of سپي – ارشاد پښتون

 

 

سپے يو داسې ځناور دے چې د ژوند ډېر اړخونه او حوالې لري. پۀ بده هم ياد دے او پۀ ښه هم – د بد کار نه بد نام ډېر دے او احمد دين طالب وئيلي دي چې بد کار ښۀ يې، بد نام نۀ شې؛ ځکه چې “بد کار نۀ کړي د بد نامو جنازې”.

سپے د جنګ پۀ حواله ياد دے خو دا سراسر بې انصافي ده؛ ګنې تاسو هره ورځ اخبار ګورئ نو د انسانانو جنګونه او مرګونه به ووينئ. د سپي لالچ هم هسې افواه او مغالطه ده ګنې د انسان لالچ ته د هېڅ چا لالچ نۀ رسي. چې ژوندے يې نو د سپي انسانيت او د انسان سپيتوب به ووينې او خبر به شې چې انسان پۀ ځان د دروغو قباګانې را خورې کړې دي. فرق دا دے چې پۀ سپي کښې نرګسيت نۀ وي او انسان کښې نرګسيت وي. کۀ د ټولو ځناورو خويونه پۀ يو چا کښې ليدل غواړو نو هغه انسان دے، ځکه خو غني خان ډېره سمه خبره کړې: “وګوره انسان ته چې بادشاه د ځناورو دے”.

کله چې ډارون د ارتقاء خبره وکړه او وې وئيل چې د انسان او چمپېنزي يا شادو نوغے يو دے نو هغه بې تعليمه طبقه چې ټولنه ئې د خپلې دکاندارۍ ښې چلېدو د پاره بې سواده خوښه ده او غني خان ورته د شر کونې وائي، هغوي غپا شروع کړه چې تا خو د انسان مقام ښکته را غزار کړو او ډارون ورته ووئېل چې وروره! تاسو د شاتو د مچۍ نه تپوس وکړئ، هغه پۀ انسانانو دا خپله قچه ګوته هم نۀ ورکوي. اوس هم کۀ د چا شک وي نو د پرېم چند خبره به ورته وکړم – هغه وائي، پرون ما د انسان پۀ عظمت باندې ليک کولو چې زمونږ پۀ محلت کښې شور شو. قلم کاغذ مې کېښود او بهر را ووتم؛ څۀ ګورم چې يو څو کسانو يو بل ته داړې چينګې کړې دي، يو بل ته غاپي او ردې بدې وائي او خوا کښې ورسره يو څلور سپي ډېر پۀ ارام پۀ يخه شګه اودۀ وو.

د سپي د لالچ پۀ اړه هسې چا د دروغو يوه قصه را جوړه کړې او هغه د چا خبره چې رښتيا راځي نو دروغو به کلي وران کړي وي – قصه دا ده چې يو سپي چرته د قصاب دکان کښې يوه چيرړه بيا مونده او سوچ ئې وکړو چې چرته ځان له ځاے کښې ئې پۀ قلاره او پۀ مهذبه انداز وخورم. پۀ يوه وياله تېرېدو چې اوبو کښې ئې خپل شکل وليدو. فکر ئې وکړو چې ګنې بل سپے دے نو وې غوښتل چې دغه چيرړه هم ترې واخلم او چې غپ ئې وکړو او خولۀ ئې وازه کړه نو خپله چيرړه ترې هم اوبو ته پرېوته. دا د سپو پۀ لمن د دروغو يو داغ دے او چې د سپو نه پۀ دې اړه تپوس وشي نو هغوي وائي، “نو کمنټس”. البته پۀ پښتون قام کښې دا خوي ډېر زيات دے چې پۀ بل پښتون ئې ښه ورځ نۀ پېرزو کېږي او ‘حکيمِ ملتِ افغان’ وائي:

پښتانۀ واړه بد خوي دي کور پۀ کور کاندي غورځي
يو چې سر کړي پۀ کښې پورته بل ئې ووهي مغزي

د سپي بله حواله ادبي ده. کۀ د کلاسيک جديد او اولسي ادب نه د سپي ذکر وباسو نو ادب به د ډېرې ښې برخې نه محروم شي. رحمان بابا د سپي د لفظ نه هم ډېر ښۀ ښۀ شعرونه پېدا کړي لکه هغه وائي:

عاشقان د يار تر سپو نه هم ځارېږي
ګڼه ما د رقيبانو څۀ پروا کړه

ګويا رحمان بابا پۀ چل چل کښې رقيبانو ته سپي وئيلي دي خو رقيبان دا هم خپل اعزاز ګڼي. خو عاشق ته لانجه هغه وخت پېدا شي چې سپے د محبوب يا محبوبې د کور نۀ وي بلکې د هغوي د ګاونډ وي؛ ځکه چې د محبوب د سپي سره عاشق پۀ څۀ چل ځان اشنا کوي. بيا هغه محبوب چې پۀ خپل عاشق خفه کېږي، هغۀ ته خبر ورکوي چې:

ګرانه پۀ نيمه شپه را نۀ شې

کډوالو سپي ساتلي دي و به دې خورينه

دغه رنګ خوشحال بابا وائي چې زۀ شاعري نۀ کوم خو “لکه سپے راپسې ګرځي پۀ دمبال}، خو يو ځاے کښې رحمان بابا د سپو د زړۀ خبره کړې ده او هغه دا چې:

سپي هم پۀ عذاب د جدايۍ د مرګي نۀ دي
زۀ خو ګوندې ستا د کوڅې سپے شوم پۀ وېنا

او دا وکالت د ساتلو سپو د پاره دے ځکه چې د لغړچقو يا کوڅه ډبو سپو پۀ نصيب تل وصال وي. د جدايۍ لۀ دړده هغه سپي خبر وي چې د جنګ يا تکړه کېدو پۀ خاطر تړلے شوي وي.

اوس کۀ مونږ وګورو نو جنګي نفسيات د ښاغلي انسان پۀ دماغو کښې دي. سپي غريبانان جنګ نۀ کوي خو مونږ ئې مجبوره کړو ګنې ګرځېدے به او ديدنونه به ئې انجواے کولے!!!

پښتانۀ پۀ دې دور کښې هم سپي او مړزان جنګوي او نور قامونه را لګي، پښتانۀ پۀ خپلو کښې جنګوي او دا د دواړو مشترک توکے دے. پۀ تړلو سره سپي تکړه کېږي نۀ بلکې د فرائيډ د وېنا مطابق “نفسياتي لېوني شي”، ځکه چې د جنسياتو پۀ ژوند کښې ډېر عمل دخل دے. تړل کۀ د سپي وي او کۀ د انسان، خرابېدل ورسره لازمي وي. خېبر هم دغه خبردارے ورکړے دے، وائي:

تۀ چې ما د جانان سپے بولې رقيبه!
ګورے زۀ به پۀ تړلو کښې خراب شم

د لېوني سپي دوائي خو پاسچر جوړه کړه خو د لېوني انسان دوائي لا نۀ ده جوړه شوې، ځکه ترې ځان ساتل پکار دي. کله چې يو بې دليله انسان سره دليل کوئ نو ډېر خيال کوئ، ځکه چې دوي د دليل سره لېوني کېږي او اکثر ئې خولۀ کښې سپے تړلے وي او هوښياران وائي چې “سپے پۀ ورځ کښې لږ وخت کښې لېونے وي”. اوس کۀ څوک وائي چې انسان نۀ لېونے کېږي نو دا ټپه واورئ:

مينې دې داسې لېونے کړم

سوچ کښې روان ومه پۀ سپي ور وختمه

د سپي د بوي حس تېز وي خو پۀ بوي د غلا معلومولو سنجيدګي ډېرو کمو سپو کښې وي. د دغه سنجيده سپو لۀ کبله ډېر غلۀ پۀ وېره کښې دي او پۀ ازاد مټ غلا نۀ شي کولې. کله کله فکر کوم چې زمونږ کومه قامي غلا کېږي؛ کومې اوبۀ، ځنګلونه، تېل، ګېس او معدنيات مو لوټ کېږي؛ دا به څنګه پۀ سپو معلومه کړو؟ يا کوم هدفي وژنې چې روانې دي، دا به پۀ کوم سپي معلوموو؟ کۀ داسې و نۀ کړو نو لکه د سپي د لکۍ به خوار يو. پۀ داسې حالت کښې مينه د اندېش پۀ قول “محبت پۀ کښې د سپي د لکۍ خوار دے”.

وائي چې يورپ الباکستان له د ډېر خاص نسل سپي ورکړل چې غلۀ به ئې معلومول خو چې سپي څنګه پۀ ائير پورټ کوز شول نو دومره ئې وغپل چې مړۀ شول. سپي غريبانان خبر نۀ وو چې دلته دومره غلۀ دي چې شمار ئې نشته خو هر چا پۀ ځان د سپي څرمن راخوره کړې او ښۀ ګرم پۀ کښې پراتۀ دي. د سپي څرمن لکه چې ګرمه هم وي، ځکه چې دې کښې سوري يا مسامونه نۀ وي او هم دغه وجه ده چې سپے ګرمۍ کښې پۀ ژبه خپله ګرمي کموي.

پۀ دې دومره ځناورو کښې سپي ته دا اعزاز تر لاسه دے چې خلاء ته ختلے دے او انسان پرې ځان ته لار هواره کړه. پۀ دې دومره ځناورو کښې د سپي پۀ سر د وفا تاج پروت دے، ګنې د غلام او چاکر قام نه خو سپے ډېر زيات ښۀ وي او غني خان پۀ دې حقله وائي چې “سر څۀ د سپي سر وي چې فدا نۀ وي پۀ قام؟”

ژوند د انسان د پاره صرف خوراک نۀ دے ګنې دا کار خو سپے هم کولے شي – دغه رنګ سپي يو بل کار هم کړے او هغه دا چې unconditioned stimulus ئې معلوم کړے او هغه دا چې يو فطري عمل پۀ مصنوعي باندې بدلېږي – قصه داسې وشوه چې يو روسي به يو سپے وږے کړو او چې کله به ئې ورته غوښه ورکوله نو يوه ټلۍ به ئې وهله. د غوښې پۀ ليدو به د وږي سپي د خولې نه اوبۀ روانې شوې. دا عمل ئې څو وار تکرار کړو او بيا به چې روسي هسې هم ټلۍ وهله نو د سپي د خولې نه به اوبۀ تللې.

د يو اخبار د پاره خبر دا نۀ دے چې سپي سړے وخوړ، بلکې دا دے چې “سړي سپے وخوړ” – خو پۀ چين کښې دا هډو خبر ځکه نۀ دے چې هلته سپي داسې خوړلے شي لکه دلته چې چرګان، او هم دا وجه ده چې د سپو چين ډېر زيات بدي شي – البته د مالي ګټو خوړونکي سپي چين سره د هماليې نه “بلنده” دوستي کوي. پۀ يو هډوکي دوه سپي جنګول خو به هر چا اورېدلي وي، خو د “سپي پېک” پۀ شکل کښې مونږ د څوکيدارانو جنون عملي وليدلو.

د سپو ډېر لوي قام دے او ډېرې قبيلې هم – لکه تازڼ، ګلډانګ، ګلټېر، السېشن او د مړزو. د يوې اندازې مطابق د دوي د شپږ زرو نه ډېر خېلونه دي. د انسانانو سره ئې عمر تېر کړے او د “اصحاب کهف” قصه خو مشهوره ده. د سپي غوره ځاے د قصاب تخت دے او ممکنه ده خوښ سړے ئې قصاب وي!!!

خوشحال خټک به هم چې پښتنو ته وقهرېدو نو وئيل به ئې:

پښتانۀ پۀ عقل پوهه چې ناکس دي
کوټه سپي د قصابانو د جوس دي

کوټه سپي يا ډوډي غپ اخري درجه پاتې سپي وي ځکه چې دا نۀ ښکار کوي نۀ جنګ او نۀ ئې څۀ بل مقصد شته، لکه خوشحال تازي سپي هم ستائيلي:

د مېدان هوسۍ يو يو تازے نيسي
ډوډي غپ پۀ کلي ډېر ګرځي اَنعام

هم پۀ دې خبرو د اورنګ او د خوشحال د سپي او د فقير وه – چې کله خوشحال ته پته ولګېده چې پښتانۀ هسې د سپي لکۍ دي، کۀ شل کاله ئې پۀ نچه کښې بندې کړې نو هم نۀ نېغېږي، نو وې وئيل:

مغل بې قدره پښتون بې ننګه توبه لۀ تورې، توبه لۀ جنګه

دا ټولنه ډېره ډډ او ګنده ده او د انسان پۀ شکل کښې څۀ بل څۀ پېدا کوي چې د انسانيت پۀ لمن داغ وي او د ځيني ځينې چا پۀ وجه به هم د سپي دم زده کوې هم. پۀ دې ټولنه کښې د انسانيت تبليغ پکار دے؛ پۀ دې لار کښې سختې وي خو وائي “کاروان روان وي او سپي غاپي”. دا خبره چې هر چا کړې نو بې ځايه نۀ ده چې “ژوند د سپو راکړے شوے دے او حساب به د انسانانو ورکوو!!!”

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …