تورغر چې د هزارې پۀ شمال باندې پرته يوه غرئيزه او پسمانده ضلع ده ۔دا د کال 2011 نه وړاندې د مانسهرې برخه وه خو د حکومت عملدرامد پکښې نۀ ؤ او ددې سيمې ټول معاملات د جرګې د لاندې تر سره کېدل خو بيا هم ددې سیمې حثیت د پاټا وۀ۔پۀ کال 2011ء کښې چې دلته پۀ پښتونخوا کښې د عوامي نيشنل پارټۍ حکومت وۀ او ددې ځاے نه د عوامي نيشنل پارټۍ غړي نمروز خان اليکشن ګټلے وۀ د هغوي پۀ هلو ځلو او د هغه وخت وزير اعلی امير حېدر خان هوتي پۀ دلچسپۍ دې سيمې ته د ضلعې درجه ورکړې شوه چې پۀ صوبه کښې ئې هغه وخت شپږويشتمه برخه جوړه شوه۔ دا ضلع د پښتونخوا د ټولو ضلعو نه وړه او پسمانده ضلع ده ددې ځاے د اولس زیاتره پۀ بهرنو هېوادونو او يا پۀ کراچۍ کښې محنت مزدوري کوي ۔د ضلعې جوړېدو نه وړاندې دلته د اولس معاش تر څۀ حده د افيمو پۀ کرونده روان وۀ خو اوس هغه وسيله هم ختمه شوې ده۔ ولې چې افيم پاکتساني رياست د جرم پۀ توګه باندې يو خطرناک فصل ګرځولے دے حالانکې افيم د سوونو بيمارو پۀ دوايانو کښې استعمالېږي چې پۀ بهرني هېوادونو کښې پرې هيڅ بدېز نشته ۔ دلته د باردو کارخانې ابادې دي او د افيمو پۀ فصل پابندي ده ۔ اباسين ددې سيمې پۀ تاريخ۔ دود دستور۔ثقافت او معيشت کښې موهيم رول لوبوي چې د تورغر پۀ سينه باندې پۀ ښکته ورغلے دے د اباسين سره هم د ډيرو خلقو روزګار تړلے شوے دے وجه ئې داده چې د تربيلې ډيم ورته نيژدې دے پۀ دغه سبب ددې ځاے د ډیرو خلقو روزګار د اباسين د لارې پۀ دربنډ او هري پور کښې روان دے۔
د نورې پښتونخوا پۀ نسبت دلته قدرتي وسايل ډير لږ دي خو بيا هم چې کوم وسايل موندلي شوي دي تر اوسه پرې پۀ سمه توګه کار نۀ دے شوے۔ تورغر پۀ دوو برخو کښې ويشلے شوے دے چې يوه برخه ئې لوړه او بله کوزه ده لوړه برخه ئې يخه او د ځنګلونو نه مالامال ده چې پوله ئې د سهېل د لوري د تناول نه شورو شوې ده او تر کالش شينګلدار او د ډډې حليمې پورې رسيدلې ده ۔ پۀ دغو ځنګلونو کښې د نښتر سره سره ۔ بياړ ۔اچر او نورې قيمتي وونې لري خو هغه هم چې د کله نه پۀ صوبه کښې د پي ټی آئي حکومت راغلے دے وخت پۀ وخت دغه ځنګلونه تباه کړې شول
۔دغلته دوه داسې د سيل ځايونه دي چې پۀ ګرمۍ کښې ورته د لرې لرې نه سيلګر راځي چې نومونه ئې پينجه او مچۍ سر دي خو د صوبائي او مقامي حکومت د عدم دلچسپۍ پۀ وجه پۀ دغو غرونو کښې د سيلګرۍ دپاره کار نۀ دے شوے کۀ چرې پۀ دغو دواړو ځايونو باندې کار شوے وے نو د تورغر څۀ نه څۀ آمدن به د سيلګرۍ د لارې راتلو
۔برندو خوړ د تورغر د ټولو نه لوے خوړ دے چې د قبلې د لوري د بنير نه راغلے دے او پۀ مداخيل تپۀ اباسين ته داخل شوے دے چې کۀ پۀ دغه خوړ وړوکے ډېم جوړشي نو شپيتۀ ميګاواټه بريښنا پيدا کولے شي چې د تورغر د ضرورت نه به ډيره زياته وي بلکې د تورغر سره به د بټګرام۔ شانګلې او د بونېر ضرورت هم پوره کوي شل کاله اوشول چې هر پينځۀ کاله پس دا خبره اورو چې پۀ برندو خوړ ډېم جوړيږي خو د بده مرغه تر ننه پورې پرې عملي کار نۀ دے شوے۔
ددې سره دلته پۀ تحصيل حسن زئي کښې د کوئلې يو درنګ هم جوړ کړے شوے دے چې پۀ راتلونکي وخت کښې ترې ګټه پورته کولے شي دغسې ددې تحصيل پۀ بيو غر مرمر او ګرينائټ هم راوتلي دي د راوښکلو د پاره لويه سرمايه غواړي ځکه چې دغه غر ډېر اوچت دے ددې سره پۀ تحصيل جدبا او تحصيل دوړميره کښې هم د ګرينائټ ډېره ذخيره موجوده ده پۀ راتلونکو وختونو کښې ترې د ګټې پورته کولو هيله لرو خو پۀ موجوده صوبائي حکومت کښې پۀ دغو وسايلو باندې کار هيڅ امکان نۀ لري او نۀ هغوي غواړي چې دا پسمانده ضلع دې پرمختګ اوکړي هغوي ددې پۀ لوټلو او ختمولو پسې اړم دي دا هرڅۀ به هله ممکن کيداے شي چې پۀ پښتونخوا يو ځل بيا د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت راشي ۔
Pakhtoon | The Magazine Publishing Since 1928