دا د کال 1930ز خبره ده. د ازادۍ جنګ ښۀ تود ؤ. پۀ پښتونخوا کښې پۀ خدائي خدمتګارو د پېرنګي ښکېلاک ناروا ظلمونه ښۀ پۀ درز کښې روان وو. خدائي خدمتګارو د خپل بابا پۀ مشرۍ کښې ډېر پۀ نره پۀ استقامت او زغم هم دغه ظلمونه زغمل او هم ئې پۀ امن ناکه توګه خپل جدوجهد ته ملاګانې تړلې وې. د کورونو بې حرمتۍ، د درځنونو پښتنو قسماقسم بې عزتۍ، رنګ رنګ جسماني اذیتونه او د جائېدادونو لېلامۍ ـــ د پېرنګي د ظلم پۀ ججوره کښې چې څومره کارتوسان وو، هغه ئې خلاصول او د دغه ظلمونو پۀ بټۍ کښې د خدائي خدمتګارانو حوصلې لا لا پخېدې، مضبوطېدې. کاروان لا لا زیاتېدو.
پۀ صوابۍ کښې هم د ازادۍ ننګیالو خپلې سینې د پېرنګي ظلمونو ته ډال کړې وې. هم پۀ دې سیمه کښې د اباسین پۀ غاړه یو تاریخي کلي ته د خدائي خدمتګارو مشر راغلے ؤ. د کلي پۀ لویه حجره کښې ئې پښتنو ته د اتفاق، ورورولۍ، جدوجهد او ازادۍ پېغام ورکولو. د درنو او مېړنو پښتنو دې غونډې ته د کلي د ملک کاکا ځوان نمسے فېض محمد خان هم پۀ وړومبي ځل راغلے ؤ. نن مازیګر هغۀ څو شېبې د هغه اینځر سیوري له وړل غوښتل چرته چې به د یوڅو شېبو منظر د هغۀ سترګو کښې خوبونو له نوې رڼا ورکړه ـــ او هغه به دې حجرې نه تلے هم ؤ خو د دغه ننګیالي زلمي پۀ زړۀ د ازادۍ او حریت خبرې ډېرې ښې ولګېدې او پۀ وړومبي ځل ئې داسې محسوس کړه لکه مرۍ ته ئې چا تېزندۍ اچولې وي او دغه بابا ئې غاړه خلاصول غواړي.
جذباتي زلمي اینځر، د اینځر سیورے او خوبونه هېر کړل، ناڅاپه د خپله ځایه ورپاڅېدو او د بابا لور ته چاخ چاخ روان شو. ناست خلق ورته پۀ تماشه شو. پۀ محفل لکه چې چا ګونګے واچوۀ. زلمے نېغ د بابا خوا له راغے او پۀ راستې سینه ګویانه شو،
“بابا! ما د نن نه خپل ځان او خپله ځوانۍ ستا ځولۍ ته درواچوله.”
د زلمي دې جذباتي بیان پۀ ناستو خلقو کښې هم جذبه راوپاروله او ګېر چاپېره د “الله اکبر” نعرې اوچتې شوې. د زلمي فېض محمد خان د ازادۍ پۀ کاروان کښې د شاملېدو خبر لکه د ځنګل د اور اول پۀ ټول کلي او بیا پۀ خواوشا نورو کلو کښې خور شو. دا خبر د پېرنګي ډپټي کمشنر غوږ ته هم ورسېدو او سمدستي ئې خپل یو استازے پۀ ملک بابا پسې ورواستولو. ملک بابا چې ډپټي ته حاضر شو نو هغۀ ورته ډېرې بدې ردې وکړې. دا ئې ورته هم ووې چې تۀ خو زمونږ نمک خوار او وفادار ئې نو دا نمسے دې ولې درنه باغي شو؟ ملک بابا پۀ کوزو سترګو کور ته راغے، نمسے ئې راوغوښت او ورته ئې ووې، “فېض محمد خانه بچې! پېرنګے ډېر طاقتور دے، هغه پۀ ټوله دنیا ناست دے. تۀ او ستا یو څو بې وسه ملګري هغۀ سره هېڅ نۀ شي کولے. هسې زما پۀ سپینه جامه داغ مۀ لګوه. د بر کلي د خانانو جینۍ مې درله پۀ نامه کړې ده. کۀ سبا له پولس ونیولې، بې عزته ئې کړې، مخ ئې درله تور کړو او پۀ خر ئې سور کړې نو هغوي له به څۀ جواب ورکوو؟”
“بابا! زما پۀ زړۀ کښې د ازادۍ شمع بله شوې ده، دا اوس پۀ دې خبرو نۀ مړېږي، هسې عبث ځان مۀ ستړے کوه! بس ما ته دعا کوه چې د خپل قام د ازادۍ ارمان ورېژوم.”
فېض محمد خان خپل څادر پۀ اوږه سم کړو او دې خبرې سره د کوره ووتۀ، ځکه چې نن خوا کښې بل کلي کښې د خدائي خدمتګارو جلسه وه. هغۀ ځان پۀ ډېره ګرانه د جلسې ځاے ته ورسورولو، ځکه چې پۀ لاره کښې ځاے پۀ ځاے ګارت ولاړ وو او چې پۀ چا به ئې لږ هم شک راتلو نو نیول او وهل به ئې.
جلسه پېل شوه. لکه چې د خدائي خدمتګارو طریقه وه، پۀ امن ناکه او منظمه طریقه ئې خپله خبره کوله خو ناڅاپه د تاڼېدار پۀ حکم پۀ جلسه پولس حمله وکړه. اول ئې هوائي ډزې وکړې او چې خلق ګډوډ شول نو بیا ئې پۀ سټېج ناست خلق ونیول. فېض محمد خان هم ونیولے شو. لا پولس نور کسان نیول چې یو حوالدار ناڅاپه د یو سپین ږیري ږیرې ته لاس کړو او هغه ئې لکه د بوجۍ ځان پسې راکښلو. فېض محمد خان چې د سپین ږیري خدائي خدمتګار دغه حال ته وکتل نو پۀ رګونو کښې ئې پښتنې وینې جوش ووهلو او څۀ ساعت له ئې دا خبره هېره شوه چې هغه خو د عدم تشدد د کاروان غړے دے. ناڅاپه ئې ځان د سپاهي نه خلاص کړو او پۀ حوالدار لکه د باز ورغوټه شو او سر د لاندې ئې راخلاص کړو. نورو سپاهیانو چې د حوالدار دا حال ولیدۀ نو ټول لکه د سرو مچو پۀ فېض محمد خان راپنډ شول او پۀ ټول تنه ئې دغه زمرے ګیپ سيپ ونیولو،نېغ ئې خپل ګاډي له بوتلو او پۀ بله ورځ ئې انګرېز ډپټي ته پېش کړو. کله چې انګرېز ډپټي ته د فېض محمد خان قیصه یو سپاهي تېره کړه نو هغۀ د سوخته پۀ خپله کرسۍ کښې نېغ ودرېدو او بیا چې کښېناست نو خپل قلم ئې پۀ زوره پۀ کاغذ کېښودو او دا ئې ووې چې ما دا زلمے درې کاله بامشقته قېد کړو، دے دې د هري پور جېل ته ورسولے شي. او بیا هم پۀ دغه حکم من و عن عمل وشو. هلته جېلر ته هم د فېض محمد د بغاوت خبر رسېدلے ؤ، هغه ئې پۀ چکۍ کښې زولنیو سره ورواچولو.
دغه شان ورځې شپې تېرېدې. فېض محمد خان ته هم د دې خبرې احساس ؤ چې زۀ خو خدائي خدمتګار یم، ما له زغم او برداشت پکار دے. پۀ جېل کښې د هغۀ ښې رویې او ښۀ سلوک د جېل عمله پۀ دې قائله کړه چې هغه یو امن پسند او ښۀ انسان دے، عدم تشدد او مینه ئې عقیده ده.
یوه غرمه پۀ خپله چکۍ کښې سر پۀ ځنګون ناست ؤ چې ناڅاپه ئې خپله چنغله رایاده شوه ـــ “یره چې پلوشه به څنګه وي او چې زما پۀ نوم به ناسته وي او کۀ پلار به چا بل چا له ورکړې وي؟” ـــ دغه اندېښنو پۀ مخه واخستو او پۀ ناسته پرکاله شو ـــ “فېض محمد خانه! ویښ شه! ستا ملاقات راغلے دے.” ـــ د جېل د سپاهي یو تېرۀ غږ هغه د تصور د دنیا نه را پۀ شا کړو،
“ملاقات!!!؟؟؟”، هغه حېران غوندې شو.
“هو! ستا ملاقات له یوه بوډۍ ښځه راغلې ده. جېلر صاحب وائي چې غریبه ده او دومره لرې نه راغلې ده نو ملاو ئې کړه!”
فېض محمد ئې پۀ زولنیو کښې د ملاقات ستانې ته راوستو او چې کله هغه بوډۍ د مخه نقاب لر کړو نو هغه حق دق پاتې شو، ځکه چې هغه د پلوشې دوي خدمتګاره نانۍ ترور وه ـــ “نانۍ ترور! دا تۀ کومې بلا راوړې؟”، اواز د هغۀ پۀ حلق کښې ونښتو.
“وۍ خانه! نانۍ درنه ځار! نانۍ درنه قربان! زما خان خپل زما شهزاده!” ـــ نانۍ ترور پۀ ژړا ژړا کښې ووې.
“وایه کنه! څنګه راغلې ئې او د هغه کلي خلق څنګه وو؟”
“وایم درته، لږ صبر، د صبر مېوه خوږه ووي.”، نانۍ ترور پۀ اوښکو کښې موسکۍ شوه او بیا ئې پۀ رازدارۍ د ترخ د جېب نه یو کاغذ راویستو. فېض محمد خان دغه کاغذ زر جېب ته کړو چې د پولس مخبر ئې ونۀ ویني او بیا پولس نانۍ ترور ته ووې چې بس دے، ستا د ملاقات وخت ختم دے.
فېض محمد خان ډېر پۀ تادۍ خپلې چکۍ ته راغے. اوس ماښامے راکښې شوے ؤ، هغه د پلوشې تصور کښې ورغرق شو او چې شومه دم شوه نو د جېب نه ئې هغه خط راواخست. چې خط ئې وسپړدۀ نو زړۀ پۀ دغه تورتم او توره کوټه کښې رڼا رڼا شو ـــ د لاټېن پۀ نرمه رڼا ئې خط لوستل پېل کړل.
زما د زړۀ درمانه! زما غرور زما جانانه!
ستړے مۀ شې!!!
زۀ نۀ شم وئیلے چې زما دا خط به تا ته در ورسي او کۀ نۀ، او کۀ در ورسي نو چې تا به ئې لوستلو ته څوک پرېږدي او کۀ نۀ، خو زما پۀ خپله پښتنه مینه او خپل رب باور دے چې زما د زړۀ دا غږ او دا صدا به تا ته ارو مرو در رسي.
جانانه! زۀ ستا پلوشه یم، هم ستا پۀ پت او ستا پۀ مینه ناسته یم. اول اول چې کله ما ته پته ولګېده چې تۀ پولس نیولے ئې او جېل ته ئې بوتلې نو زۀ ډېره خفه شوم. سوېلیو سره مې ګودر ته تګ هم پرېښود، د چا سره مې د شرمه سترګې نۀ شوې لګولې، ځکه چې زۀ ستا پۀ نامه ناسته یم او تۀ جېل ته لاړې ـــ خو څۀ موده پس مونږ کره د بر کلي د خدائي خدمتګار شاه مدار کاکا کور ودانې راغله، هغې راته ووې چې ستا چنغول پۀ ذاتي جرم یا ګناه کښې جېل ته نۀ دے تلے، هغه خو د ازادۍ سپاهي دے، د قام پۀ ننګ کښې ئې پېکړې اچولې دي، هغه خو د قام او قبیلې یو نر بچے دے، هغه خو زمونږ ټولو فخر دے ـــ
د دغه مشرې خبرو زما سترګې وغړولې او چې زۀ پۀ حقیقت ورسېدم نو څوک دا اندازه نۀ شي کولې چې زۀ څومره خوشحاله شوم او نن پۀ ډېره موده پس سوېلیو سره ګودر ته راغلې یم. دا دے هم د هغه اینځر د اونې لاندې ناسته یم، هغه چې تا به څۀ بهانه کړل او پۀ سیوري به ئې پښه نیولے شوې او مونږ به د لرې لرې نه یو بل ته وکتل.
فېض محمد خانه! نن چې زۀ خپلو همځولو سره ګودر ته راتلم نو هسکه غړۍ راروانه وم، ځکه چې زۀ د یو قامي مجاهد چنغله یم. تۀ زړۀ ښکته پورته نۀ کړې، کۀ سر مې سپین شي خو هم ستا پۀ نامه به ناسته یم، هم تۀ به مې جانان ئې، هم تۀ مې ځان ئې او هم تۀ مې فخر ئې.
پۀ تا مئینه، ستا پلوشه”
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوس هم دا حال دے؟
وائي چې د امریکې، د روس او چین صدران صاحبان پرله پسې موټرو کښې روان وو ـــ لارې دوه شوې ـــ ښۍ اشاره بلې کړې د امریکائي صدر صاحب موټر ښي لاس ته لاړو او کیڼه اشاره بله کړې د روسي صدر صاحب موټر کیڼ لاس ته لاړو.
چیني موټروان خپل صدر صاحب نه تپوس وکړو چې خپل موټر کومې لارې ته تاو کړم؟
چیني صدر صاحب ځواب ورکړو،
اشاره ښي لاس ته بله کړه او ورځه پهــ کیڼ لاس ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ډونلډ ټرمپ صاحب تقریر کښې د افغانستان او پاکستان د ذکر سره پۀ خلیج کښې د امریکې لۀ خوا خرڅه شوې وسله او د عالمِ اسلام سالار جنرال راحیل شریف صاحب ته اشاره مۀ بلوئ!
رسا ن
لائبه افروز زئ افسانګۍ
خالي کور
نمر لکه چې اور ورولو، زمکه د تنور پۀ شان توده وه. دې ګرمۍ ته انسان ټینګېدے نۀ شو. د اسمان مرغۍ هم د ګرمۍ د لاسه هپ کېدې. لکه د بټ پۀ زمکه دانې ورتېدې. د ګرمۍ دا حال ؤ چې د کور د دېوالونو نه هم د ګرمۍ چغې راختې. بیا بیا به مونږ اوبۀ پۀ ځان راړولې. د پکي لاندې به کښېناستو، ولې ګرمۍ د کمېدو نوم نۀ اخستو.
یو طرف ته د ګرمۍ شدت ؤ، بل طرف ته د خداے د روژې احکامات وو چې پۀ روژه کښې کوتاهي رانۀ شي.
اخر ورځ پۀ تېرېدو شوه. د ماښامي سیوري راپۀ خورېدو شوي وو. د نمر د اننګو سرخي رو رو تتېدله او تاو ئې پۀ ماتېدو شوے ؤ. روژه ماتي ته به ګېنټه نیمه پاتې وه.
ښځه چې پۀ سختیو کښې لکه د سندان ولاړه وي، د کِچن دېوالونه د ګرمۍ د لاسه لکه د تانبې سرۀ وو. زۀ هم پۀ دغه اور ورېدونکې ګرمۍ کښې پۀ کچن کښې پیکوړو پخولو ته ودرېدم. څنګه چې به پۀ تېلو کښې پیکوړې سرې کېدې، داسې به زۀ هم پۀ ګرمۍ کښې پخېدم. د وجود پۀ خولو لونده خوشته وم.
ناڅاپه د دروازې د ډب اواز مې تر غوږو شو، خو ځان مې پرې ناغرضه کړو، ځکه چې ګرمۍ ډېره بې دمه کړې وم. خو دروازه پۀ مخه ډبېده. زر زر مې د پیکوړو پۀ اوړو ککړ لاسونه ووینځل، پۀ خپل پلو مې لاسونه وچول او ور له ورغلم. چې ومې کتل یوه بوډۍ ښځه ولاړه ده، پۀ تندي ئې خولې راروانې دي، ګونجي ګونجي مخ ئې د تېر عمر افسانه بیانوي، وېښتۀ ئې ببر وو، څادر ئې ښیرن ؤ ـــ رو رو ئې پۀ سر سم کړو. ما ته ئې ښکته پورته پۀ حېرانتیا سره وکتل ـــ یوه تمبه بېرته وه، دننه ئې وکتل او وې وئیل،
“چیرې خالي کير وو نۀ یي؟ ميژ کډوول یي.”
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ