شتنمه صوابۍ ولې نېسمنه ده ؟—–عثمان ننګيال

پۀ مخ د زمکې الله پاک د هر قام پۀ سيمه رنګ رنګ نعمتونه او شتمنۍ پېرزو کړي دي دغه شتمنۍ او نعمتونه د غرونو سيندونو، دريابونو، ځنګلونو اؤ د داسې نورو قدرتي منظرونو پۀ شکل کښې سود کړي دي چې دا بيا د هر قام معدني وسيلې ګرځېدلي دي اؤ هر قام د دې قدرتي منظرونو نه پۀ رنګ رنګ شکلونو کښې د ګټې ميوې خوري ۔ پښتونخوا وطن  دغسې د صوابۍ سيمه هم لکه د پښتونخوا د نورو سيمو پۀ شان ډېره ښېرازه اؤ زرخېزه خاوره ده اؤ پخپله غېږه کښې لوي لوي سيندونه، دنګ دنګ غرونه، شنۀ شنۀ ځنګلونه لري خو د صوابۍ اولس د دې قدرتي منظرونو د ګټې د مېوو نه محرومه دے ۔ د دوي پۀ وړاندې پردي خلق پۀ داسې ډول د دوي د ټاټوبي رتبې ته راننووځي اؤ لکه د يو ګوجر د دوي د لنګې نه پۍ اخلي ۔ ولې څۀ کۀ د دې سيمې واکداران بې رحمه دي نو اولس هم بې رحمه، بې قدره اؤ د خپل ټاټوبي د شتمنو د وېړيا د ګټو پۀ اهميت هېڅ خبر نۀ دے ۔  څۀ وختونو کښې خو داسې هم شوي چې ګوجر ترې د پيو اخستلو پۀ غرض د صوابۍ د خلقو د ارټ د موګي نه لنګه هم پرانستې او بوتلې ده لکه پۀ کال دوه زره څلور کښې د صوابۍ پۀ سينه غوزېدلے دريائے سندهـ (اباسين) اوبو ته د پنجاب لوري د غازي بروتها د ډېم پۀ شکل کښې مخه ورکړلې شوې ده ۔ غازي بروتها د تربېله ډېم سره نزدې ووۀ کلومیټره فاصله کښې دے ۔ پۀ دې خاطر د وفاقي حکومت لخوا دا کار کړے شوے دے چې د دې نه بجلي واخلي او د پنجاب اولسونو ته ئې ورکړي اؤ د دې د ګټې پۀ برخه کښې د پښتونخوا د اولس هېڅ ګټه شريکه نۀ وي ۔ دا ظلم يواځې نۀ تربېله ډېم سره شوے دے بلکې دا د ټولې پښتونخوا اولس سره ظلم شوے دے ۔ د دې کړنې تر سره کولو سره صوابۍ تربېله ډېم او اولس ته غټ زيان رسېدلے دے ۔ بله دا چې د غازي بروتها ډېم ته د تربيله ډېم اوبۀ هم  غازي بروتها ډېم ته پرېوځي ۔ دا وخت د غازي بروتها ډېم څوارلس نيم سوه میګاواټه بجلي جوړوي او دا ډېم د رتبې پۀ لحاظ ډېر پراخه دے چې خواؤشا شپږ شپېتۀ زره ووۀ سوه اؤ شپږ اويا جرېبه رتبه لري ۔ تربېله ډېم هم د رتبې لۀ مخې ډېر پراخه دے چې دغه رتبه دوه اتيا زره جریبه زمکې ته نزدې رسېدلې ده ۔ دا ډېم شپږ زره څلور سوه او اتلس میګاواټه بجلي پېدا کوي چې د صوابۍ اولس ته ترې څلور سوه میګاواټه بجلي ورکړلے کېږي اؤ دا د وفاقي حکومت پۀ واک او اختيار کښې ده ۔ دا مهال د تربېله ډېم في يونټ بجلي پۀ دوه روپۍ خواوشا خرچ پېدا کړلے کېږي ۔ دا ټوله بجلي د نيشنل ګرِډ سسټم (National grid system) يعنې د ملي بجلۍ وېش پۀ ذريعه پېدا کړلے کېږي ۔ پۀ دې سلسله کښې چې د حکومت اؤ د صوابۍ اولس ترمېنځه کومې معاهدې شوي دي هغه ټولې ترسره کړې شوي دي خو دا يقيني نۀ ده چې خلق به یې ټولې ګټې ترلاسه کړي اؤ نۀ تراوسه د وفاقي حکومت لخوا چاته کوم ډول امتیازي حق ورکړلے شوے دے ۔ بلکې وخت سره سره پۀ داسې ډول کاوشونه اؤ هڅې کېږي چې د صوابۍ اولس پۀ دې برخه کښې څومره حقوق لري د هغې نه پۀ يو نۀ يو شکل کښې محرومه پاتې شي ۔

دغسې پۀ تېره پېړۍ کښې به د صوابۍ سيمې د ګدون اولس پۀ انفرادي اؤ اجتماعي توګه پخپلو جايدادونو او پخپلو پخپلو زمکو کښې د افيمو فصل کرلو ۔ ولې پۀ کال 1988عيسوي کښې د وفاقي حکومت لخوا د شهيد بېنظير بهټو د حکمرانۍ او حاکمۍ پۀ دوره کښې د ګدون اولس سره دا معاهده اوکړې شوه چې د صوابۍ د ګدون اولس به پۀ اجتماعي اؤ انفرادي ډول پخپلو پخپلو جايېدادونو کښې د افيمو د فصل کرل بند کړي او وفاقي حکومت به ورته د دې پۀ بدل کښې انډسټريل زون جوړ کړي ۔ دا معاهده د ګدون د اولس او وفاقي حکومت ترمېنځه کاميابه شوه ۔ د ګدون اولس پۀ کارخانو کښې پۀ ملازمت ګوتې پورې کړې او دغسې د ګدون د خواوشا علاقو خلق هم پکښې پۀ ملازمت شو ۔ دې کارخانو ته د وفاقي حکومت لخوا د مياشتې پنځويشت فيصده بجلي مفته ورکوکلې کېده او پۀ ټيکسونو کښې ورته هم څۀ برخه معاف کړې شوې وه چې د صنعت کارو سره سره ئې عام اولس ته هم وېړيا ګټه رسېده ۔ لۀ بده مرغه دا سلسله د وفاق پۀ تېره دوره کښې د جمود ښکار شوه او دا ټولې کارخانې پنجاب، اسلام اباد، فېصل اباد، لاهور، پېنډۍ او د پنجاب سره تړلې نورو ښارونو ته د يو سازش لاندې يوړلے شوې اؤ د ګدون اولس سره چې کومه معاهده د وفاقي حکومت لخوا شوې وه ۔  د دې معاهده د ماتولو پۀ ترڅ کښې د صوابۍ صنعت کارۍ ته هم زيان ورسېدو او عام اولس هم د روزګار نه محرومه کړے شو اؤ هغه ملازمين پکښې پۀ روزګار پاتې شو چې کوم ملازمين پۀ دې کارخانو پاخۀ (permanent) اخستلي شوي وو چې د دغه ملازمينو شمېر خواؤشا تر اوياوو رسي اؤ دې ملازمينو ته د وفاقي حکومت لخوا خپله برخه ورکړلے کېږي ۔ دا وخت د شمار پينځۀ يا شپږ کارخانې خلاصي دي اؤ نورې ټولې کارخانې پۀ عمومي توګه بندې کړلې شوي دي ۔ د دې کړنې سره پۀ صوابۍ کښې بې روزګاري زياته شوې ده اؤ عام اولس د غربت سره مخ دے ۔

د وفاقي حکومت د دې کړنو پۀ عمل يعنې د تربېلې د بجلۍ نه خلق محرومه کول او د ګدون نه انډسټريل زون پنجاب پلو وړل ۔ پۀ دې ناروا کړنو د پښتونخوا موجوده صوبايي حکومت ذمه وارو کسانو او د صوبې سره نورو تړلو ذمه وارو ادارو هم سترګې پټې کړي دي اؤ هېڅ غږ پۀ وفاقي حکومت نۀ کوي ۔ پۀ دې وخت کښې د صوابۍ د عام او خاص اولس دا فرض جوړېږي چې پۀ صوبايي موجوده حکومت اؤ پۀ ادارو غږ پورته کړي او خپلې ستونزې هوارې کړي اؤ خپل حقونه لاس ته راوړي ۔ ګني زر ده چې راتلونکی نسلونه به مو پۀ قبرونو ولاړ وي او د دعا پۀ ځاے به راپسې بدې ردې او سپکې سپورې وائي ۔

دا هم ولولئ

سوات، سېلګري او د پښتونخوا شتمنۍ صلاح الدين خان

خداے پاک پښتنو او پښتونخوا ته د ډېرو شتمنےو وراثت ورکړے دے۔ دا خاوره نه …