اولسي مبارزه ]عدم تشدد[ د باچا خان د عصر اړتيا وه:
د ښوونې او روزنې لائبریائي کارپوه پاولر پریر وسله والې او اولسي مبارزې پرتله کړي او دې پایلې ته رسېدلی چې اولسي مبارزې د وسلوالو مبارزو پۀ پرتله ډېرې موثرې دي. د پورته ادعا لپاره لۀ عملي دلائلو پرته يو لړ منطقي دلائل هم شته. پۀ وسله واله مبارزه کښې هغه شی چې د مبارزې پایله ټاکي، هغه زور او تاوتریخوالی دی. د عامو خلکو پۀ پرتله واکمن د زور کارونې وسائل زیات لري، نو لۀ دې امله پۀ وسلواله مبارزه کښې پر عام اولس واکمن برلاسی کېږي. پریر هم همدغه حقیقت ته اشاره کړې، دى وائي: زور زیاتی د واکمن وسیله ده. د ښځو د حقونو پلوي شاعر اوډېري لارډ هم د یادې ادعا پخلی کوي: “تاسو واکمن د واکمن د وسیلې پۀ مټ نۀ شي ماتولی.” هغۀ د واکمنو پر خلاف د زور زیاتي د کارونې پۀ اړه خبرداری ورکړی. د مستبدو واکمنو څخه د خپلو حقونو د تر لاسه کولو پۀ اړه ډېرو پوهانو د اولسي مبارزې د مؤثریت پۀ اړه ډېرو پوهانو پورته ادعا تائید کړې او د خپل کار لپاره ئې ډول ډول دلائل وړاندې کړي. پۀ دغه اړه مخکښېنۍ څېړنې ټولې کېفیتي وې خو د ماریه سټفین او ایریکا چینویت اولسي مبارزه ولې مؤثره ده – کتاب دغه معادلې ته تغير ورکړ. پۀ کمیتي څېړنو ولاړ دغه کتاب د لومړي ځل لپاره د احصائیوي معادلو پر مټ ثابته کړه چې اولسي مبارزې د وسله والو هغو پۀ پرتله مؤثرې دي. ليكوال ادعا کوي چې وسله والې مبارزې شپږ ويشت (26) او اولسي مبارزې دوه پنځوس (52) سلنه د بریا چانس لري.
اګرچې د اولسي مبارزې او د هغې د بېلابېلو اړخونو پۀ اړه د شلمې پېړۍ لۀ نیمایۍ څخه وروسته څېړنه پېل او د وخت پۀ تېرېدو ئې زور واخست، خو باچا خان د دغو علمي څېړنيو لۀ را منځ ته کېدو ډېر پخوا د شلمې پېړۍ پۀ لومړۍ لسیزه کښې دغه ډول مبارزې ته مخه کړه، ځکه چې نوموړي ته هغه ډول مبارزه مؤثره او د پښتنو د نجات یواځینۍ لاره ښکارېده.
هغه لامل چې باچا خان دغه ډول مبارزې ته مخه کړه، هغه پۀ ټولنه کښې د واک پۀ اړه د باچا خان نظر ؤ. باچا خان پۀ دې عقیده ؤ چې پۀ ټولنه کښې واک یو اړخیز نۀ دی چې یواځې واکمن ئې لري، بلکې د ټولنې ټول اشخاص واک لري. واکمن د واک لاندې خلکو باندې تر هغې حکومت نۀ شي کولی تر څو چې د واک لاندې خلک ئې غواړي. یا پۀ بل عبارت، کۀ اولس و نۀ غواړي واکمن حکومت نۀ شي کولی. هم دغه مفکوره د دې لامل شوه چې نوموړی اولسي مبارزه د مبارزي قوي ډول وګڼي.
هغۀ به خپلو ملګرو ته وئیل، زۀ تاسو ته یوه داسې وسله در کوم چې کۀ تاسو ئې وکاروئ؛ د فوجونو، وسلو او زور درلودلو سره سره پر تاسو هېڅ څوک نۀ شي بر لاسه کېدی. باچا خان د اولسي مبارزې پۀ اړه د تولوستي د لیکنو او پۀ ‘هندو’ مجله کښې پۀ دغه اړه د نوموړي د لیکنو، چې پۀ 1908 کښې ئې کولې څخه ناخبره دغه مبارزې ته ځان تیارولو. تولوستي پۀ 1908 کښې هندو مجلې ته پۀ خپل یو لیک کښې د برطانوي استعمار څخه د هند د ازادۍ لپاره د یوې وسیلې پۀ توګه د اولسي مبارزې د کارولو د وړانديز پۀ بڼه لۀ خپلې مفکورې پرده پورته کړه. د لیک پۀ یوه برخه کښې نوموړي لیکلي: یو سودا ګریز شرکت )ختیځ هند شرکت( یو داسې ملت چې دوه سوه (200) ميليونه نفوس لري، غلام کړي، دا پرته لۀ دې چې دېرش زره خلکو چې سپورتمېنان نۀ دي، بلکې ضعیفه او عام خلک دي، 200 میلیونه سخت جانه، هوښیار، وړتيا لرونکي او ازادي خوښوونکي خلک )هندیان( غلامان کړي، ایا دغه احصائیه )اعداد او ارقام( دا نۀ روښانه كوي چې پېرنګیانو دوي نۀ دي غلامان کړي بلکې دوي پۀ خپله ځانونه غلامان کړي؟
د تولوستي د لیک دغه برخې ته کۀ ځیر شو، دی هم د واک پۀ معادله کښې عام اولس بې واکه نۀ بلکې د واک اصلي څښتنان بولي. دی د واک لۀ هغه مفکورې چې، کۀ اولس و نۀ غواړي واکمن حکومت نۀ شي کولی، څخه ملاتړ کوي.
باچا خان تنکی ځوان ؤ، د لوبو او مستۍ وخت ئې ؤ، خو د قوم د غلامۍ غم اړ کړو چې د قوم د ازادۍ لپاره د مبارزې میدان ته راوځي. د نورو ملګرو سره پۀ ګډه ئې پۀ 1910 کښې لومړنۍ ازاده مدرسه را منځ ته کړه. پۀ دغه مدرسه کښې ئې د دیني مضامینو سره سره سائنسي مضامین پښتنو کوچنيانو )هلکان او جينکو( ته پۀ پښتو ژبه تدریسول.
د باچا خان او ملګرو لۀ خوا ئې پۀ پښتو ژبه پښتونخوا کښې د ښوونځیو جوړولو لمن د پښتونخوا نورو سیمو ته هم وغزوله. د یوې احصایې لۀ مخې د 1930 تر نیمائي پورې باچا خان او ملګرو ئې پۀ پښتونخوا کښې 134 ښوونځي جوړ کړل. عجیب تصادف دا ؤ چې د باچا خان لۀ خوا پۀ چندو او شخصي لګښتونو جوړو شوو ښوونځو شمېر پۀ پښتونخوا کښې د هغه وخت د واکمنو لۀ خوا د جوړو شوو ښوونځو سره د شمېر لۀ اړخه کم خو د کېفيت لۀ اړخه برتر وو. پۀ د غه ښوونځيو کښې د برطانيې د استعماري مشینرۍ لپاره بېروکراتان نۀ بلکې د ملي مفکورې درلودونکي مبارزېن روزل کېدل.
باچا خان او ددۀ د ملګرو لۀ خوا د ښوونځيو جوړول لۀ څو اړخه مهم وو:
باچا خان او ملګرو ته ئې بې سوادي د پښتنو د ټولو ستونزو اصلي لامل ښکارېده. دوي فکر کاوۀ چې کۀ پښتانۀ د ليک لوست پۀ ګاڼه سمبال شي نو ټول مسائل ئې حل کېږي. دوي د پښتون د کلتور د را ژوندي کېدو یا د پښتون د ټولنیزو ستونزو د حل، د دوي د اقتصادي ښېرازۍ او د دوي نور ټول مسائل ئې د پښتنو تر منځ د ښوونې او روزنې لۀ کمبود سره تړلي بلل. بل دا چې باچا خان د ښوونځیو پۀ جوړولو سره پۀ حقیقت کښې د واکمنو پر وړاندې مدني احتجاج کولو. لۀ حکومتي ادارو سره موازې ادارې را منځ ته کول د اولسي مبارزې یو قوي تاکتیک دی. هم دغه وجه وه چې د پښتنونخوا حکومت پر باچا خان د ښوونځیو جوړولو لۀ امله ډول ډول فشارونه راوړل، تر څو دوي د خپلې مدعا څخه پۀ شا کړي . د شلمې پېړۍ پۀ دوهمه لسيزه کښې دوي د نورو سره سره د باچا خان پۀ پلار فشارونه راوړل چې خپل زوی لۀ ښوونځیو جوړولو منع کړي خو دغه فشار نتیجه ور نۀ کړه. دوي د اول ځل لپاره د ښوونځيو جوړولو لۀ امله باچا خان درې نیم کاله بندي کړو.
د موازې ادارو جوړولو تاکتیک ډېر پخوا لۀ هغه چې د اولسي مبارزې پۀ تاکتیکونو کښې مطرح شي، باچا خان وکارول. د باچا خان لۀ مبارزې څلوېښت کاله وروسته جین شارپ موازې ادارې جوړول د اولسي مبارزې پۀ تاكتيكونو کښې د یو قوي تاکتیک پۀ توګه ځای پر ځای کړی.
هالویرسن اولسي مبارزه پۀ دوه ډلګیو وېشلې: مستقیمه او غېر مستقمه اولسي مبارزه – د دغه ډلبندۍ پۀ اړه لۀ نورو خبرو کولو وړاندې یوه خبره باید روښانه شي او هغه دا چې د باچا خان لپاره اولسي مبارزه پاسیپیزم نۀ بلکې فعاله مبارزه وه. اګرچې لیکلې بڼه ئې نشته خو باچا خان د اولسي مبارزې لپاره لۀ پېله موخې، تشکیل، جوړښت، مشرتابه، تاکتیکونه، افهام او تفهیم او نور ټول اړین توکي تعریف کړي وو.
کۀ د هالوېرسن لۀ خوا وړاندې شوى د اولسي مبارزې تعریف ومنل شي، د باچا خان لۀ خوا د ازادو ښوونځیو جوړول د اولسي مبارزې د یون پېل او یا هم پۀ خپله اولسي مبارزه ده. نوموړي دغه مبارزه د خدائي خدمتګار د را منځ ته کولو پوره نولس او د یو روایت لۀ مخې لۀ ګاندهي سره تر لیدو اتلس کاله مخکښې پېل کړې وه.
د هالوېرسن د تعریف لۀ مخې، د ښوونځیو د پروګرامونو پۀ ګډون د اوږد مهاله ټولنیزو او اقتصادي پروګرامونو لۀ لارې د استبداد لاندې ټولنې د وګړو تقویه او غښتلي كول عدم تشدد دى.
د ښوونې او روزنې پۀ بڼه اولسي مبارزه پېلول د باچا خان لۀ خوا د ښوونځیو جوړول، د نوموړي لۀ خوا يو بل ازښت دی.
د ښوونې او روزنې څخه پېل شوې باچا خان د مبارزې وروسته د پښتنو پۀ ټولنیز سمون تمرکز وکړو. د پښتنو د یو والي لپاره ئې عملي هڅې وکړې، د دوي لپاره ئې کلي پۀ کلي جرګې جوړې کړې، دوي ته ئې د یوې ټولنیزې پېژندګلوۍ لپاره د پښتونخوا 512 کلو ته سفرونه وکړل.
د خدائي خدمتګار اغېزې:
باچا خان پښتنو ته ټولنیزه پېژندګلوي ورکړه، دغه پېژندګلوي وروسته پۀ سیاسي پېژندګلوۍ واوښته. لۀ دې وړاندې د پښتنو پېژندګلوي يواځې تر خپل چم، ګاونډ او کلي محدوده وه. خدائي خدمتګار پښتانۀ د کلي، تحصیل، ضلعې او صوبې پۀ جرګو کښې داسې را یو ځای کړل چې دوي لۀ انفرادي فکر څخه راووتل او د پښتون قامي فکر لپاره د پښتون قامي مبارزې سره ملګري شول. د دوي د ژوند موخه اوس تربور پرځول نۀ، بلکې د پښتون قام بهبود او پرمختګ ؤ. دوي د دغه مبارزې لپاره شپه او ورځ یوه کړه او هر ډول سرښندنې ته تیار شول.
باچا خان او ملګرو ئې لومړی پۀ انفرادي او وروسته د تنظیم اصلاح افاغنه، افغان جرګې او وروسته د خدائي خدمتګار لۀ پلاټ فورمونو څخه د پښتو ادبیاتو، شاعرۍ، ژورنالیزم او پۀ ټولنه کښې د پښتون کلتور د بډاینې لپاره هلې ځلې وکړې، پۀ دغه لار کښې دوي سترې لاس ته راوړنې درلودې. دوي پښتو لومړنۍ مجله “پښتون” را منځ ته کړه او هغه ئې د بریا معراج ته ورسوله.
باچا خان او ملګرو ئې پښتو ادبیاتو کښې سوسیالیزم ته وده ورکړه. پښتو ادبیاتو څخه ئې د پښتنو د سمون لپاره د یوې وسلې پۀ توګه ګټه واخسته او د پښتنو د قامي مبارزې د تبليغ لپاره ئې ترې د یوې وسيلې پۀ توګه استفاده وکړه.
پۀ 1947 کال کښې د هند د وېش پر مهال پۀ ټول هند کښې د مسلمانانو، هندوانو او سکهانو تر منځ د وینو سېلابونه وبهېدل، پښتونخوا کښې هم د دغه ډول عام وژنې وېره را منځ ته شوه، ولې خدائي خدمتګارو پۀ تش لاس پېښور ښار او خواوشا سیمو کښې د سکهانو او هندوانو دفاع ته را ودانګل او د مسلمانانو، هندوانو او سکهانو چې پۀ پښتونخوا کښې ئې پۀ سلګونه كلونه ګډ ژوند کړی ؤ، تر منځ ئې د وینو بهېدلو مخه ونیوله. د هغه هندوانو او سکهانو چې هند ته کډه کېدل، ئې غوښتل هغوي سره ئې تر هوائي اډې او د پښتونخوا تر پولو بدرګه کړل او هغه څوک چې پښتونخوا کښې پاتې کېدل، د هغوي د سرونو او مالونو ساتنه او دفاع ئې وکړه.
باچا خان او ملګرو ئې د پښتو د اقتصادي ودې لپاره مبارزه وکړه، د پښتو تر منځ ئې د سوداګرۍ پۀ وړاندې د نا سم فکر پر خلاف عملي کارونه وکړل. د خدائي خدمتګارو د هڅو پۀ پایله کښې پښتنو سیمه کښې د کسبګرو او کسبونو پۀ اړه د خلکو فکرونو تغيیر وکړ. د دغو هڅو پۀ برکت پښتنو صنعت او سوداګرۍ ته مخه کړه چې پۀ پایله کښې ئې پۀ سیمه کښې تجارت او صنعت وده وکړه، د دغه هڅو لۀ امله را منځ ته شوې اقتصادي ودې اغېزه لا هم پۀ پښتونخوا کښې ليدل کېږي.
خدائي خدمتګارو د هغو راجونو چې د مذهب پۀ پلمه پۀ پښتنو تپل شوي وو، هغه ئې وننګول او پر وړاندې ئې جدي مبارزه وکړه. د هغه مذهبي پنډتانو او حکومتي خان بهادرانو چې د مذهب پۀ نوم او د پېرنګي حکومت د ملاتړ لاندې ئې پښتانۀ لوټل او لۀ یو بل سره ئې جنګول، پر خلاف ئې مبارزه وکړه او د دوي د شومو موخو څخه ئې پرده پورته کړه.
د پښتنو ښځو پر وړاندې موجود رواجونه ئې وننګول او دوي ئې د دوي پۀ حقونو پوهه کړې. پښتنو ښځو ته ئې موقع ورکړه چې د پښتنو سړو سره پۀ قامي مبارزه کښې برخه واخلي.
د پښتنو رواجي جوړښتونه ئې قوي کړل او لۀ حجرې او محراب څخه ئې د مبارزي لپاره استفاده وکړه. د حجرې او محراب تر منځ ئې واټن کم او د دوي تر منځ ئې اړیکه لا پسې غښتلې کړه. د باچا خان او د دۀ د ملګرو قربانیو د پښتنو پۀ سیاسي، اقتصادي، کلتوري، ادبي، ټولنیز او سیاسي ژوند ژورې اغېزې پرېښودې؛ د قامي شعور تازه شغلې چې پښتونخوا کښې ورځ تر بلې زور اخلي، د باچا خان او د دۀ د ملګرو د هڅو پایله ده.
د باچا خان مبارزه د بشریت مبارزه وه:
د نوموړي مبارزه د انسانیت او بشریت مبارزه وه. پۀ خدائي خدمتګار کښې د شاملېدلو لپاره سوګند یادولو کښې لومړۍ خبره دا وه چې تحریک کښې شاملېدونکی شخص به د خدائي د مخلوق خدمت کوي. يواځې دا خبره د باچا خان د مبارزې د افاقيت د ثابتولو لپاره بس ده. د دۀ د مبارزې افاقیت د بشر د ستونزو او نړیوالو ستونزو د حل لپاره یوه مؤثره لار ده. دی د جګړې خلاف ؤ او د پښتنو پر زمکې بر علاوه پۀ نورو ځايونو کښې د وينې تويولو پر وړاندې کلک ودرېدلو او د هغۀ سره یې مخالفت کولو. دی د هند بهار ایالت ته لاړو او د مسلمانانو او هندوانو تر منځ ئې د تاو تريخوالي پایې ته د رسولو هڅې وکړې.
خدائي خدمتګار نۀ یواځې د پښتنو تر منځ، بلکې پۀ پښتونخوا کښې د نورو مذهبونو خلکو لکه هندوانو او سکهانو پر وړاندې زغم ته وده ورکړه. خدائي خدمتګار کښې پښتانۀ پۀ “جغرافیائي مفهوم” کارېدل. دوي پۀ پښتونخوا کښې د اوسېدونکو ټولو خلکو د رفاه او بهبود لپاره کار کولو.
باچا خان له تشدد څخه کرکه کوله هغه یې د بشریت لپاره يو ناسور ګڼلو، خو لدې سره سره د ظلم پر خلاف یې غږ پورته کولو او د طاغوت پر وړاندې ئې پرته له دې چې د یوې لحظې لپاره زړه نا زړه شي محکم ودرېدل . ان هغه وخت چې د عمر اخري کلونه یې وو د خپلو افکارو لپاره ئې زندان تېر کړو.
د باچا خان افکار د هر وخت لپاره دی. د نوموړي ادعاوې د نوموړي سیاسي مخالفین څلوېښت کاله وروسته تائیدوي او دا مني چې لکه باچا خان چې وئیل، پښتانۀ لۀ څلوېښتو کلونو را پۀ دې خوا پردي جنګونه کوي. د پښتنو تر منځ لا هم د بې اتفاقۍ، غلط رسمونو، ځان ځانۍ، د خپلې ژبې پر وړاندې د بې پرواهۍ، تشدد او افراطیت اورونه بل دي. د پښتنو څخه د مذهب پۀ نوم استفاده کېږي او پۀ يو او بل نوم د پښتنو ټول-وژنه او د نورو پۀ لمسون او د خپلو د نا پوهۍ لۀ امله د خپل کور ورانول روان دي. لۀ دې امله د باچا خان فلسفه او افکار لاهم اړین دي او اړتیا ورته لیدل کېږي.
ټوله نړۍ کښې د کرکې او نفرت لۀ امله جنګونو او تشدد د بشریت موجودیت ته ستر ګواښ دی. سيمه يواځې د باچا خان د پوهې، تعقل او پۀ اتفاق او يو والي ولاړې مفکورې پۀ عملي کولو سره لۀ موجودو ستونزو راوتلی شي.
پۀ ټوله کښې د روانو جګړو يواځینۍ لار، لکه چې باچا خان به وئيل، د يو بل منل او تفاهم دي.
د خدائي خدمتګار مبارزې پۀ اړه اکاډمیکي څېړنې تازه تازه د تحریک د ډېرو لومړنیو ځانګړتیاو د څېړنو لۀ پولو د راوتلو پۀ حال کښې دي. د باچا خان د افکارو افاقیت پۀ اړه به نوې څېړنې د نوموړي د مبارزې مؤثريت، عقلانیت، منطق، ژورتيا او جامعیت لا پسې روښانه کړي.
- Archiwal, Ahmadullah, Cultural Impacts of Khudai Khidmatgar, Sarush Publication, Kabul, 2019.
- Halverson, Jeffery, Searching for A King- Muslim Nonviolence and the Future of Islam, Potamic Books, Virginia, 2012.
- Chenoweth, Erica and Stephan, Maria, Why Civil Resistance Work- the Strategic Logic of Nonviolent Conflict, Columbia University Press, New York, 2013