بونېر کښې د سېلګرۍ تنوع—- ايلم افغان

ايلم افغان

د دوه زره درېويشت د سر شمېرنې پۀ اساس بونېر 1,016869 وګړي لري۔ د خواندګۍ شرحه ئې 43۔75 سلنه ده چې پۀ دې کښې 60۔61 سلنه د سړو او 27۔40 سلنه د ښځينه ده ۔ بونېر پۀ شپږو تحصيلونو او 27 يونين کونسلو کښې وېشلې ضلع ده چې شمال ته ئې د سوات جنوب ته صوابۍ نمر خاتۀ ته شانګله ,جنوب لوېديځ ته مردان او د لوېديځ يوې څنډې ته د ملاکنډ د بازدرې کلي پراتۀ  دي ۔ د پښتونخوا دا ضلع د نورو سيمو پۀ شان پۀ لوړو غرونو اډاڼه ده چې جوګيانو سر ,کور سر,سنګر ټاپ,دوه سرے ,لوے سر,شهيده سر ,شنګړه,مابڼ ,د ملندرۍ سر ملنګ بابا سکره او نورې د بونېر د غرونو دنګې سوکې دي ۔ بونېر د نوييمې لسېزې پۀ پېل کښې د سوات څخه د ځانګړې ضلعې پۀ حېث بېله کړې شوه ۔  پۀ رګ وېد کښې دا سيمه د واريانه پۀ نوم  ياده شوې ,ځنې تاريخ ليکونکي پوهانو ليکلي چې بو پۀ نامه د اوبو او نېر پۀ مانا د نشت چې پۀ دې اساس دا هغه سيمه ده چې اوبه پکښې نشته ځکه بونېر نومېدلے ,ځنې مورخين پۀ دې اند دې چې بن ځنګل تۀ وايۀ شي او ېر د وطن مانا ورکوي او دا هغه ځاے دے چې د ځنګلونو وطن ياد شوے دے , علامه حبيبي پۀ خپل اثر ” د افغانستان لنډ تاريخ ” کښې د حدود عالم پۀ راوړنه دا سيمه بنهار د افغانانو وطن ياد کړے, ځنې  مورخين اټکل کوي چې زرګونه کاله د مخه بون خلکو دا سيمه ودانه کړې چې پۀ دې اساس بونېر ياد شوے دے , ائين اکبري کښې پنځه سوه کاله د مخه د بنېر ذکر شته دے , مېجر ارلېچ ليکې چې بونېر له اره بنهر ؤ , د اطالوي څېړنکارو له مخه د بونېر اولنے نوم بونېلي ؤ۔ ايلم د هندومت د ګروهيانو لپاره ډېر سپېځلے دے ,دلته رام چندر جي د سيتا سره د ګيان پۀ لټه کښې د بن باس موده پۀ رام تخت ( جوګيانو سر ) تېره کړې۔ رام  تخت يا جوګيانو سر ته به پۀ بېساک کښې د هندومت منونکي د رام چندر جي د رام تخت زيارت له راتلل چې د دوه زره اتم د دهشتګردۍ نه ورستو دغه لړۍ بېخي ودرېدلې ده , دا هغه هواګيره لوړه سوکه ده چې د سوات, ملاکنډ ,شانګلې , بونېر  ,مردان او تور غره پورې سيمې ترې ننداره کېدلې شي ۔                       د انډوګريک پېر ځنې اثار هم دلته موندل شوي او د دغه پېر د ياد باچا مېنندر يادونه هم د بونېر تاريخي ورثه يادېږي , د باچا مېنندر د پېر لوے بودهايي عالم ناګا سېنا تړون هم ځنې پوهانو د بونېر اړوند بيان کړے , د ناګاسېنا او مېنندر باچا تر منځ پۀ مکالمې اډاڼه کتاب “ملنډه پڼو ” چې ځنې پښتنو پوهانو د دې ار کتاب پۀ پښتو اټکل کړے او اوسنے چې کومه د دې نسخه شته ده دا د هغه ار کتاب ژباړه يادوي , د دې تاريخي مخينې پۀ اساس د بونېر لرغونے تاريخ نور زړۀ راکښونکي بريد ته ننوځي او نورو تاريخي ژورو څېړنو ته لارې جوړوي۔ دغه شان د بونېر تاريخي مخينه تر سيکندره هم رسېدلې چې هغه د کړاکړ پۀ کنډاو را اوړېدلے او د بونېر  کښته سر تر نوګرام ئې د تخت بۍ د راجه اوره د راڼۍ پايه تخت راني ګټ ئې لتاړ کړے ؤ ۔

دا هم تاريخ کښې وئيلے شوي چې لوے عالم پانيني د راني ګټ پوهنتون کښې د سنسکرت ژبې اوستاذ ؤ ۔ لنډه دا چې بونېر د بودهايي پېر ډېر لرغوني اثار پخپله سينه کښې لري او د دغه پېر اثار د بونېر پۀ هر ګوټ کښې تر ننه موندل شوي او موندل کېږي۔

د مغولي ښکېلاک د غرور ککرۍ هم بونېر کښې ماتې شوي دي چې د ملندرۍ د غرونو هسکې څوکې ئې تر ننه ګواه ولاړې دي , د دې سيمې ننګيالو پښتنو لوے اکبر د خپل نازولي بېربل پۀ وژلو داسې زورولے ؤ چې درې ورځې ئې پۀ غم کښې نارې نهورې تېرې کړې وې۔ د نړۍ لوے زبر ځواک پيرنګے هم پۀ امبېله کښې پښتنو د شريکې پۀ ننګ پۀ ګوډو کړے ؤ او د دوي پۀ غوښو ئې د امبېلې ګيدړ ماړۀ کړي وو ۔ تاريخ بونېر کښې د اسراييلي پېغمبرانو د څلو ذکر هم کوي او د اسلام د سپېځلي دين د خپراوي پۀ اساس د راغليو صحابيانو زيارتونه هم دلته شته دي چې ورستو لوے لوے اولياء کرامو هم دلته د دعوت او تبليغ چارې پۀ مخ بوتلې چې پۀ دې اساس بونېر د اولياء کرامو ټاټوبے هم ياد شوے ۔ د رېګا (بونېر ) سر تور فقير هم د ملاکنډ پۀ غزاګانو کښې پيرنګيانو ته لوے   مزاحمت پېښ کړ او جرنېل چېمبرلېن ته ئې غاښ ماتوونکي غوځارونه ورکړي وو ۔ د پښتني خاورې پۀ دې مزاحمتي کړکېښ کښې د سيکندر نه نېولے تر مغلو,سيکهانو ,پيرنګيانو پورې پۀ دې ټولو غورځو پرځو کښې د بونېريانو لوے  تاريخي کردار لوبولے او د خاورې ,وطن د ازادۍ او څوکالۍ لپاره ئې سختې ګاللي دي ۔

د لرغوني , تاريخي مزاحمتي شاليد نه پرته د بونېر جغرافيه لکه د ټول پښتون افغان وطن پۀ شان رنګينه او د سېلګرۍ لپاره موزونه ده ۔ دنګ شنۀ غرونه , روانې دوانې د سپينو اوبو خوږې يخې چينې,ابشارونه ,چړونه ,جرجوړي او ګودرونه ۔ د نخترو ,پې اوچو ,بنجو او ډول ډول ونو ځنګلونه, يخې هواګانې , د نمېرو ګلدارې ونې , د پلواړي د ګلو جاخونه او جاړې او بهېدونکي خوړونه د سېلانيانو لپاره زړۀ راکښون  لري۔

بونېر د سېلګرۍ ډېر ځايونه لري بلکې که دا ووايو چې ټول بونېر د سېل يو موزون ځاے دے چې هر تنګے , دره او غر د چينو , ونو بوټو ,ګلونو,جاړو او جاخونو پۀ اساس د طبعي ښکلا نندارې وړاندې کوي ۔ د کړاکړ نه نيولے تر کلېل پورې د غرونو دا سلسله ګام پۀ ګام داسې صحنې لري چې اروا پکښې د خوښۍ ګډاګانې کوي , د غرونو دا لړۍ يو شمېر چينې ,خوړګي ,چړونه او ابشارونه لري, د قيمتي ونو او  نمېرو ځنګلونو د دې سلسلې ښکلا نوره ځلولې ده۔ پۀ کلېل کښې د لوړو غرونو پۀ سر د بونېر او سوات بريد تۀ سنګر ټاپ وايۀ شي چې د طبعي ښکلا نندارې ئې جنتي صحنې د سترګو وړاندې راوړي ، دې سر ته مخامخ د بونېر ياد لوړ غر “دوه سرے ” هم د خپل جمال او جلال سره هسک ولاړ  دے ۔ د دوه سري او کلېل پۀ لمن کښې بر ګوکند ,کوز ګوکند او بېکند کلي د ښکلا نمونې دي چې يخې چينې دنګ دنګ نختران بېلا بېل ونې بوټي او د سپينو خوږو ابو خوړ ئې وړاندې بهيږي , پۀ دې خوړ يو شمېر ژرندې چلېږي او ډول ډول فصلونه پرې خړوبېږي ۔ ګوکند د بونېره تر ټولو لويه دره ده چې د سېلګرۍ لپاره د خپلې طبعي ښکلا پۀ اساس زياته موزونه ده۔

د کړاکړ نه تر ګوکند پورې دې غرنۍ سلسلې ته که د ابشارونو سلسله ووايو نو بې ضايع به نۀ وي ځکه د کړاکړ اسماني موړ ته مخامخ ابشار (چړونه) چې د بونېر سوات لوې لارې نه ئې ننداره کېدے شي , دويم  د چړ کلي دنګ ابشار دے چې ډېر د لوړ کمر نه رابهيږي چې تر لرې پورې ئې پشم سړے لمدوي د دې خواوشا نور واړه ابشارونه او ځړوبي پخپل سندريز شړار کښې بهېږي , وس وس چې کوم ابشار سېلانيان خپل اړخ تۀ زيات رامات کړي هغه د شودرې تاغان ابشار دے چې ځايي خلک وته امبرېلا واټر فال هم وايي چې بېخي د چترۍ پۀ ډول د ډېر لوړې نه خور اور پۀ شړار رابهېږي چې ددې دنګو دنګو غرونو پۀ منځ کښې پۀ سړي پيرياني کېفيتونه راولي ۔ دغه شان دې سلسله کښې د ايلم تاريخي غر ,جوګيانو سر رام تخت او د دې پۀ شا د پير بابا خواوشا پۀ طبعي ښکلا سينګار لوے واړۀ کلي ملک پور ,بټۍ,بيشوڼۍ ,دوکډه,پولانډ او نورې  غريځې بانډې د سېلګرۍ لپاره پۀ زړۀ پورې ځايونه دي۔

د کړاکړ څخه نيولې د بونېر پۀ لوېديځ چې د غرونو کومه لړۍ پرته ده هسې خو دا ټول د قدرتي ښکلا ونو بوټو او چينو سينګار سيمه ده ولې بيا هم پۀ دې کښې د بونېر او او د بريکوټ (سوات) پۀ بريد يو ډېر ښايسته , يخ د بنجو د ځنګلونو او خوړګو ځاے بنجير بابا زيات د ياد وړ دے چې خوا کښې ورسره تاريخي غر موره بانډه هم چې د خپل ښايست ثاني نۀ لري پرته  ده ۔ د غرونو دا  لړۍ د سکرې پشان هسک غرونه هم لري چې دې غرونو کښې د سارانو (ځنګلي) ګډو ناياب نسل هم شته چې دا ناياب نسل وس د ورکېدو سره مخ دے , د سکرې وېخ ته د نانسېر ښکلے کلے او د بخۍ د يخو خوږو اوبو چينې کال وسر ځنده وي ولې د پشکال د بارانونو سره دا چينې نورې جوش ووهي او مياشت نيمه د خوړ شکل اختيار کړي ,پۀ دې ورځو کښې دا د ښيښو پۀ ډول يخې اوبه د سېلانيانو بنډارونه خپلې خوا تۀ رامات کړي ۔ د سکرې سره سېلمه چور بانډه او سر بانډه چې د مردان روستم سر پۀ بريد پرتې بانډې دي د طبعي ښکلا ,يخو چينو , ځنګلونو او جنتي موسم بانډې دي ولې دا بېخي د سېلګرۍ اسانتياوې نۀ لري او لا تر ننه د سېلانيانو د نظرونو څخه پټې پرتې دي , د دې بانډو څخه هم پۀ پشکال کښې د ګړهبندې  خوړ راځنده کېږي چې د داسې يخو او پاکو اوبو ثاني پۀ لر بر وطن کښې نۀ تر سترګو کېږي۔

دغه شان د بونېر چغرځو سيمه د خپل ښايست ثاني نۀ لري د جګو غرونو د يخو چينو ,سړو هواګانو دا واورينه سيمه پۀ قدرتي ښايست زياته سينګار ده , شهيده سر د چغرزو او ښکلې شانګلې پۀ بريد هغه لوړ د غرونو سر دے چې د پښتون وطن کوه قاف ورته وئيل زيات پۀ ځاے دي , د شهيدې سر نه د چغرزو او شانګلې د غريځو کليو نندارې روح او جزبې رالړځوي ۔

د مابڼ غرونه بيا د بونېر تر ټولو ښکلې زړۀ راکښونکې سيمه ده چې پۀ ښايستونو ئې کتابونه ليکلے کېدے شي ولې د سېلګرۍ هيڅ يوه اسانتيا نۀ لري او وس خو د رياستي اثاثو تالبانو له ويرې هډو څوک زړۀ نۀ شي کولے چې د دغه جنتي غرونو  نندارې ته لاړ شي ۔

د لوړ بحث پۀ رڼا کښې مونږ وييلے شو چې بونېر پۀ ګڼو حوالو د سېلګرۍ تنوع لري ۔ لکه لرغونے تاريخ , لرغوني اثار , تاريخي ځايونه او وګړي , سپېځلي څلي او طبعي ښکلا ۔ د دې بېلا بېلو بنسټونو پۀ اساس بونېر د هندومت, بدمت , مسلمانانو , د تاريخ او لرغونې اثارو سره اړوند خلکو لپاره بونېر يو شان د راتګ وړ ځاے دے , که دغه نکتې پۀ پام کښې لرلو سره رياست پۀ دې باب له کوټلي ګامونه واخلي , اسانتياوې جوړې کړي نو د پښتونخوا وطن غورځېدلے اقتصاد  د دې لارې پياوړے کېدے شي ۔

عوامي نېشنل ګوند چې د ماينز او منرل بل اړوند کومه  مزاحمتي مبارزه پېل کړې بايد د ماحولياتو اړوند کتنه هم دې خوا ته وشي ۔ د مايننګ پۀ وجه چې کوم روغتيايي او ماحولياتي زيانونه پښتون وطن کښې لکه د وبا خواره شو او  د پښتون وطن طبعي ښکلا ئې کنډر کنډر کړه پکار ده د ماحولياتو پوهان پۀ دې اړه واورېدلے شي او د هغوي لارښودنې د پامه ونۀ غورځولې شي ۔ که د پښتون وطن چې د لرغونو تهذيبونو ټاټوبے او ځانګو يادېږي دا تاريخي ,تهذيبي مخ چې وړاندې ئې مونږ يوه اجمالي خاکه وړاندې کړې د دې جوګه وي چې د دې لارې د ځايي ,سيمييزو او نړيوالو پام دېخوا را اړولے شو او پۀ دې اډاڼه د برباد وطن تاله اقتصاد بېرته ودرولے شو نو ولې د خپل وطن طبعي ښکلا پۀ پولادي سپينو ارو او بارودي خټينګانو بد رنګه کوو

دا هم ولولئ

سوات، سېلګري او د پښتونخوا شتمنۍ صلاح الدين خان

خداے پاک پښتنو او پښتونخوا ته د ډېرو شتمنےو وراثت ورکړے دے۔ دا خاوره نه …