پښتون وطن چې ستر خوشحال خان خټک ئې بريد څۀ پۀ دا ټکو کښې ياد کړے و چې } درست پښتون له قندهاره له اټکه{ کۀ پۀ ننګ د يو بل څخه ولاړ دي او کۀ نۀ دي خو دغه ياده جغرافيه هغه خزانه ده چې د قامونو پۀ وېش کښې دا وخت د پښتون اولس پۀ برخه ده ۔ دا سيمه کۀ يو خوا د کال څلور موسمونه لري نو بلخوا پکښې غرونه، سيندونه، ځنګلونه چې د هر قسمه معدنياتو نه ډک دي هم ورکړي دي ۔ هم دغه رنګه کۀ څۀ اولس ئې پۀ غرونو کښې ژوند کوي نو مېداني علاقې ئې د کرکيلې د کبله هم پوره پۀ پوره پېداوار ترسره کوي ۔ د کرکيلې له مخه د پښتونخوا مېداني سيمې د سلګونو کلونو نه مختلف فصلونه ټوکوي چې پکښې تماکو يو ډېر مهم فصل دے ۔ کوم چې دا وخت پۀ پاکستان کښې تر ټولو مهم فصل دے او پښتونخوا ئې پېدا کوي ۔ پۀ پښتونخوا کښې هر کال د 100 مليونه کلوګرامو نه زيات تماکو کېږي کوم چې نه صرف د پاکستان ضرورت پوره کوي بلکې پۀ نړيوالو مارکيټونو (منډاهو) کښې هم خپله ځانګړې پېژندګلو لري ۔دا وخت پۀ پښتونخوا کښې ملکيان نسل تماکو، فليو کيوډ ورجينا (FCV) چې زميندار ورته ورجينے تماکو وائي کوم چې د کال د لس کم نوي نه تر اتيا ملينو کلوګرامو پورې فصل کوي ۔ دغسې بل قسم }رشيکا{ نومېږي کوم چې د زيات نيکوټين له وجې پۀ مارکټ کښې ډېر نه خوښولې کېږي ۔ د مخصوص اب و هوا سره تعلق لرونکے ]برلے[ تماکو صرف پۀ ملاکنډ ډوېژن کښې پېدا کېږي ۔ د تماکو پۀ پېداوار کښې صوابۍ، هري پور، مردان، چارسده او بونېر وړاندې دي ۔ بلکې د صوابۍ تماکو خو د پښتو د اولسي ادب برخه هم ګرځېدلې ده ۔ د کومې نه چې مونږ دا اندازه اخستے شو چې تماکو کۀ هر څو برطانوي خلقو د ځان سره راوړے ؤ خو دلته پښتنو خپل کړے دے ۔ د کومې باره کښې چې دا ټپۀ مشهوره ده چې: ”چيلم د غرۀ پۀ سر تازه کړه ما تماکو د مانېرۍ راوړي دينه“ ۔ پۀ مذکوره علاقو کښې کښې يو خوا کۀ زمينداران د تماکو متعلق تجربه لري نو بلخوا د مخصوص اب و هوا د وجې نه د پښتونخوا تماکو د دنيا پۀ غوره تماکو کښې شمارلے شي ۔خو بيا هم کۀ تماکو د زرګونو خاندانونو د روزګار او ګټې وټې وسيله ده خو داسې ستونزې شته چې د هغې پۀ وجه باندې يو خوا د کروندګرو تاوان کېږي بلکې د تاجرانو ورسره تاوان وشي ۔ پۀ دغه ستونزو کښې تر ټولو لويه د پاکستاني رياست له خوا د ټيکس نظام دے کوم چې د کروندګر او تاجر د پاره د سر درد ګرځېدلے دے ۔د خېبرپښتونخوا صوبائي حکومت د تماکو پۀ مد کښې د کلوګرام پۀ حساب باندې 24 روپۍ ټيکس اخلي ۔ هم دغسې کۀ د زميندار يعنې د کروندګر سره خپله کوټه نۀ وه نو د پاکستان ټوبېکو بورډ (سرمايه داره طبقه) د زميندار نه 15 روپۍ نورې هم د کلوګرام پۀ حساب اخلي ۔هم دغه رنګه فيډرل بورډ او ريونيو (FBR) د جي ايل ټي مشين پۀ ترېشر چې کوم تماکو تيار شي پۀ هغې باندې د 380 روپۍ ايکسايز ډيوټي اخلي ۔يعنې د خېبر پښتونخوا صوبائي حکومت وفاق ته د کال پۀ حساب باندې د ټيکس پۀ نوم پۀ اربونو روپۍ ورکوي ۔د دې غېر منصفانه ټيکس د وجې نه د پښتونخوا کروندګر مايوسه دي او زړۀ ئې نۀ غواړي چې تماکو فصل کرلو ته وده ورکړي۔ پاکستاني رياست کۀ يو خوا ټيکسونه نافظوي نو بلخوا د اولس معاشي حالاتو ته هيڅ توجو نۀ ورکوي ۔ پکار ده چې د تماکو پۀ [Export] باندې ټيکس مکمل ختم کړي او کمول پکار دي ۔ دې سره به دا وشي چې د پښتونخوا تماکو به نېغ پۀ نېغه د پټي نه وچتېږي او نړيوال مارکيټ ته به رسائي کوي ۔ د تماکو سره سره پۀ هر قسمه زرعي پېداوار باندې ټيکس لګول چې د کروندګر پکښې تاوان وي بايد هغه ختم کړې شي ۔
د دې نه علاوه حکومت ته پکار دي چې هغه ايکسپورټران چې خپل د [GLT] تريشنګ مشين نۀ لري هغوي دې د ايکسائز ډيوټۍ نه مبرا تصور شي ۔ ولې چې دا موجوده پاليسي خالص هغه سرمايه دار چې ترېشنګ مشين لري هغوي ته ګټه ورکول دي د چا چې پۀ مارکيټ کښې اجاره داري قايمه ده ۔ پۀ دې لړ کښې بايد حکومت له پکار ده چې د کروندګر نه واخلې تر لوي او وړوکي تجارت کونکي پورې يو منظم پلان ولري کوم چې پۀ انصاف باندې ولاړ وي ۔ دغسې يو مهم وړانديز دا هم دے چې بايد د پاکستان وفاقي حکومت دې پۀ صوابۍ ]چرته چې ښکلي او زيات تماکوي پېدا کېږي[ کښې يو ټوبېکوايګزبيشن (د تماکو نمائش) سنټر جوړ کړي کوم به چې د کروندګرو، ايکسپوټرانو، مينوفيکچررز او د پاليسي سازو تر مينځه د رابطې ذريعه جوړه شي ۔ پۀ دې سنټر کښې به کاروباري ليدل کتل ترسره کېږي او دغسې پۀ نړيوال مارکيټ باندې نظر هم ساتلے کېږي کومې سره چې به د تماکو فصل او شعبې ته ترقي ملاو شي ۔
د خېبر پښتونخوا د پاره تماکو تر ټولو پۀ غوره فصلونو کښې دے ولې د رياست او د سرمايه دارو له خوا پښتونخوا صوبې او پښتونخوا اولس ته د دې هيڅ قسمه خاص ګټه نۀ ترلاس کېږي ۔ پکار دا ده چې صوبائي حکومت پۀ دې معامله کښې يا خو پۀ خپله کروندګرو ته اساتياوې پېدا کړي د کر د پاره ورته بوزغلي، سره او نور زرعي دوايانو کښې نرموالے راولي ۔ يا دې د وفاق سره پۀ دې اړه خبرې اترې وکړي چې پۀ ټيکسونو کښې کمے راشي ۔ پۀ پښتونخوا کښې چې د تماکو د زوال بله کومه طريقه روانه ده هغه دا ده چې د تماکو سره تړلې ټولې کارخانې پښتونخوا کښې پۀ بندېدو روانې دي او دغسې د يوې کارخانې ګټه چې د پښتونخوا خزانې ته تله هغه هم وتروړلې شوه ۔
Pakhtoon | The Magazine Publishing Since 1928