قدرتي وسايل د يو قام او وطن پۀ ترقۍ کښې بنيادي کردار لوبوي ۔ بعضې زمکې داسې وي چې د وسايلو پۀ اعتبار سره قدرت پۀ هغه زمکه باندې پۀ ځانګړي توګه مهربانه وي ۔ زه هم د زمکې يوې داسې ټوټې ګجر ګبرال خبره کوم ۔ د سوات ضلعې شمالي سيمه د غرونو غېږه کښې ګجر ګبرال د کالام نه تقريبآ د دېرشو کلوميټرو پۀ مسافت دغه درې ته قدرت د ښايست سره سره وسايل هم ورکړي۔ د سيندونو، خوړونو او ځنګلو سره سره معدني وسايل هم پۀ ګڼ شمېر لري۔ اوبه ورته خدايې دومره ورکړي چې هر کلوميټر دوه پس خوړ راوتلي وي يو اړخ ته که دغه خوړونه د ښکلا ذريعه وي نو بل اړخ ته د ملک د پاره د اوبو ذخيره ده هم دغه خوړنه د سيند سره ګډ شي او پختونخوا ډېرو سيمو زرعي زمکو ته اوبه ورکوي ۔ بل اړخ ته پۀ دغه خوړونو باندې د بجلۍ واړه واړه بجلي ګر جوړ شوي کوم چې مقامي خلکو ته بجلي ورکوي ۔ خوړونو نه علاوه د سوات سيند هم له ګجر ګبرال را روان شوې د غرونو د سينې نه راټوکيدلې سيند د ګجر ګبرال او دَ سوات پۀ ښايست کښې ځانګړې ځاے لري ۔د ښائست سره د سوات او پښتونخوا زياتره فصلونو ته د اوبو کمے هم دغه سيند پورا کوي ۔ يا د سيند باندې د “ګبرال هايډرو پاور پراجيکټ” پۀ نوم د بجلۍ يوا منصوبه هم روانه ده کومه به چې اسلام اباد ته بجلي ورکوي ۔د مملکت خداداد آئین وائي چې پۀ وسایلو به اختيار د مقامي اولس وي ولې اسلام اباد دغه بجلۍ د ګجر ګبرال پۀ سيند جوړوي خو نه به ترې ګجر ګبرال له ورکوي نه سوات او پختونخوا ته د موسمي بدلون له کبله د اوبو دغه ذخایر هم خطر سره مخ دي ګلېشيرز کوم ته چې مقامي خلک “جبال” وائي د ګلوبل وارمنګ د وجې نه مسلسل کمي اړخ ته روان دي ۔ که دَ اوبو دغه ذخيرو خوندي ساتلو د پاره پۀ حکومتي کچ جامع منصوبه بندي و نه کړې شوه نو زر ده چې دغه سيمه او سوات د اوبو کمي سره مخ شي ۔ د ګلوبل وارمنګ مخنيوي د پاره ځنګل مهم رول لوبوے شي خو له بده مرغه د ځنګل هم دومره بې دريغه قتل شوې چې له کبله ئې تناسب کښې واضحه فرق راغلے ۔ د ځنګلاتو وزارت او محکمه دې د ځنګل خوندي کولو د پاره فعال کردار ادا کړي چې ځنګل هم بچ شي، ځنګلي حيات ته هم تحفظ ملاؤ شي، د اوبو ذخيرې هم خوندي پاتې شي او دَ ګلوبل وارمنګ مخنيوي هم وشي ۔ قدرت ګجر ګبرال ته د اوبو او ځنګلو سره سره بېش قيمته کاڼي او ماربل هم ورکړي ۔ ګجر ګبرال د ګرينايټ نه مالا مال دره ده د معدنياتو پوهان دا هم وائي چې دلته د ګرېنايټ سره سره دَ کاپر او نورو قيمتي زمکني خزانو قوي امکانات دي ۔ پۀ هر لحاظ سره غني ګجر ګبرال د حکومت عدم توجيهۍ او دَ منتخب ممبران اسمبليو د غفلت ښکار ده ۔کم و بېش دېرش کلوميتره دره چې ابادي يې لګ بګ پنځويشت زره ده سرکاري هسپتال نۀ لري، د پرائمري نۀ بره سکول نۀ لري او دغه شان سړک نۀ لري ۔ کروندګري،سېلګري او لايو سټاک دلته مهم روزګارونه دي ولې پۀ حکومتي کچ ياد شعوبو کښې هېڅ قسمه اصلاحات نۀ دي شوي ۔ بنيادي ضرورتونه پورا کول زمونږ پۀ دې رياست دومره حق دے څومره چې د اسلام اباد او دَ لاهور دے ولې مونږ سره دَ رياست چلند د درېمې او څلورمې درجې د Citizens دے ۔
Pakhtoon | The Magazine Publishing Since 1928