو نو د درې کاله جېل تېرولو نه پس هغۀ دا مسئله مخکښې بوتله او د تحريک بنياد ئې کېښودو.

څنګه چې ما ووئيل چې زۀ د بابا سره ډېر نزدې پاتې شوے وم او ما ډېر کوشش وکړو چې زۀ معلوم کړم چې هغه کوم وجوهات وو چې هغې باچا خان خپل ټول ژوند د قام خدمت د پاره وقف کولو ته تيار کړو، ولې چې يوه مسئله نۀ ده چې د هغې طرف ته د هغۀ توجه نۀ وي تلې؛ د پښتو ژبې د پاره هغۀ کوشش وکړو. د ‘پښتون’ پۀ نوم باندې ئې رساله وويستله. دا اوله رساله وه. د مشاعرو بنياد ئې کېښودو او شاعران ئې د ګل او بلبل نه راويستل او د قام طرف ته ئې راوبلل. دا مختلف اړخونه وو د هغۀ د ژوند – او داسې يو اړخ هم هغۀ پرې نۀ ښودو چې هغۀ ورله د يو مثبت سمت (direction) ورکولو کوشش نۀ وي کړے. خو زۀ ګڼم چې د دې غونډې پۀ سلسله کښې د هغۀ د امن کردار چې دے، هغه د ټولو نه زيات ښکاره اړخ دے. چې څوک پۀ داسې ماحول کښې پېدا شي چرته چې د ټولو مسئلو حل ټوپک او تماچه وي او د هغې پۀ ذريعه د مسئلو د حل کوشش کېږي، څنګه چې نن سبا کېږي، پۀ داسې ماحول کښې هغۀ د عدم تشدد خبره کوله. ګاندهي جي خپله د باچا خان، پښتنو او عدم تشدد پۀ حواله خبره کړې وه، کله چې 1938 کښې هغه دلته راغلے ؤ. 1938 کښې چې د بابړې پۀ مقام باندې يوه جلسه وه نو مونږ ورله تلو. ما ګاډے چلوۀ او ګاندهي جي زما پۀ څنګ کښې ناست ؤ او ما ته ئې وئيل چې ولي! دلته څۀ جلسه شته؟ ما ورته وئيل هو! پۀ شتو خو شته! وې ئې، څۀ اواز نۀ راځي نو!!! چې کله مونږ لاړو هلته، نو واقعي چې ډېره لويه جلسه وه. يعني پۀ هغه وخت کښې تقريباً شپېتۀ اتيا زره خلق هلته جمع وو. ګاندهي جي وئيل، داسې منظمه جلسه خو ما چرته پۀ ژوند کښې نۀ ده ليدلې – دا څنګه جلسه ده، څوک خبرې نۀ کوي، پۀ ارام سره ناست دي ټول خلق – هغۀ چې کوم وړومبے تقرير وکړو، هغې کښې ئې ووئيل چې زۀ صرف دې د پاره راغلے يم چې ما د عدم تشدد فلسفه پۀ هندوستان کښې ځکه هم عملي کړې شوه چې زمونږ کوم هندوستاني وروڼه دي، هغوي سره دا زور، طاقت او صلاحيت نشته، د هغوي سره دا ذرائع او وسائل نشته چې تشدد د پاره ئې استعمال کړي او پۀ دې وجه عدم تشدد د هغوي مجبوري ده. چې کله ما ته دا پته ولګېده چې باچا خان دا پښتانۀ څوک چې پۀ وړه خبره ټوپک راخلي او د هغې فېصله کوي، دوي څنګه پۀ عدم تشدد اماده کړل؟ نو زۀ دې معجزې ليدلو له راغلے يم چې زۀ وګورم چې يو انسان سره طاقت هم شته، اسلحه هم شته او د تشدد ذرائع او وسائل هم شته خو د هغې باوجود هغه وهل خوري او پۀ چا لاس نۀ اوچتوي!!! نو دا خبره د معجزې نه کمه نۀ ده او زۀ ځکه دلته راغلے يم.

پۀ دې لړ کښې به زۀ ستاسو توجه د يوې ډېرې افسوسناکې واقعې طرف ته ضرور راګرځول غواړم. تاسو به د دې نه اندازه ولګوئ چې د عدم تشدد فلسفه چې باچا خان دې قوم ته ورکړه، هغې د هغه وخت پۀ ځوانانو باندې څومره اثر کړے ؤ. کله چې پاکستان جوړ شو او بيا زۀ د قيوم خاني جېل نه راخلاص شوم – يو عجيبه حالت جوړ ؤ. هغه شاعر وائي کنه چې “منزل انہیں ملی جو شريکِ سفر نہ تھے”

]منمه د جناح کاکا چې پوخ خانک له راغے
د ډبه د کوتکه د ګوليو نه خبر نۀ شو[

وشوه څۀ داسې چې هغه خلق چا چې د دې ملک د ازادۍ د پاره پۀ کلونو جېلونه وخوړل، قربانۍ ئې ورکړې، جائيدادونه ئې ضبط شول، کوړې ئې وخوړې؛ نو هغه خلق د دې ملک غداران شول او د انګرېز تالي څټ د دې ملک حکمرانان جوړ شول!!! نو نتېجه ئې څۀ شوه؟ نتيجه ئې دغه راووته لکه چې زمونږ دې ملګري ورته اشاره وکړه.

زۀ چې شپږ کاله پس د ]قيوم خاني[ جېل نه راغلم، زما ټول جائيداد منقوله او غېر منقوله ضبط شوے ؤ. تر دې پورې چې زما لور چې اوس غټه ده، هغه وخت کښې وړه ماشومه وه، څۀ د يو کال وه، هغه پۀ ځانګو کښې پرته وه او چې کله هغوي سامان اوچتولو نو ماشومه ئې پۀ فرش وغورځوله او هغه ځانګو ئې هم يوړه!!! هغه څۀ چې وشو د دې قوم سره او د هغه مجاهدينو سره چا چې د دې ملک د ازادۍ د پاره قربانۍ ورکړې وې، پۀ دې ملک خداداد کښې چې د اسلام پۀ نوم جوړ شوے ؤ، هغه د تاريخ يو تور باب دے. نور خو پرېږده، دلته زمونږ خوېندې ناستې دي، زمونږ کارکنان پۀ قيوم خاني دور کښې پۀ ګوليو ويشتلے شوي، زۀ وايم ووله ګولۍ کۀ زور ئې لرې؛ پۀ جېلونو کښي ئې واچول، جائيدادونه ئې ورله ضبط کړل، دا سختې تحريکونو کښې وي؛ خو چې کوم څيز د برداشت قابل نۀ ؤ، هغه دا چې د خلقو بې عزتۍ ئې وکړې. زمونږ کارکنان ئې بربنډ کړل او پۀ سړکونو ئې وغورځول. دا د اسلام حکومت راغلے ؤ پۀ دې ملک کښې – مونږ د انګرېز دښمنان وو، د پاکستان دښمنان خو نۀ وو!!! انګرېز کۀ مونږ نۀ وے شړلے نو پاکستان به څنګ جوړېدو، سوال نۀ پېدا کېږي!!! داسې واقعات وشول چې زمونږ معزز کارکنان ئې بربنډ کړل او کورونو ته ئې ولېږل چې د هغوي بچي، خوېندې، مياندې او نږوريانې ئې وګوري. يو حد دے د ظلم او ذلالت چې کوم د دې ملک د پښتونخوا د خلقو سره شوے دے.

يو واقعه ده – زۀ چې کله د جېل نه راغلم نو يو خط ما له راکړے شو. زمونږ يو محترم ملګرے د بابا پۀ نوم شريک ؤ، عبدالغفار نوم ئې ؤ، د کوهاټ د تحصيل کرک د ګوډي خېل اوسېدونکے ؤ؛ د هغۀ خط ؤ د بابا پۀ نوم ، ماته راکړے شو. وائي چې “ستا سره مې وعده کړې وه چې پۀ عدم تشدد به کاربند اوسم او کۀ حالات هر څنګه وي، قطعاً به پۀ چا لاس نۀ اوچتوم – ما جېلونه وخوړل، جائيداد مې ضبط شو، کوړې مې وخوړې؛ خو دا نن سبا چې څۀ کېږي، دا د برداشت نه بهر دي چې زمونږ پۀ کور کښې مسلم ليګي رضاکار او پوليس راننوځي او زمونږ د کورونو بې حرمتي او بې پردګي کېږي – زۀ د يو پښتون پۀ هېڅ دا کولے شم چې ټوپک را واخلم او شروع وکړم د قيوم خان نه او يو يو مړ کړم، او تر څو چې اخري ګولۍ پاتې وي، دا ټول مړۀ کړم – خو ما ستا سره وعده کړې ده چې زۀ به داسې نۀ کوم، خو دا هم د برداشت نه بهر دي؛ پۀ دې وجه زما مخې ته سېوا د دې نه بله لار نشته چې زۀ پۀ خپله خپل ځان مړ کړم.” دا کردار ؤ د هغه وخت د ځوان.

چې کله ما وکتلو هغه خط، ما له ژړا راځي – هغه وائي، “بابا! زۀ تا ته لاس نيسم او معافي غواړم چې ما ستا د وعدې سره وفا ونۀ کړه او ستا نه پس زۀ د الله نه معافي غواړم، ځکه چې پۀ اسلام کښې خودکشي جرم دے.” داسې قسمه فلسفه باچا خان پۀ داسې خلقو کښې د عملي کولو کوشش وکړو چې کوم واقعي د داسې قسم برداشت بلد نۀ وو . دا امتحان چې عبدالغفار خوار پۀ هغې کښې کامياب نۀ شو، د هغې هغۀ ته احساس ؤ، خو د دې نه صرف دا اندازه لګي چې خلقو څومره د زړۀ نه دا فلسفه قبول کړې وه!!!

اوس مونږ راځو د دې د عملي کولو طرف ته!!! پۀ دې کښې هېڅ شک نشته چې باچا خان همېشه د سامراج مخالفت کړے ؤ، پۀ دې کښې هېڅ شک نشته چې هغۀ همېشه د استحصالي قوتونو خلاف اواز اوچت کړے ؤ. يو مثال دے، زمونږ د کلي د خدائي خدمتګارانو چې کوم جرنېل ؤ، هغه جاروکښ ؤ، سحر به ئې پۀ کورونو کښې جارو وهله او ماښام چې به کله مونږ پرېډ کولو نو د نورو سره د ټولو خانانو هلکانو به هم هغۀ ته سلام کولو!!! د هغۀ پوره تحريک د محرومو طبقو د پاره ؤ او هم پۀ دې وجه دا تصادم راغلو چې د تحريک مخالفين چې وو، خان او ملا دواړه، چې يو دنياوي ليډر ؤ د دې معاشرې او دا بل چې ديني ليډر ؤ؛ دواړو ته دا خطره محسوس شوه چې کۀ چرته دا غريب خلق پاڅي او دوي تعليم وکړي، د دوي سترګې او ذهنونه رڼا شي نو بيا دا استحصالي قوتونه دوي محکوم نۀ شي ساتلے. پۀ دې وجه هم هغه مسئله د باچا خان خلاف هم استعمال شوه او وې وئيل چې باچا خان مسلمان نۀ دے!!! يعني هغه د کفر چکر وچلېدو. زما سره د ګورنر سرحد د خپل لاس ليکلي د يو يو ملا نوم موجود دے!!! هغه وائي د فلاني ملا ولدِ فلانے د فلاني جومات امام دومره تنخوا ده او د فلاني خان بهادر پۀ لاس ورکولې کېږي – پۀ هغې کښې درې ګروپه (categories) دي: څۀ د خان بهادرانو سره وو، د هغوي نه د لږې بره درجې واله د ډپټي کمشنر سره وو او چې کوم غټ ماروګان (Cobras) وو، د هغوي تعلق براه راست ګورنر سره ؤ. دا ټول موجود دي – اوس تاسو وګورئ دغه مذهبي جنونيت – هم دغه خلق، دغه طريقه او دغه وسله/ اسلحه نن پۀ افغانستان کښې استعمالېږي. نن تاسو پۀ خپله وګورئ هاغه مذهبي جنونيت ته!!! هغه ورځ د محترمې وزيراعظمې صاحبې سره خبرې کېدې، تاسو اندازه ولګوئ، دنيا کوم خوا لاړه، خلق اسمان ته خېژي او سپوږمۍ ته ورسېدل او مونږ دا فېصله و نۀ کړله چې يوه ښځه وزيراعظمه جوړېدې شي او کۀ نۀ!!! ټول ملک ئې پۀ دې انډوخر کښې ګېر کړے دے. يو صاحب هغه ورځ زما سره ونښتو، وائي خان صاحب! تاسو ما ته يو پېغمبر وښايئ چې ښځه پېغمبره جوړه شوې وي؟ د الله حکم دے چې هغه نۀ شي جوړېدې. ما ورته ووئيل، وروره مولانا! ږيرې والا! لږ دا راته ووايه، يو پېغمبر راته وښايه چې د ښځې د وجود نه نۀ وي پېدا شوے؟ ووايه راته څوک شته؟ وکړه همت!!! او ما ورته وئيل، چې کوم د حضرت عيسيٰ علېه السلام پۀ باره کښې وئيل کېږي چې د هغۀ پلار نۀ ؤ، د پلار نه بغېر خو کېدے شي خو د مور نه بغېر نۀ شي کېدے!!! او ما ورته ووې چې رسول اکرم صلي الله علېه وسلم خو وائي چې د مور د پښو لاندې جنت دے؛ چې د يوې ښځې د پښو ښکلولو پېغمبر ته حکم دے، تۀ د هغې د تقدس نه څنګه انکار کولے شې؟ يوې خور چې تسنيم نوم ئې دے، ما نه ئې تپوس کړے دے چې تاسو پۀ دې هم لږه خبره وکړئ چې ستاسو پۀ معاشره کښې د ښځې څۀ حېثيت دے؟ زما بېګم صاحبه ناسته ده دلته، د دې نه پته لګي چې زۀ کله د جېل نه راغلم نو دا زما افسره وه، دا د پارټۍ صدره وه او زۀ د پارټۍ يو ادنيٰ کارکن، زۀ د دې د حکم تابع وم – نن دا شايد زمونږ د پارلېماني پارټۍ مشره ده!!! بيا د باچا خان ښکاره الفاظ دي، هغه فرمائي، “د ښځې او سړي چې دا کومه مسئله ده، د دې مثال داسې دے لکه چې د ګاډي دوه پايې وي او چې تر څو پورې تۀ هغه پايو ته يو شان مساوي حېثيت ور نۀ کړې، کۀ يو طرف ته د ټرېکټر ټائر ولګوې او بل طرف ته د سکوټر نو کار نۀ کېږي. هغوي ته يو شان او مساوي حېثیت ورکول پکار دي.” – نو تسنيم خور! تاسو ته باچا خان يو شان حېثيت درکړے دے، تاسو او مونږ ته يو ځاے دا ګاډے چلول دي او د يوې پايې پۀ حېثيت تاسو ته هم هغه شان خپل فرض پوره کول دي، څنګه چې پۀ يو سړي دي. کم از کم پۀ دې معاشره کښې د داسې قسمه خبرو ګنجائش نشته.

د امن پۀ حواله، مونږ غواړو او کۀ نۀ، خو زمونږ توجه دې منطقې ته راوړي. نن چې پۀ کومه خبره زۀ ډېر خوشحاله شوم، هغه دا ده چې د دې منطقې چې څومره هم قوتونه دي؛ زمونږ دا وروڼه، “يو تن يو وجود” چې ورته وائي، هغه زمونږ افغانان وروڼه دلته ناست دي – د هغوي د حکومت استازي دلته ناست دي – بيا د افغانستان پۀ شا زمونږ يو ګاونډي سويت يونين، د چا د پاره چې نن ورځ خاص پۀ دې وجه هم ده چې تاسو به ممکنه ده چې اورېدلي وي چې پرون 15) مارچ (1990 صدر ګوربچوف صاحب نوي منتخب پارلېمنټ خپل صدر مقرر کړو. پۀ دې ورځ دا دواړه اعزازه هغۀ ته حاصل شول، خپل قوم هم ورته دا اعزاز ورکړو او مونږ هم – او بيا زمونږ د هندوستان ملګري، چا سره چې مونږ يو ځاے د ازادۍ د پاره د انګرېز خلاف جنګېدلې يو، مونږ د دې ملک د ازادۍ د پاره جنګ يو ځاے کړے ؤ، د سامراج خلاف وجنګېدو، د يوې مترقي معاشرې د قيام د پاره وجنګېدو؛ اوس کۀ ورته څوک هر څۀ وائي، خو دغه د تاريخ حقيقت دے – خو يو حقيقت دا هم دے چې هلته ئې هم يوه کرښه راکښله او وې وئيل، هغه بل ملک شو او مونږ ئې دې خوا را ولېږلو. نن مونږ خوشحاله يو چې هغوي هم د امن پۀ خبره مونږ سره متفق دي.

ما ته پۀ دې سلسه کښې يوه خبره راياده شوه. څۀ دوه کاله زړۀ خبر ده، زۀ ډنمارک ته د يو ورلډ امن کانفرنس د پاره بللے شوے وم نو زۀ هلته روان وم. کله چې زۀ کراچۍ ته ورسېدم نو صحافيانو پۀ ولقه کښې واخستم. د “جسارت” )اخبار(، دا جماعتي اسلامي والا، دا د اسلام ټهېکداران او د پاکستان ماماګان چې جوړ شوي دي، د هغوي يو صحافي ما ته وائي، خان صاحب! تاسو روان يئ امن کانفرنس ته؟ ما وئيل هو! روان يم. وې خان صاحب! تاسو ته پته ده چې دا کانفرنس د روس د طرف نه را غوښتلے کېږي؟ ما وئيل، دا خو نوره هم د خوشحالۍ خبره ده، ولې چې روس زما ګاونډي دے او کۀ چرې هغه د امن خبره کوي نو زۀ به پۀ خپل کور کښې پۀ امن سره اودۀ کېدے شم. ما ورته وئيل، بچيه! تۀ پۀ دنيا کښې امن نۀ غواړې؟ ما تپوس وکړو چې ستا ښځه شته؟ وې هو جي! وادۀ مې کړے دے، يو زوے مې دے. نو ما ورته ووئيل، تۀ امن غواړې کۀ نۀ؟ نو چپ شو. ما ورته وئيل، بچيه! چې مسلمان کۀ د هر چا د امن کانفرنس مخالفت کوي نو ما ته ډېر عجيبه ښکاري. ما ورته وئيل چې تۀ کله اوس زما سره ملاو شوې، تا ما ته وئيل “خان صاحب! السلام علېکم” او ما ووئيل “وعلېکم السلام.” ما ورته وئيل، د دې سلام د معنې درته پته شته؟ وې څۀ؟ ما ورته وئيل، د دې معنٰي ده چې تۀ زما د طرف نه پۀ امن کښې يې! پۀ هر مسلمان باندې دا فرض دي چې بل انسان سره ملاوېږي نو چې ووائي “السلام علېکم” او هغه واپس ووائي چې “وعلېکم السلام”، يعني تۀ هم زما د طرف نه پۀ امن کښې يې. ما ورته وئيل، بچيه! تا چرته سوچ کړے دے چې کله تۀ نمونځ کوې او سلام ګرځوې نو وائې “السلام علېکم ورحمة الله” او بيا دې بل طرف ته مخ را واړوې او “السلام علېکم ورحمة الله” – يعني دلته هم امن او هلته هم امن، نمونځ کښې چاپېره امن د پاره دعا کوئ!!! او بيا ما ورته ووئيل، تاسو د اسلام خبره کوئ، نو بچيه! عربي ولوله! “اللّٰهم انت السَّلام و منک السَّلام” ]بخاري[، يعني تر دې حد پورې ځي چې الله پاک مخاطب کوي چې خدايه! تۀ امن يې او تۀ امن ورکوونکے يې!!! اوس د دې نه زيات د يو مسلمان د پاره د امن څۀ تاکيد کېدے شي؟ او دا چې “انما المؤمنون اخوة فاصلحوا بېن اخوېکم” ]الحجرات: [10 وغېره دي!!! تاسو چې څۀ هم ووايئ مليانو ته، هغه خو به هغه وائي چې څۀ هغۀ ته ډالر وائي، او هم هغه به وائي چې څۀ ورته امريکه وائي – هغه نۀ د قران قاري دے، نۀ د قران تابع دے، نۀ پۀ قران عمل کوي – دلته دوي د جهاد خبرې کوي!!! هغه ورځ زۀ راتلم د سوات نه، پۀ لاره باندې ليکلے شوي وو “غازي قاضي غازي قاضي”، پۀ هر يو کاڼي باندې ئې دا ليکلي وو. ما ورته ووئيل چې دا کوم قاضي دے؟ قاضي حسېن احمد صاحب دے؟ بازيګرې پۀ پاکستان کښې اړوي او جوړ شوے دے غازي پۀ افغانستان کښې؟ يعني دا څۀ طريقه ده پۀ دې ملک کښې؟ څوک لاړ شي هلته؟ اوس هلته څوک مري او ولې مري او څنګه مري؟ اوس دوي خبره وکړه چې ضياء الحق صاحب وئيل چې زۀ هلته )افغانستان( لاړ شم نمونځ به کوم. ما وئيل، هلته پۀ افغانستان کښې خو جوماتونه اباد دي، زۀ تېر کال تلے وم لويې جرګې ته، د نجيب جان )ډاکټر نجيب( نه وروسته ما هم تقرير وکړو او بيا مونږ ټول پينځۀ شپږ سوه خلق چې هلته وو، يو ځاے مو نمونځ وکړو – ما ورته وئيل، کۀ تۀ واقعي مسلمان يې او د اسلام خدمت کول غواړې نو لاړ شه او پۀ هغه جومات کښې نمونځ وکړه چې کوم تا سکهـ ته پۀ هندوستان کښې پرېښودے دے، لاړ شه او هلته نمونځ وکړه کۀ پۀ پلار کښې دې ايمان وي، دا خو ټول مسلمانان دي د خداے کافره! دا خو ټول مونږ هلته نمونځونه کوو.

اوس دا چې ]د جنګ[ مسئلې له د مذهب رنګ ورکولے کېږي، نو تر څو پورې چې روسي فوځونه دلته موجود وو، څۀ نه څۀ جواز د دوي سره ؤ – اوس د روسي فوځونو د تګ نه پس د جهاد څۀ جواز جوړېږي؟ دا د دوي نه تپوس وکړئ، د دوي سره څۀ جواب نشته. دا د جلال اباد نه پس دوي اوس لږ پۀ هوش کښې راغلل، د حکومت پاکستان ‘کوچوانانو’ محسوس کړل او د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې امريکې محسوس کړل چې دا مونږ دې خلقو له اسلحه ورکړې ده او ورته مو وئيلي دي چې څۀ طريقه جوړه کړئ چې روسي فوځونه دلته نه وځي نو پۀ دوه ورځو کښې به مونږ تاسو د کابل پۀ تخت کښېنوو!!! خبره خو دا ده چې هغه ورځ ما ته پۀ خپله محترمې بېنظېرې صاحبې ووئيل چې زمونږ خو دا اطلاع ده چې افغانستان کښې به ډېر زر حکومت مات شي!!! ما ورته پۀ خندا ووئيل چې بي بي! څنګه به ماتېږي ؟ ما ورته ووې، امريکه هم نۀ غواړي چې دا مات شي. ډېره حېرانه شوه. ما وئيل، امريکې چې کومه اسلحه ورکړې، هغه د ملک د فتح کولو اسلحه نۀ ده؛ امريکې چې کومه اسلحه ورکړې هغه د تباهۍ اسلحه ده، د بربادۍ اسلحه ده، د نسل کشۍ اسلحه ده؛ هغه د ملک د فتح کولو اسلحه نۀ ده. دوي له چې کوم ټرېننګ ورکړے شوے، هغه ګوريلا ټرېننګ دے او هغه کنونشنل جنګ نۀ شي کولے. تجربه تاسو وکړه پۀ جلال اباد باندې!!! ما ته هغه ورځ چا ووئيل چې پۀ کابل اوس راکټونه نۀ راځي، د دوو ورځو نه پۀ جلال اباد باندې راکټ نۀ دے راپرېوتے. نو يو چا ووئيل چې هغوي مونږ دومره وروسته ديکه کړي چې د هغوي راکټ اوس جلال اباد ته نۀ شي را رسېدے. هغه ورځ اخبار والا زما نه تپوس وکړو چې خان صاحب! تاسو خو افغانستان ته ځئ راځئ، تاسو څۀ بدلون وليدو؟ ما وئيل ډېر غټ بدلون مې دا ځل وليدو. دوه هفتې وشوې چې زۀ د افغانستان نه راغلے يم. ما وئيل چې د څومره پارټيانو خلق دي، ټولو فوځي ورديانې اغوستې وې او ټول پۀ مېدان کښې د يو غر پۀ شان ولاړ وو. يوه جذبه ما وليدله هلته – يو جرنېل صاحب ما ته ووئيل چې صاحب! پۀ کومه ورځ چې روسي ملګرو اعلان وکړو چې مونږ ځو نو پۀ هغه ورځ مونږ خواږۀ ووېشل. مونږ وئيل چې شکر دے پۀ ژوند کښې به مونږ ته هم موقع ملاو شي چې دنيا ته وښايو چې د قوم د پاره څنګه ځان قربانولے شي او د قوم د پاره څنګه جنګ کولے شي!!! ما وئيل حضور! هغه طرف ته چې جنګېدو والا دي، هغه هم افغانان دي کنه! دغه زمونږ يو لاکهـ وسله غورځوونکي فوجيان خو د جنګ نۀ دي کنه! چې هلته جنګېږي،هغه هم افغانان دي هغه ورځ د يو امريکني اخبار ټوټه ما ته چا راولېږله، زۀ انګلېنډ کښې وم، دا خبره پکښې چاپ وه چې د مجاهدينو بد بختي دا ده چې د دوي ټول اېډوائزران پاکستاني جرنېلان دي او دا يو تاريخي حقيقت دے چې پاکستان پۀ ژوند کښې چرته جنګ ګټلے نۀ دے او دا هم تاريخي حقيقت دے چې افغانستان چرته جنګ بائيللے نۀ دے!!! اوس امريکې هم سوچ شروع کړے. نو ما ورته وئیل چې بي بي! تاسو لږ پۀ دې سوچ وکړئ، دا هغه وخت خو نۀ دے چې د الله نوم واخله او توره اوچته کړه د چا پۀ خېټه کښې ئې ومنډه! دا د ټېکنالوژۍ جنګ دے، د کمپيوټر جنګ دے، د سائنس جنګ دے – ما ورته وئيل، ستاسو يو فوجي ورور هغه ورځ ما ته ووې چې يو سکډ ميزائل (scud Missile) د لاهور نه روان شو، لاهور نه نۀ رښتيا، کابل نه روان شو، ما خداے مۀ کړه د لاهور نوم نۀ اخستو😊، راغے او د سوتر نۀ اخوا نۀ دېخوا، تورخم سره راپرېوتو. نن د ټېکنالوژۍ دا کمال دے، پۀ کمپيوټر باندې هر څۀ سيټ کړه؛ يعني دوه سوه ميله، څلوره سوه ميله ]او هم دغومره ګزار به کوي[ – هغه ورځ مونږ ته چې وښودلے شول چې کوم سکډ د دوي سره دي، صرف زمونږ د صوبې پورې محدود دي!!! چې پۀ کومې نقشې مونږ ته وښودلے شول، پۀ هغې کښې ډېره اسماعيل خان، بنو، کوهاټ، پېښور😊، مردان، ملاکنډ، سوات، دير؛ دا علاقې پۀ هغې کښې راځي، يوه سره کرښه ئې ترې تاو کړې وه – دا ګورنمنټ مونږ ته وئيل، د پاکستان ګورنمنټ – نو ما ورته وئيل چې يو کرښه خو پۀ سن ساټهـ کښې راکښلې شووې وه چې کله هغه د دې ځاے نه لاړل، خروشيف (Nikita Khrushchev) دلته سره کرښه راکښلې وه؛ اوس تاسو دوېمه کرښه راکښله!!! خو زۀ ډېر حېران شوم چې کابل نه دهلي ته راغلم. د دهلي پۀ هوائي ډګر باندې د هندوستاني ملګرو نه علاوه زمونږ د افغانستان چې کوم سفير ؤ، هغه هم موجود ؤ هلته – چې کله مونږ ناست وو، د هغۀ پۀ څنګ کښې يو ځوان ناست ؤ، نو زما نه څۀ هندوستاني ملګرو د سکډ تپوس وکړو؛ نو ما وې پۀ هغې کښې خو زمونږ بدبختي ده!!! کۀ چرې هغوي ئې چلوي نو زمونږ نه مخکښې هغه نۀ شي تلے، زيات نه زيات دلته پۀ مونږ به راپرېوځي. هغه ځوان ووې چې نۀ صاحبه! زمونږ سره درې قسمه سکډز دي: د يو سکډ رېنج دوه نيم سوه کلوميټره دے، هغه سکډ دے “اے (A)” يعني الف، چې کوم مونږ هلته را غورځولے ؤ. د دوېم رېنج اووۀ سوه کلوميټره دے او د درېم رېنج نهه سوه کلوميټره دے – نو هغۀ ووې چې د فاصلې پۀ لحاظ سره به هغه د لاهور نه هم اوړي. نو ما ورته پۀ ټوقه کښې ووئيل چې بس کړه څۀ کوې، د لاهور نه مخکښې ولې د امرتسر د ويشتلو دې اراده ده؟ هندوستاني ملګري ناست وو، پۀ ټوقه کښې مو هغه خبره واړوله.

نن سبا چې پۀ دنيا کښې د تباهۍ کوم سامان دے، نن سبا چې پۀ کومه طريقه د دې افغان جنګ د مسئلې د چلولو کوشش کېږي، مونږ د دغه طريقه کار خلاف يو – اوس بالکل دا خبره واضح ده، مونږ يو وخت پۀ جار ووې او ما خطونه وليکل، دوي له ډېره غصه ورغله. زۀ پۀ دې خبره باندې وياړ کوم چې پريذېډنټ ګورباچوف يواځينے شخصيت دے چې چا زما د خط جواب راکول مناسب وګڼل او دومره د حوصلې خبرې ئې وکړې چې د هغې سره زمونږ هم څۀ اميدونه پېدا شول چې شايد د هغوي پۀ همت او د هغوي پۀ کوششونو پۀ دې ملک کښې امن راشي!!! د جنېوا د معاهدې پابندي د ټولو نه مخکښې روس وکړه چې پۀ پينځلسمه فرورۍ ئې خپل فوځونه لرې کړل. دوېمه پابندي زمونږ د افغانستان وروڼو وکړه چا چې ملايانو ته ووې چې راځئ اور بند اعلان کړئ! خو ملا ووئيل چې نه! وې راځئ زمونږ سره خبره وکړئ خو دوي وې نۀ کوو خبره! دوي ووې راسره پۀ الېکشن کښې حصه واخلئ، هغوي وې نۀ اخلو! دوي ورته ووې پۀ پارلېمان کښې کېښنه زمونږ سره، هغوي ووې نۀ کښېنو! نو ما وزيراعظمې صاحبې ته وئيل چې تاسو ټول اپشنز (options) ختم کړل، اوس صرف يوه لار پاتې کېږي چې دا مسئله به د جنګ پۀ ذريعه د حل کولو کوشش کوئ او د جنګ پۀ ذريعه دا مسئله قطعاً او کله هم نۀ شي حل کېدې چې تر څو پورې مو د سياسي حل را ويستلو کوشش نۀ وي کړے. دا خبره بلکل غلطه ده، پۀ جنګ نۀ شي کېدې. مونږ وينو چې کوم څۀ کېږي هلته!!!

اوس زه تاسو ته ډېره اهمه خبره کوم چې د کومې خبرې طرف ته د چا توجو نۀ ده تلې. پۀ جنېوا معاهدې باندې د دستخط نه وروستو چې کله دواړه وزير خارجه يو شريک پريس کانفرنس له لاړل، نو يو امريکني صحافي تپوس وکړو د روس د وزير خارجه شيبنازے (Eduard Shevardnadze) نه، چې کۀ چرې د دې نه پس د امريکې حکومت مجاهدينو له وسله ورکوي نو ستاسو به څۀ ردعمل وي؟ هغۀ پۀ مخه ووې چې امريکه مجاهدينو له وسله نۀ شي ورکولې!!! نو هغه صحافي بيا ووې چې کۀ هغه ]امريکه[ ورکول وغواړي نو بيا؟ نو هغۀ ووې چې زۀ وايم چې بيا ئې هم نۀ شي ورکولې چې تر څو پورې پاکستان هلته د رسولو ذمه واري وا نۀ خلي!!! دا ډېره اهم خبره ده!!! مطلب دا دے چې کۀ نن امريکه وائي چې زۀ خلاف ورزي نۀ کوم، نو دا ډېره اهم نکته ده!!! تاسو به پۀ دې اورېدو حېران شئ چې نن د جنېوا معاهدې خلاف ورزي صرف، صرف او صرف پاکستان کوي؛ امريکه ئې هم نۀ کوي. امريکه وائي چې زۀ خو د سيمټري (Symmetry) مطابق د اسلحې ورکولو پابند يم!!! هغه خو د معاهدې مطابق اسلحه ورکوي، پۀ دې وجه هغه مبريٰ ده د دې نه – نو شيبنازے وائي چې کۀ پاکستان دا اسلحه هغوي ته د رسولو ذمه واري اخلي نو پاکستان به صريحاً د جېنوا معاهدي خلاف ورزي کوي او پاکستان يقيناً چې دغه خلاف ورزي کوي!!! دغه وسله چې امريکه ئې نۀ شي ورکولې، پاکستان ئې دغه جنګيالو ته ورکوي.

مونږ وايو، پۀ دې ملک کښې چې د کوم مقصد د پاره بابا پاڅېدلے ؤ چې مسئلې حل کول دي، تاسو خپلې مسئلې پۀ افهام او تفهيم سره حل کړئ! کۀ تاسو دا مسئلې حل کول غواړئ نو کښېنئ، کۀ چري امريکه او روس کښېناستے شي نو مونږ څوک يو چې مونږ نۀ شو کښېناستے؟ څۀ ملنډه دوي راخستې ده!!! پاکستان افغانانو ته وائي چې نه! تاسو به خپلې مسئلې د ټوپک پۀ ذريعه حل کوئ، د کلاشنکوف پۀ ذريعه به ئې حل کوئ، د راکټ او ميزائل پۀ ذريعه به ئې حل کوئ!!! څنګه چې ما ووې، دا راکټ او ميزائل افغانستان نۀ شي فتح کولے؛ تباهي به راولي خو افغانستان نۀ شي فتح کولے!!! تېره هفته يو جرمن صحافي زما خوا له راغلے ؤ، وې ما دوه نيم کاله د دوي سره تېر کړي دي پۀ افغانستان کښې؛ نو زما نه تپوس کوي چې How long will Najeeb last?، تر څو پوري به نجيب هلته ناست وي؟ ما وئيل چې as long as he lives، تر څو پورې الله ژوند ورکړے وي، ناست به وي، تاسو د هغۀ هېڅ نۀ شئ کولے. کۀ چرې فوج ځي د يو ځاے فتح کولو د پاره نو هغه بېله خبره وي؛ د کنونشنل جنګ طريقه بدله ده او د ګوريلا جنګ طريقه بدله!!! دوي هغوي له ټرېننګ د ګوريلا جنګ ورکړے – هغه ټرېننګ څۀ دے؟ پۀ غر کښې د کاڼي شا ته کښېنه، راکټ ولګوه، ټائمر ولګوه پۀ څلور ګېنټې پينځۀ ګېنټې او لاړ شه پۀ ارام کور اودۀ شه!!! هغه راکټ به ځي، کۀ ستا پۀ سر پرېوځي کۀ زما پۀ سر پرېوځي کۀ د ماشوم پۀ سر پرېوځي، پۀ هسپتال پرېوځي، يتيم خانه باندې پرېوځي، پۀ درياب کښې پرېوځي؛ هر چرته چې پرېوځي، د هغوي پرې څۀ!!! خو چې د کوم څيز مونږ او تاسو ته سوچ کول دي هغه د دې جنګ ختمول دي. ما هغه ورځ هغوي ته هم ووې چې زمونږ پۀ خپل کور کښې بلها مسئلې دي، د کراچۍ د امن و امان مسئله زمونږ نه نۀ حل کېږي؛ د ښځو جلوسونه وځي، پۀ زرګونو ښځې د پردې نه بهر کلاشنکوف را وباسي!!! ما پۀ پريس کلب کښې تپوس وکړو، ستاسو نه هم تپوس کوم چې دوه څيزونه کوم چې ضياءالحق مونږ ته پۀ تحفه کښې را کړي دي، ما ته دا ووايئ چې د ضياء الحق نه مخکښې تاسو د کلاشنکوف نوم اورېدلے ؤ؟ ]خلق پۀ زوره وائي “نه”[ د ضياء او فضل حق نه مخکښې تاسو د هېرون نوم اورېدلے ؤ؟ ]خلق پۀ زوره وائي “نه”[ دا دوه ډالۍ مونږ ته د هغه خدمت پۀ صله کښې را کړې شوې دي کوم خدمت چې مونږ د امريکې سرکار کوو، د هغه پاليسۍ پۀ خاطر کومه چې مونږ پۀ افغانستان کښې د هغوي د پاره خپله کړې ده. ما ورته وئيل، هلته وګورئ پۀ سندهـ کښې، ټول ښاري خلق د اېم کيو اېم سره لاړل او د کلي خلق د پيپلز پارټۍ سره – هلته محاذ ارائي (confrontation) ده، يو طرف ته د پنجاب محاذ ارائي د مرکز سره او دا دوه صوبې فرنټ لائن صوبې دي؛ دلته پۀ لکهونو خلق داسې دي چا ته چې تاسو aliens ]بهر نه راغلي[ وايئ، هغه د دې ملک اوسېدونکي نۀ ګڼئ. د هغوي د وېنا مطابق هغوي نۀ پۀ پاسپورټ راغلي دي نه ئې ويزه اخستې، نۀ د پوليس سره د هغوي رېکارډ موجود دے چې پۀ دوي کښې قاتل څوک دے، غل څوک او سمګلر څوک دے، او د هغوي څومره اېجنټان دي هېڅ پته نشته – او ما ورته وئيل، دا اسلحه تاسو ورکړې ده، دا چې د کلاشنکوف دا کلچر دلته راغلے دے او دا چې د مافيا دا کلچر دلته معارفي شوے دے، د دې اثر به پۀ دې ملک څۀ پرېوځي؟ خو د هغوي پرې څۀ؟ هغوي خو بهر جائيدادونه واخستل، بنګلې ئې جوړې کړې، نۀ هغوي د دې ملک اوسېدونکي وو. ما ضياء صاحب ته وئيل، ستا به څۀ همدردي وي د دې ملک سره؟ تا خو د خپل پلار نيکۀ وطن پرېښودے او دلته راغلے يې، عېش عشرت به وکړې، چې کله خبره جوړه نۀ شوه نو جائيداد دې بهر اخستے، لاړ به شې!!! مرګ خو مونږ ته او د دې ملک اولس ته ګواښېږي چې پۀ دې ملک کښې مو د اوسېدو اراده ده!!! زمونږ بچو ته پۀ دې ملک کښې اوسېدل دي، دا زمونږ ملک دے؛ پۀ دې وجه مونږ له او اولس له پۀ دې باره کښې فکر مند اوسېدل پکار دي.

دا چې يوه خبره مونږ ته کېږي او څنګه چې زما محترم ورور ووې، چې بد قسمتي دا ده او ما د هغه نه هم تپوس وکړو او وزيراعظمې صاحبې نه مې هم تپوس وکړو، ما ورته وئيل، زمونږ د خپل کور دومره مسئلې دي، د خپلو بچو د تعليم سلسله نشته، کور نشته، صحت نشته، د څښکلو اوبۀ نشته؛ ما ورته وئيل د دې اسلام اباد د ايوانونو نه لږ بهر وګورئ چې څومره خلق د دې قمقمو نه بهر پۀ تورو غارونو کښې اوسېږي!!! شرم پکار دے چې خپلې مسئلې مو يو طرف ته کېښودي او مونږ سره غم دے د افغانستان!!! نو ما ډېر پۀ ادب تپوس وکړو چې دا افغانستان زمونږ پينځمه صوبه ده؟ نه! افغانستان يو خپلواک (sovereign) رياست دے. وائي مونږ خو نه يو ککړ پۀ دې جنګ کښې!!! ډېر حېران شومه!!! ما وئيل، هغه ورځ زۀ پارلېمان ته لاړم نو پته راته ولګېده چې پۀ اسلام اباد کښې دوه اجلاسه ناست دي. نو ما تپوس وکړو چې پته نشته زۀ د کوم پارلېمان ممبر يم؟ وې تاسو خپل پارلېمان ته لاړ شئ!!! ما وئيل دا دوېم پارلېمان چرته دے؟ هغوي ووئيل، هغه خو نشته صاحب، هغه هېر کړه، هغه د کابل پارلېمان ناست دے پۀ اسلام اباد کښې!!! چرته داسې حالت تاسو ليدلے دے چې د کابل پارلېمان پۀ اسلام اباد کښې کښېني؟ تاسو به پۀ کوم اصول د دې د پاره جواز لټوئ؟ او کۀ چرې تاسو دا اصول تسليموئ نو بيا زۀ پۀ ډېر ادب باندې تپوس کوم چې تاسو به سبا څۀ اعتراض کولے شئ کۀ د پاکستان پارلېمان پۀ کابل کښې کښېني؟ نۀ شئ کولے!!! او کۀ سبا له د پاکستان پارلېمان پۀ ايران کښې کښېني؟ او ما ورته پۀ خندا ووئيل، د ټولو نه خطرناکه خبره دا ده چې کۀ چرته سبا له د پاکستان پارلېمان پۀ دهلي کښې کښېني نو بيا به ستاسو حالت څۀ وي پۀ دې خوشحالۍ کښې؟ ما ورته وئيل، دا تاسو څۀ کوئ؟ دا خبرې داسې دي چې د دې پۀ سنجېدګۍ سره نوټس اخستل غواړي. ما د پارلېمان اجلاس کښې ورته ووئيل چې زمونږ پۀ پښتو کښې وائي چې کله خر پۀ ځنګل کښې زمري ته مخامخ شي نو سترګي پټې کړي، هغه پۀ دې غلط فهمۍ کښې وي چې ګنې ما سترګې پټې کړې نو زمرے هم ما نۀ ويني او چې بيا کومه نتيجه ده، هغه ظاهره ده!!! پۀ دې وجه سترګې چې تاسو پټې کړې دي، نتيجه به ئې درته سبا پۀ غاړه کښې نښتې وي!!! نن خبره بالکل ښکاره ده چې دوه مسلکونه پۀ دې ملک کښې د قوم مخې ته راغلي دي، اوس تاسو ته هم فېصله کول دي، ضياءالحق صاحب سره د اسلامائزېشن (Islamization) پۀ نوم د امريکې پۀ وېنا خپله خارجي پاليسي صرف او صرف د انقلاب افغانستان او انقلاب روس د قوتونو خلاف د استعمالولو د پاره صرف او صرف يوه وسله ده او هغه د اسلام وسله ده!!! او دا هغه اسلام والا نۀ دي، ځکه چې ما ترې يو ځل تپوس کړے ؤ، ما ته ئې وئيل چې زۀ د اسلام يو متقي پرهېزګار حکمران يم او ما ته ئې وئيل چې ولي خان! زما به کوشش وي چې زۀ دا پاکستان د روس خلاف د اسلام قلعه جوړه کړم!!! هغه ډېره اوږده خبره ده، زۀ پۀ لنډو ټکو کښې وايم، ما ترې تپوس وکړو چې حضور! تۀ د روس خلاف يې کۀ د روس د نظريې؟ وئيل ئې، د نظريې خلاف يم – نو ما وئيل، حضور! يو تضاد دے! چې کله دا نظريه د شمال طرف نه ]د روس طرف نه[ راځي نو تاسو ټوپک را واخلئ او د هغې مقابله کوئ او پاکستان د اسلام قلعه جوړوئ، خو چې هغه نظريه کله د چين د طرفه راځي نو تاسو دخترانِ اسلام د هغوي مخکښې ګډوئ او ګلونه پرې شېندئ!!! څنګه د هغې نظريې د مخالفت دعويٰ تۀ کولې شې چې د چا مخې ته تۀ خپلې د اسلام لوڼه ګډوې پۀ سړک باندې او پۀ هغوي ګلونه شېندې؟ ما ورته وئيل، ساده خبره ولې نۀ کوې چې د امريکې دوست زمونږ دوست دے او د امريکې دښمن زمونږ دښمن دے!!!

خو اوس خو پکښې نوې تماشه جوړه شوه!!! اوس خو روس د افغانستان نه لاړو، روس د پېرسټرائيکا (Perestroika) او ګلېسناټ (glasnost) پۀ ذريعه خپل پوره نظام بدل کړو، اوس به انګتې اچولو له څۀ بهانه لټوئ؟ دوېم طرف ته وګورئ! اوس د روس او چين ملګرتيا کېږي، اوس د دۀ نه تپوس وکړئ چې اوس به چرته تښتې، اوس به کوم ځاے ګلونه شېندې؟

چې کوم خلق د خپل ملک مفادات پۀ نظر کښې نۀ ساتي او بغېر د څۀ سوچه د پرديو پاليسيانو پابندي کوي، د هغوي حشر به هغه وي کوم چې د ضياء الحق او د هغۀ د ملګرو وشو؛ ولې چې د دنيا طاقتونه پۀ چا باندې خرڅ نۀ دي!!! چې کله انګرېز دا ملک تقسميوۀ نو د هغۀ نۀ د اسلام سره ملګرتيا وه نۀ د مسلمانانو سره څۀ همدردي، هغۀ ته د پاکستان صرف دومره ضرورت ؤ چې دا د هغه قوت خلاف استعمال کړي او نن هم د دې پاکستان پۀ ‌ذريعه افغانستان کښې د هغۀ لار نيسي، د هاغه نظرياتي تحريک لار نيسي چې کوم د اشتراکيت پۀ نوم سره يادولے شي او socialism ورته وائي!!! د هغوي پاکستان کښې نوره هېڅ دلچسپي نۀ وه!!! هغوي ته د ضياء الحق صاحب ضرورت ؤ، استعمال ئې کړو، او چې د هغوي کار وشو، ضرورت ئې پاتې نۀ شو نو سر ئې ور پۀ خولۀ کړو!!! او دا اول ځل نۀ دے، همېشه داسې کېږي او چې کوم قومونه او مملکتونه خپله خارجه پاليسي د يو خارجي سامراجي قوت پۀ اشارو باندې چلوي، د هغوي دا حشر وي چې کوم د پاکستان شو؛ او نن هم کۀ مونږ پۀ رښتيا د باچا خان پېروکار يو، کۀ زمونږ دا دعويٰ وي، نو پۀ مونږ او تاسو باندې دا فرض جوړېږي چې امن د پاره خپل کردار ادا کړو. زۀ بېخي متفق يم د خپل نزدې ملګري منټو صاحب سره او د خپل ورور محمود خان سره چې وخت راغلے دے چې څومره مترقي (progressive) قوتونه دي، استعمار ضد قوتونه (anti-imperialist) دي، د استحصالي قوتونو خلاف جنګېدو والا قوتونه دي؛ هغوي له پکار دي چې پۀ يو پلېټ فارم راجمع شي. زمونږ پۀ پښتو کښې يوه طريقه شته!!! زمونږ يوه طريقه ده چې مونږ خپلو کښې جنګ هم وي، دښمنيانې هم وي، ټوپک هم چلوي د يو بل خلاف، مړي هم کوي؛ هر څۀ کېږي خو چې کله هم د بهر نه څۀ خطره وي نو زمونږ روايات دي چې جنګ بندي وکړو، “تيږه” چې څۀ ته وائي، خپلې دښمنيانې هغه وخت پورې يو طرف ته کړو چې تر څو د دښمن نه نۀ يو خلاص شوي – نو زۀ وايم چې نن هم د تيږې ايښودلو وخت راغلے دے، چې پاکستان کښې څومره جمهوري، مترقي، ضد استعماري او د غريب اولس حقونو د پاره جنګېدونکي قوتونه دي، راجمع شي او کم از کم پۀ دې مسئله خو ټول متفق کېدے شي چې افغانستان کښې کوم جنګ کېږي، دې کښې خپل يو شريک متفقه مسلک شريک اعلان کړو.

د مسلک پۀ حقله ما ووئیل چې دوه مسلکه دي: يو مسلک د اسلامائزېشن پۀ نوم د هغه خلقو دے چې پۀ سټېج باندې پۀ جار وائي چې تر هغه وخته پورې به پۀ ارام نۀ کښېنو چې تر څو مونږ د دهلي پۀ لال قلعه خپله جنډه نۀ وي لګولې!!! دا مې بېنظيرې صاحبې ته هم وئيلي وو. نو دغه خلق خو وائي چې دا مسلک مونږ ته پۀ وراثت کښې ملاو شوے دے. دې باره کښې ما پۀ تېرو ورځو کښې تپوس وکړو چې مونږ پۀ افغانستان کښې د چا جنګ کوو؟ د پاکستان کوم يو مفاد دے پۀ دې جنګ کښې؟ نو قاضي حسېن احمد صاحب وائي چې ولي صاحب پۀ غلط فهمۍ کښې ګېر دے، دا د افغانستان جنګ نۀ د اسلام جنګ دے، او کۀ چرته سبا پۀ کابل باندې مونږ قبضه وکړه نو بيا به د هلته نه مخ پۀ وړاندې تاشقند ته ځو او بيا بخارا ته ځو او بيا داسې به ورپسې روان يو. دا تالان دے څۀ؟ يو دغه مسلک دے!!! داسې غازيان پۀ خاخو اوړي چې تاوېږي خو دلته پۀ پېښور، دير او سوات کښې او پۀ رمباړو کښې “غازي” او “فاتحِ افغانستان” جوړ شي د “غازي قاضي” او “قاضي غازي” پۀ چغو او پۀ نوم باندې – روس خو پرېږده، هندوستان سره خو دې څو ځله ډغرې ووهلې کنه!!! يو لاکهـ فوج د لس زره فوج مخکښې وسله وغورځوله او برېت تاوهي چې مونږ به پۀ لال قلعه جنډه لګوو!!! څۀ اراده مو ده؟ اراده مو دا ده چې “توتو راشه ما وخوره”؟

هغه ورځ ما پۀ پرېس کانفرنس کښې واورېدل چې د روسي جرنېل نه ئې تپوس وکړو چې تاسو هلته حمله کولو له تلي وئ؟ هغۀ ورته وئيل قطعاً نۀ!!! ما دوي ته ووئيل دا تاسو “جِشْنِ فَتْحِ مُبِيْن” کولو، نو ځه super power خو تاسو وځغلوۀ، د دې mini power پۀ بابله مو څۀ خيال دے؟ تاسو خو دا جلال اباد قدرې نۀ شئ فتح کولے!!! څوک خو دې سوچ وکړي!!! د دوي نه مونږ تپوس کوو چې ايا مونږ غواړو چې د هندوستان سره هم جنګ وکړو، د افغانستان سره هم جنګ وکړو او د روس سره هم جنګ وکړو؟ دومره همت شته؟

نو دا مسئلې داسې دي چې جذباتي مسئلې نۀ دي. دا نۀ د اسلام جګړه ده او نۀ د کفر جګړه ده، مسئله ټوله د بېن الاقوامي سامراج ده او زمونږ د خپلو حقونو ده – مونږ ته فېصله کول دي چې مونږ ته د هغه مسلک سره تلل دي څوک چې د هندوستان سره جنګ غواړي؟ کۀ د هندوستان سره جنګ کېږي نو فوج ته به وسله او پېسې ملاوېږي خو دلته به خلق نهر وي!!! ما هغه ورځ ووې کۀ يو اېف سوله (F-16) تاسو وا نۀ خلئ او هغه پېسې تاسو پۀ بلوچستان کښې پۀ زراعت باندې ولګوئ نو ستاسو د غنمو او غلې مسئله حل کېدې شي، د ټول بلوچستان مسئله حل کېدې شي. پته نشته چې ستاسو پۀ مازغو کښې څۀ پېريان ناست دي؟ او چې خبرو ته ئې غوږ شې نو وائي مونږ به تاشقند فتح کړو!!! يه وروه! ستا پۀ کور کښې څوک د تپوس نشته، ستا پۀ کورکښې خلق وږي ناست دي او تۀ تاشقند ماشقند کوې!!! دا زمونږ د بجلۍ حالت دے، هره ورځ وائي چې لسو کلو له مونږ بجلي ورکوو او شلو له ورکوو؛ چې چا له مو ورکړې، هلته بجلي شته نۀ او لا نورې ستنې ښخوئ او تارونه غزوئ لګيا يئ!!! دا څۀ طريقه ده د دې ملک؟ جذباتيان شي!!! دا مسئلې جذباتي نۀ دي.

اوس د فېصلې وخت راغلے دے – مونږ له فېصله کول دي چې يا خو مونږ له پۀ دې ملک کښې د امن د پاره کار کول دي، کۀ چري مونږ ځان د باچا خان د امن د لارې لارويان ګڼو او پۀ رښتيا ئې ګڼو نو دا زمونږ او ستاسو ذمه واري جوړېږي او پۀ خاص توګه، زۀ ځوانانو ته خواست کوم چې بيا تاسو له د دې دواړو مسلکونو پۀ منځ کښې يوه واضحه لار خوښول دي چې ايا مونږ له جنګ کول دي؟ ايا پۀ دهلي باندې شنه جنډه لګول دي او کۀ د هندوستان سره ښۀ تعلقات جوړول دي؟ ايا مونږ له پۀ افغانستان کښې د امريکې د پاره جنګ کول او خپل وروڼه وژل دي چې دغه اور نه مونږ هم بچ نۀ پاتې کېږو کۀ د جنګ مخنيوے کول دي؟ او چې د دې مسئلې د ټولو نه کوم ناولے اړخ دے، هغه دا دے چې کوم وهابيان راغلي دي افغانستان ته، او ما بېنظيرې صاحبې ته هم دا ووئيل چې خبر خپور شوے دے د اسلام اباد نه او د خبر رښتونولي ستاسو فارن افس کړې ده او پۀ يو ذمه وار اخبار “مسلم” کښې دا خبره خپره شوې ده چې کله نه دا وهابيان راغلې دي، دوي فتويٰ ورکړې ده چې د افغانستان نه څوک پۀ جهاد کښې برخه نۀ اخلي، د دوي د طرفه هغه کافر دے او پۀ هغۀ باندې جهاد جائز دے او پۀ جهاد کښې نور څۀ چې د هغوي جائيدادونه د غنيمت مال دے او پۀ هغه مالِ غنيمت کښې، ما ته پۀ وئيلو شرم راځي، د هغه کور زنانه هم شاملې دي!!! نو بېنظېرې صاحبې ته ما ووئيل چې تۀ پۀ خپله ښځه يې، تۀ داسې خلقو له امداد ورکوې؟ داسې قسمه خلق پۀ افغانستان د مسلط کولو کوشش کوې چې نور خو هر څۀ پرېږده، زمونږ د لوڼو او نږوريانو عزت هم محفوظ نۀ وي؟ او هغه عربے راغلے دے د عربو نه، وائي زۀ پښتانۀ مسلمانانوم!!! يعني هغۀ زمونږ د مشرّررررف به اسلام کېدو د پاره تشريف راوړے دے!!! ما ته د هغوي د يو وزير صاحب خبره راياده شوه، هغۀ وئيل، دا عرب چې دلته راغلي دي او مونږ مسلمانوي او ازادوي، دا د اسرائيل سره جنګ ولې نۀ کوي؟ دا لوڼه خوېندې دلته ناستې دي، خو دا خبره کوم چې، وئيل ئې، پرتوګ ئې د اسرائيلو سره پرېښودے دے او پرتوغاښ ئې د سره تاو کړے او راغلي مونږ مسلمانوي!!! سوچ وکړئ دې خبرې ته!!! ورشه د هغه خپل پرتوګ تپوس وکړه، د هغه خپل غم تپوس وکړه! مونږ پښتانۀ مسلمانان يو، زمونږ نه ښۀ مسلمانان هډو پۀ دنيا کښې شته نۀ.

نو اوس دا دوېمه فتنه چې منځ ته راغلې ده، پۀ دې مونږ له هم سوچ پکار دے – اوس خو به پاکستان هم زړۀ وخوري – امريکې خپله پاليسۍ کښې بدلون کړے دے، هغوي ټول بېزاره ناست دي، امريکه اوس وسله نېغ پۀ نېغه کمانډرانو له ورکوي – دا اووۀ مليان چې بره ناست دي، دا اوس حېران دي. کۀ وسله نه ملاوېږي، ډالر نۀ ملاوېږي، نو بيا هغوي ليوني سپي چيچلي دي چې د جهاد خبره کوي؟ بيا خو جهاد ختم شو. اوس پۀ دې وجه هغوي سوچ کوي، مونږ هم رابطې کوو، هغوي هم د رابطو کوشش کوي او مونږ هيله کوو چې خپل روايات به ژوندي ساتو او څۀ نه څۀ لار به را وباسو چې دا اور مړ شي او دا وينه توئېدل بند شي.

تاسو امن کانفرنس وکړو، نو زۀ ستاسو د ټول تنظيم او پۀ خاصه توګه د پېښورضلعې ډېر زيات منندويه يم چې پۀ ضلعي سطح را پاڅېدئ او يو نړيوال کانفرنس مو دلته را وغوښتو او د بابا د امن فلسفه مخ پۀ وړاندې وړلو د پاره مو کوشش وکړو – زۀ درته مبارکي وايم د پارټۍ د طرفه، او دا نن چې تاسو کوم قدم اوچت کړے دے، پۀ دې ستاسو د خدماتو اعتراف کوم. زۀ د روسي وفد د راتګ هم مننه کوم او دا دوي چې صدر ګورباچوف نن د کوم اعزاز اهل وګڼلو، صدر ئې کړو، پۀ دې دوي له هم د پارټۍ او د ټول تنظيم د طرف مبارکي ورکوم – زۀ وايم چې د دې نه غوره فېصله پۀ دنيا کښې څوک نۀ شي کولې. دا يو عالمي حقيقت دے چې هغه غواړي چې پۀ دې ملک کښې دې امن وي، پۀ دنيا کښې دې امن وي، خو دا هم يو رښتيا دي چې زمونږ پۀ پښتو کښې وائي چې ‘د يو لاسه پړق نۀ خېژي’، د هغې د پاره به بل انسان له هم لاس ورکول وي.

زۀ ستاسو د ټولو ډېر زيات منندويه يم. زۀ ګڼم چې دا د امن او د بابا فلسفه مخ پۀ وړاندې وړلو د پاره چې د ټولو نه کوم اهم کار دے، هغه دوه خبرې دي: يو خو دا چې څومره مترقي قوتونه او استعمار ضد قوتونه دي، د استحصال خلاف قوتونه دي؛ هغه يو ځاے شي او دوېمه خبره دا چې د عامو خلقو د رايې د پاره لاره جوړه شي چې دا فساد ختم شي.

زۀ ستاسو د ټولو ډېر زيات منندويه يم. د الله پۀ امان! السلام علېکم!

‘پښتون’ د زلمي زوهېب تهذيب منندويه دے چې د رهبرِ تحریک دا وېنا ئې ليکلې بڼې ته د راوړلو زړۀ چاودے کار پۀ روڼ تندي تر سره کړو.

د ويډيو کتلو د پاره زمونږ د “امن ټي” لنک: https://www.youtube.com/watch?v=iCRyiw4djSw

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …