چلغوزه چې انګرېزۍ کښې ورته (Pine nuts) وئيلے شي، پۀ قدرتي توګه پۀ خاصو سيمو کښې د خاصې اب و هوا او جغرافيې له کبله پېدا کېږي ۔ چې مېوه يې د طبي ګټو د پاره او لرګے يې د فرنيچر د پاره استعمالېږي ۔ پۀ طبي توګه د زړۀ ناروغۍ، د وزن کنټرول ساتل، د شوګر کنټرول ساتل، د څرمنې او ويښتانو د رنځونو، د هډوکو او جنسي قوت زياتولو د پاره استعمالېږي ۔ پۀ نړۍ کښې پاکستان څلورم غټ او افغانستان پنځم غټ هېواد دے چې چلغوزه پېدا کوي او نورو ملکونو ته يې لېږي ۔ پاکستان هر کال 20 زره ميټرک ټنه چلغوزه بهر هېوادونو ته ليږي چې پۀ دې کښې 85 تا 90 فيصده د وزيرستان څخه توليدېږي او پاتې نور پۀ ګلګت، خېبر، اورکزۍ او بلوچستان کښې پېدا کېږي ۔ د پاکستان چلغوزه چين، عرب ملکونه، جرمني او کنېډا ته ليږل کېږي ۔
د دنګ شوال چلغوزه:
وزيرستان چې پۀ انتظامي توګه د 1930 عيسوي نه پس پۀ دوه برخو شمالي او جنوبي وزيرستان کښې ويشل شوے وۀ، پۀ کال 2024 عيسوي کښې جنوبي وزيرستان پۀ دوه نورو برخو( بر او کوز وزيرستان) کښې ووېشل شو، دا رقم د وزيرستان درې انتظامي يونټې جوړې شوې ۔ د چلغوزې غټه سيمه د شمالي وزيرستان شوال سيمه ده چې اوس يې يو تحصيل پۀ کوز وزيرستان کښې هم شامل شوے دے، څۀ حصه يې د ازغن تار اخوا د خوست سره پاتې شوې ده ۔ دا رقم د شوال اصلي د چلغوزې د پيدوار شمېره معلومول ګران دي ۔ دې نه علاوه د جنوبي وزيرستان د واڼۀ نه تر انګور اډې پورې ټوله سيمه د چلغوزو پۀ ځنګلونو شامله ده ۔ د واڼۀ نه تر انګور اډې پورې 55 کلوميټره لار ده او ګهنټه سفر دے اوس دا معلومول چې پۀ څو مربع کلوميټر واټن دا ځنګلات شامل دي؟ لږ ګران غوندې دي خو علاقه ډېره زياته ده کم نه کم پۀ زر مربع کلوميټره پراتۀ دي ۔ که چېرې دا انتظامي او سياسي کرښې نۀ وے نو شوال به د نړۍ تر ټولو غټه د چلغوزو ياده سيمه وے ۔ د پاکستان يو فوځي افسر وايي چې د شمالي وزيرستان د شوال 700 مربع کلوميټره سيمه د چلغوزو پۀ ځنګلو شامله ده خو يو مقامي تاجر، مالک او ملک لائير خان مداخيل دا ادعا ردوي او وايي چې دا سيمه کم نه کم 1200 مربع کلوميټره ده ۔ د چلغوزو د تاجرانو د انجمن صدر ملک نيک عمل خان وزير زياتوي چې د ژوب نه تر خنجراب پورې پۀ 2200 کلوميټر کرښه باندې دواړو خواوې ځاے پۀ ځاے د چلغوزو ځنګلات موجود دي ۔
د وزيرستان د چلغوزو صادرات:
څنګه چې مخکښې ذکر وشو چې د پاکستان 90 فيصده د چلغوزو پيداوار د وزيرستان لوړې غرئيزې سيمه کښې کېږي ، نن سبا د چلغوزې مرکزي مارکيټ پۀ لاهور کښې دے چې د هغه ځايه نورې نړۍ ته صادر کېږي ۔ پخوا رهسې دا مارکيټونه مقامي هم وو لکه دته سرائے، ميرعلي،کجورۍ، خيسور، شام او ازاد منډۍ بنو خو د تېرو دوه دريو کالونو نه مالونه لاهور ته وړل کېږي ولې چې صوبائي حکومت توجه نۀ ورکوي ۔
د دته خيلو سرائے ته راشه
ما ستا د پاره ځڼغوزي راوړي دينه
د چلغوزې قيمتونه:
د چلغوزې يو شمېر قسمونه او معيارونه دي، چې قيمتونه يې هم د قسمونو او معيارونو سره تعلق لري ۔ دا قدرتي فصل دے کله ښۀ کېږي کله خراب، پۀ موسم انحصار لري ځکه يې قيمتونه هم وخت پۀ وخت بدلېږي رابدلېږي ۔ نن سبا د درې نيمو زرو نه واخله تر اتۀ زره پورې في کلو قيمتونه لري ۔ يو څو کاله مخکښې دا قيمتونه تر 36 زرو پورې في کلو وو۔ قيمتونه يې د انتظاماتو د نۀ شتون له کبله هم کمېږي زياتېږي چې تر مارکيټ پۀ وخت اونۀ رسول شي او بله دا چې پۀ دې کښې تاجران هم برابر ککړ دي ۔ تېرو څو کالونو کښې دوي ډېر زيات قيمت باندې چين ته صادرات وکړل اوس د چين تاجران مزيد چلغوزه نۀ اخلي ولې چې پخوانے مال ورسره لا پاتې دے او اولس يې د اخيستو وس نۀ لري ۔ ځکه يو اولسي شاعر پۀ دې تاجرانو طنز کړے دے: ( دا غزل د وزيري لهجې نه مستعملې لهجه ته اړوم)
خړ مخونه يې نيولي، سوداګر د ځڼغوزو دي
غمزپلي، دړدېدلي، سوداګر د ځڼغوزو دي
کله کله ډير خوشحال وي کله کله ډېر خفا شي
سم وسواس ليوني کړي، سوداګر د ځڼغوزو دي
چې ټېم ويرڅې پوره شي پۀ لمانځۀ کښې خطا کېږي
پۀ سجده کښې يې تللي، سوداګر د ځڼغوزو دي
ځڼغوزے دے چې يې ځينې دي خانۍ ته رسولي
ځينې خلق يې سملولي، سوداګر د ځڼغوزو دي
ټوله شپۀ يې پۀ سوچونو کښې دهاړۍ دي جوړې کړې
سوچ کښې چين ته رسېدلي، سوداګر د ځڼغوزو دي
کور کښې ښځې ته غصه شي چې جامې راکا تاجر يم
څه وخت پس بيا قرضدارو رانيولي، سوداګر د ځڼغوزو دي
اوداسۀ کښې يې پۀ څنګ پورې د بل پښه ده وينځلې
جماتۀ ته له بوټو سره دي تللي، سوداګر د ځڼغوزو دي
دروخېل ديوانه! پرېږده ځڼغوزو کاروبار مه کړه
دا دې څۀ شي دي ليکلي، سوداګر د ځڼغوزو دي
د چلغوزې پۀ صادراتو د 9/11 اثرات:
د کال 2000 عيسوي نه مخکښې پۀ ډيورنډ کرښه امد و رفت اسان وۀ، د افغانستان تاجران به تر بنو بغير د څۀ رکاوټ راتلل، دا رقم د پاکستان تاجران به تر خوست ښۀ ازاد ګرځېدل، د چلغوزې مرکزي منډي د بنو سره نزدې ” ازاد منډۍ” وه چې د ګلګت، خوست، شمالي او جنوبي وزيرستان چلغوزه او تاجران به دلته راتلل، تر دې چې د چين تاجران به هم دلته راتلل خو د طالبانائيزيشن او فوځي علمياتو له کبله، پۀ ډيورنډ کرښه ازغن تار او فوځي چيک پوسټونو تاجران مايوسه او پريشان کړل ولې چې تګ راتګ ګران شو، د چلغوزې پۀ وخت تر مارکيټ رسول ناممکنه شول ، نو تاجران مجبوره شول چې د بنو پۀ ځاے لاهور د چلغوزې مرکزي منډي وګرځوي ۔ ولې چې هلته انتظامات ښۀ دي، هلته د صفائۍ او د صادراتو اسانتياوې موجودې دي ۔
د شوال او نورو يادو سيمو پښتانۀ ټول کال د چلغوزو پۀ درامداتو ژوند تېروي، دا د دوي د امدن واحده ذريعه ده خو اوس چې ځائي خلق کډوال دي او د تيرو لسو کالو نه ضرب عضب عملياتو له کبله د بکاخيل پۀ کډوالو کېمپ او نورو سيمو کښې پراتۀ دي، د يو شمېر مالي ستونزو سره مخ دي ۔ د دوي د رياست نه غټه مطالبه ده چې د چلغوزو سيزن د 14 اګست ( د ازادۍ ورځ) نه شروع کېږي، دوي غواړي چې مونږ له دې شوال ته د تګ راتګ ازادي راکړي چې مونږ سره د خپلې فېملۍ (خاندانونو) هلته تلے شو او خپلې چلغوزې تر مارکيټ رارسولے شو ۔ بله دا چې څنګه اشرف غني پۀ کال 2018 ع کښې د چين دوره وکړه او د چين سره يې د صادراتو اسانتاوې باندې خبره وکړه، دا رقم دې پاکستان هم اسانتاوې جوړې کړې لکه withholding tax, inter bank export او نور ټيکسونه دې کم کړي چې دې سره به مقامي تاجرانو او سيمې ته ډېرې مالي ګټې ورسي ۔د ډاکټر محب وزير شعر دے چې :
تجويز:
د شوال د ځڼغوزو پۀ حال خبر يې؟
لکه پېغلې غوټۍ پټه خلۀ خرڅېږي
چلغوزه پۀ زراعتو کښې راځي او د اتلسم ترميم له مخه زراعت د صوبې سره دي ۔ د خېبر پښتونخوا حکومت ته پکار ده چې بنو دې د صادراتو مرکز وګرځوي او د صادراتو ټولې اسانتياوې دې برابرې کړي لکه د چلغوزې صفائي، څۀ وخت پورې خوندي ساتل،پېکنک، ټېکس کلېکشن، قيمتونه ټاکل او نور ۔ ۔ ۔ لکه څنګه چې پښتونخوا کښې د تماکو د پاره Tobacco bord شته دا رقم دې چلغوزو د پاره هم Pine nuts bord جوړ کړے شي که ممکنه وه د غلام بارډر له لارې دې د خوست چلغوزې تر بنو Emport کړي چې دې سره به صوبائي خزانې او تاجرانو دواړو ته ګټې ورسي ۔
Pakhtoon | The Magazine Publishing Since 1928