د اتم اګست 2016ز د کوئټې د شھیدانو  وکیلانو  وړومبے تلین – مابت کاکا

د اتم اګست 2016ز د شهيدو وکيلانو لومړے تلين د کوټي سره سره پۀ ټوله صوبه کښې ډېر پۀ احترام او عقيدت سره ولمانځل شو. عوامي نېشنل پارټۍ درې ورځنۍ توره ورځ اعلان کړې وه.

7 اګست پۀ ټولو ضلعو کوټه، قلعه عبدالله، پښين، قلعه سېف الله، ژوب، شېراني، موسيٰ خېل، لورالائي، هرنائي، زيارت، سبي، لسبېله، جعفر اباد کښې د پارټۍ تر سيوري لاندې پريس کلب مخې ته مظاهرې او جلسې وشوې.

8 اګست پۀ ټوله صوبه کښې شټر ډاؤن هړتال وشو او پۀ 9 اګست پۀ ظريف شهيد اډيټوريم کښې يو عظيم الشان تعزيتي رېفرنس د عوامي نېشنل پارټۍ تر نظامت لاندې تر سره شو چې پکښې د عوامي نېشنل پارټۍ، بلوچستان نېشنل پارټۍ، هزاره ډيموکراټک پارټۍ، بلوچستان نېشنل پارټۍ عوامي او د وکيلانو نمائنده تنظيمونو پکښې برخه درلوده. و تعزيتي ريفرنس ته د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي صدر اصغر خان اڅکزے، بلوچستان نېشنل پارټۍ مرکزي صدر سردار اختر جان مېنګل، د هزاره ډيموکراټک مرکزي چئيرمېن عبدالخالق هزاره، د عوامي نېشنل پارټۍ سپين ږیري مشران ډاکټر عنايت الله خان، لطيف لالا اپريدي، نواب ارباب عبدالظاهر کاسي، انجنئیر زمرک خان اڅکزے، نظام الدين کاکړ، ارباب غلام ايډوکېټ، ملک ابراهيم کاسي، چئیرمېن اصف بلوڅ ايډوکېټ، هائي کورټ بار صدر شاه محمد جتوئي، کوټه ډسټرکټ بار صدر کمال خان کاکړ او راقم هم وېنا وکړه.

اصغر خان اڅکزي ووئيل چې پۀ تعزيتي غونډه کښې به ترانه هم وئيل کېږي او لاسونه به هم ټکوو ـــ دا زمونږ اولين او اخرين شهيدان نۀ دي. زمونږ هره ورځ د غمه خلاصه نۀ ده. نو کۀ چري مونږ غم لمانځو نو خندا ګاني او پرمختګ به ښېخي پاتې نۀ شي. زۀ خو دا وايم چې بايد هغه خلقو ته دا پېغام ورکړو څوک چې زمونږ سره دا ناوړه لوبه کوي چې مونږ ژوندي قامونه يو ـــ پښتون، بلوڅ، هزاره خپل غمونه هم پۀ خوشحالۍ لمانځي. اصغر خان زياته کړه چې مونږ ته وئيل کېږي چې د اګست پۀ مياشته کښې غم، هړتال، احتجاج مه کوئ، دا د ملک د ازادۍ مياشت ده. نو مونږ دا خواست کوو چې د خداے د پاره مونږ پۀ اګست کښې مۀ وژنئ، يوه بله مياشت وټاکئ ـــ ستاسو خو د پښتون وژنې سره کار دے، نو کم از کم مونږ به خپل غم خو لمانځلے شو. دا عجيبه تماشه ده چې مونږ ته د غم لمانځلو هم اجازت نشته!!! اصغر خان زياته کړه چې عوامي نېشنل پارټۍ د باچاخان د فلسفې او فکر پۀ رڼا کښې د خپل قام او وطن خدمت نه ملا تړلې ده او هېڅ څوک به هم د دې لارې څخه مونږ را ونۀ ګرځوي. مونږ دا غوښتنه کوو چې د اتم اګست د شهيدانو پۀ حقله د سپريم کورټ لۀ اړخه د ټاکل شوي کمېشن پۀ سفارشانو دې في الفور عمل درامد وشي  او ذمه داران دې پۀ ګوته شي او ورسره ورسره به د صوبائي حکومت د دې کمېشن پۀ ضد پۀ سپريم کورټ کښې د Stay اخيستلو د عمل غندنه کوو.

سردار اختر جان منګل پۀ دې مهال ووئيل چې زۀ د عوامي نېشنل پارټۍ د قيادت او مشرتابه مننه او کور وداني وايم چې دومره پۀ زړۀ پورې غونډې تابيا ئې کړې ده. پښتون بلوڅ اقوام او ور سره هزاره قوم نن ډېر پۀ سخت حالاتو کښې ژوند کوي ـــ زمونږ ژبه، کلتور، تاريخ مسخ شوي دي. کله چې مونږ سره يو ځاے وو نو دومره زيات نۀ وو متاثره شوي. ولې نن مونږ ټول پۀ خپل خپل ځاے ټکول شوي يو. وخت راغلے دے چې مونږ د NAP )نېشنل عوامي پارټۍ( غوندي پلېټ فارم سره يو ځاے شو او د مخامخ قوت مخه ونيسو. کۀ داسې ونۀ شو نو فنا کېدو او ورکېدو کښې به ډېر وخت نۀ لګي.

عبدالخالق هزاره پۀ خپله وېنا کښې ږغ وکړو چې د پښتون، بلوڅ، هزاره اقوامو سره د اتفاق او اتحاد نه بغېر بله لاره نشته.

د اتم اګست د شهيدانو ورځ لمانځلو پۀ شان د عوامي نېشنل پارټۍ بلوچستان لۀ اړخه د بابړې د شهیدانو تلين هم پۀ ټولو ضلعو کښې ولمانځل شو. د پارټۍ صوبائي صدر اصغر خان اڅکزي پۀ چمن باچا خان مرکز، صوبائي جنرل سيکرټري نظام الدين کاکړ پۀ پښين، صوبائي وياند مابت کاکا پۀ کوټه کښې د بابړې شهيدانو ته د عقيدت سرۀ ګلونه وړاندې کړل. کوټه، قلعه عبدالله، پښين، قلعه سېف الله، ژوب، شېراني، موسٰي خېل، لورالائي، هرنائي، دکۍ، زيارت، سيوۍ، جعفراباد، لسبېله، ضلعي صدور، جنرل سيکرټريز او سينئیرو ملګرو د بابړې شهيدانو ته د عقيدت سرۀ ګلونه وړاندي کړل او دا عهد او پېمان ئې وکړل چې د پښتنو شهيدانو، غازيانو، اتلانو د قربانۍ او جدوجهد پۀ رڼا کښې به خپل تکل ژوندے او خپل مزل روان ساتو.

_____________________

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …