سوچ، ژبه او رويه – نور الوهاب خټک

پۀ خپلو مازغو لږ بوج اچول او يو کار يا خبرې ته غور يا فکر کول سوچ ګڼلے شي. د دغې سوچ پۀ وجه دغه انسان يوه نتيجه جوړه کړي، بيا دغه نتيجه د خپلې ژبې پۀ ذريعه نورو خلکو ته منتقل کوي. کله کله د ژبې پۀ ځاے د نثر يا شعر پۀ شکل کښې قلم هم استعمالولے شي – هم دغه مرحلې ته رويه وئيلې شي.

په سوچ، ژبه او رويه کښې د ښه کېدو يا خرابېدو ګنجائش موجود وي – د ښه کولو هڅه چې مونږ کوو نو دا يا د تعليم او تربيت پۀ ذريعه کوو. د دې نه علاوه پۀ کښې د ملګرو ټولګي د محفل ماحول هم اثر لري. د تربيت پۀ دې لړ کښې کۀ يو اړخ ته د مور د غېږ نه انکار نۀ شي کېدے نو بل اړخ ته د پلار پۀ بچي نظر او د پلار خپله رويه هم ډېر مهم کردار لوبوي.

سوچ يا رويه د ماشوم والي نه جوړېږي او پۀ قلار قلار پخېږي. بيا د يو ماشوم زياتره وخت پۀ سکول يا مدرسه کښې تېرېږي. دلته زمونږ لويه بد قسمتي ده چې زمونږ د سکولونو نظام او نصاب هم جدا جدا دے، د کوم پۀ وجه چې جدا جدا سوچ پېدا کېږي – لکه سرکاري تعليمي ادارې يو جدا سوچ پېدا کوي، اٰرمي سکولونه جدا، پرائيوېټ سکولونه جدا، باچا خان سکولونه جدا سوچ پېدا کوي، مدرسې جدا سوچ لري او پېدا کوي – کوم سوچ يا طريقه ښه او کومه غلطه ده، دا ځان له خبره ده خو کۀ د دې ټولو نه مونږ يو يو ماشوم پۀ يو ځاے کښې کښېنوو او يوه خبره ئې مخې ته کېږدو نو ګرانه ده چې دوي يو موټے شي – زياتره امکان به دا وي چې د دوي پۀ منځ کښې به تکرار جوړېږي او کۀ لا يو ورسره بې تعليمه هم کښېني نو بيا به څۀ وي؟

پۀ دليل سره اختلاف يو خوندور او ګټور عمل دے کوم چې پۀ ټوله نړۍ کښې وي، خو بغېر د څۀ دليل نه د بل خبره نۀ منل او پۀ خپله غلطه خبره ودرېدل زما پۀ نظر کښې جهل دے. دا قسمه جاهلان ممکن ده چې پۀ ټوله نړۍ کښې وي خو زمونږ د پښتنو پۀ برخه څۀ بل شان ډېر رسېدلې دي او زما پۀ خيال د دې غټه وجه د تعليم نشتوالے، جدا جدا نصاب او نصاب کښې د دروغو قصۍ دي. پوهان وائي چې د پښتنو سره دا د يو سازش لاندې کېږي او زما پۀ خيال د ډېر وخت نه کېږي – لکه کله چې باچا خان سوچ کوي چې کۀ مونږ پښتانۀ يو کول غواړو، يوې لار ته ئې نېغول غواړو، عقل او شعور پۀ کښې راوستل غواړو نو دوي ته به تعليم ورکول وي – د دې لپاره هغه ازاد سکولونه جوړوي نو پۀ ځواب کښې پسې “سبق د مدرسې وائي – د پاره د پيسې وائي” پۀ شان پروپېګنډې شروع کېږي.

د کله نه چې د کرونا وائرس مسئله جوړه شوې نو پۀ هر محفل کښې يو يا دوه کسان دغه شان موندلے شي. د بېلابېلو محفلونو يو څو مثالونه تاسو وګورئ کوم چې مونږ روزانه اورو – يو کس لګيا دے دا د امريکې سازش ګڼي، بل کس دا د يهوديانو د دين خلاف سازش ګڼي او د دوي پۀ ضد جهاد ضروري ګڼي. يو ملا ئې پۀ خپل تقرير کښې د نېټې مرګ ګڼي او وائي چې د بيمارۍ نه څوک نۀ مري. يو سړے د مرګ نه تېښته د بزدله سړي کار ګڼي او وائي مونږ پښتانۀ يو، د مرګ نه وېره زمونږ فطرت نۀ دے؛ خېر دے کۀ د زلزلې پۀ وخت کښې د يو کټ نه بل او د بل نه بل ته دانګي!!!

زۀ ګڼم چې دا قام دښمنه سوچ دے، دا د پښتون د بربادۍ سوچ دے – دا هغه غلط سوچ دے د کوم پۀ وجه چې د پوليو رنځ تر اوسه صرف پۀ پښتنه خاوره دوام لري. دوي غواړي چې کورونا دې هم دلته زيات زيان وکړي ځکه چې دوي د پښتون نسل کشي غواړي. هر څو کۀ دوي پۀ خپله هم پښتانۀ دي خو سوچ ئې نشته نو قام دښمنه ئې پۀ اسانه دهوکه کوي. د دوي سوچ نا بالغه ژبه ئې غلطه ده؛ او د چا چې سوچ اوم او ژبه غلطه وي نو رويه به ئې ارو مرو سپوره، ترخه او غلطه وي.

دا د جهل ځالې، دا وهمي خلک

نۀ دي خو بس هسې وايو دي خلک

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …