په فطري ښائستونو مړه،شتمنه او زړۀ راکښونکې د سوات ګلورينه سيمه د سېل ګرۍ دپاره په ټوله نړۍ کښې یو ځانګړے شهرت لري. قدرت دا زرخیزه سیمه د ښکلا،زړۀ راکښون او ښائستونو په بې شمیره رنګونو سینګار کړې ده. ټولې قدرتي منظرې ئې زړۀ راکښونکې دي.د تکو شنو دنګو دنګو غرونو، د واورو ډکو دنګو څوکېو، د بې شمېره جړوبيو/ چړونو ،د چينارونو د ګورو ګورو دنګو اونو، د نښترو،پېوچو او رنځړو د ګورو ځنګلونو، د د پاکو رڼو او خوږو اوبو د چینو، د طلسماتي ډندونو، د سوات د زمرود رنګه اوبو د تاريخي سیند، د مختلفو مېوو د باغونو او د ګلونو او رنګونو د دې ګلورينې سيمې هر رنګ دومره زړۀ راکښونکے او تازه کوونکے دے چې څوک هم دلته راشي د دې ښائستونو په رنګونو کښې ورکیږي.د طبعي او فطري ښکلا سره سره د سوات سيمه په تاريخي حواله هم ډېره مهمه ده.سوات ته د تهذيبونو ځانګو وئيلے شي.د سوات د ارزښت يوه بله مهمه حواله دلته د يو شمېر وسائلو شتون دےچې په کښې پريمانه اوبۀ،ځنګلونه،د کروندې څربه زمکه،اب و هوا، او ګڼ شمېر معدنيات لکه ماربل،کرومائيټ،فلورائيټ،او په خاصه توګه زمرد چې په نړيواله کچه منل شوي دي.
دا سیمه، چې د نړۍ په بې کچه ښکليو سیمو کښې شمار ده، د پښتنو د مرکزي ښار او خېبر بښتون خوا د ولایتي پلازمینې پیښور نه شمال اړخ ته د 195 کلوميټره او د کابل افغانستان نه د 480 کلوميټره په واټن پرته ده.د دې سیمې ټوله رقبه 5237مربع کلوميتره ده. شمال اړخ ته ئې د چترال تاريخي ولسوالۍ، قطب ته ئې د بونیر ولسوالي چې د تاريخي کړاکړ په لار او د بل اړخه د کلېل کنډؤ په لار د دې سيمې سره يو ځاے کېږي، ختیځ ته ئې د شانګله او لویدیځ ته ئې د دیر اولسوالۍ او د ملاکنډ ضلعې سیمه او جنوب ختیځ ته د امب (دربند) د پخواني ریاست ښکلې سیمې سره ګډه پوله لري.د سوات سيمه يو اوږد تاريخ لري خو د هغې ذکر به د تاريخي،کلتوري او لرغوني اثارو د سېلګرۍ سره يو ځاے اوکړو۔
سېل ګري او د سېل ګرۍ ارزښت او اهميت:
سېلګري د یو کس یا خلقو لۀ خپل استوګنځي نه نورو ځایونو ته د ساعت تېرۍ،د فطري ښکلاګانو او نندارو نه د خوندونو اخستلو،تاریخي او کلتوري ځايونو،لرغونو او تاريخي اثارو د لیدلو زدکړې يا دیني،تعليمي څېړنيز مقصدونو دپاره وقتي سفر ته وائي ۔ سېلګري د هر هیواد د اقتصاد، کلتور او نړیوالې پېژندنې په وده کښې مهم کردار لوبوي . سوات د خپل طبیعي ښکلا، تاریخي ورثې ، د بيلا بيلو مذهبونو د مذهبي،تاريخي ځایونو،کلتورنو د لرغونو او تاريخي اثارو او شتمن تاريخ،تهذيب او کلتور له امله د سېل ګرۍ ګڼ شمېر امکانات لري . که د سېل ګرۍصنعت د عصري اسانتیاوو، منظمې او ساينټفک حکمت عملۍ او اغیزمنو پالیسیو له لارې وده ومومي، نو دا د هیواد د اقتصاد لپاره یوه لویه پانګه ثابتېدلے شي. په تیرو څو کلونو کښې د سېلګرۍ د ودې لپاره څه لږ ډېر ګامونه اخیستل شوي دي خو لا هم دېر څه کول پاتې دي تر هر څه زياته سوله او ارامي د سېلګرۍ د صنعت د پراختیا او ودې دپاره زياته مهمه ده،خو لۀ بد مرغه د خرابو او پردي پاله رياستي پاليسو لۀ وجې د تېرو څو لسيزو راهسې د سوات امن تالۀ ترغۀ شوے دے چې له وجې ئې په سېلګرۍ ډېر بد اغېز شوے دے.د سېلګرۍ د ودې او په مختګ دپاره دا ضروري ده چې سېلګرو ته د سېلګرۍ ټولې اسانۍ ورکړے شي.د سېلګرۍ ټولو سيمو ته ښکلي سړکونه جوړ شي او او د ټرانسپورت یو ښه منظم نظام رامینځته شي چې د سېلګرۍ ځايونو ته خوندي او په اسانه تګ راتګ اوشي. په دغه ځايونو کښې د موبائل او انټرنيټ نيټ ورک فعال کړے شي،داسې هوټلونه او دمه ځايونه جوړ کړے شي چې عصري اړتیاوې پوره کوي. ښکلي پارکونه،ميوزيمونه او د ماشومانو دپاره د لوبو ځايونه جوړکړے شي او د تاريخي ودانيو د خوندي کولو دپاره قوي ګامونه پورته کړے ش. د سېلګرۍ د ځايونو په نويو خطوطو اشتهار کول هم د سېلګرۍ صنعت نور پياوړے کولے شي.په رسنیو کښې د سیلګرۍ د سیمو په اړه خپرونې کول،د ټولنیزو رسنیو، وېبپاڼو، بروشرونو، او نندارتونونو له لارې د هېواد د سېلګرۍ امکانات معرفي کول،د پولیسو ځانګړې څانګې چې له سېلګرو سره مرسته وکړي.د لرغوني اثارو د خوندي کولو دپاره ځائې خلق پوهول او د مذهبي روادرۍ په اصولو خبرول،نویو ځایونو ته وده ورکول، د چاپېریال ساتنه او د سېلګرۍ په ارزښت د عامو خلقو پوهول د يوې سيمې د سېلګرۍ صنعت مخ په وړاندې بيائي خو بد بختانۀ د سوات د سېلګرۍ د ودې دپاره لا دغه کوټلي ګامونه نۀ دي پورته کړے شوي. د سېلګري صنعت په نوې نړۍ کښې يو ډېر مهم صنعت دے او يو شمېر هېوادونو د سېلګرۍ د لارې خپل اقتصادونه پياوړې کوي.خپلو وګړيو ته د روزګار موقعې برابروي او په نړۍ کښې خپله يوه مثبته پېژندګلو جوړوي۔ هغه هیوادونه چې د سېلګرۍ د لارې تر ټولو ډیرې اقتصادي ګټې ترلاسه کوي په هغې کښې فرانسه د سېلګرۍ له لارې د کلنۍ ګټې په برخه کښې د 264.7 بلين ډالرو د ګتو يا عوايدو سره په وړومبي نمبر ده.دلته تېر کال د نړۍ د ګوټ ګوت نه شا و خوا 85 مليون سېلانيان راغلي دي. هسپانیه يا سپېن په دويم نمبر دے، چې تېر کال ورته 83.7 مليونه سېلانيان راغلي او سېلګرۍ د صنعت نه ئې تېر کال 227.9 بلين ډالر ترلاسه کړي. د امريکا متحده ایالات تېر کال د سیلګرۍ د صنعت نه 2.36 تريلين امريکائي ډالره ترلاسه کړي او د سیلانیانو د شمیر له پلوه په نړۍ کښې دويم مقام لري.دلته تېر کال 79.3 مليونه سېلانيان سېل له راغلي.
دغه رنګ چين، اتلي، مېکسيکو، جاپان، ترکيه، تائي لینډ، انګلستان، آسټرالیا، جرمني، دي، چې هر کال له بلينونه ډالره عواید يا ګتې د سېلګرۍ د لارې لري. سوات ته د سېلانيانو جنت وائي او د دې د ارزښت اندازه د دې نه هم ډېره په اسانه لګيدے شي چې د پينځمې پېړۍ په سر کښې يو چينے سېلانے/بدهائي زيارت کونکے فاهيان سوات ته راغلے او دلته ئې د بدهايانو د مقدسو مذهبي ځايونو ذکر کړے دے.دغه رنګ په 519 عېسوۍ کښې يو بل چيني سېلانے څانګ يون هم سوات ته راغلے وۀ چې د سفر موخه ئې سېل ګري، د بودهـ ازم د مقدسو ځایونو ليدل،د مذهبي کتابونو راټولول، او بودهائي تعلیماتو زدکول وو. يون په دې سيمه کښې د بدھ ازم د عروج ذکر کړے دے او ليکلي ئې دي چې دا سیمه یو مذهبي مرکز وۀ، د بودها د پښو نښې، مجسمې، د عبادت ځايون او سټوپې په کښې وې.په کال 630 عېسوي کښې د چين يو بل سېلاني هيون څانګ هم د سوات سېل کړے دے او دلته د څه وخت دپاره پاتې شوې دے. هېون څانګ په سوات کښې د 1400 خانقاهونو او 18000 راهبانو ذکر کړے دے،څه هم که د دغې کسانو د راتګ موخه يواځې ساعت تېري نه وه بلکې سياسي او علمي مقصدونه ئې هم لرل خو بيا هم په تاريخي حواله د سوات د سيمي د سېلکرۍ او تاريخي اهميت اندازه ترې ښه په اسانه لګيدے شي. څانګ يون او هېون څانګ دواړو دسوات (اودهیانه) د مذهبي او فرهنګي ارزښت ذکر کړے.لیکنې یې نن هم د تاریخ، لرغونپوهنې (archaeology)، او د بودھ ازم د مطالعې لپاره ډېر ارزښت لري.دوی دواړه د سوات د زرين دور (ګندهارا تمدن) ژوندي شاهدان وو. دغه رنګ په اولسمه پېړۍ کښې سوات ته د پښتنو د قامي شاعر خوشحال خان ختک راتګ هم د دې سيمې تاريخي ارزښت په ګوته کوي.د خوشحال راتګ هم يوه سياسي موخه لرله خو د “سوات نامه” په ليکلو سره ئې د دې سيمې په تاريخ،کلتور،طبعي ښکلا،اب و هوا،فصلونو،ميوو،لرغونو او تاريخي اثارو د خلقو په ژوند ژواک او خويونو عادتونه هم رڼا اچولې ده،
خوشحال خټک د سوات د اب و هوا غلو مېوو او شتمنۍ په اړه وائي چې
”د کابل نه ئې هوا د اوړي ښه ده
د کابل هوا تر خه د دۀ خوږه ده
لۀ مشرقه ئې درياب درومي مغرب ته
په کج راست ئې وئيل مۀ کوه کاتب ته
په هر کلي په هر لور کښې ئې ولې ځي
هم ئې خوري هم ئې هر لوري ته غلې ځي“
هم سړې اوبه چينې لري هم واورې
نۀ په سوات ببد سموم شته نۀ ګرد خاورې
د مېوو او د ګلونو د بوستان دے
د ملوک لائق په وخت د دبستان دے“
خوشحال خټک په خپله سفر نامه کښې د سوات د لرغوني او تاريخي اثارو ذکر هم کړے دے چې د دي سيمې د ارکيالوجي،د تېرو تمدونونو د مقدسو مذهبي ځايونو او د خلقو د ژوند ژواک اندازه ترې په اسانه کېدلے شي.
په کښې لوئې منارې شته بت خانې شته
لوے کوټونه،حويلۍ د زمانې شته
د سوات د ښائسته ځايونو او منظرونو سېل ګري:
سوات له په ښائست ورکولو کښې فطرت د ډېر سخاوت نه کار اخستے دے.سوات ته اکثر خلق د زمکې په مخ جنت وائي،دلته د سېلګرو دپاره د فطري ښکلا ټولې نندارې په يو ځاے موجودې دي ۔سوات د خپل تاريخي سيند چې د پېړو پېړو راهسې په خپله لار روان دے او د دې درې په زرخېزۍ کښې يو مهم کردار لري، د لويو لويو تکو شنو دشتو،دلوړو لوړو غرونو، د دې غرونو په سرونو د تکو شنو اوبو د طلسماتي ډنډونو ،ګلیشیرونو،د رنګ رنګ ګلونو،خوږو خوږو مېوو د باغونو له امله د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره ډېر زړه راکښون لري. سوات د طبیعي ښکلا بې شمیره خزانې لري او ټول سوات د سېلګرۍ دپاره مشهور دے خو ځينې ځايونه ئې بيا داسې دي چې په ټوله نړۍ کښې شهرت لري لکه کالام،ملم جبه،مرغزار،ميادم،ګبين جبه، بحرین، کالام، ګبرال،ګوجرګبرال،مهوډند،اوشو،مټلتان،اتروړ،باډګوۍ پاس،کلېل کنډو،بالا سور ټاپ،شينګرو ډنډ،اسماني موړ،سلېنډ،دوه سري،ايلم غر،لوے سر،جاروګو جړوبے،بنجير ،سولاتڼ او داسې نور ۔ د سوات ځينې بانډې چې د ټولنيزو رسنيو د راتګ سره ئې ښائستونه تولې نړۍ ته څرګند شوي دي د خپلې طبيعي ښکلاګانو په سوب د سېلګرو پام ځان ته راګرځوي،په دغه بانډو کښې په وړومبي سر د مانکيال په دره کښې موجود د چوکېل بانډه ده چې په ليدو ئې سړے د حېرت سره مخ کېږي.دغه رنګ د کالام په بويون کښې بيشۍ بانډه،په بحرين کښې پلنچۍ او باکسر بانډه،جانشۍ بانډه کالام ،د مانکيال ټېپ بانډه، ميدان بانډه، د مټې تحصيل د جاروګو جړوبي دپاسه جاروګو بانډه او ډډ سر ميادم دا ټولې بانډې د مۍ او جون په مياشت کښې د اودي،زيړو،سپينو او سرو ځنګلي ګلونو داسې ډګې وي چې سېلګري ځانونه په يوه طلسماتي نړۍ کښې محسوسوي.د دې بانډو سره نزدې د غرونو دنګې څوکې کال و سر په سپينو واورو پوښل شوي وي.د دې بانډو په ټوله لاره لوے واړۀ جړوبي/ابشارونه د دې وطن د ښائستونو سندرې وائې او د سېلګرو ستړيا په دمه بدلوي.د دې سره سره د ګورو ځنګلونو يخ سيوري لکه د مور د غېږې روح او وجود ته سکون او قرار بخښي.د دغې بانډو حسن او ښکلا د واورو په موسم کښې لا نوره سېوا شي ۔ د سوات د شنو زمرد رنګه اوبو ډنډې هم يو طلسماتي اثر لري او د سوات د فطري ښکلا يوه مهمه حواله ده څه هم که دغه ډندې اکثر دلوړو غرونو په سرونو ډېرې لرې پرتې دي او د لارې او تګ هېڅ قسمه اسانتياګانې نۀ لري خو بيا هم په فطري ښائستونو مئين د سوات ځائي ټريکران په خپلو نيشت نيمګړيو وسائلو کښې ځانونه تر دغې ډنډونو رسوي او دغه ښائسته نندارې د تولنيزو رسنيو له لارې ټولې دنيا ته ښائي په تېره يوه لسيزه کښې دغه ځوانانو يو شمېر داسې ډنډونو ته ځانونه رسولي دي چې تر دغه دمه د خلقو لۀ نظرونو نه پنا وو ۔ د ځینو خلکو په وینا، په سوات دره کښې دوه پنځوس ډندې دي خو ځينې نور بيا دغه شمېره تر دوه سوو نه زیاتو لويو وړو ډنډو ته رسوي چې ځينو ته ئې د انسانانو تګ ممکن شوے او ځينې لا هم د انسانانو له ورتګه لرې پاتې دي ۔ د یادونې وړ ده چې د بحرین او کالام په درو کښې تر ټولو زیات ډنډونه دي چې په هغې کښې د څو نومونه دا دي ۔ ګودر ډنډ،مهوډنډ،سیف الله ډنډ چې ورته د قندیل شاهي ډنډ هم ویل کیږي،نیل سر،شنۀ ډنډ، جبه ډنډ،نیلوئي ډنډ،پنالشي ډنډ ،دادري ډنډ، سپنګل سر درې ډنډونه،اندراب یا کوه ډنډ مستوج ډنډ، نیګور درې ډنډونه.،سپين خوړ ډنډ ،کنډول ډنډ ازمس ډنډ، ښاپېرو ډنډ یا پری ډنډ ،لوے پنډر ډنډ،چمبرګاهی ډنډ اووه بې نومه ډنډونه (دا د لوے پنډ غالي پاس ته نزدې دي)،کګه ډنډه،شوټ سر ډنډ،درال ډنډ،ټوډ ډنډ،خرخړۍ دنډه،د ترکانه ډنډه ، د ترکانا ډنډ ته نږدې دوه بې نومه ډندې نورې دي. سیدګۍ ډنډه(دا ډنډه د سوات او دير په بارډر پرته ده)،کنګر ډنډ،زلم کوټ ډنډ،جوارا ډنډ،ټيکۍ ډنډه،دنګه ډنډه یا د کاغ ډنډ،چم ګرۍ ډنډ ،سربند ډنډ ،کنډورا ډنډ،ګیدړ ډنډ ،سراے ډنډ ،میدان ډنډ ،د دیر ډنډ یوولس ډنډې،بلي يا مشروم ډنډ،لوټس ډنډ بشي ګرام ډنډ ،خانکو ډنډ ،شيطان ګوت ډند،بلي ډنډ(مشروم ډنډ)او شينګرو ډنډه ۔ دغه ډندونه چې د ورتګ ښۀ وخت ورته دجون،جولائي او اګست مياشتې وي ځکه چې په دغې مياشتو کښې دا ډنډې د ګنګل او واورې نه پاکې وي او په رڼو اوبو کښې ئې خلق خپل مخ ليدے شي.په نورو مياشتو کښې په دې کښې اکثر ډنډې واورې شوي وي او د واورې د يو ميدان منظر وړاندې کوي که حکومت دغې بانډو او ډنډو ته د تګ لارې جوړې کړياو د سېلګرۍ تولې اسانتياګانې ورته برابرې کړي نو د ټولې نړۍ سېلانيان به ورته رامات شي. د لرغوني ځايونو،تاريخي اثارو،کلتور او مذهبي ځايونو سېلګري
د سوات دره، د خپل طبیعي ښکلا او زړۀ راکښونکيو منظرو سره سره د کلتوري،لرغوني او تاريخي ځايونو او مذهبي سېلګرۍ له پلوه په نړیواله کچه یو ځانګړے مقام لري. دا سيمه د خپل غیر معمولي تاریخ، تمدن او کلتوري میراث سره، د تاریخ په اوږدو کښې د مختلفو تهذيبونو ځانګو پاتې شوې ده. په سوات کښې د بودهایانو یادګارونه، سټوپې او خانقاهونه د لرغونو بودهایانو دودونو یادونه تازه کوي، چې د ټولې نړۍ بودهایانو لپاره مقدس ځایونه ګڼل کېږي. د سوات دره د بودهایانو لپاره دويمه مقدسه زمکه ګڼل کېږي، چرته چې هر کال ګڼ شمېر زیارت کونکي د مذهبي مراسمو د ترسره کولو او روحاني سکون غوښتلو لپاره راځي.
يواځې د بازيرې په کنډرونو کښې که مونږ اوګورو نو دلته مونږ ته د مختلفو تهديبونو نخښې نښانې په نظر راځي. د دې وادۍ د ځائي ډارډک خلقو د لاسو جوړ اثار د راک پېنټګز په شکل کښې د بازيرې په خوا کښې د کنډاک په دره کښې شتون لري چې شمېر ئې تر پنځوسو رسي۔ کله چې په 326 قبل مسيح کښې اليګزنډر د پنجکوړې په سيند راپورې وتو او د سوات په مساګا ئې قبضه اوکړه نو دلته پو انډو ګريک يا هندويوناني تهذيب شروع شو چې نخښې نښانې ئې د بازيرې په غونډۍ کښې موندے شوې دي.بيا وروستومورين سلطنت، ورپسې ساکا پارتين او بيا د سپين هنز دور شروع شوے دے او د بازيرې غونډۍ نه د دغې ټولو اثار تر لاسه شوي،د هنز نه پس د کوشان دور شروع شوے دے او بيا ترک شاهي او هندو شاهي او ورپسې د اسلام دوره شروع کېږې چې د ټولو نخښې نښانې دلته په سوات کښې موندے شوي دي. د نړۍ د لرغونپوهانو لکه ټوچې،پچېن ،ډاکټر لوکا او داسې نورو تر مخه په نړۍ کښې داسې ځايونه/ملکونه شته چې هلته د سېلګرۍ ټول قسمونه شتون لري او د خوش بختۍ نه سوات د سر په شلو ځايونو کښې راځي.څه هم که دغه نور نولس ملکونه دي خو په دغه فهرست کښې د سوات اولسولي د دغې ملکونو په شمېر کښې اچولې شوې ده ۔ يواځې د بريکوټ غوندۍ ټاپ کښې تېر کال اتالوي لرغونپوهانو داسې اثار معلوم کړي دي چې هلته د هندو يوناني،بودهايانو،ترک شاهي او غزنوي دور يعنې څلورو تهذيبونو اثار په يو ځاے موجود دي.د غونډۍ تاپ نه به د واچ ټاور کار هم اخستلے شو.د سوات په اکثرو علاقو کښې اوس هم د بدهايانو د مقدس مذهبي ځايونو اثار موجود دي چې په کښې دبودهایانو یو معبد،د شينګر دار،املوک درې،ټوکر درې،بټ کړې،سيدو شريف،نيموګرام،شنې شا،دنګرام سټوپې،د بلو کلي وهاړا،د سوات په جرنيلي روډ په غاليګي کلي کښې د مهاتما بدھ مجسمه او دغه رنګ په جهان اباد شخوړۍ کښې د مهاتما بدھ يوه لويه مجسمه،د هندوانو یوه قلا، په ايلم غر کښې د رام چنړر جي تخت او په اوډیګرام سیمه کښې یو جمات د يادونې وړ دي چې د دې سيمې متنوع مذهبي تاریخ روښانه کوي ۔ وروستو په يوولسمه پېړۍ کښې د محمود غزنوي لښکرې سوات ته راغلي دي چې ورسره د اسلامي تهذيب پېل شوے دے اوس هم په اوډيګرام غازي بابا کښې د دغې تهذيب نخښې د غازي بابا د جمات په شکل موجود دي چې تر څنګ ئې د هندو راجه ګيرا د قلا کهندړې هم شتون لري، په شپاړسمه پېړۍ کښې سوات ته يوسفزي راغلي دي او دلته د پښتنو يو تهذيپي ژوند شروع شوے دے،د پخواني سوات د تاڼې کلي سره نزدې په اله ډند ګل ګنګسو کښې د يوسفزو د مشر نيکۀ ملک احمد خان مقبره او د سوات قمبر په جم ډېرو کښې د شېخ ملي قبر هم د دې تاريخي وطن هغه ځايونه دي چې د سېلګرو پام ځان ته راګرځوي او په خاصه توګه هغه سېلګري چې د تاريخ،لرغونپوهنې،تاريخي ودانيو اوکلتور د څېړنو سره حلقه لري د هغوي دپاره سوات يو بهترين انتخاب ثابتيدے شي، بياد نولسمې پېړۍ په پينځمه لسيزه کښې د مذهبي پېشوا عبد الغفور سيدو بابا سياسي او مذھپي هلې ځلې،د بونير د ستهانې سيد اکبر شاه دلته راوستل او باچا کول د هغه د مرګ نه وروستو يو ځل بيا په سوات کښې د حکومت نشتوالے او بيا په 1915 کښې يو ځل بيا د سېد اکبر شاه نوسے عبد الجپار شاه د سوات پاچا جوړول او بيا د هغه د تخت نه کوزول او د سوات نه د ملک بدر کولو واقعه هم د سوات د تاريخ مهمې کړۍ دي.په کال 1917 کښې د سيدو بابا نوسے ميا ګل عبد الودود چې د باچا صاحب په نوم پېژندګلو لري د سوات باچا جوړ شو او هم د دغې ځايه د سوات د يوسفزيو د يو نوي رياست اغاز اوشو.په 1949 کښې باچا صاحب خپل مشر زوے مياګل عبد الحق جهانزيب ته د اقتدار واګې اوسپارلې او هغ سوات د ترقې په لور روان کړو.ګڼ شمېر سکولون،د صحت مرکزونه او روډونه ،د سوات مشهوره تعليمي اداره جهانزيب کالج او ودويه هال جوړ کړے شو۔ د اټلي نه پروفېسر ټوچي دلته راوستل،د لرغونو اثارو د کنستلو کار شروع کول،سوات ميوزيم جوړول د والي سوات د تاريخي،کلتوري او مذهبي سېلګرۍ د ودې دپاره کوتلي ګامونه دي ۔ په سوات سيدو شريف کښې د سيدو بابا مزار او شاهي جمات،د باچا صاحب او والي صاحب مقبرې،د والي سوات بنګله سيدو شريف او د اوړي دمه ځاے سپينه ماڼۍ مرغزار،د عقبه/بړينګل بنګله او داسې نور ځايونه هم د سېلانيانو دپاره ډېر زړۀ راکښون لري.خو، د دې غیر معمولي تاریخي،تهذيبي،کلتوري،ارکيالوجيکل او د مقدسومذهبي ځايونو د شتون باوجود د سوات مذهبي،تاريخي،تهذيبي او کلتوري سېلګرۍ نه هغسې وده موندلې او نۀ ئې هغسې پېژندګلو شوې ده کومه چې د نړۍ نورو هېوادونو موندلې ده.د دې د ګڼ شمېر نورو وجو سره سره يو وجه د حکومت دې اړخ ته پام لرنه نۀ کول دي، د ملګرو ملتونو د سېلګرۍ نړيوال سازمان (UNWTO) په وینا، مذهبي سېلګري په سیمه ایز پرمختګ کښې مهم رول لوبوي، کلتوري تفاهم ته وده ورکوي، او سیمه ایز اقتصاد پیاوړی کوي.خو متاسفانه په سوات دره کښې مذهبي سېلګرۍ هغه وده نۀ ده کړې د کومې چې دا ښائسته دره حق لري ۔ په ټوله نړۍ کښې د مذهبي سېلګري مثالونه موجود دي. د تولو نه وړومبے مونږ د خانه کعبې او نبوي جمات مثال وړاندې کولےشو دغه رنګ د انډونېشیا د مشهور بوروبودور معبد هم يو په هغې مذهبي ځايونو کښې دے هر کال شاوخوا 1.44ملیون سیلانیان ورته ورځي، چې د هیواد اقتصاد ته وده ورکوي. د بوروبودور معبد ته د هر سیلانی لپاره د ننوتلو فیس شاوخوا 25 امریکائي ډالر دے، چې د سیمه ایز اقتصاد لپاره لویه برخه جوړوي. د اندونېشیا حکومت په فعاله توګه د دې معبد نه د سېلګرۍ ګټې زیاتولو دپاره کار کوي او پلان لري چې له بوروبودور نه په کلني ډول دوه بلين ډالر عواید ترلاسه کړي. د دې بر عکس سوات دره، چې د ګندهارا او نورو لرغونو تمدنونو کور ګڼل کېږي، هر کال ورته یواځې د شمار یو څو بهرني سیلانیان راځي۔ سوات ته پخوا ډیر بهرني سیلانیان د چین، جاپان، کوریا او نورو هیوادونو نه راتلل خو په تېرو دوه لسيزو کښې د بهرنیو سیلانیانو د راتګ شمیر د بدامنۍ او ترهګرۍ له وجې کم شوے دے ۔ په سوات مالم جبه کښې د يخنۍ په موسم کښې ډېره واوره کېږي ځکه دغلته د بهرنيو سېلانيانو دپاره د اسکېنګ يا په واوره د ښوئيدو ريزورټ ډېر زړۀ راکښون لري،دغه رنګ د سوات په سيند کښې که ريور رافټنګ له وده ورکړے شي نو ډېر سېلانيان به د سوات د سيند په مستو چپو او غورځنګونو د رافټټګ دپاره دلته راتلو ته مخه اوکړي. په سوات کښې د سېلګرۍ د صنعت يوه بل مهم اړخ دا هم دے چې دلته د مختلفو ژبو لکه قشقارۍ،توروالۍ،ګجرو،بدېشۍ،ګاورۍ او اوشوجو ويونکي هم اوسي چې خپل ځانګړے کلتور لري نو هغه خلق چې په ژبو او کلتورونو څېړني کوي د هغوي دپاره هم د سوات سيمه ډېره مهمه ده.
په نوې نړۍ کښې د ميوو سېلګري او د کروندې سېلګري Fruit tourism/Agritourism هم خپل يو اهميت لري چې په کښې سیلانیان هغې سیمو ته سفر کوي چرته چې مېوې او فصلونه کرل کېږي۔ په سوات کښې ګڼ شمېر ځنګلي او قلمي ميوې او غلې دانې کېږي،د سوات په ځنګلي ميوو کښې ټانګوان، ماموسۍ، ټانګۍ، بګڼې، ګوراج، کروړې، کوري، توتان، انځران، غوزان، تور املوکان،اشاړي او اورمل د يادونې وړ دي دغه رنګ په قلمي مېوو کښې د سوات مڼې، شلتالان،الوچۍ،چېري، سرۀ املوک او خوبانۍ هم ډېر شهرت لري، چې په ټوله دره کښې ئې لوے لوے باغونه موجود دي.د هر قسمه سبزيانې هم په سوات کښې پيدا کېږي چې ټماټر،پياز،بادرنګ،کدوان او فريش بين ئې د يادونې وړ دي ۔ په غلو دانو کښې د غنمو،اوربشو،جوارو او شوپړو نه علاوه د سوات بېګمۍ يا بوتې ورېژي خپله ځانګړې پېژندګلو لري.پخوا دلته لونګۍ ورېژې هم کېدې چې د شولو په موسم کښې به ئې ټوله فضا په خوشبو معطره وه خو اوس د زمکو د کموت له وجې ورکې شوې.
ځينې سېلانيان غواړي چې په خپلو لاسونو ميوې راوشوکوي وئې خوري او د ځان سره ئې يوسي، د ميوو باغونه ،د کرکروندې علاقائي او دوديز انداز اوويني ۔ دغه رنګ ځينې سلانيان داسې هم وي چې په ټوله نړۍ کښې د دې دپاره ګرځي چې د دغې ځايونو ځائي خوراکونه اوکړي او خوندونه ترې واخلي.د سوات د دوديزو خوراکونو سره سره د دې ځاے ټراوټ او د سوات د سيند مهيان هم په سېلګرۍ کښې مهم کردار لوبولے شي.دغې سېلګرۍ ته مونږ په دې ډول وده ورکولے شو چې د مېوو د شوکې او فصلونو د رېبلو په موسم Harvesting کښې د مختلفو مېوو او غلو نندارتونونه راجوړ کړو،د خپل وطن د Indigenous او قلمي مېوو په رسنيو زيات تشهير اوکړو،د مختلفو مېوو مربا،جوسونه،شربتونه،کېکونه او نور توليدات جوړ کړو او مارکيټ ته ئې وړاندې کړو او د مېوو وچولو نوې طريقې زده کړو نو هم خپل وطن ته د سېلانيانو پام راګرځولے شو او هم خپل اقتصاد پياوړے کولے شو ۔
کرمداد ګجر:
ګجرګبرال
قدرتي وسايل د يو قام او وطن پۀ ترقۍ کښې بنيادي کردار لوبوي ۔ بعضې زمکې داسې وي چې د وسايلو پۀ اعتبار سره قدرت پۀ هغه زمکه باندې پۀ ځانګړي توګه مهربانه وي ۔ زه هم د زمکې يوې داسې ټوټې ګجر ګبرال خبره کوم ۔ د سوات ضلعې شمالي سيمه د غرونو غېږه کښې ګجر ګبرال د کالام نه تقريبآ د دېرشو کلوميټرو پۀ مسافت دغه درې ته قدرت د ښايست سره سره وسايل هم ورکړي۔ د سيندونو، خوړونو او ځنګلو سره سره معدني وسايل هم پۀ ګڼ شمېر لري۔ اوبه ورته خدايې دومره ورکړي چې هر کلوميټر دوه پس خوړ راوتلي وي يو اړخ ته که دغه خوړونه د ښکلا ذريعه وي نو بل اړخ ته د ملک د پاره د اوبو ذخيره ده هم دغه خوړنه د سيند سره ګډ شي او پختونخوا ډېرو سيمو زرعي زمکو ته اوبه ورکوي ۔ بل اړخ ته پۀ دغه خوړونو باندې د بجلۍ واړه واړه بجلي ګر جوړ شوي کوم چې مقامي خلکو ته بجلي ورکوي ۔ خوړونو نه علاوه د سوات سيند هم له ګجر ګبرال را روان شوې د غرونو د سينې نه راټوکيدلې سيند د ګجر ګبرال او دَ سوات پۀ ښايست کښې ځانګړې ځاے لري ۔د ښائست سره د سوات او پښتونخوا زياتره فصلونو ته د اوبو کمے هم دغه سيند پورا کوي ۔ يا د سيند باندې د “ګبرال هايډرو پاور پراجيکټ” پۀ نوم د بجلۍ يوا منصوبه هم روانه ده کومه به چې اسلام اباد ته بجلي ورکوي ۔د مملکت خداداد آئین وائي چې پۀ وسایلو به اختيار د مقامي اولس وي ولې اسلام اباد دغه بجلۍ د ګجر ګبرال پۀ سيند جوړوي خو نه به ترې ګجر ګبرال له ورکوي نه سوات او پختونخوا ته د موسمي بدلون له کبله د اوبو دغه ذخایر هم خطر سره مخ دي ګلېشيرز کوم ته چې مقامي خل