د دې لنډې ليکنې تر څنګ مې د بشارت پير کتاب ‘CURFEWED NIGHT: A Memoir of War in Kashmir’ مخې ته ودرېدلو چې کشمير کښې د لشکر طيبه او جېش محمد د جنګيالو د کاروايانو او د هندي فوج د عملياتو قصې ئې د ځپلي اولس د ذهنونو نه را ټولې کړي او تاريخ کښې خوندي کړې دي. زمونږ ملګري رؤف ايسپزي هم پۀ دغه ډول د يو کتاب ليکلو تابيا کړې ده. خداے دې وخت او وس ورکړي. زمونږ الميې پۀ هغه شور او زور سره د نړۍ مخې ته را نۀ غلې، څنګه چې پکار وې. وړومبے د افغان جنګ نه بلاواسطه او د نائن الېون نه پس نېغ پۀ نېغه جنګ سره مخ سيمې څپه پۀ څپه اور دي. اتلس کاله کښې څلور نيم زره (4,473mi2) ميله علاقه صفا نۀ کړې شوه؟؟؟ بايد دا څېړنې پۀ اکادمي کچ مخ پۀ وړاندې لاړې شي. لا وخت دے.
د نائن الېون عظيمه سانحه د امريکې پۀ نيويارک ښار کښې دوه زر يو کښې پېښه شوې وه. د دې ترهګرې پېښې الزام اسامه بن لادن نومې يو عرب جنګيالي باندې لګېدلے ؤ چې دغه وخت پۀ افغانستان کښې د طالبانو سره موجود ؤ. امريکې د طالبانو نه وغوښتل چې اسامه مونږ ته حواله کړئ، ولې طالبانو انکار وکړو او امريکې د ناټو (NATO) پۀ مرسته پۀ افغانستان حمله وکړه. د طالبانو انکار د پښتونولۍ د مبينه کوډ ‘مېلمستيا’ پۀ وجه ګلوريفائي کړے شو خو د هغه عالمانو غوښتنه هډو ياده نۀ کړې شوه چې اسامه ته ئې ځولۍ خوره کړې وه چې جنګ دې افغان خاورې ته نۀ راوړي.
د جهاد پۀ نامه هغه جنګيالي او د استعمار ملېشا چې پرون ئې د امريکې او برطانيې د پاره د سويت يونين خلاف پۀ افغانستان کښې جنګ کولو، ‘ترهګر’ وبللے شول. جنګ شروع شو. طالبانو د ډيورنډ کرښې نه دې خوا د پاکستاني وفاق زېر انتظام قبائلي سيمو ‘فاټا’ او د صوبائي انتظام لاندې غرئيزو علاقو ‘پاټا’ )باجوړ، بر دير، بونېر، سوات( او بلوچستان کښې )چرته چې اوس د طالبانو مرکزي شوريٰ پۀ صوبائي دار الخلافه کښې فعال ده( پناه واخسته. دې سره وفاقي دار الحکومت اسلام اباد کښې هغوي پوش علاقو کښې ځايونه وموندل. دلته دوي منظم کړے شول، مالياتي انتظام او لاجسټک سپورټ ئې تر لاسه کړو او د ‘تحريک طالبان پاکستان’ (TTP) پۀ نوم ئې يو تحريک اعلان کړو چې د پاکستان نه به ئې د کرښې هغه خوا افغانستان کښې ګوريلا جنګ او ترهګر عمليات کول. امريکې چې دا حالات وليدل نو د پاکستاني فوج مشر او ډکټېټر جنرل پروېز مشرف ته ئې حکم وکړو چې د TTP خلاف فوجي عمليات وکړي.
دا د دوه زره درې/ دوه زره څلور (2003-4) خبره ده چې پاکستاني فوج پۀ وړومبي ځل پۀ واڼا )جنوبي وزيرستان( کښې د طالبانو ‘خلاف’ فوجي عمليات پېل کړل چې پۀ محدوده پېمانه وو. دې عملياتو د جهاد او فساد د بيانيې يوه نوې پېچيدګي پېدا کړه. افغانستان کښې روان جنګ د ډيورنډ کرښې دې اړخ ته راغلو او هغه خلک چې پۀ فاټا، پاټا او اسلام اباد کښې ځايونه لري، دوي د ډيورنډ کرښې دې اړخ ته هم د پښتنو قتلِ عام شروع کړو او دې د پاره ئې دا بيانيه خپله کړه چې “اوس پاکستان د کفر )امريکې( سره ملګرے دے نو د پاکستان خلاف جهاد فرض دے.”
پۀ پاکستان کښې دهشت ګرد مشران او ليډران د اسلام اباد لاهور پۀ پوش علاقو او د جنوبي پنجاب پۀ لويو ښارونو کښې هم دېره وو خو د تزويراتي پاليسۍ د پاره وړومبے اپرېشن پۀ واڼا جنوبي وزيرستان کښې شروع شو.
د دې فوجي عملياتو نه پس تر يوې لسيزې پورې (TTP) او پاکستاني فوج د يو بل خلاف بلها جنګونو وکړل خو دې جنګونو کښې د ټولو نه زيات نقصان پښتنو ته ورسېدلو. د فوجي عملياتو پۀ نوم د پښتنو علاقې څۀ طالبانو ونيولې او څۀ فوج ونيولې. د پښتنو ځنګلونه، باغونه، بازارونه او لارې مقبوضه وګرځېدې. د وخت تېرېدلو سره دا قبضه دومره پراخه شوه چې د پښتنو پۀ خپل وطن کښې تګ راتګ هم چېکپوسټونو او تفتیشي مراکزو ونيولو.
د دې تحريک خلاف اخري اپرېشن چې د کاميابۍ ئې پۀ رياستي ميډيا کښې هم ډېرې دعوې شوې دي، د ‘ضرب عضب’ پۀ نوم شمالي وزيرستان کښې پۀ دوه زره څوارلسم کښې وشو. چونکې تر دې دمه د سوات، فاټا او افغانستان سره سره د نړۍ يو شمېر خلک د جهاد پۀ نامه شمالي وزيرستان ته را غونډ شوي وو، ولې چې پۀ نورو علاقو کښې د دې تحريک خلاف فوجي عمليات شوي وو او د دوي زور دغه علاقو کښې تر يو حده مات شوے ؤ.
د ضرب عضب د وجې د شمالي وزيرستان لکهونه اولس د بنو، لکي مروت او کرک سره سره د ملک نورو علاقو ته کډوال شول. د دوه زره څوارلس د يوې اندازې مطابق د دې کډوالو شمېر دولس لکهه ښودلے شوے ؤ چې وروستو بيا صحيح اندازه لګول پېل شول او د کډوالو شمېر را کم کړے شو. د شمالي وزيرستان ابادي د دوه زره اوولسم د مردم شمارۍ مطابق پينځۀ نيم لهکه ښودلې شوې ده چې بېخي غلطه ده؛ ولې چې تر دوه زره اوولس زرګونه خلک افغانستان او د پاکستان نورو علاقو کښې کډوال شوي وو. دا بېل بحث دے چې د کډوالو شمېره څومره وه؟
دا کډوال )داوړ او وزير( چې د بنو او خواوشا علاقو ته خورارۀ شول نو پښتو ادب او بيا اولسي ادب باندې هم دغې کډوالۍ ډېره اغېزه وکړه. پۀ دې لړ کښې دومره ادب تخليق شوے چې د کتابونو کتابونه پرې ډکېدے شي.
د کډوالو قبائلي او ټولنيز ژوند د يو نوي تهذيبي رنګ سره مخ شو. د دوي قبائلي دود دستور، رسم رواج، علاقائي بنديزونه، خيالات و افکار او د ټولنيز ژوند هر اړخ د يو نوي ژوند سره مخ شو او دا بدلون مونږ ته پۀ اولسي ادب کښې بشپړ پۀ نظر راځي.
کډوالو ته پۀ بنو کښې د بکاخېل پۀ سيمه يو سرکاري کېمپ هم جوړ کړے شو چې کډوالو پۀ کښې ډېر سخت ژوند تېرولو. دا بکا خېل کېمپ نن هم موجود دے او د دغه کډوالو د سخت ژوند پۀ اړه هېڅ معلومات بهر راتلل بند دي. يو څو راشن پوائنټونه (Food Distribution Points) هم جوړ شول چې د راشن اخستلو مرحله پۀ کښې ډېره سخته وه. دا مرحله د کډوالو د پاره کۀ يو خوا طبعي طور مشکله وه نو بل خوا پۀ نفسياتي طور هم د خېرات برابره وه او د دوي عزت نفس پۀ کښې د اذيت سره مخ ؤ. دا قبائلي خلک چې د خود دارۍ او خودۍ نوم ئې پۀ ټول مشرق خور ؤ، د راشن اخستلو پۀ وخت به ډېر پرېشان وو، ولې پۀ نفسياتي طور دې مشکل ډېر زر سر وخوړو او کډوالو دا خېرات نۀ بلکې خپل حق ئې وبالۀ چې د اقوام متحده نه به د کډوالو پۀ نوم راتلو. دا راشن صرف د خوراک پۀ شکل کښې نۀ ؤ بلکې د ژوند يو شمېر ضروري څيزونه به پۀ کښې هم ورکولے کېدل. د راشن اخستلو دا مرحله او منظر يو شاعر پۀ دې لانديني شعرونو کښې پۀ دې ټکو انځور کړے دے:
داوړۍ لهجه: پۀ شيرکې ئې غالاط کړي
خپل کېرينه ئې ارنه وئېر کړل
پۀ سيمې چې ريپۍ روغلې
عادتينه ئې ارنه وئېر کړل
مستعمله لهجه: پۀ بړستنو ئې خطا کړو
خپل کورونه ئې رانه هېر کړل
پۀ سيمو* چې روپۍ راغلې
عادتونه ئې رانه هېر کړل
*سيم: موبائل SIM مراد دے.
ياده دې وي چې دا وخت دولس زره نغدې روپۍ به د مېسج پۀ ذريعه هرې کورنۍ ته راتلې. مېسج به د هر خاندان پۀ رجسټرډ MOBILE SIM باندې راتلو.
پۀ دې شعرونو کښې د قبائلو خودۍ سره يوه نستلجيا مونږ ته پۀ نظر راځي. دلته شاعر بلاواسطه اولس ته پېغور ورکوي چې پۀ بړستنو مۀ خطا کېږئ او خپلو کورونو ته د بېرته تلو د پاره هڅې وکړئ چې د عزت ژوند تېر کړئ؛ خو ولې تاسو راشن ليدلے او خپلو کورونو ته د تلو د پاره هڅې نۀ کوئ. چونکې کډوال د يو څو اوونۍ کډوالۍ نه پس ډېر تنګ شوي وو او يو شمېر ځوانان د Youth of Waziristan پۀ نوم را پاڅېدلي وو چې د کډوالو بېرته خپل وطن ته واپسۍ د پاره ئې د بنو پۀ ښار کښې لاريونونه او احتجاجونه هم پېل کړي وو. د رياست هم دا پاليسي وه چې کډوال پۀ ذهني او طبعي طور مصروفه وساتي، ولې چې بره وزيرستان کښې ډېر کار پاتې ؤ او کډوال ئې داسې زر وطن ته نۀ پرېښودل. وزيرستان د جنګي اقتصاد د مرکزې حېثيت لرلو او دلته کۀ فوجي عمليات د اخباري بيانونو مطابق کېدلو نو عملاً به دغه دهشتګردي ختمېده او کۀ دا خلک واپس خپلو سيمو ته تلل نو د خپلو ملکيتونو دعويٰ به ئې کوله، کوم چې څۀ د فوج او څۀ د طالبانو پۀ قبضه کښې وو.
هم د دې اولسي سندرې )چې هغه وخت پۀ سوشل مېډيا ډېره HIT وه( پۀ بل يو بند کښې د کډوالو د کېمپ، د راشن اخستلو منظر او پۀ خپلو کډوالو د غصې اظهار پۀ دې ډول شوے:
داوړۍ لهجه: چې دې کېمپ پۀ لوري روشې
پۀ ګېټ پاس ډېر ستړيه ول وي
چې دې لائن نه خطو شې
پۀ لاوړې سېخول وي
ميژ ئې خپل سره نيات کامي
لائينينه ئې ارنه وئېر کړل
مستعمله لهجه: چې د کېمپ پۀ لوري راشې
پۀ ګېټ پاس ډېر ستړيه ول وي
چې د لائن نه خطا شې
پۀ کوتکو نېغول وي
مونږ يو خپلو کښې بد نيته
لائينونه ئې رانه هېر کړل
چونکې د کډوالو کېمپ ته ننوتل او بهر وتل پۀ کېمپ کښې مېشته کډوالو د پاره ډېره سخته مرحله وه. دا کېمپ به د پاکستان فوج د انتظام لاندې ؤ، چې څوک به تلل راتلل نو د فوجي قانون مطابق به ورته Gate pass جوړېدو نو ځکه شاعر وائي چې پۀ ګېټ پاس تنګول سخته مرحله وي. ياده دې وي چې دې کېمپ کښې هغه غريبان خلک مېشته وو چې چا به د کور کرايه نۀ شوه ادا کولې او د غربت لۀ کبله به ئې کېمپ کښې ژوند تېرول مجبوري وه.
پۀ دې دويم شعر کښې هم لوے تاريخ پروت دے! چونکې پۀ راشن سنټرو به بد انتظامي زياته وه، د رياست سره داسې انتظام نۀ ؤ چې کډوال ئې د راشن اخستو پۀ وخت منظم کړي وے. څرګند جواز خو دې بدنظمۍ د پاره دا ؤ چې اپرېشن بغېر د څۀ مکملې تيارۍ شروع شوے ؤ، ولې اصلاً دې لړ کښې لوے شمېر فنډونه وو چې هغه بغېر د دغې بد انتظامۍ ښودلو audit ته برابرول څۀ اسان کار نۀ ؤ. د دغه بد انتظامۍ پۀ تور د قبائلي سيمې د انتظامي ادارې (FDMA) ډائرېکټر هم د عهدې نه لرې کړے شوے ؤ، نو کډوالو ته پۀ راشن سنټرو پوره پوره تکليف ورکولے شو. خلک به پۀ سرۀ رمضان کښې پۀ ګېنټو ګېنټو پۀ قطارونو کښې ولاړ وو. بيا به بد انتظامي هله پېدا شوه چې د چا به پوليس يا د فوج اهلکار سره څۀ تعلق ؤ يا به ئې رشوت ورکړو چې ما راشن سنټر ته د ننه پرېږده، نو داسې د اثر رسوخ خلک به چې بغېر د څۀ تکليف او انتظار نه راشن سنټر ته ننوتل او پۀ قطارونو کښې ولاړو خلکو به ورته کتل نو دا کار به د دې قبائلي خلکو د نفسياتو او مزاج ضد ؤ. پۀ دې رشوت خورۍ او بې انصافۍ به يو نيم کس غصه شو او د قطار نه به ووتلو چې پوليس يا فوجي اهلکار سره به ئې زباني جنګ شروع کړو نو بيا به اهلکار ورباندې لاوړ ) کوتک( چلولو. دا رويه د هغه خلکو سره کېدله چې د فوجي عملياتو د کاميابۍ د پاره ئې خپل اباد کورونه، روان روزګارونه او تيار فصلونه پرېښي وو.
درېم شعر هم دې خيال ته ورته دے. شاعر دې خلکو ته نيت کامي )متعصب، فضول، بېکار( وائي چې اهلکار ته رشوت ورکوي او خپل وار ته انتظار نۀ کوي. دا اخري دوه شعرونه مونږ ته د قبائلو د فطري مزاج او نفسياتو پوره پوره انځور جوړوي.
مخکښې د دې سندرې پۀ بل يو بند کښې شاعر پۀ هغه خلکو طنز کوي چې څوک راشن اخلي او يو قسم پېغور ورکوي چې دا کار د تن اسانۍ کار دے او د پښتون د مزاج او نفسياتو ضد دے.
داوړۍ لهجه: دوې بورۍ راشن چې ووخلي
ميژ ډېر ګُر پېرې روون وي
باس ګېلن** مې وي پۀ تراخ شې
ميژ پۀ هر چا نه وېدون وي
ميژ ئي خپل مشقت ګري
غنمينه ئې ارنه وئېر کړل
مستعمله لهجه: دوه بورۍ راشن چې واخلو
مونږ پۀ وياړ پسې روان يو
بس ګېلن مو وي پۀ ترخ کښې
مونږ پۀ هر چا نه ودان يو
مونږ يو خپل بازګران
غنمونه ئې ارنه هېر کړل
**ګېلن: پۀ مياشتني راشن کښې به هرې کورنۍ ته اتيا کلو اوړۀ او يو ليټر غوړي ) ګېلن( مېلاوېدو؛ نو دلته شاعر طنز کوي چې دا معمولي راشن چې واخلو نو مونږ ته ځانونه ډېر ودان او اميران ښکاري او مونږ ډېر پۀ تکبر کښې روان اوسو. اګرچې مونږ خپل مشقت ګر ) بزګران( يو، ولې دې حالاتو خپل غنمونه هم رانه هېر کړل.
لکه څنګه مونږ بره ولوستل چې کډوالۍ مونږ د يو نوي ژوند سره مخ کړو؛ پۀ بنو کښې زمونږ هر څۀ بدل بدل وو. دلته زمونږ د مشرانو قدرمنې شملې چې د تکبر او غرور، علاقائي او پښتني شناخت، خودۍ او خود دارۍ او د پوهې او رڼا يو علامت وو؛ هغه مشران اوس پته نۀ لګي چې چرته دي؟ هغه لونګۍ اوس د خلکو نه هېرې شوې دي. شاعر دلته د فقير ايپي نمسي )د ورارۀ زوي( شېر محمد خان ته اشاره کوي چې دوي به د ضرب عضب شروع کېدو نه مخکښې خلکو ته وئيل چې بنو ته کډې مۀ وړئ، زۀ د حکومت سره مذاکرات کوم خو ولې حکومت باندې د ټولې نړۍ فشار ؤ چې اپرېشن به خامخا کوي. نو دا وه چې خلک د شېر محمد پۀ خبرو ايسار شول او پۀ وخت بنو ته کډوال نۀ شول چې پۀ اسانه بنو ته کډه شوي وے.
داوړۍ لهجه:
مشرانو ته حېران وم چې شملې وې ئې وهلې
وېل ئې توس د کلي مه سئ داس قصې وې ئې کولې
زۀ پۀ دې وېرته حېريون ين
دستارينه ئې ارنه وئېر کړل
مستعمله لهجه:
مشرانو ته حېران وم چې شملې به ئې وهلې
وې به ئې تاسو د کلي مۀ ځئ داسې قصې به ئې کولې
زۀ پۀ دې ورته حېران يم
دستارونه ئې رانه هېر کړل
پۀ راشن پوائنټونو د بد انتظامۍ ختمولو د پاره حکومت يوه نوې لار راوويسته چې خلکو ته د کلو پۀ حساب د راشن اخستو ورځې وټاکي. بيا د شاعر د کلي وار د جمعې پۀ ورځ راځي چې يو خوا د راشن اخستو غم ئې پۀ زړۀ دے، بل خوا د جمعې د نمانځۀ قضا کېدو غم ئې هم ژړوي.
داوړۍ لهجه: دې جيمعې ورېځ دې ميژ نۀ وه
دې شپېژم ورځ دې ميژ نۀ وه
دې جيمعې ورځ دې ميژ نۀ وه
خپل لمانځينه ئې ارنه وئېر کړل
مستعمله لهجه: د جمعې ورځ زمونږ نۀ وه
د شپږم ورځ زمونږ نۀ وه
د جمعې ورځ زمونږ نۀ وه
خپل نمانځونه ئې رانه هېر کړل
دا اولسي سندره چې مونږ ئې صنف نۀ شو ټاکلے، ولې چا نامعلوم شاعر ليکلې او نامعلوم سندره غاړي پۀ ډېر خوندور اواز کښې زمزمه کړې ده چې هغه وخت پۀ وټساپ (Watsapp) او مېسنجر (Messenger) ډېره Viral شوې وه؛ د اسلوب تر مخه کۀ وګورو نو پۀ دې کښې رواني، سادګي او معنويت پۀ ډېر ښکلي انداز کښې دي. د لهجې تر مخه د داوړ قبيلې لهجه ده. پۀ مستعمله لهجه کښې ئې هغه وزن او رواني نشته کومه چې پۀ مقامي لهجه کښې ده. اګرچې پۀ ځينو ځايونو کښې د ځينو مصرعو وزن بېخي دوګنا شوے دے، ولې چا چې وئيلې ده نو دا نۀ محسوسېږي چې وزن کښې ئې هم څۀ ماتوالے او کم والے زياتوالے شته؛ بلکې مسلسل رواني لري او هسې هم اولسي سندرې صرف اهنګ غواړي او چې زمزمه کېدې شي نو بس!!! اولس ئې خوښوي.
کله چې د وزيرستان اولس بنو ته کډوال شو نو د معاشي ستونزو سره هم مخ شو، ولې چې کاروبارونه او روزګارونه هر څۀ ئې د ضرب عضب پۀ عملياتو کښې لاړل. پۀ داسې حالاتو کښې د مئينانو د پاره ګرانه شي چې د محبوب فرمائشونه پوره کړي. دا لاندينۍ سندره د مينې او محبت نه علاوه د کډوالو د معاشي ژوند هم پوره پوره عکاسي کوي.
مقامي لهجه:
ډېر ارخونده مۀ وېړکيه! چيني وو ګوړې ګرونې دي
ميژ متاثرين# ئي تو قصې پۀ مميزونې دي
مستعمله لهجه:
ډېر راخانده مۀ ووړکيه! چيني او ګوړې ګرانې دي
مونږ متاثرين يو ستا قصې پۀ مميزانو دي
#متاثرين: کډوال
دلته کنايه راوړلې شوې ده چې “چيني او ګوړې ګرانې دي”، يعني معاشي حالات کمزوري دي. دا سندره يو معلوم سندر غاړي وئيلې ده چې ډېره خوښولې شي. دلته يو کډوال مئين د خپل زړۀ خبره کړې ده اوس راځو هغه ادب ته چې پۀ بنو کښې تخليق شوے دے.
چونکې د وزيرستان خلک سرۀ سپين، ښکلي او ښائسته دي او ولې به نۀ وي چې جغرافيائي طور پۀ داسې علاقه کښې مېشته دي چې معتدل موسم لري. دا ښکلي ښکلي خلک چې بنو ته را کوز شول نو بنو او د خواوشا علاقو ځوانانو او پېغلو دې ښائسته خلکو سره د مينې محبت رشتې او تعلقات جوړ شول او د دې پټو خبرو اظهار اولسي شاعرانو وکړو او ښۀ پۀ نره ئې وکړو؛ ولې چې مينه او مئين هېڅ قېدوبند نۀ مني او نۀ د چا غمازي مني. يو شاعر وائي:
مقامي لهجه: متاثرين ده،غرسنائ ده،سادګائ ده
سپين کوچکائ ده،جانان سپين کوچکائ
مستعمله لهجه: متاثرين دے،غرڅنے دے،سادګے دے
سپين کوچکے دے،جانان سپين کوچکے دے
دا سندره هم يو سندرغاړي زمزمه کړې ده چې زما پۀ خيال د سراې نورنګ اوسېدونکے دے. يوه بله سندره:
زړۀ دې رانه يوړو پۀ سرو شونډو دې خنده وکړه
واخ متاثرينه ياره! دا دې څنګه غلا وکړه؟
دا هم يوه مشهوره سندره ده چې زما پۀ خيال رحمان ګل وئيلې ده.
د کډوالو د ښائست پۀ اړه يوه بله سندره چې پۀ مېسنجر باندې ډېره وائرل شوې وه، څۀ پۀ دې ډول وه:
بنوڅۍ لهجه: د چګ نري متاثرين سره ئې مينه دو
اوئ دغه لير دې چا دو، ډنګره تکه سپينه دو
مستعمله لهجه: د دنګ نري متاثرين سره ئې مينه ده
دغه لور د چا ده؟ نرۍ ده تکه سپينه ده
لکه څنګه چې ما ووئيل چې د وزيرستان خلک سرۀ سپين دي او وجه ئې جغرافيه ده چې معتدل موسم لري؛ بل خوا د بنو ګرمي چې هر چا ته معلومه ده نو دا د يخې علاقې نه ګرمې علاقې ته کډه کېدل هم پۀ خپله د کډوالو د پاره لوے امتحان ؤ. څنګه چې نازيه اقبال هم پۀ وزيرۍ لهجه کښې يوه مشهوره سندره وئيلې ده:
وزيرۍ لهجه: شوول ته روشه! ډېره ګرمي دو
تۀ څۀ غوړې پۀ باني کشې ګرمي دو
شوول ته روشه!
مستعمله لهجه: شوال ته راشه! ډېره ګرمي ده
تۀ څۀ غواړې پۀ بنو کښې ګرمي ده
شوال ته راشه!
نو د دې اپوټه څوک شيرين خپل شيرين ته وائي چې بنو کښې ګرمي ده، رنګ ئې درله خراب کړے دے، نور خپل وطن ته راشه چې رنګ دې خپل ځاے ته راشي:
پۀ بنو ګل ګرمي ده، رنګ دې ساتي ساتي ده
را درومه توره لونګينه ياره! متاثرينه ياره!
وطن ته راشه!
خو ولې وطن ته څوک بېرته تلے شي تر څو چې ئې ‘وطن کارډ’ نۀ وي جوړ کړے؟ ځکه يو شيرين خپل شيرين ته وائي:
پۀ وطن کارډ ديدن ته راشه
لارې کوڅې خو د فوجيانو ډکې دينه
وطن کارډ جوړول هم څۀ ټوقې نۀ وې! د وزيرستان اوسېدونکو نه علاوه بل چا د پاره ممکنه نۀ وه چې وطن کارډ جوړ کړے شي؛ ولې چې وطن کارډ د پاره د کلي ملک، د نادرا او د فوج تصديق ضروري ؤ. بله دا چې کله به فوج اعلان وکړو چې د پلاني کلي خلک دې اوس را ستانۀ شي، اوس د دوي کلے د ترهګرۍ نه صفا شوے دے؛ د واپسۍ دا اعلان به پۀ کډوالو ډېر خوږ لګېدو، ولې چې د درېو څلورو کالو د دړدېدلي د کډوالۍ ژوند نه پس به وطن ته ستنېدل – نو ځکه وائي:
څانګه به نن سبا کښې ګل شي
ما ئې پۀ لاسو کښې ‘ټوکن’ ليدلي دينه
چونکې د وطن کارډ او وطن ته د واپسۍ د پاره به (FDMA) ټوکن ورکول او د کډوالو رجسټرېشن به ئې کولو، بيا به کلي ته ستنېدل نو دا ټپه مونږ ته د کډوالو خپل وطن ته واپسي او خوشحالي ظاهروي. وطن کارډ يو قسم د وزيرستان ويزه وه. يوه داسې ويزه چې خپل وطن ته به پرې تګ کېدلو!!!
کله به چې ټوکن ملاو شو او کډوال به د بکاخېل کډوالو کېمپ سره مغربي اړخ ته Staging camp ته را ورسېدل چې د واپسۍ تياريانې به کېدې او هر وګړي ته به وطن کارډ جوړولے شو نو دې کښې به زنانو ته هم وطن کارډونه جوړولے شول او ګوتې به ئې لګولې. دا مرحله هم د قبائلو د پاره قابل افسوس وه ځکه چې قبائل د زنانو پۀ معاملاتو کښې ډېر حساس دي او دا تائيد انګرېزانو هم کړے دے نو دا منظر چې فوجيان ولاړ دي او زنانه ګوتې لګوي، يو شاعر پۀ دې الفاظو کښې بيانوي:
مقامي لهجه: فوجيون ويلوړ دي جينۍ ګوتې لګوينه
وطن کارډ جوړوينه – وطن کارډ
مستعمله لهجه: فوجيان ولاړ دي جونه ګوتې لګوينه
وطن کارډ جوړوينه – وطن کارډ
د کډوالۍ هر اړخ اولسي ادب خوندي کړے دے او پۀ هر رنګ عکاسي ئې کړې ده. د بکاخېل کډوالو کېمپ کښې د وورا پروګرام ؤ، يوې زنانه پۀ کښې دا سندره ووئيله چې پۀ خپلو کډوالو باندې ئې طنز هم کړے او پېغور ئې هم ورکړے چې:
مقامي لهجه:
سپينې پرچې ئې جوړې کړئې دي راشن ته
دېئ نۀ دريمي وطن ته، دېغې باني شې خواش دي
مستعمله لهجه:
سپينې پرچې ئې جوړې کړې دي راشن ته
دوئي نۀ درومي وطن ته
هم دې بنو کښې خوښ دي
بنو کښې خوښېدل طنزيه وئيلے شوي دي.
د کډوالۍ ژوند د ماشومانو پۀ ادب باندې هم اثر کړے. د ماشومانو مشهوره سندره چې د اردو د هندسو سره وئيلې شي:
اېک، دو، تين – دې غرۀ متاثرين
چار، پانچ، چهـ – راشن ته به راځې
آټهـ، نو، دس – بکسټ*** دي زبردست
***بسکټ: کډوالو ته به د UNHCR چې کوم راشن راتلو نو دې کښې به د خړ رنګ بسکټ هم وو چې ذائقه ئې ښه نۀ وه، ولې د ماشومانو د پاره ډاکټرانو ښۀ يادول.
د کډوالۍ ژوند چې د وزيرستان پۀ ادب کوم اثر کړے، يو بشپړ تاريخ سازوي خو دې د پاره د باقاعده تحقيق ضرورت دے. هغه اندروني مسائل چې کډوالو ته پېښ شوي وو، کډوالو محسوس کړي خو ميډيا باندې نۀ دي راغلي؛ اړتيا لري چې تحريري بڼه کښې راوستے شي او کۀ څوک محقق پۀ دې پسې لګيا شي نو بلها مواد به پۀ لاس ورشي – ولې چې دا ادب د سوشل ميډيا او مقامي موسيقۍ لۀ لارې خوندي کړے شوے دے. ياده دې وي چې د کډوالو پۀ اړه مشهور سندرغاړي شاه فاروق ډېره پۀ زړۀ پورې او بېباکه شاعري زمزمه کړې ده. دې نه علاوه د سراې نورنګ سندرغاړو هم پوره پوره برخه پۀ کښې اخستې ده او رحمان ګل استاد او نازيه اقبال هم.