د مومندو ماربل د ښامار پۀ خلۀ کښې—–مزران مومند

پښتونخوا وطن خداے د قدرتي وسيلو نه مالامال پېدا کړے او هم دغه وجه ده د هر نړيوال سامراج مخه ئې دې طرف ته راړولې ده ۔ ولې چې مقدر قوتونه پۀ دې خبره پوهه دي چې د راروان دور پۀ سائنسي پرمختګ کښې چې به کوم اسباب پۀ کار راوستلے شي هغه ټول  د پښتونخوا پۀ غرونو او زيرمو کښې موجود دي۔ خو الميه دا ده چې پۀ دې وطن کښې مېشته اولسونه تر نن ورځې پورې د دې خزانو د اهميت نه ناخبره ساتلي شوي دي۔ د سوات تر وزيرستانه پورې ځوانان ټول پۀ ټوک ډوډۍ پسې در پۀ در کډه پۀ سر ګرځي۔ د قبايلي سيمو ځوانان د شتمن وطن باوجود پۀ کراچۍ لاهور او پېنډۍ کښې يا د لاس پښو مزدوري کوي او پۀ مشکله د دوه وختونو رزق پېدا کوي بل طرف ته ئې د وطن پۀ خزانو باندې هم دغه د لاهور او پېنډۍ ښاماران پۀ يو شکل کښې او پۀ بل شکل کښې ناست دي۔ پۀ دې وطن کښې جوړه مصنوعي بدامني هم ددې د پاره جوړه شوې ده چې اولس سره د خپلو سرونو غم وي او د وسايلو نه نا خبره وي۔ دلته واکمن سياست مدار هم د څو ليزونو پۀ لالچ خاموش کړے شوے دے او د دې وطن مولا هم د څۀ ويرې لاندې خاموش کړے شوے دے۔ دلته به د هرې جمعې پۀ خطبه کښې د فلسطين د پاره دعاګانې کېږي او هره ورځ به د بازارونو کښې احتجاجونه کېږي خو چې د پښتونخوا وطن د وسايلو د خبره شي نو مولا صاحب به بيا خاموش وي۔ لنډه‌ دا چې ددې وطن پۀ بربادۍ کښې خان، ملک، ليډر او مولا يو شان ککړ دي۔ کۀ چرته مونږ ځان کښې سياسي شعور رابېدار کړو او ځان د خپلو قدرتي وسيلو نه خبر کړو نو هغه ورځ لرې نۀ ده چې پۀ بهر هېوادونو کښې پۀ مزدورو پسې ورک ځوانان به بېرته خپل وطن ته راوګرځي او هم دلته به ئې د رزق وسيلې جوړې شي۔ د پښتونخوا پۀ قدرتي وسيلو کښې کۀ مونږ صرف د مومندو د ماربلو اقتصادي جاج واخلو نو دغه يو ماربل هم کۀ د کلهمې پښتونخوا نۀ وي نو د نيمي پښتونخوا د ابادولو سبب جوړېدلے شي۔ د مومندو پۀ غرونو کښې چې د نورو معدنياتو نه علاوه صرف ماربل کوم دي نو د هغې غټ قسمونه دا دي۔

Types of Mohmand Marbles

1۔ Zyarat White

2۔ Khanqa white

3۔ Dawaizai Badil

4۔ Sheen kamar Badil

5۔ Kaimoor white

6۔ Gombati Golden white

7۔ Rehman white

8۔ Booski white

9۔ Red and white (dark & light)

10۔ Strawberry (dark and light)

11۔ Silkie Black

دا هغه ماربل دې چې د روزانه د زرونو پۀ حساب د مومندو نه ويستلے شي او د پېنډۍ نه واخله تر لاهور او کراچۍ پورې رسېږي۔ د يوې سروے مطابق صرف ضلع مومند پاکستان ته اويا فيصده ماربل ورکوي خو بدقسمتي دا ده چې د دې ماربلو اويا پنځوس سلنه برخه پۀ غرۀ کښې د راويستلو پۀ وخت کښې ضايع کېږي ولې چې دلته د درنګونو نه د دې ماربلو د راويستلو هېڅ منظم انتظام نشته۔ يا خو د کرنټ پۀ ذريعه راويستل کېږي او يا د بلاسټ پۀ ذريعه۔ بلاسټ پۀ دې شکل وي چې د درنګ پۀ ويخ کښې مزدوران سمڅ ووهي بيا هغه د بارودو راډکه کړي او خولۀ ئې بند کړي چې بيا د باتۍ پۀ ذريعه هغه بارود بلاسټ کوي۔ د دې سره يو غټ نقصان خو دا وشي چې دغه بارودي مواد پۀ هوا کښې خوارۀ شي چې د ډېرو مرضونو جرړه وګرځي۔ بله دا چې دې بلاسټ سره ټول غر وخوزي او متعلقه درنګ داسې راونړوي چې پنځوس فيصده کاڼے ئې ضايع کړي۔ ځني وخت داسې هم وشي چې بلاسټ وشي خو غر راپرې نۀ وزي۔ غر پۀ ځاے ولاړ خو وي خو د بلاسټ سره کريک شي چې بيا ئې هر وخت د راپرېوتلو ويره وي او ډېر ځل داسې شوي او کېږي چې دغه غر بيا پۀ داسې وخت کښې راپرېوزي چې ورلاندې کار کوونکي مزدوران، مشينان او لارۍ ګېرې کړي۔ او ځيني کاڼي دومره لاندې ورغړې چې پۀ ابادۍ هم ورشي۔ بهر حال د دومره ډېرو کړاونو نه پس چې پاتي کاڼي لوډ شي او کارخانې ته راوړلي شي چې څۀ کارخانې خو پۀ مومندو کښې دننه دي خو کومې چې غټې او زياتې کارخانې دي نو هغه د مومندو د خاورې نه بهر دي۔ بيا دلته بله الميه دا ده چې مونږ سره پۀ کارخانو کښې هغه د اعلی پائې مشينونه هم نشته چې کاڼے به بلکل روغ کټ کړي۔ نو د دغې لامله شل فيصده کاڼے پۀ کارخانه کښې خراب شي۔ يعني مونږ دا وئيلے شو چې مومند ټول پاکستان ته اويا فيصده ماربل خو ورکوي خو ولې پۀ مومندو کښې اويا فيصده ماربل د مشينرۍ د نشتوالي د وجې نه ضايع کېږي او صرف دېرش فيصده روغ راوځي۔ دا هغه کارخانې دي چې عوامو د خپل لاس پښو د مزدورۍ پۀ پېسو جوړې کړي دي پۀ يوه يوه کا خانه کښې تر دېرشو پورې مزدودان کار کوي او د دغه يو يو مزدور سره د ټول خاندان رزق تړلے شوے وي۔ خو د دغه کارخانو شمار هم ورځ تر بلې کمېږي۔ولې چې يو خو پۀ خپله بجلۍ کښې بلونه تر اتۀ او لس لاکه روپو پورې راضي چې د کارخاني پۀ ګټه باندې ډېر لوي اثر غورځوي۔ دويمه اهمه ايشو د کارخانو دا ده چې پۀ نيمه شپۀ ورته خطونه غورځولے کېږي بتې ترې غوښتلے شي۔ چې د نۀ ورکولو پۀ نتيجه کښې ئې خبره تر مرګه پورې رسېږي۔ دغې هم پۀ کارخانه ډېر منفي اثر کړے۔ د دې ماربلونه چې کوم سکرپټ ووځي دوي هغه د منوونو پۀ حساب بيا خرڅوي۔ خو کۀ دې ته دلته د جپسو يوه يوه کارخانه جوړه کړې شي نو دا سکرپټ به هم پکار راشي ولې چې د دې نه قسم قسم اوزار جوړېږي۔ ځکه چې دلته يوه کار خانه هم ددې د پاره نشته۔ بله پۀ ټول مومندو کښی د ماربلو د پالش يو مشين هم نشته ۔ وس کۀ چرته د مومند د دغه دېرش فيصده ماربلو مونږ د ټنونو پۀ حساب شمار وکړو او د ټيکس رالټۍ پۀ مد کښې د دې ګټه پۀ نظر کښې وساتو نو کوم چې د اعلی کوالټۍ ماربل دي نو هغه د زيارت، خانقاه او کېمور دي۔ صرف د کېمور ماربل د مياشتې پۀ حساب تر ديارلس زرو ټنو پورې د مومندو نه ووځي چې پۀ يو ټن ټيکس روئلټي 500 روپۍ ده کوم چې د مياشتې 6500000 او د کال 78000000 روپۍ جوړېږي ۔د زيات او خانقاه نه د مياشتې پۀ حساب تر شپېتۀ زره ټنونو پورې ماربل ووځي چې ټيکس روئلټي ئې 30000000 پورې جوړېږي چې د کال 360000000 روپۍ جوړېږي۔د دې نه علاوه چې د ماربلو کوم قسمونه دي نو هغه هم د مياشتې پۀ حساب د مومندو نه د يونيم لاکهه ټنونو پورې ووځي۔ د دغه نورو قسمونو ماربلو ټيکس رويلټي د ټن پۀ سر سل روپۍ ده چې مياشتې پۀ حساب 15000000 او د کال پۀ حساب تر 180000000 پورې روپۍ جوړېږي۔وس کۀ مونږ د کال پۀ حساب دغه د ماربلو ټوله ټيکس رويلټي    جمع کړو نو دا 618,000,000 روپۍ جوړېږي۔دا هغه ګټه چې کومه صرف د ماربلو نه د ټکس پۀ مد کښې حکومت ته ځي خو دا پته نشته چې حکومت ته ځي او کۀ د پۀ مومندو کښې ناست د لوړو څوکو مالکانو جيبونو ته؟ ۔ دا سوال ځکه جوړېږي چې تر نن ورځې پورې پۀ ټولو مومندو کښې د ترقیاتي کارونو شرح صفر ده۔ يو د کړپې سړک دے او يو د ګورسل چې د تېرو شپږ اووۀ کلونو نه وران ويجاړ پراتۀ دي۔ د مومندو نه يو طرف ته د کابل سيند بهېږي او بل طرف ته د سوات، خو د دغه دوه سيندونو پۀ مېنځ کښې مېشته اولس وس د څکلو اوبو پسې تر لرې لرې مزلې کوي۔ وس هم داسې خلق شته چې هغوي پۀ خرو اوبۀ راچلوي۔ وس چې د مومند ډېم کومه پروژه روانه ده هغه به د تکمیل نه پس اتۀ سوه میګاواټه بجلي جوړه وي خو مومندو ته به بيا هم پۀ څليريشت ګهنټو کښې هم هغه دوه درې کهنټې بجلي وي۔ د ماربلو پۀ کارخانو پسې به بيا هم هغه شان پۀ لوړ مقدار کښې بلونه راځي۔ د دې کارخانو پۀ مالکانو او مزدورانو به ئې هېڅ مثبت اثر نۀ وي۔ دغه لوي ډېم به د نړۍ پۀ لويو ډېمونو کښې شمار خو وي خو ولې د دې پۀ غاړه د مومندو لکهونه ايکړه زمکه به بيا هم شاړه پرته وي۔ کۀ چرته د دغه لوي ډېم نه مومندو ته يو نهر هم ورکړے شي نو دغه زمکه به دولس ميټرک ټنه غنم پېدا کوي چې تقريبا د ټولې به څۀ نا څۀ ضرورت پوره کوي۔ پۀ دغه نهري نظام چې څومره خرچه راځي نو صرف د ماربلو د يو کال د ټکس نه ډېر پۀ اسانه پوره کېدے شي چې د ټول اولس ژوند ورسره بدلېدلے شي۔ دغه شان  د مومندو پۀ غرونو کښې ځاے پۀ ځاے داسې ځايونه شته چې واړۀ ډېمونه او جهيلونه پکښې ډېر پۀ کمه خرچه جوړېدلے شي چې مومندو د غرونو شکل بدلولے شي او د سيلګرو مخه ځان ته راړولے شي۔ دا هم د ماربلو د ټيکس د روپو نه ډېر پۀ اسانه جوړېدلے شي۔

پۀ دې جديد او د ټيکنالوژۍ پۀ دور کښې وس هم پۀ ټوله ضلع کښې د جينکو کالج صرف يو دے او هغه هم بېخي د مومندو پۀ کوز سر کښې دے چې صرف د يو تحصيل د پاره هم کافي نۀ دے۔ لا تر اوسه پۀ مومندو کښې داسې علاقې شته چې پۀ هغې کښې  تعليم هېڅ نظام نشته او کۀ لرې لرې چرته يو پرائمري سکول وي نو هغه هم داسې وي چې د يو ونې لاندې ماشومان ناست وي او يو استاذ ورته لګيا وي۔ ياده دې وي چې دا هغه علاقې دې د کومو نه چې دا ماربل راځي۔ د هلکانو ډګري کالجونه صرف دوه دې او يو کامرس دے چې بيخي د ټولو مومندو د پاره ناکافي دي دغه شان کۀ مونږ د مسئلو شمار کوو نو پۀ سوونو دي خو د ټولو نه لويه الميه دا ده چې ددې ځاے رهبر هم سرکاري دے او ممبر هم‌۔

دا هم ولولئ

سوات، سېلګري او د پښتونخوا شتمنۍ صلاح الدين خان

خداے پاک پښتنو او پښتونخوا ته د ډېرو شتمنےو وراثت ورکړے دے۔ دا خاوره نه …