د تېرو شلو کالو نه پۀ خېبر پښتونخوا کښې کاروباري خلقو ته ډېرې زياتې ستونزې دي چې د هغې پۀ وجه لوے لوے کاروباري خلق پۀ ګڼ تعداد کښې د دې صوبې نه نورو صوبو ته لاړل او څه پۀ کښې بهر ملکونو ته هم لاړل او پۀ خصوصي توګه زيات پنجاب ته لاړل او څه حصه سندهـ ته لاړ او هلته ئې خپل کاروبار له دوام ورکړو۔ د دې رجحان پۀ شا ډېر عوامل دي خو اهمه مسئله او وجه ئې سيکورټي مسئلې دي۔
پۀ خېبر پښتونخوا کښې مسلسل د سيکورټي مسئله ده او ورسره ټارګټ کيلنګ، اغوا کېدل او بهته خوري شامل دي او هم د دې پۀ وجه يو غېر يقيني صورتِحال او خطرناک ماحول جوړ شوے دے او هم دې صورتِحال زيات کاروباري خلق مجبور کړل چې هغوي خپل کاروبارونه محفوظ او مستحکم علاقو يعنې پنجاب يا سندھ ته منتقل کړي۔ پۀ پښتونخوا کښې د ډېرې مودې نه معاشي مشکلات دي او هم د دې وجې نه ډېره زياته بې روزګاري جوړه شوې ده، چونکې څه صنعتي انفراسټرکچر نۀ شته دے او نۀ ورله څه پۀ مستقبل کښې منصوبه جوړونکې ښکاري۔ نو هم پۀ دې وجه ډېر کاروباريان د دې صوبې نه هغه طرف ته مخه کوي چرته چې صنعتي سهولتونه زيات وي او د معاشي حالاتو د ښۀ کېدو امکانات زيات وي۔
د پښتونخوا د ابادۍ تناسب د پاکستان د آبادۍ د تناسب مطابق 13 فيصده دے خو د مزدورانو پۀ قامي سطح باندې هجرت کېدل ئې 65- 24 فيصده دي چې دا ډېر لوے تناسب دے او دا رجحان د دې خبرې ښودنه کوي چې پۀ صوبه کښې د معاشي موقعو کمي ده او خلق د ښۀ روزګار د پاره د نورو علاقو مخه کوي ۔۔پۀ خېبر پښتونخوا کښې چې کوم اقليتي کاروباريان وو هغوي هم د سيکورټي د مسئلو پۀ وجه د دې صوبې نه لاړ چې پۀ هغې کښې سکهان او هندوان ډېرې کورنۍ شاملې وې۔ د مثال پۀ توګه پۀ پېښور کښې د محله جوګن شاه نه پۀ ګڼ تعداد سره سکهانو کورونه د ټارګټ کِلنګ له وجې دا علاقه پرېښوده او پۀ پنجاب کښې ئې استوګنه اختيار کړه او هلته ئې خپل کاروبارونه بحال کړل۔ د خېبر پښتونخوا د کاروباري سرګرمو د ټولو نه لوے مارکيټ کارخانو بازار هم پۀ زوال شۀ، د پېښور کارخانو مارکېټ پۀ يو وخت کښې ډېر معروف کاروباري مرکز وۀ خو اوس د زوال ښکار دے د سرحدي پابنديو او د ګاهکانو د کمي د وجې او ورسره د سيکورټي خدشاتو پۀ وجه زياتو دکاندارانو خپل کاروبارونه ختم کړل او پنجاب ته ئې کډه اوکړله۔ د پېښور لوے پرېس مارکېټ نه هم زيات کاروباري خلق پنجاب ته تللي دي د “سني پرېس” پۀ نامه يو لوے کاروباري کمپني وه چې دلته ئې کاروبار ختم کړو او لاهور ته لاړل او هلته ئې خپل پرنټنګ پرېس بحال کړو۔ د شبتاز پروسېس پۀ نامه د فلم نېګيټو پروسېس اداره وه چې هغوي د دې ځاے د حالاتو د وجې لاهور ته خپل کاروبار منتقل کړو۔ “خالد پرنټنګ پرېس” هم د پېښور نه لاهور ته منتقل شوے دے۔ د دې نه علاوه پۀ “الرحمان پرېس”، “منيب پرېس” او نور ګڼ د پرېس کاروباري خلق د دې صوبې د بدحالۍ پۀ وجه لاهور ته منتقل شوي دي۔ د پېښور د صدر بازار نه پۀ درځنونو کاروباري خلق پنجاب ته منتقل شوي دي چې پۀ کښې د “کاريګر” پۀ نامه يوه لويه کمپني وه چې د بهته خورۍ له وجې ئې خپل کاروبار اسلام اباد ته منتقل کړو۔ دغه شان “سعيد بُک بېنک” هم د حاليه بم د هماکو او سيکورټي خدشاتو له وجې خپل د کتابونو کاروبار اسلام اباد ته منتقل کړو او هلته ښۀ خوشحاله دي۔ دغه شان د کپړې لوے لوے کاروباري خلق هم د پېښور او خېبر پښتونخوا نه پنجاب ته منتقل شوي دي چې پۀ کښې د “بابوجي فېبرکس” پۀ نامه يوه لويه کمپني د پېښور فردوس بازار نه لاهور ته منتقل شوې ده۔ د “الله نواز فېبرکس” پۀ نامه هم يوه د زنانو او نارينو جامو والا کمپني د پېښور نه لاهور ته منتقل شوې ده، د مصاله جاتو او د پاپړ، چېپس د کمپنو مالک ساجد خان هم د پېښور نه بحريه ټاون ته کډه کړې او ټول کاروبار ئې هلته منتقل کړے دے د دې کاروبار پۀ رېنګ روډ پېښور کښې وۀ۔ د چائيو لوے کاروباري خاندان نواز کامران هم خپل کاروبار د پېښور نه پنډۍ ته منتقل کړے دے۔ د دوي کاروبار پېښور کښې پۀ شفيع مارکېټ کښې وۀ، د اوکرزۍ ګرين ټاور پېښور نه د کپړې جامو لوے کاروباري اعجاز چې ګل بهار کښې اوسېدۀ د بهته خورۍ له وجې لاهور ته لاړو۔ د پېښور ډينز ټرېډ سنټر نه د کئيرنګ کاروباري خاندان چې د چائنه نه ئې ډېر پۀ لويه سطح کاروبار وۀ پۀ شامي روډ اوسېدل اوس ئې ټول کاروبار لاهور ته منتقل کړے دے۔ د ذرائع مطابق د خېبر پښتونخوا چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټري د 2014ء د رپورټ مطابق کم از کم 150 کاروباري خلقو او صنعت کارو خپلې فېکټريانې نورو صوبو ته منتقل کړي دي يا نورو ملکونو ته تللي دي۔ د حيات آباد انډسټريل زون چې پۀ کښې تقريباً 440 صنعتي يونټس موجود وو د دهشت ګردو له اړخه څو ځل اوويشتل شول نو هغوي هم خپل کاروبارونه د دې صوبې نه پنجاب ته منتقل کړل۔ د يو ذرائع مطابق د 2007ء نه تر اوسه پورې 450 نه زيات کاروباري خلقو پېښور پريښے دے او د دوي د تګ وجه دهشت ګردي، بهته خوري او سيکورټي مسئلې وې۔ د بلې يوې ذرائع مطابق پۀ کال 2023ء کښې د اقتصادي رپورټ مطابق د خېبر پښتونخوا نه د 150 نه تر 210 پورې کاروباري خلق بهرنيو ملکونو ته هجرت کړے او دا انخلا د معاشي بحران، د صنعتونو بندېز او د سياسي عدم استحکام پۀ وجه شوې ده۔د پېښور شينواري مارکېټ چې پۀ يو وخت کښې به د غېر ملکي سېل ګرو يو لوے مرکز وۀ اوس ويجاړ پروت دے او د 300 نه هم کم دکانونه به پاتې وي باقي ټول نورو صوبو ته لاړل۔اګر چې د پېښور نه د کاروباري خلقو د انخلا پوره او مکمل اعداد او شمار به نۀ وي معلوم خو بيا هم د موجوده شواهدو نه د دې خبرې تصديق کېدے شي چې د بدامنۍ، معاشي مشکلاتو او د حکومت د توجه نۀ ورکولو پۀ وجه پۀ درځنونو صنعت کار، کاروباري خلق د پېښور نه کډه پۀ سر شول۔دا ټول صورتِحال قابو کښې راوستلو د پاره حکومت له پکار دي چې د سيکورټي مکمل انتظام اوکړي، سرمايه کارانو او کاروباريانو له اسانتياوې پېدا کړي، د صنعتونو د بحالۍ د پاره حکومت خپل کردار ادا کړي او خصوصي اقدمات ورله وکړي۔