ضلع خېبر چې پۀ ډېرو حوالو سره د اهميت وړ ده ۔ يو خوا کۀ د خېبر دغه تاريخي دره د مينځۍ او جنوبي اېشيا تر مينځه د زرګونو کلونو تاريخي تړون لري نو بلخوا پکښې د ځانګړې جغرافيې او اب و هوا له وجې ډېرې شتمنۍ موجودې دي ۔ پۀ دغه شتمنو کښې يوه شتمني د تيراه بنګ يو مشهور فصل دے چې پۀ عمومي توګه باندې د نشائي توکو سره تعلق لري ولې دغه فصل چې بنګ ترېنه تيارېږي د صدو صدو نه د دې غرونو د اولس د ګټې وټې ذريعه ده ۔ ځکه چې د بنګ نشه د تماکو نه قديمه نشه ده ۔ د پښتون وطن اولسي ادب کښې هم د بنګو بلها ذکر دا ښائي چې بنګ د کلتوري اقدارو برخه ګرځېدلې ده ۔ د ضلع خېبر پۀ تيراه سيمه چې د سطح سمندر نه د دريو زرو نه تر پينځۀ زرو فټه پورې اوچته سيمه ده ۔ پۀ دې سيمه کښې کۀ يو خوا د پښتونخوا وطن قيمتي لرګے نښتر، ديار او پړتل ولاړ دي نو بلخوا پکښې پۀ يو خاص مقدار باندې چنغوزې هم کېږي چې دا وخت پۀ مکمله توګه باندې يرغمال دي ۔ د دغې هر څۀ سره سره بنګ هغه بوټے دے د کومې نه چې چرس پېدا کېږي ۔ دا بوټے لکه د غنم جوار غوندې د مستقل فصل پۀ توګه باندې کرلے کېږي ۔ د دې کر عموما پۀ سپرلي کښې وي او دغسې پۀ شکال او کتک مينځ کښې دا راورسي ۔ د پوه يعنې د دسمبر د مياشتې د راتلو سره دا بوټے لاو شي او دغسې د بارانو نو او واورو نه پس پۀ کورونو کښې د دې نه چرس تيار شي ۔ دغه چرس يو وخت د دنيا نورو ملکونو ته هم تلل او دغسې د پښتونخوا سره سره د پاکستان نورو سيمو ته هم ليږل کېږي ۔ هر څو کۀ دلته د چرسو نه صرف د نشې کار اخستے کېږي حالانکې دغه چرس د ډېرو دوايانو لکه د کېنسر (سرطان) پۀ دوايانو کښې هم د چرس پکارېږي ۔ دغسې د څرمن او د نورو بيمارو د پاره هم چرس غوره توکے دے ۔ پۀ تيراه سيمه کښې چې د اپرېدو څومره هم ټبردارۍ دي د اولسونو د ګټې وټې دغه ذريعه اوس حکومتي بندېزونو سره مخ شوې ده چې اولس ئې د تاوان سره مخ شوے دے ۔ بلکې د چرسو دغه ټېکې هم اوس پۀ غېرقانوني توګه د اولس نه تروړلي شوي دي ۔ هر څو کۀ پۀ خلقو باندې د چرس د تجارت کولو پابندي ده خو پۀ دې هر څوک پوهېږي چې د پښتون وطن هر ګټه کونکے څيز قانوني توګه باندې صرف د اولس د پاره بند شي باقي سرکاري ټېکداران د ټاوټس او کمېشن کارو پۀ مرسته اوس هم د خېبر دغه سوغات د پاکستان نورو ښارونو سمګل کوي ۔ د کال دوه زره پينځۀ د مخه تيراه سيمې سل ټنه چرس پېدا کول ۔ اوس دغه پېداوار سل منه هم نۀ دے او دغسې هغه د پښتنو جديد مشهوره مقول ده چې چرته وسايل دي هلته مسايل دي ۔
د تورخم تجارتي لاره :
تورخم د خېبر ضلعې يوه دره کښې راځي کومه چې د پېښور نه پۀ نمر پرېواتۀ پرته ده۔ تورخم د مينځنۍ اېشيا د تجارت تر ټولو لويه ذريعه ده چې د سمندر د سطحې نه 2579 فټ پۀ بلندې باندې پروت دے ۔ د پاکستان او افغانستان د تګ راتګ د پاره تر ټولو زياته کارول کېږې پۀ کال 2012 کښې د تورخم پۀ لار د پاکستان او افغانستان پۀ مينځ کښې دوه نيم اربه ډالره ماليت تجارت کېدو کوم سره چې پۀ زرګونو د ځائي خلکو روزګار هم تړلے شوے ؤ او د پښتونخوا د زمکو ځنې مېوې سبزۍ او د پېښور او ګدون کارخانو توکي هم تلل راتلل ۔ خو د کال 2015 نه پس دغه تجارت د دواړو حکومتونو د خپل مينځې شخړو له امله د ځنډ ښکار شو ۔ دغه تجارت پۀ کمېدو شو ان تر دې چې دغه حجم پۀ اخري سطح راغے او صرف 0۔4 ارب ډالر شو چې له وجې ئې ځائي محنت کشه يا مزدور کاره طبقه هم متاثره شوه ۔
دکسټم د حکامو د يو رپورت ترمخه د تورخم پۀ پُوله به يوميه 3 مليونه ډالره اوسطاً دواه طرفه تجارت کېدو کوم نه چې اوس دواړه هېوادونه محروم دې او دغه تجارت بند دے ۔ پۀ دغه تجارت کښې به 1۔6 ډالر امپورټ او 150 مليونه ډالره ايکسپورټ کېدلو_بلخوا د اميګريشن حکام د يوې اندازې ترمخه د تورخم پۀ پوله يوميه 10 زره خلک ځي۔ او راځې_
دغه تجارت د کمېدو يا د ختميدو لا عامل خو ډېر زيات دے ځاے پۀ ځاے د ځائي پولیسو يا د خاصدارو چوکۍ دي کومې چې د ګاډي پۀ حساب د ډريورانو نه پۀ زوره پېسې اخلي او که پېسې نۀ ورکول کېږې نو د هغوې مالونو ته زيان رسول کېږې ډرېوران زورول کېږې او پۀ پوله د اوړېدو کښې ورته قسمه قسم ستونزې جوړوې_
بیا د کسټم کليرنګ چې کوم اېجنټس دي د هغوي رويې له امله تاجرانو او ډرېورانو ته مختلف پرېشانۍ جوړول کېږې ۔ بلخوا هغه د اېمل ولي خان خبره چې (خبره د ډوميسايل شي نو پښتانۀ د پنجاب پۀ نسبت پاکستان ته زيات د منلو وړ نۀ دي) ۔ځکه چې افغانستان د پښتنو سره لګېدلے ملک دے چې يوه خاوره، يو کلتور، يو نسل او يو مذهب مو شريک دے ۔ خو بيا هم پاکستان نۀ غواړي چې د پښتنو تجارتي لارې دې ابادې وي او کۀ ابادې وي نو صرف د غلا د مال اوړلو او راړلو د پاره ۔ کومه چې پۀ غېر قانوني توګه يو څو قبضه ګرو ټوپک مارو ته وده ورکوي ۔ بلخوا د هند او د پنجاب ترمينځه چې څومره هم تجارتي لارې دي ټولې پۀ تود جنګ کښې هم بندېږي نه او دغسې پنجابي تجارتيان خپل ايکسپورټ او امپورټ پۀ خلاص مټ کوي ۔ده دواړو حکومتونو د عدم دلچسپۍ له وجې د تاجرانو ډېر زيانونه اوشول کومې د وجې چې د هغوې زړونه مات شول او خپل کار روزګار ئې چرته نورو علاقو ته منتقل کړو يا مونږ دغه وئيلي شو چې د يو منظم پلان له لوري دغه د پښتنو روزګار وتروړل شو ۔
Pakhtoon | The Magazine Publishing Since 1928