اسامه خان پاڅون د ساولډ هېر د غر کرش پلانټونه او حکومتي جبر

ساولډهېر د مردان ضلعې يو تاريخي علاقه ده چې پۀ وادي سدهوم کښې هم راځي ۔ دا چې اولس يې د مختلفو پېشو سره تړلے دے پۀ دې کښې د سرکاري نوکرۍ نه واخله تر مسافرۍ، زميدارۍ او کاروبار پورې خلق د مختلف کارونه کوي ۔ د ساولډهېر ټوله زمکه نهري ده پۀ دې وجه يې ګڼ شمېر خلق د زميدارۍ سره وابسته دي ۔ د دې سره سره دوه کاروبارونه  د د دې کلي سره پۀ خاصه توګه تړلي شوي چې يو پکښې د لرګو کاروبار دے دلته کښې د لرګو مشينان چې پۀ کښې  مختلف قسم سامانونه تياريږي لکه تختې، کړۍ، ډګي او ډاګې وغېره د پېښور او مراټي د کارخانو نه واخله تر لاهور پورې ترې  مالونه ځي۔ دوېم کاروبار د غر دے چې پۀ ګڼ شمېر تعداد کښې د مردان ضلعې سره سره د نورو ضلعو خلق هم د دې کاروبار سره تړلې دي ۔ پۀ دې غر کښې مختلف قسم ونې بوټي هم شتون لري لکه غوړاڅکے، پلوسه، کيکر، شوې، بېره واښۀ او بروزه چې د دې ښکلا يې يو پۀ دوه کړې ده ۔ ]”د ساولډهېر ټوله رقبه 45401 = کنال د غر رقبه 1798 = کنال “[i]

د ساولډهېر د غر سلسله دهغه غرونو د سلسلې برخه ده کومه سلسله چې د قبلې له اړخه د ملاکنډ نه را شروع شوې ده او مخ پۀ نمر خاتۀ د بونېر سره جنګېدلې ده ۔ د ساولډهېر غر ته کۀ پۀ تاريخي ډول وګورو نو  د يو نامعلوم وخت نه يې د دې کلي د خلقو مختلف قسم ضرورتونه پوره کول او تر دې دمه پوره کوي چې پۀ کښې کاڼے، خشاک او ګيا د ذکر وړ دي ۔ خو د تېرو دېرشو کلونو نه چې ساولډهېر د مردان ضلعې پۀ کاروباري حلقه کښې کوم ځائے پېدا کړے دے پۀ هغې کښې د ساولډهېر د غر ډېر لوے لاس دے ۔ ]”پۀ  پخواني وختونو کښې به مشرانو د غر نه کاڼي راوړل  دغه کاڼي به  پۀ لاسود جبل ذريعه ويستلے کېدل او پۀ رېړو کښې به د کلي کلي ګوټ ګوټ ته تلل دغه وخت تقريبا د کال 1990ء پورې چلېدلے دے”[ii][

دا کاڼي به رېړو واله د خپل ذاتي استعمال سره سره پۀ مزدورۍ هم راوړل خو ولې د ابادۍ د زياتېدو سره سره دغه ضرورت زيات شو چې نۀ خو دغه ضرورت بيا پۀ رېړه پوره کېدلو او نۀ د لاسو پۀ جبل د دغې ضرورت تر مخه غر ته پۀ وړومبي ځل د کاڼو درنګونه راغل يا شروع شول چې پۀ باقاعده طور به يې کاڼي ويستل او خلقو به ترې پۀ پېسو اخيستل ۔ ]”پۀ باقاعده طور تقريبا پۀ 1991/92ء کښې د کلي پۀ غر کښې د کاڼو درنګونه شروع شول چې دغې سره پۀ وړومبي ځل د لاسو ډرل راغلو چې پۀ دغې باندې سورنګان ويستلے شول او د تورو باردواستعمال به ورکښې کېدلو او د بلاسټنګ پۀ ذريعه کاڼي ويستل شروع شول”[iii][۔ پۀ وړومبي ځل چې کله دغه درنګونه شروع شؤل د دې سره نۀ صرف د کلي د خلقو ضرورتونه پوره کېدل شروع شول بلکې د خوا اوشا کلو نه هم خلق دلته کاڼو پسې راتلل شروع شؤل او دا سلسله ډېره پۀ تېزۍ سره مخ پۀ وړاندې لاړه دغه لږ بلکې تېز بدلون د ځان سره سره د ساولډهېر غر ته پۀ وړومبي ځل د کرش مشين پۀ نوم نۀ صرف نوې مشينري راوړه  بلکې پۀ مستقله توګه يې د خلقو د روزګار مخه هم دغه اړخ ته کړه چې نۀ صرف پکښې خلقو خپلې پېسې انوېسټ کړې بلکې د عام اولس روزي  هم پۀ ډېر تعداد کښې د دې سره وتړلې  شوه ۔ کۀ وګورو د مزدورۍ او روزګار پۀ مد کښې دا د کلي پۀ سطح يو ډېر لوے انقالاب وۀ ۔]”پۀ  څلورو پنځو کلونو کښې دننه ساده کرش مشينان راغلل چې پۀ دغې کښې دا پنځۀ کسان وو, هارون شاه روغاني، سيد شريف، فقير خان، ګل محمد استاذ او حاجي نور خداد دا هغه کسان وو چې وړومبي وړومبي يې  دلته ساده کرش مشينان ولګؤل “[iv] [

کله چې دا مشينان زيات شول نو نۀ دلته صرف ډېرو مزدورانو ته د کار کولو موقع ملاؤ شوه بلکښې هنر مندان خلق هم  پۀ کښې پۀ روزګار شول د کلي نه علاوه د بهر ضلعو هغه خلق چې د مشين سره تړلي هنرونه يې زده وو هغوي هم دلته د کار کولو د پاره راتګ پېل کړو پۀ دې مشينانو کښې به د کار  کوونکو ترتيب څۀ پۀ دا ډؤل وۀ ۔ ]”پۀ دې مشينانو کښې به اتۀ کسان عام مزدوران وو، يو به ډرل مېن وۀ دۀ سره به يؤ هېلپر هم وۀ، د مشين مستري يؤ ټرېکټر به وۀ اؤ يو به د ټرېکټر ډرائيور وۀ”[v][

پۀ دې مشينانو کښې نېغ پۀ نېغه دولس کسان پۀ روزګار شول او د دې سره سره ټرېکټرو واله او نورو وړو ګاډو واله ته هم د مزدورۍ کولو لار ملاؤ شوه پۀ دې مشينانو کښې به مختلف قسم مېټريل وتل لکه د مثال پۀ توګه  کرش، روړه او خاکه اؤ دا درې واړه شيان قابل استعمال دي چې پۀ مختلفو ځايونو او کارونو کښې استعماليږي ۔ دې مشينانو سره نۀ صرف د دغه شيانو تعداد ګڼ شۀ بلکې پۀ اسانه به ډېر تعداد کښې کرش، روړه او خاکه ملاوېدل ۔  د دې مشينانو د راتګ سره د غر زمکې هم قيمتي شوې وجه يې دغه وه چې دا زمکې اوس عامې زمکې پاتې نۀ شوې د يو مارکېټ حېثيت يې تر لاسه کړو ۔

کرش پلانټونه : د ساده کرش مشين نه پس پلانټونه راغلل  د دې  کۀ يو خوا قيمت او خرچه   يو پۀ دوه زياته وه نو بل خوا يې د ساده کرش مشين  پۀ  نسبت يو پۀ دوه زيات عام او خاص خلقو ته  د مزدورۍ او روزګار موقع ورکړه ۔ دا پلانټونه هم ډېر پۀ تېزۍ ولګېدل او پۀ لس اتۀ کاله کښې يې د غر نقشه بيخي بدله کړله ولې چې د شپې او ورځې به د غر نه ګاډي چلېدل شروع شول ۔ ]”کله پۀ کال 2017ء کښې مونږ د پلانټ د پاره مشينري راوړه نو صرف پۀ اغستلو يې اتيا لاکه روپۍ خرچه راغلې وه کله چې کلي ته راورسېده او بيا مو (Install) کوله شل لاکه پرې دغه خرچه راغلې وه”[vi][ ۔ د کله نه چې د پلانټونو تعداد  پۀ زياتېدو شو نو د دې سره سره د مزدورانو پۀ تعداد کښې هم زيات والے راغے اؤ ورسره د تړلې هنرمندانو تعداد نۀ صرف سېوا شۀ بلکښې د بهر ضلعو نه ورته د خلقو تګ راشروع شو د دې مزدورانو ترتيب څۀ  پۀ دا ډؤل دے ۔ ]”د پلانټ پۀ د پاره مختلف  قسم مواد ضروري دي د کومو پۀ ذريعه چې بلاسټنګ کېږي رف مال پېدا کېږي  او د هغې نه پس نور کار مخ پۀ وړاندې ځي د دې د پاره بارود، فرنسائل، بجلي، نائټرېټ خاوره او ډيزل ضروري دي ۔  د دې سره سره د هر کار د پاره جدا  جدا مزدوران پۀ کار وو ۔ دوه د مشين مستريان يو د شپې او بل د ورځې د پاره، يو ګاله مېن (هغه کس چې کاڼے د سائز مطابق مشين ته وړاندې کوي)، څلور ډرل مېنان د دوي سره هېلپران، دوه د انجن مستريان دوي سره هېلپران، درې منشيان چې يو مېن منشي د حساب کتاب د پاره، دوه د پلاټ منشيان، يو لنګري او يؤ چوکيدار ساتل لازمي دي” [vii][ ۔ دلته کۀ وکتلے شي د کار کوونکو تعداد ډېر زيات شوے دے دغه شان د پلانټونو د زياتېدو سره پۀ ډېر لويې مقدار کښې د کرش، روړې، خاکې، پېن کرش او ډرون (نيمه انچۍ کرش) پېداوار زيات شو او کومو مزدورانو چې به دلته کار کولو نو دي ته نه صرف يو مستقل روزګار ملاؤ شو بلکښې ښې ښې تنخوا ګانې به ورته هم ملاوېدلې ۔ لکه: ]”مونږ به مېن مشي له څلوېښت زره، دوه نورو منشيانو پينځۀ ويشت زره او د لېبر هم دغه شان کمه زياته تنخوا جوړېده او ډرل مېن به د ټېکې پۀ حساب سره کار کولو”[viii][

دې د پاره د بهر ځايونو نه نورې غټې غټې مشينرۍ راغلې چې پۀ کښې غټې او وړې  لوډرې او اېکسويټرې  شاملې دي د دې قيمتونه پۀ کال 2017ء کښې دا وو۔ ]”د لوډرو دوه قسمونه وو “950 Category B”  چې هغه سېکنډ55 لکه روپۍ وۀ، دوېم قسم     “966F Category B” چې قيمت يې يو کروړ روپۍ وۀ دې سره سره مونږ يو(۱) اېکسوېټر د کوريا نه راغوښتے وۀ چې لس کم يو کروړ روپۍ خرچه پرې راغلې وه”[ix] [ ۔ دلته مونږ تا اندازه اوشوه چې د يو پلانټ د پاره څومره مشينري پۀ کار ده او څومره پېسې پرې  خرچ شوي؟ لکه څنګه چې مونږ وړاندې دا خبره کړې ده چې دا پلانټونه ډېر پۀ تېزۍ سره مخ پۀ وړاندې لاړل د دې نه کال دوه پس چې چا پلانټونه لګولي وو پۀ هغې  د دغه ذکر شوې خرچې نه زياتې پېسې لګېدلي دي ۔ دکال ۲۰۱۷ء  د پلانټ خبره چې وکړو نو پۀ يو پلانټ  دوه کروړه پينځۀ څلوېښت لاکه روپۍ 24,500, 000 خرچه سره د مشينرۍ راغلې ده ۔ د دې نه علاوه د ليز پۀ مد کښې هم ډېر خلق د دې سره تړلي دي چې پۀ موجوده وخت کښې لس ليزه دي چې د هغې تفصيل څۀ داسې دے ۔ ]” د ټولو وړومبے ليز پۀ کال د 2003ء کښې د کلي  “پہاڑ کمیٹی”  کړے ؤ، (۲)ليزونه حميد اېنډ کو، (۵) ليزونه وصال اېنډ کو، (۱) امين شاه روغاني او (۱) ليز د حاجي ميرخداد پۀ نوم باندې شوے دے” [x] [

دا ليزونه د ځائے (رقبې) پۀ لحاظ د يو بل نه مختلف دي چې د پنځوس اېکړو نه واخله تر دوه 200 اېکړو پورې شتون لري او پۀ مختلفو وختونو کښې شوي دي ۔ بل د دې  سره هغه خلق هم تړلې دي د کومو خلقو چې پۀ غر کښې جائيدادونه دي دغه زمکې  د پلانټونو د راتګ نه وړاندې د مختلفو فصلونو د پاره هم کارولې شوې خو ولې کله چې FWO  د موټروۍ منصوبه راؤړه نو دغه زمکې يې د ډکون د پاره اوچلولې چې دې سره د دغه زمکو سطح ګډه وډه شوه او د کروندې نه اووتلې چې خلقو د پلانټونو مالکانو ته پۀ ايجاره ورکړې د پلانټ پۀ سر  د يو لاک روپو نه تر يو نيم لاک روپو پورې پۀ دغه مد کښې مالکانو ته ايجاره  راځي ۔ پۀ کال 2019ء کښې د حکومت لخوا پۀ دې هر څۀ بندېز ولګېدلو او وجه يې دغه اوښودلې شوه چې دغه ځائے کښې کنډرات دي چې دغې پلانټونو کښې کله بلاسټنګ کېږي نو دې ته ترې نقصان رسيږي ۔ د زمکو مالکان، مزدوران، هنرمندان، ليز هولډران، د پلانټونو او مشينانو مالکان د حکومتي جبر له وجې د دې ددومره لويې کاروبار څخه بې برخې کړې شول ۔ پۀ کال 2019ء کښې د حکومت له اړخه د ارکيالوجي ډپارټمنټ پۀ مرسته دغه ټول پلانټونه  نۀ صرف بند کړې شول بل کښې د ليز هولډرانو ليزونه ختم کړے شول  پۀ کال 2019ء کښې چې کله حکومت دغه پلانټونه بندول نو د دې ټول  تعداد شپږ ويشت 26 ؤ هم د دغه وخت نه پۀ عدالت کښې د دې خلاف کېس شروع شو چې تر دې دمه پۀ کښې حکومت هېڅ قسمه لار نۀ ده  راوباسلې بل کښې د دغې د بندولو پۀ خاطر يې نوې تراميم هم د کېس پۀ دوران کښې پاس کړل ولې چې د کال 2010ء نه هم د دغې کنډراتو نه پۀ سل فټه فاصله باندې مشينانو کښې بلاسټنګ شوے دے چې هېڅ قسم اثر يې پۀ دغې باندې نۀ دے غورځولے بلکښې د ارکيالوجي اېکټ هم 200 فټه فاصله ده چې د بد قسمتۍ نه د کېس پۀ دوران کښې چې کوم نوے ترميم پاس شو نو دغه فاصله تر يؤ (۱)  کلوميټر1,000 ميټر پورې ګېر چاپېره وټاکلے شوه او نتيجه يې دا شوه چې صرف درې ۳ مشينان پۀ ټول غر کښې کار کوي درې ويشت ۲۳ يې بند کړل ۔ بل خوا د حکومت غېر سنجيدګي دومره ده چې پۀ دغه کنډراتو کښې هېڅ قسمه داسې بدلون يا د معيار کار نۀ دے شوے چې د tourism  پۀ مد کښې دغه خلقو سره څۀ لاس وکړي نۀ روډ شته او نۀ پۀ کښې د سياحت د پاره څۀ قسم کار شوے چې د نورې دنيا سره متعارف کړے شي ۔ د پېښور هايي کورټ جبر دغه دے چې  مياشت وړاندې تاريخ ورکړے شي خو چې کله تاريخ رانزدے شي نو يو شپۀ وړاندې نوټيفکېشن اوشي چې تاريخ وروسته شو  او هم دغه شان د تېرو څو کلونو نه دغه کېس د ځنډ ښکار دے ۔ د پلانټس پۀ مد کښې چې حکومت ته کوم ټېکس ځي د هغې تفصيل داسې دے چې :]”د ورځې 100 سېکړې کرش اوځي د سېکړې پۀ سر حکومت ته 500+ ټېکس ځي چې د يو کرش پلانټ نه د ورځې کم از کم 50,000  زره روپۍ او د 26  کرش پلانټو نه د ورځې ديارلس لکه  13,00,000  روپۍ د حکومت کور ته د يوې ورځې  ټېکس ځي”[xi][

د حکومت صرف دغه نه بل کښې د بجلۍ هم ډېر لويې استعمال ختم شو او دغه بجلي به دې پلانټونو ته پۀ کمرشل قيمت ملاوېده ۔ نېغ پۀ نيغه د هغه خلقو کم از کم د اتيا کروړه روپو نه واخله تر يو ارب روپو پورې نقصان شوے دے ځکه چې درې ويشت 23 پلانټونه بيخي بند کړې شوي دي ۔  د دې سره سره د زرګونو پۀ شمېر خلق د دې له وجې بې روزګاره شول لکه د مثال پۀ توګه مستري، پنچري، هوټل واله، نايي، تنور واله، د ټرېکټر او لوډر مستريان او سپئير پارټس واله، ډرائيوران هر قسمه، دس ويلر واله، پټرول پمپ واله او کهاد يا خاورې واله دا هغه خلق دي کوم چې نېغ پۀ نېغه بې روزګاره شوي دي ۔ د دې سره تړلې يوه بله ډېره اهمه  مسئله دا راغله چې د پخې  ابادۍ رفتار ډېر پۀ تېزۍ سره مخ پۀ وړاندې روان دے چې د کاڼي او کرش ضرورت  سېوا شوے دے چې د کم  موادو له وجې يې قيمتونه نۀ صرف زيات شوي بلکښې پۀ اسانه ملاوېږي هم نه چې خلق يې د ابادي کولو نه مجبور کړي دي ۔ د دې ځائے کرش او کاڼے ډېرې خوبۍ لري وړومبۍ خبره خو دا ده چې دا کاڼے لېبارټرۍ پاس کړے دے بله دا چې پۀ دې کښې د خاورې اثر بيخي کم دے صفا کاڼے دے ۔ د دې بې روزګارۍ چې پۀ کلي کوم اثر شوے دے د ساولډهېر پۀ پوليس چوکۍ د دغې بندېز نه پس د کرائم رېشو ډېره زياته شوې ده د دې نه  بله خطرناکه خبره دا ده چې کۀ چرې پۀ ټوله صوبه کښې دا اېکټ عملي کړے شو نو کم از کم ټول غرونه بندېدے شي ولې چې دغۀ اثار پۀ ټوله صوبه کښې چرته نه چرته ضرور شتون لري ۔ د مردان ضلعې سره سره دغه مواد نورو ضلعو ته هم تلل لکه د مثال پۀ توګه چارسده، نوښار، پېښور او صوابۍ پورې دغه سلسله خپره شوې وه د مردان سره سره دغه ټولې ضلعې هم متاثره شوي دي ۔ د دې خبرې حل څۀ دے؟ دغه مالکانو پېښور هايي کورټ ته اپيل کړے دے چې دا مسئله دې Geology Department ته اوسپارلے شي او هغوي دې دلته راشي او پۀ دې خبره دې تحقيق وکړي چې  د بلاسټنګ سره تر کوم کوم ځائے پورې وائيبرېشن يا اثرات ځي دغه اثرات دې معلوم کړے شي  او پس د هغې دې فېصله وکړے شي خو له بد قسمتۍ عدالت دغه کار پۀ دې تېرو څو کلونو او نۀ کړو ۔

[i]  ۔ ميا وکيل شاه فقير خېل،

[ii]  ۔ ظهور داد، مرکه، ۱۱ مۍ ۲۰۲۵ء، ۴:۳۰ مازيګر

[iii]   ۔ هم دا مرکه

[iv]  ۔ هم دا مرکه

[v]  ۔ هم دا مرکه

[vi]  ۔ سليم داد ( کرش پلانټ مالک) ۱۲ مۍ، ۲۰۲۵ء، ۵ بجې مازيګر

[vii]  ۔ هم دا مرکه

[viii]  ۔ هم دا مرکه

[ix]  ۔ هم دا مرکه

[x]  ۔ ظهور داد، مرکه، ۱۱ مۍ ۲۰۲۵ء، ۴:۳۰ مازيګر

[xi]  ۔ هم دا مرکه

 

ماخذونه

 

دا هم ولولئ

رضوان شلماني/ بشير اپريدے د خېبر سوغات بنګ: د چا شعر دے چې: ما له مرۍ مۀ نيسئ ورشئ زۀ بنګ نۀ کرمه خلق پۀ ښار کښې د بارودو کارخانې وباسي

ضلع خېبر چې پۀ ډېرو حوالو سره د اهميت وړ ده ۔ يو خوا کۀ …