مختيار حېران: پۀ کتاب کښې څۀ دي ؟ شتمنه پښتونخوا

پښتونخوا وطن د رحمت شاه سائل ددې شعر پۀ مصداق دے زما وطن د سرو او سپينو نه ډک،  زۀ مزدورو پسې بهر ګرځمه، دا کتاب د مولانا خانزيب هغه تحقيقي زيار او جرائت دے  چې د ]مفکوره[ له خوا پۀ کال 2024  کښې چاپ دے ۔ چې د پښتونخوا وطن څومره هم شتمنۍ دي هغه پۀ دې کتاب کښې ذکر دي هغۀ شتمنۍ چې تر اوسه د خلکو د نظرونو نه  پټې وې خو د یوې مخصوصي طبقې پۀ نظر کښې وې مولانا خانزيب دا جرائت وکړو او د عام اولس او ددې خطې اوسېدونکو پۀ مخکښې ئې دغه فېصله کېښوده اوس فېصله پۀ دې قام او اولس ده چې دا اولس هم هغه شان خوار پۀ مزدورو پسې منډې وهې کنه ځان شتمن کول غواړي۔ مولانا خانزېب د پښتون وطن  هغه پټې او ښکاره شتمۍ نورې هم دې اولس ته پۀ ډاګه کړې دي، هغه څۀ چې ددې وطن د بربادۍ  سبب دے چې نيم پښتانه پۀ دې جرم کښې پخپله هم ملوث دي لکه ” د لاچۍ بوټو نه پښتونخوا ژغورل غواړي“ پۀ دې حقيقت څوک پوهه و چې لاچي بوټے د خاورې د پاره څومره نقصان ده او څومره فائده مند دے۔۔۔؟  او دغه شان ئې نورو وړو وړو نکتوته پکښې پام ګرځولے دے دا کتاب چې پۀ شل کم دوه سوه صفحو، او پۀ  درې درېش بابونو مشتمل دے ۔ روښان ايسپزے ددې کتاب متعلق ليکي:] ” څوک چې خپل ځان د قوي، علمي او سائنسي دلائلو پۀ بنياد د خپلو قدرتي وسيلو نه خبرول غواړي نو هغه له دا کتاب خامخا لوستل پکار دي، د وسايلو ترلاسه کولو دپاره د ملک پۀ متعلقه هر فورم کښې دا کتاب يا داسې دليل او ثبوت دے چې څوک هم تري مخ نۀ شي ګرځولے“[

پختونخوا کےوسايل:

د ښاغلي صحافي شمس موند دا کتابچه پۀ ډېرو حوالو ځانګړتيا لري  يوه داچې دا کتابچه پۀ اردو ژبه کښې ده اردو ژبه د پاکستان د رابطې ژبه ده، چې ددې ملک هر اوسېدونکے دا ژبه وئيلے هم شي او ليکلے هم شي، بله دا چې دغه کتابچه ئې پۀ بابونو کښې وېشلې ده، چې د يو لوستونکي دپاره پکښې اساني ده، داکتاب پۀ يوسل شلو صفحو او پۀ اووه بابونو مشتمل دے، ړومبے باب ئې د پښتونخوا پېژندګلو ته وقف کړے دے،چې پکښې ئې د پښتونخوا پۀ تاريخي پس منظر، جغرافيائي اهميت او سماجي حالت، موضوعات بحث ګرځولي دي۔ دغه شان نور بابونه ئې څه دا رنګ وېشلي دي، پختونخوا کےآبی وسايل، معدنیات،جنگلات۔ تجارت اور انسانی وسايل، سیاحت، زراعت و تجارت، او اسلحہ انڈسٹری شامل دي۔  د شمس موند دغه کاوش د پښتون وطن او د پښتنو پۀ ګټه تمام دے دغه يوه کتابچه نۀ ده بلکې يو تاريخ دے يو سوچ دے يوه نظريه او يو فکر دے دا يوه داسې هڅه ده چې مصنف د پښتونخواوطن د وسايلو نه نور قامونه هم خبرول غواړي ددې کتاب پۀ مقدمه کښې افراسياب خټک ليکي:

یہ کتابچہ پڑھ کر پختونخوا کے ترقیاتی پوٹینشنل کا  اندازہ ہوجاتاہے اور یہ گمان یقین میں بدل جاتا ہے کہ اگر پختونخوا کو مخصوص مفادات کے تحت بڑی طاقتوں کی جنگوں کا اکھاڑہ نہ بنایا جائے او اسے اپنے وسايل کو اس سرزمین کے باشندوں کی ترقی او خوشحالی کے لئے استعمال کرنے کا اختیار مل جائے تو یہ صوبہ ملک اور اس پورے خطے میں معاشی ترقی اور پر امن بقائے باہمی کے لئے ایک نمونہ بن سکتا ہے۔

 

خاورې که لعلونه:

د وسايلو پۀ اړۀ پۀ سائنسي فکر د ډاکټر ياسين اقبال ليکلے شوے کتاب” خاورې که لعلونه“ دا جوته وي چې پښتونخوا وطن پۀ دومره وسايلو مالا مال دے آيا که پۀ دې وسايلو د پښتنو خپل اختيار شو نو ددې استعمال به څنګه وي ددې دپاره څومره او د څنګه څنګه څانګو او د پوهنتونو ضرورت دے چې دغه وسايل هم ددې خاورې د پاره استعمال شي داکتاب پۀ بنيادي توګه پۀ دوه سوه صفحو مشتمل دے ۔ دا کتاب پۀ اوو موضوعاتو کښې وېشلے دے چې دادي: 1  سائنسي فکر 2۔ د پښتونخوا جغرافيه 3۔ زمونږ تعليم او د وخت غوښتنې 4۔ د پښتونخوا اقتصادي خدوخال 5۔ د پښتونخوا قدرتي وسايل 6۔  خاورو نه زر څنګه جوړېږي 7۔ او د پښتونخوا تعليمي ادارې۔

پۀ ټپۀ کښې د پښتونخوا وسايل:

د زلمې ليکوال محقق وسيم مومند تحقيقي مقاله ” پۀ ټپۀ کښې د پښتونخوا وسايل“ چې د بي اېس پۀ ليول ليکلي شوې ده چې اوس د کتاب پۀ شکل کښې زمونږ مخې ته پرته ده د وسيم مومند دا کاوش دا ښکاره کوي چې د پښتون وطن زنانه د خپل وطن پۀ وسايلو سومره پوهه لري ولي چې د ټپې پۀ تخليق کښې زياته برخه د ښځو ده او بيا  پۀ  هغه ټولنه کښې چې چرته ورته د ”ګور يا د کور“ اورونې کېږي۔ پۀ دې کتاب کښې مونږ د ټپې پۀ ژبه د پښتونخوا وطن د وسايلو نه خبرېدے شو پۀ سلو صفحو او پۀ پينځلس بابونو مشتمل چې پۀ هغې کښې د وسايلو پېژندګلو، د وسايلو ذکر پۀ پاکستاني ائين کښې، د ادب او معشيت تړاو، د ټپې پېژندګلو، د پښتونخوا وسايل پۀ ټپۀ کښې، زراعت، تماکو او پښتو ټپه، ميوې سبزيانې او نور فصلونه او ټپې، ګنې ګوړه او ټپه، غنم، د پښتونخوا سيندونه او ټپه، بجلي، مدنيات او ټپه، ځنګلونه او ټپۀ او ځناور او ټپه، شامل دي چې دا ټول وسايل د پښتو پۀ ټپۀ کښې ذکر شوې دي کله د پښتو يوه ټپۀ ده چې:

چې زمرود ئې پېداوار دے

زۀ پۀ هغې وطن کښې ولږې تېروومه

د پښتونخوا لنډه مطالعه:

د پښتونخوا لنډه مطالعه د ډاکټر بدرالحکيم حکيم زي کتاب دے چې د اعراف پرنټرز له خوا چاپ دے ۔ دا کتاب هم د پښتونخوا د حدونو او بريدونو د اګاهۍ د پاره ډېر مهم دے ۔ دا کتاب د پروفېسر ډاکټر بدرالحکيم حکيم زي هغه ليکچرې دي کومې چې ئې د پښتونخوا مطالعاتي مرکز باچاخان پوهنتون او پښتو څانګه پېښور پوهنتون  کښې ئې زده کونکو ته وړاندې کړې دي کوم چې د سجاد ژوندون پۀ زيار راغونډ شوي دي ۔ پۀ دې کتاب کښې د پښتونخوا جغرافيه، پښتونولي، کلتور، تهذيب او تمدن، د پښتونخوا غرونه، سيندونه او ځنګلونو سره سره د پښتونخوا پۀ سياسي ګوندونو، اتلانو  او دغسې د پښتونخوا خوراکونو ليکنې شوې دي ۔ پۀ دې کتاب ليکنې  ډاکټر زبېر حسرت، ډاکټر محب وزير او ډاکټر سجاد ژوند کړي  کړي دي ۔ ډاکټر محب وزير د دې کتاب پۀ حقله وائي چې ] د پښتو  ادبياتو د يو زده کونکي پۀ حېث دغه هڅه زما پۀ نظر کښې وه چې پښتانۀ خپل وسائل وپېژني ۔ ولې چې دا کار نۀ خو د ليډر وي او نۀ د عام اولس ۔ دغه ذمه واري پۀ شاعر اديب او ليکونکي پرته وي ۔  چې دے پۀ خپلو ليکونو او څېړنو کښې د خپل چاپير چل هر هغه څيز ته پام وګرځوي کوم چې ضروري وي ۔ د پښتنو پۀ تاريخ بلها کتابونه وليکل شو چې صرف د نظريو تر حده محدود دي ۔ هر څو که دغه کار د ستائنې وړ دے خو ولې نن پۀ پاکستاني رياست کښې دننه پښتنو ته دغه ستونزه رامخې ته ده چې خپل وسائل ئې له اختياره بهر دي  پۀ زرو کښې يو کس هم د وسائلو پۀ مقصد نۀ رسي ۔[

دا هم ولولئ

دادو قيام د پښتونخوا د شهدو پۀ حواله د شېخ ګل بادشاه سره مرکه

  س:- خپل تعارف راسره وکړئ ځ:- زما نوم شېخ ګل بادشاه دے او بنيادي …