“سامراجيت او د وسايلو لوټ مار” — نبيل خان

د دې نه وړاندې چې مونږ د لبرلزم د معاشي نظام تحت د وسايلو لوټ مار باندې رڼا وغورځوو مونږ له لږ دا پېژندل پکار دي چې وسايل څه وي ؟ او د دې اهميت څه دے؟۔ پۀ هره ټولنه کښې چرته چې انسانان ژوند کوي قدرت هغوي ته پۀ مختلف شکلونو کښې بېلا بېل وسايل ورکړي وي او دا وسايل وي د دې دپاره چې د دغې خطې خلک دا پکار راولي او پۀ ارام او خوشحالۍ سره خپل ژوند کوي او که دغه وسايل د دوي نه واخستل شي نو دې خلکو سره پۀ دغه خطه پۀ ارام د ژوند کولو بل کوم بنيادي جواز نۀ پاتې کېږي۔ د دې وسايلو دپاره خو يو قانون دا دے چې پۀ يوه زمکه کښې موجود وسايل د هغې ځاے د لوسېدونکيو Royality وي اول خو پکار ده چې د يو ځاے خپل ځائي خلکو ته تعليم ورکړے شي او چې کله دوي د زمکې دپاسه او دننه د خپلو وسايلو د استعمال قدرت تر لاسه کړي نو رياست دې ترې خپل ټېکس اخلي که داسې نۀ وي او رياست دغه وسايل د استعمال لاندې راولي نو اول دې د هغه ځاے د خلکو سره Agreement وکړي بيا دې هم دغه علاقه کښې کارخانه ولګوي چې مقامي خلک پکښې پۀ روزګار شي او تر يوې مودې پس دې ترې رياست خپل ټکس اخلي او Royality دې ځائي خلکو ته ملاوېږې د دې نه راغلې دولت دې د هغه ځاے پۀ ترقۍ باندې ولګي خو دلته که مونږ وګورو دا مسله بېخي د بدل نوعيت ده رياست ټول قدرتي وسايل خپل جاګير ګڼي او د دې ځاے نه خام مال وړي پنجاب ته کارخانه ئې ورته هلته لګولې وي نو پۀ نتيجه کښې ئې د دې ځاے خپل خلک د وطن نه پۀ هجرت کولو مجبوره دي او نن مونږه ګورو چې د پښتنو يو لوے تعداد د خپل وطن نه بهر پۀ مختلفو ملکونو کښې ځانله رزق پېدا کوي او چې د چا لږ وس هم کېږي ځان سره خپل خاندان اړوي او هم هلته بهر مېشته کېږي ځکه خو ارسطو ليکلي وو چې

“A country will not give a life, a country will give you a good life”

او حقيقت دا دے چې دا رياست مونږ ته ښه ژوند څه چې صرف پۀ ژوند راکولو کښې هم ناکامه شوے دے۔د سرمايه دارۍ نه وړاندې پۀ جاګيرداري نظام کښې به Manorial System  واو د معيشت ټول انحصار به پۀ زراعت باندې ٶ، پۀ دې نظام کښې Manor يوه بنيادي معاشي اکائي وه چې پېداوار به ئې Decentralized ٶ او پېداوار به صرف د مقامي استعمال دپاره کېدو (د دې تفصيل د داس کيپيټل پۀ وړومبي جلد کښې موجود دے)۔  د سرمايه دارۍ د راتلو نه پس (کارل مارکس د سرمائې ارتقاء د ابتدائی سرمائې د انباشت سره يعني primitive accumulation سره تړلې وه چې پۀ دې ابتدائي مرحله کښې جاګيرداري ختمه شوه، زمکه محنت او پېداوار ئې نجي ملکيت ته بدل کړل او محنت کش ئې اجرتي غلامان کړل لکه د داس کيپيټل وړومبي جلد کښې مارکس ليکي ” سرمايه د خپل پېداوښت د لمحې نه پۀ وينو او ګند کښې اخښل شوې ده”) به پېداوار د منافع پۀ خاطر د منډۍ دپاره کېدو چې پۀ نتيجه کښې ئې Stable Communities يو ځاے کېدل شروع شو چې شريکه ژبه، جغرافيه، کلتور او معيشت به ئې لرل چې ورته د قام نامه ورکړې شوه او د جديد قام پرستۍ بنياد هم دغه وخت کېښودلے شو کله چې دې کميونټيز پرمختګ وکړو نو د جاګيردارۍ خلاف مزاحمت شروع شو او قامي رياست پۀ وجود کښې راغے چې پۀ شا ئې بنيادي وجه د پېداوار کمے ٶ يعنې د قامي رياست بنياد د جاګيردارۍ دننه د پېداوار د کمي د وجې رامينځ ته شو۔ ددې تر ټولو ښه مثال د فرانس د انقلاب دے۔ پۀ فرانس او انګلېڼډ کښې خو سرمايه داري د ښکته نه پۀ بره راغلې وه خو که مونږ جرمني ته وګورو نو هلته د برې نه پۀ ښکته سرمايه داري متعارف شوې وه ځکه چې هلته کښې د يو نه زيات قامونه اباد وو نو پۀ نتيجه کښې ئې Multinational States راپېدا شول چې د وخت سره سره د مختلفونو قامونو د خپل مينځي تضاد له وجې د Multinational States دننه مختلفو قامونو خپل سياسي اظهار شروع کړو۔  د سرمايه دارۍ بنيادي اصول غېر هموار ترقي يعني Uneven Development دے او څنګه چې د افرادو تر مينځ دا فرق زياتېږي د وخت تېرېدو سره سره د غريبو او مالدارو قامونو تر مينځ هم دا فرق زياتېږي ځکه چې د وخت سره سره سرمايه دارو پخپله خپل قامي حدونه مات کړل او د غريبو قامونو او ملکونو د خام مال Labor Power استحصال ئې شروع کړو چې پۀ نتيجه کښې ئې نوآبادياتي نظام رامينځ ته شو۔ کله چې د دې استحصال پۀ ضد مظلومو قامونو خپل سياسي اظهار شروع کړو نو د دې دپاره سرمايه دارو د قامي جبر (National Opression ) پاليسي جوړه کړه چې دا کمزوري قامونه څومره دباٶ کړے شي هغومره دوي قابو ساتلے کېدشي او که ٶګورو نو پۀ پښتنو او بلوچيانو باندې د رياست له خوا د اوله ورځې نه دا پاليسي پکارول کېږي چې تر څو د دوي ټول وسايل زيات نه زيات لوټ کړي۔که مونږ هندوستان ته د تاريخ پۀ اوږدو کښې وګورو نو پوه به شو چې د برطانيې د حکومت د جوړېدو پۀ وخت کښې دلته کښې هم سرمايه دارۍ د برې نه پۀ ښکته باندې ترقي کړې وه يعني سرمايه داري ورته پۀ پېراشوټ باندې راکوزه کړې شوې وه نو د وخت سره سره پۀ منډۍ، زمجو او معاشي وسايلو د قبضې دپاره د مختلفو قامونو تر مينځ تاٶ تريخوالے رامينځ ته شو اوس دلته کښې درې نکته نظر زمونږ مخې ته راځي يعني سوشلسټ، سرمايه دارانه او قام پرست نکته نظر۔

1ـ سوشلسټو وئيل چې د دې جنګ بنيادي وجه سرمايه داري ده لهذا د سرمايه دارۍ خاتمه پکار ده کنه دا جنګ پۀ بل صورت کښې نۀ شي ختمېدے ۔

2ـ سرمايه دارو نه غوښتل چې دا جنګ دې ختم شي ځکه چې پۀ دې کښې د هغوي ګټه وه

3ـ قام پرست پۀ خپله اخري تجزيه کښې فاشسټ واقع شي او د سرمايه دارو اله کار جوړ شي لکه Anthony D۔ smith چې ليکي

“In the convulsion that followed, first in Europ,, then across the world, the rampant red line of nationalism blendid with the darker forces of fascism, racism and anri-semitism to produce the horrors of Holocaust and Heroshima۔”

دغه شان قامي تحريک د قامي بورژوازي شکل اختيار کړي او دوي د سرمايه دارۍ د بقاء دپاره دا اولټه دليل وړاندې کوي چې تر څو پورې قامي جبر نۀ وي ختم شوے نو د سرمايه دارۍ خلاف د ټولو قامونو مزدوران نۀ شي يو کېدے خو دوي ته دومره هم پته نشته چې قامي جبر پخپله cause نه دے effect دے ددې پۀ شا بنيادي cause سرمايه داري ده ځکه د قامونو د جبر پاليسي د سرمايې د خېټې نه راپېدا شوې او چې تر څو سرمايه داري وي قامي جبر نۀ شي ختمېدے۔

يو وخت داسې راغلو چې د مختلفو قامونو تر مينځ تضاداتو داسې شدت اختيار کړو چې لوے لوے جنګونه پکښې وشول نو د دې د مخ نيوي دپاره League of Nation قايم کړے شو، د دې مطابق که د يوې ژبې ويونکي خلک که پۀ يو رياست کښې اوسېږي نو بيا به داسې لوے لوے تضادات نۀ راپېدا کېږي۔ دلته کښې پۀ هندوستان کښې هم دې تضاداتو د سطحې نه بره خپل اظهار شروع کړې ٶ نو هم دا د League of Nation تصور کانګرس او مسلم ليګ خپل کړو او هندوستان ئې تقسيم کړو۔

د درېمې نړۍ بورژوازي د تل دپاره د سامراجي رياستونو ملګري وي او د نيو لبرلزم تحت مونږ وينو چې د ذرايع پېداوار بې حده ترقۍ چې  پۀ پېداوار کښې کومه بې درېغه اضافه کړې هم د هغې پۀ زور ئې welfare states جوړ کړل چې طبقاتي او قامي مزاحمت پکښې تت پاتې شو۔ د نيولبرلزم د معاشي پاليسو پېل پۀ د 1970 پۀ لسيزو کښې شوے و چې د بدترينې ناکامۍ سره مخ شوې او هم د دې ناکامۍ قامي تعصبات او مزاحمت يو وارې بيا د سطحې نه بره راويستل۔ يو اړخ ته پخپله د سامراجي ملکونو تر مينځ لوے لوے تضادات موجود دي نو بل خوا د يورپين يونين ماتېدل هم خلکو ته ياد دي او نن سبا خلک دا د خپل ځان دپاره مرګ ګني ځکه مونږ وينو چې ډېر ملکونه غېر ملکي محنت کشه واپس د ملکونو نه وباسي۔

د نيولبرلزم تحت جوړ شوي رياستونو کښې د Austiriy د معاشي پاليسۍ د وجې نه واړه قامونه ډېر متاثره کېږي چې د خپلې بقاء اظهار کوي خو دا قامي حساسيت د کلاسيکي قام پرستۍ نه پۀ مقداري او معياري دواړو حوالو باندې بدل دے ځکه چې اوسنې دور د قامي رياستونو د تشکيل نه بلکه د دې د ماتېدو او زوال دور دے ځکه چې قامي رياستونه د پېداوار د کمي د وجې رامينځ ته شوې وي چې د جاګيردارۍ د وجې د پېداوار منډۍ ته د ترسيل پۀ لاره کښې کوم خنډونه وو چې هغه هم ختم شي خو دلته خو د وړاندې نه د زيات پېداوار بحران موجود دے، کارخانې بندېږي نو ځکه پۀ اوسني حالاتو کښې د محکومو قامونو ازادي د قامي حدودو دننه نۀ شي تر لاسه کېدے۔

پۀ درېمه نړۍ کښې مونږ ته دوه قسمه قام پرستان پۀ نظر راځي، څه قامونه داسې وي چې د سامراج ملګرتيا کوي او پۀ دې سره پۀ خپله خطه کښې هم څه سامراجي عزايم برقرار ساتي چې محکومه قامونه لوټ کوي، د دوي نه علاوه څه قامونه داسې دي چې د خپلې قامي منډۍ خواهش خو لري خو د نيولبرلزم د پاليسو د وجې خپل دا خواهشات نه شي پوره کوې نو کمپراډور بورژوازي (Who promote his interest at the expense of local industry ansd economy because they are align with foriegn investors ) ترې جوړ شوې دي۔۔

اوس د دې ټولو خبرو پۀ رڼا کښې که مونږ پاکستان ته وګورو نو پاکستان يو Multinational State دے چې د مظلومو قامونو پۀ جبر او د امريکې د خوشحالولو دپاره جوړ کړې شوې دے۔ چونکه دلته کښې هم سرمايه داري پۀ پېراشوټ باندې راکوزه کړې شوې ده نو ځکه دلته خو نه جديد انفراسټرکچر شته دے او نه زړې پېداواري رشتې پۀ فطري طور بدلې شوي دي چې خلکو ته ئې د مختلفو توهماتو نه نجات ورکړې وې هم دا وجه ده چې دلته سرمايه دارۍ د خپلو خاميو بهرپور اظهار کړے دے خو د ځان سره ئې خپلې خوبيانې نۀ دي راوړي نو د دې ځاے سرمايه دارۍ تر ټولو بدترين شکل اختيار کړے دے۔که مونږ ټول تاريخ ولټوو نو دا يوه خبره د لمر پۀ شان څرګنده ده چې قامي سياست بې له حق خوداراديت نه ممکن نۀ دے او دا بايد واضحه وي چې حق عليحدګي پۀ حق خوداراديت کښې شامل وي ځکه چې د دې نه بغېر د قامي جبر مسله نۀ شي حل کېدے خو که مونږ وګورو نو اکثر قامي ګوندونه د دې دواړو تر اول خو واضحه کرښه راکاږي کنه د سره د حق خوداراديت ذکر قدرې هم څوک نۀ کوي او د دوي هم دا عمل د دوي نه بورژوا قام پرست جوړوي۔ دداسې قام پرستو باره کښې لېنن ډېر پخوا پۀ خپل مضمون “قومي سوال کښې لبرل بورژوازي او موقع پرست سوشلسټ” کښې ليکلي وو چې “د لبرلز د طرف نه د سياسي حق خوداراديت د اصول مخالفت صرف او صرف يو طبقاتي مقصد دے، قامي لبرلزم يعني د روسي د بورژوازي د رياستي مراعاتو دفاع” او دا خبره نن هم زمونږ پۀ تناظر کښې سل پۀ سله سمه ده ځکه چې د سرمايه دارۍ دننه قامي ازادي حاصلول د لېوني خوب دے نن هم تاسو د پاکستان، بنګله دېش او بهارت د مظلوم عوام حالت ته وګورئ او د بهګت سنګهـ هغه تاريخي لفظونه ياد کړٸ چې

” گوروں کے جانے  سے بھورے حکمران آجانے کا مطلب آزادی ہر گز نہیں ہوگا”

ځکه مونږ وايو چې د اقتصادي ازادۍ د حاصلولو نه بغېر سياسي ازادي هيڅ معنا نۀ لري۔ اکثر لبرلز دا اعتراض کوي چې تاسو هره مسئله پۀ طبقاتي انداز کښې د حل کولو کوشش کوئ چې يو مجرد طريقه کار دے ايا قامي جبر کنکريټ حقيقت نۀ دے؟ نو مونږ وايو چې بالکل قامي جبر کنکريټ حقيقت دے خو بنياد ئې طبقاتي جبر دے او بنيادي کنکريټ نۀ منل پۀ اصل مجرد طريقه کار دے ۔۔ تر دې ځايه مونږ ته دا خبرې واضحه شوې چې د سرمايه دارۍ او قامي رياست معروضي او تارپخي ضرورت څه و، ددې د زوال اسباب، چې پۀ نتيجه کښې ئې سامراجيت رامخې ته شو چې د مظلوم قامونو او کمزوري رياستونو پۀ وسايلو لوټلو باندې خپله بقاء تر لاسه کوي د نيولبرلزم ناکامۍ او د کامپراډور بورژوازي نوعيت چې د خپلو مفاداتو د تحفظ دپاره څنګه د سامراج سره ولاړ وي مو وپېژندل۔کارل مارکس وئيل چې سرمايه داري يو توسيع پسند نظام دے چې د نفعې د حصول دپاره د منډيانو، ارزان لېبر او خام مال تلاش کوي، کله چې دا نظام پۀ خپل قامي حدونو کښې روکاوټ محسوس کړي نو دا سامراجي شکل اختيار کړي لېنن ددې حقيقت دپاره په1921 کښې وئيل چې[“سامراج د سرماپۀ دارۍ اعلى ترين منزل دے”] ۔ د سامراجي سرمايه دارۍ د توسيع بنيادي ذريعې مالياتي ادارې دي لکه IMF او World Bank۔ دا دواړه هغه ادارې دي چې د دوېم نړيوال جنګ نه پس سامراجي ملکونو د دې دپاره قاٸمې کړې چې د نوآباديات نه ازاد شوي ملکونه د قرضو پۀ مرسته پۀ معاشي توګه غلامان وساتي د دې ادارو پۀ مرسته امريکه او د يورپ مالياتي اشرافيه د درېمې نړۍ ملکونو کښې نجکاري کوي، سبسډي ختموي، پۀ محنت کشه طبقه ټېکسونه لګوي او ځائي منډۍ د نړيوالې سرمائې دپاره کولاوهي۔ ددې ټولو پاليسو مقصد د محنت کشه طبقې پۀ قېمت نړيوال سرمايه دارو ته ګته رسول دي۔ لکه څنګه چې کارل مارکس د داس کيپيټل پۀ وړومبي جلد کښې ليکي: ]”قرض پۀ قامي سطح هم يو داسې طريقه ده چې د دې پۀ مرسته حکمرانه طبقه د اولس د محنت استحصال کوي”[ ۔ د IMF شرطونه پۀ اصل کښې يو سامراجي ډکټېشن وي چې پکښې ځائي حکومتونه خپله مالياتي خودمختاري وبائيلي ، د تزقۍ پۀ کارونو بجټ کم لګي، فوجي اخرارجات او د قرضو ادائيګي زياته شي, داسې حالت ته لېنن ” نيم نوآبادياتي حالت” وائي چې يو ملک ازاد خو وي خو د سامراجي سرمائې غلام وي۔

پاکستاني رياست پۀ يو غېر مساوي وفاق باندې قايم دے چرته چې د طاقت مرکز پنجاب دے۔ رياستي طاقت (فوج، بيوروکرېسي، معيشت) کښې د پنجاب غلبې د يو داخلي سامراج بدترين شکل اختيار کړے دے چې پۀ مارکسي اصطلاح کښې ورته “نيم سامراجي قامي غلبه” وئيل کېږي۔ لېنن پۀ 1914 کښې پۀ قامي سوال باندې پۀ تقرير کښې وئيل چې :[“هغه قام چې نور قامونه محکوم ساتي پخپله کله هم نه شي آزادېدے”] ۔ پنجابي اشرافيه، ملټري اسټېبلشمنټ او سرمايه داره طبقه د بلوچستان، سندهـ او خېبر پښتونخوا د مظلومو خطو وسايل پۀ خپله قبضه کښې ساتي او دا عمل عين د سامراجي اصولو مطابق دے فرق صرف دا دے چې سامراج اوس پۀ قامي سطح موجود دے ۔

پۀ پاکستان دا وخت 75۔3 ټريلين روپۍ قرضه ده چې د رياست سره د دې د ادا کولو هيڅ څه حل نشته دے نو ددې د حل دپاره ئې د سامراجي پاليسۍ تحت يو نوې داخلي ماډل د SIFC پۀ نوم جوړ کړو چې مطلب ئې دے اوس د قرضې ورکولو ضرورت نشته دے بلکه رياست به پخپله خپل ملکي وسايل د نړيوال سرمايه دارو پۀ لاسو کښې ورکړي ، دا يو نيم فوجي او نيم بيوروکرېټېک اداره ده چې د سويلين پۀ ځاے پکښې فوجى ادارو ته د فيصله سازۍ اختيار حاصل دے۔ ددې ادارې څو بنيادي مقاصد دي لکه ملکي وسايل (معدنيات، زمکه، زراعت، هائيډروپاٶر وغېره) پۀ کرايه ورکول، د فوجى کمپنيانو قانوني تحفظ او د اولسي مزاحمت او عدالتي چېلنجز نه ماورا فېصلې کول۔ د خېبر پختونخوا وسايل د SIFC تحت د فوجى تحفظ لاندې بېروني سرمايه دارو ته حواله کېږي او مقامي عوام نۀ پۀ مشاورت کښې شاملوي او نۀ پۀ منافع کښې، دلته کښې د بوژوا رياست اصل نوعيت زمونږ مخې ته راځي د کوم پۀ حواله چې مارکس پۀ 1871 کښې پۀ خپل کتاب “Covil War in Ftance” کښې ليکلي وو ۔ ]”رياست د حکمزانې طبقې يو اله کار وي، چې دې ته د محکومې طبقې د دباوهلو دپاره پکار وي”]

يعني هغه قرضې چې نه خو عوام اخستې دي او نه پۀ عوامو خرچ شوي دي اوس د هغې د ادا کولو دپاره د عوامو پۀ زمکه کښې موجود وسايل سرمايه دارو ته حواله کوي د دې نه د ازادۍ صرف او صرف يوه لاره ده او هغه د سرمايه دارۍ خاتمه ده چې داسې قسم بيمارۍ زېږوي لکه لېنن چې وئيل [“د قامي ازادۍ سوال د طبقاتي ازادۍ سره پېوست دے، هيڅ يو قوم هم تر هغې نۀ شي ازادېدے تر څو ئې چې سرمايه دار محنت لوټي”] (لینن، The Right of Nations to Self-Determination, 1914) ۔د خېبر پښتونخوا عوام اوس پۀ دوهرى استحصال کښې راګېر دي يو خوا د سامراجي سرمايه دارۍ جال دے نو بل خوا د قامي جبر پنجې دي او د دې دواړو نه د ازادۍ يو صورت پۀ نظر راځي او هغه طبقاتي اتحاد او د وسايلو اجتماعي ملکيت دے ځکه قامي آزادي هله ممکنه ده کله چې پرولتاريه د سرمايه دارۍ جرړې وباسي او د پېداوار ذرايعه اجتماعي ملکيت جوړ کړي ۔

دا هم ولولئ

د هجري کلېنډر د مياشتو پۀ نومونو کښې پټ رازونه – فضل مومند

‘هجره’ یوه عربي کلمه ده او د دې معنی دا ده چې ‘لۀ یو شخص …