غربت د مسئلو مور__ عرفان الله طغياني

حېثيت مسلمان خو غريب هر هغه چاته وئيلے کېږي څوک چې د ايمان د نعمت نه محرومه وي خو د دنيا او د عام انسانانو پۀ نظر کې غريب هغه څوک دي چې روزانه امدن ئې د دوو ډالرو نه کم وي او يا د ژوند تيرولو د بنيادي ضرورتونو لکه خوراک، څښاک ، جامه پېزار، علاج، تعليم او د سر سيورے يا ددغي بنيادي څيزونو پېسې نۀ لري- دا نۀ يوازې د پاکستان بلکې د ټولې دنيا لپاره يوه مهمه او حساسه مسله ده ځکه خو ورته د مسئلو مور وئيلے کيږي چې له وجې نورې ټولنيزې ستونزې لکه غلا، رشوت، فساد، زنا، بې انصافي، قتل، خودکشي، بېروزګاري، سوال، ناخواندګي، ذهني بيماري، سمګلنګ او داسې نوري مسلې پۀ وجود کې راځي-د خلکو معاشرتي  بې ايماني او غېر مناسب رويې هم دې حد ته رسيدلې دي چي هر څوک دغه کوشش کوي چې د بل د جېب نه پېسې پۀ څۀ نه څۀ طريقه وباسي- پراډ، دوه نمبري، انډرپلۍ او بيا سم د روژې اخترونو سره زمونږ دوکانداران او کاروباري شخصيتونه چې د مسلمانۍ کوم پټکي ووهي نو شېطانان تري مخ پټ کړي- چې له وجې  بيا ډېر خلک صرف پۀ دوه وخته ډوډۍ ګوزاره کوي-

پۀ بنيادي توګه د غربت مختلف قسمونه دي لکه ابسلوټ غربت دا هغه قسم دے چې څوک پکښې روټۍ ،کپړې وغېره نشي اخستلې، بل قسم چې ورته ريليټيو غربت وئيلے کېږي کوم چې د يو خاندان د امدن  يعنې د پېسو لېن دېن سره تړلے وي او درېم قسم هغه غربت دے کوم چې د نسلونو نه راروان وي چې مونږ ورته ساده پښتو کښي پلار پۀ نيکۀ غريب وايو خو ددي ټولو ټارګټ چې څوک دي  هغه دي “غريب “_

د SPDC د رپورټ مطابق، هر درېم پاکستانے پۀ “غريب” طبقه کې شامل دے يعنې د ټولټال 180 ملينه ابادۍ څخه شاوخوا 58۔7 ملينه د غربت کرښې لاندې ژوند کوي- چې د بلوچستان 88 فيصد، د خېبر پختونخوا 51 فيصد، د سندهـ 21 فيصد او د پنجاب 25 فيصده خلک د غربت او محروميت ښکار دي- هم دغه شان د ورلډ بېنک د رپورټ مطابق پۀ دنيا کې مالي بحران له وجې د غربت نسبت پۀ ځانګړې توګه د امريکا او يورپي اتحاديې ملکونو پۀ ټوله دنيا کښې پۀ ميليونونو خلک د غربت سره مخامخ کړي دي- تقريبا 107 ترقي پزير ملکونه د 40 فيصده غربت سره مخ دي چې  پکښې پاکستان د هغه 43 ملکونو پۀ قطار کښې دے چې تر ټولو زيات غربت لري-

د اېشين ډولپمنټ بېنک مطابق د پاکستان د ملک سياسي حالات، د کر کروندې د زمکې ختمېدل، پۀ مختلف دوکانونو او مارکيټونو پۀ سامانونو د خپلې مرضۍ قيمتونه، د وسايلو غلط تقسيم، د قدرتي وسايلو نه فائده نه اخستل ،د مذهب نه لرې والے ،د پاکستان سياسي حالات ،د خوراک ضائع کېدل ،هر څۀ  پۀ قسمت پرېښودل, د يوټيلټي فيسونو د زياتوالي او د زياتو بچو پېدا کولو  له وجې غربت پۀ خپرېدو دے- پۀ دې هر څۀ حکومت  ښۀ خبر دے،  خو  بدقسمتۍ نه د حکومت د غربت خلاف پاليسي د هغې خلکو پۀ مشورو او فېصلو کېږي کوم چې د عام خلکو د ستونزو نه هډو خبر نۀ دي – نۀ خو دغه خلک سمه پاليسي جوړولې شي او نۀ ورله د هغې د عملي شکل ورکولو څۀ چل ورځي- د يوې پاليسۍ له ناکامۍ وروسته حکومت د خپلې ناکامۍ پۀ اړه هيڅ فکر نۀ کوي اوبيا چې بغېر څۀ د مطالعې او تحقيق د بلې پاليسۍ اعلان کوي نو  خود به د درنو ټيکسونو، بېروزګارۍ، سيلاب ، زلزلو او جنګ  ځپلي خلک د غربت د کرښې لاندې ژوند کولو ته ښۀ ورديکه کړے کېږي-

د 1947 راهيسې د پاکستان آبادي درې چنده زياته شوې- د ابادۍ پۀ زياتوالي خو ټوله دنيا غمژنه ده خو صرف د خبرو ترحده محدودې خبرې کېږي دا ځان له يوه لويه مسئله ده ۔ پۀ دې به هم خپل ليک درسره ډېر زر شريک کړم خو ددې له وجې نه خو چاته صحت، تعليم ،خوراک بلکې د ژوند يو ضروري څيز هم نۀ رسېږي- هسې خو هم غريب سړي بلها ستونزې لري چې پکې صحت هم ده د پېسو د نشتوالي له وجې د متوازن خوراک نۀ ميلاوېدل، د ټيسټونو او ليبارټريانو او متلعقه ډاکټر ته د نۀ رسېدلو له وجې د لارو کوڅو حکيمانو او ډاکټرانو له وجې ئې صحت ته نور زيان هم ورسېږي –  خلک نۀ شي کولے چې خپلو ماشومانو ته باکيفيته تعليم ورکړي او د دې سره سره د بلها ماشومانو او ځوانانو پۀ صلاحيتونو او ځوانو غربت خاوري واړوي –

يو خواه کۀ دغه مسئلې دي نو بل خواه زمونږ پۀ  معاشره کې ټولنيزې بريدونه (رشتې، خاندانونه، ادارې) ورځ پۀ ورځ کمزورې کېږي- د مادي څيزونو  لکه پيسه، کور، ګاډے، جايداد د سيالۍ له وجې هيڅ څوک د بل د ستونزو د پوهېدو کوشش نۀ کوي- هرڅوک پۀ تدريجي ډول له انسان څخه بايومين ته بدلېږي چې يوازې د خپلو ضرورياتو پۀ اړه پوهېږي ۔ بل هيڅوک ورته پۀ نظر نه راځي- خلک د يو بل سره مرستې ته بالکل تيار نۀ دي-د ملک دننه خراب حالاتو پۀ وجه خو اول څوک پاکستان کښې سرمايه کارۍ د پاره تيار نۀ دي خو که بيا هم څوک غېرملکي سرمايه کاران که  زمونږ پۀ ملک کښې پۀ ميلينونو سرمايه کاري وکړې او ورسره سټاک مارکيټ انډکس کې زياتوالې راهم شي نو دغه خلک خپلې پېسې سره د ګټي واپس وباسي او مارکيټ اچانک واپس ډاون کړي او غريب خلک يو ځل بيا غربت سره مخا مخ کړي- خو وس سوال دا پېدا کېږي چې د دې هر څۀ ذمه وار څوک دي؟

زما پۀ خيال خو د دې هر څۀ ذمه وار غريب پۀ خپله دي هيڅ څوک هم غريب نۀ  پېدا کېږي او نۀ خو ژوند پۀ دهوسۍ تېرېږي بلکې د انسان خپلې ناراستۍ،  پۀ  معاشره کښې پۀ يوه پُوله او بله پوله ګرځېدل، پۀ لارو کوڅو او پردو دوکانونو کي فضول ناستې پاستې، د مور او پلار لاپرواهي، د خپل وړوکي روزګار پۀ ځاے ټوله ورځ پردۍ دياړي ته ترجيح ورکول، د معاشرې بندېزونه ، تعليم يافته ځوانانو ته پۀ کار روزګار ځان شرمېدل، د ملک نه د بهر تللو سوچ اود  زمکې د غېر مساوي تقسيم له وجې نن غريب د غربت لاندې ژوند تېروي او غربت پري د پاسه –

دا خو هر چاته معلومه ده چې غربت څومره لويه مسئله ده او څوک ئې څومره در پۀ در کړي دي خو پۀ دې خبره غور پکار دے چې د غربت نه د وتلو لپاره کومې لاري خپلول پکار دي چې هغې سره مونږ کولې شو چې د غربت لاري ونيسو نو زما پۀ خيال پۀ هغې کښې اول تعليم( ووکيشنل تعليم يا هنري تعليم)- حکومت له طرفه د روزګار موقعې ورکول -د پيسو بچت کولو کلچر (بي سي ) عام کول- د سوالګرو، جېليانو لپاره مهارتي تعليم او موقعي ورکول-  پۀ کورونو کې د زنانو  مرسته لکه ( ټيلري، هينډې کراپټس، د چرګانو واړه فارمونه، غلبيلونه، چجونه )او داسې نور- کروندګرو ته ټريننګ د نوي ټيکنالوجۍ، سپرۍ ګانو او تخمونو پۀ حواله معلومات ورکول-د حکومت له طرفه ځوانانو ته وړې قرضې پۀ اسانو شرطونو ورکول-د وسايلو  پوره پوره تقسيم او استعمال کول-

دا هم ولولئ

کاروباريان ولې د خېبر پښتونخوا نه کډه کوونکي دي__ اياز الله ترکزے

د تېرو شلو کالو نه پۀ خېبر پښتونخوا کښې کاروباري خلقو ته ډېرې زياتې ستونزې …