سوات، سېلګري او د پښتونخوا شتمنۍ صلاح الدين خان

خداے پاک پښتنو او پښتونخوا ته د ډېرو شتمنےو وراثت ورکړے دے۔ دا خاوره نه يواځي د زمکې لاندې ګېس, تېل, وسپنه, قېمتي کانړي, سره او سپن زر لري بلکې د زمکې د پاسه هم د ښکلا، قدرتي وسايلو، تاريخي آثارو او سېلګرۍ پۀ شکل کې بې شمېره خزاني لري۔ د دې خاورې يوه د لوي اهميت لرونکې سيمه “سوات” ده، چې نړۍ يې د “مشرقي سوئېټزرلېنډ” او “جنت” پۀ نوم پېژني۔ سوات تقريباً 5337 کيلو مېټر مربع رقبه لري، چې له دې څخه شاوخوا 37 نه تر 40 فيصده زمکه باندې ځنګل ولاړ دے۔ دا ځنګلونه د رانزړه، پېوچ، منګزئ، بنج، او نورو قيمتي ونو باندې مشتمل دې۔ دا سيمه د دير، شانګله، چترال او ګلګت تر منځ د واورين غرونو تر مينځ د قدرت شاهکار دے،چې د واورو غرونه, يخ سيندونه، شنې درې، خوړونه, بانډې، او اوبشارونه ئې د قدرت ښکلا ته يو خاص رنګ ورکړے دے۔ د سوات هره دره، خوړ او چېنې لرې چې هغه نه يوازې د ښکلا وسيله ده، بلکې د هغه سيمې خلکو ته د اوبه خور,څښلو او نورو روزمره ضرورياتو ذريعه ده۔ د کال 2023 شمېرو ترمخه، سوات ته شاوخوا  450000  سېلګر راغلي وو چې پۀ کښې 4000 غېر ملکي سېلګري هم شامل وو۔ دا سېلګرې نه يوازې د سوات اقتصاد ته وده ورکوي، بلکې د سيمې د ښۀ تصوير پۀ جوړولو کښې هم مهم کردار ادا کوي۔

دا وخت سوات کې د سېلګرۍ مشهور ځایونه مالم جبه، ګبېن جبه، کالام، مټلتان، مهوډنډ، اتروړ، بلو واټر، ګبرال او شاهي باغ دې چې زيات خلق ورته سېل له ځي, د دې سره نوې اضافه شوې ځايونه لکه جاروګو ابشار، ټېپ بانډه، کنډول او سپېن خوړ ډنډ د سېلګرۍ نوي مرکزونه ګرځېدلي دي۔ د سوات تر ټولو دنګ غر فلک سر دے، چې لوړوالى يې 5957 مېټر دے، او دا لومړے  ځل پۀ کال 1957  کښې سر شوے و۔ د دې د مقابلي څوکې ميا ګل سر، بټېن، او مانکيال دي، چې مانکيال ته د “سوات تاج” هم وئيل کېږي۔ دا غرونه پوره کال پۀ واورو پټ وي چې مانکيال نه صرف د پوره سوات نه  بلکې د سپرلي پۀ موسم کې له  له پېښور نه هم ښکاري۔

سوات تقريباً 140 نه تر 150 پورې واورين ډنډان لري، چې مشهور ډندان پۀ کښې د مهوډنډ، نېل سر، جبه ډنډ، سېف الله، پنالشۍ، کنډول،ازمس, شېطان ګوټ, سپين خوړ، دروازه, کږه, ګودر اندراب،خړخړے ,مستوج, سپېن ګل سر, ښاپېرو،زمولو, کجرې, چمبرګۍ، درال، ترکاڼه، خانکو، بشېګرام ډنډان دې چې تقريبا دا ټول پۀ تحصیل بحرين کښې موجود دې۔ سوات نه يواځې قدرتي ښکلا لري، بلکې دا د مذهبي سېلګرۍ لپاره هم مهم ځای دی۔ تېر وخت کښې سوات ته اوديانه وئيل کېدل او دا د ګندهارا تهذيب يو مهم مرکز و۔ دلته شاوخوا 1400 بدهائي آثار موندل شوي، چې پۀ کې سټوپاز، پۀ تېږو جوړي مجسمې، او خانقاګانې شاملې دي۔ د اوډيګرام سټوپا پۀ دې کښې يو مهم ځاے دے، چې د ملکي او غېر ملکي سېلګرو پام ئې ځان ته اړولے دے۔

د يوې سروۍ تر مخه، سېلګري  دا مهال د سوات اقتصاد کښې شاوخوا 37 فيصده ونډه لري۔ سېلګرۍ پۀ زرګونو ځايي او  بهر خلکو ته نېغ پۀ نېغه يا بلا واسطه پۀ زرګونو نوکرۍ برابر کړي دي، پۀ ځانګړې توګه د هوټلونو، رېسټورانټونو، ټرانسپورټ، ټور اپرېټرانو، ميوو، او ځايي لاسي هنرونو پۀ برخه کښې ئې خلقو ته روزګار ورکړے ۔ نن پۀ داسې حال کې چې هر انډسټرې انلائن يا ډيجټلائزډ شوې  سېلګري هغه واحد صنعت دے چې لا هم د انسان فزيکي موجودګۍ ته ضرورت لري۔ نن هر ملک کوشش کوي چې سېلګري خپل وطن ته متوجو کړي او د دې لپاره اربونه روپۍ لګوي۔ خوشبختانه، پښتنو ته خداے پاک سوات غوندې سيمې ورکړي، چې که مناسب توجو ورته وشي نو نه صرف دا چې پۀ زرګونو نړيوال سېلګرې به هر کال د مذهبې او قدرتي سېلګرے  پۀ مد کښې راشي بلکې د نورو صوبو خلق به هم ورته نور متوجو شي۔ دا وخت د سوات موجوده سېلګري د انتظامي بهران او اولسي لاپرواهۍ سره مخ ده۔ د 2010 نه وړاندې دلته پۀ ګڼ شمېر انګرېزن او نور قامونه نه صرف اوسيدل بلکې سالانه ېه ګڼ شمېر خلق به راتلل, نن که زمونږ وطن کښې امن بحال کړل شي او دې اړخ ته حکومت سنجيده کار وکړي نو نه به يواځي سېلګرې د ټولې صوبې پۀ معاش کښې اهم کردار ولوبوي بلکې د سوات خپل معاش هم ترې پوره کيدلے شي۔

دا هم ولولئ

تماکو —-نيازبين ملنګ

پښتون وطن چې ستر خوشحال خان خټک ئې بريد څۀ پۀ دا ټکو کښې ياد …