س:- خپل تعارف راسره وکړئ
ځ:- زما نوم شېخ ګل بادشاه دے او بنيادي تعلق مې د باجوړ ناوګۍ سره دے د شهدو honey کاروبار کوو او تقریباً د اووۀ دېرش (37) کالو نه د دغه کاروبار سره وابسته یو
س:- تاسو د شهدو کاروبار ته څنګه راغلئ؟
ځ:- ما وړومبي شروعات د زدکړو beakpong ( مچو پالنې) نه وکړل پۀ کال 1985 کښې، پۀ هغه وخت کښې مو د مچو څو پېټۍ واخستې او خپل شروعات مو وکړل ۔
س:- دا محال پۀ څومره ملکونو کښې د شهدو کاروبار کېږي او ستاسو کاروبار د خپلې صوبې/ ملک پورې محدود دے کنه پۀ عالمي سطح هم کار کوئ؟
ځ:- کۀ زۀ ووايم نو پۀ ټوله نړۍ کښې د شهدو کاروبار کېږي او زمونږ کاروبار د نړۍ پۀ سطح دے او نن چې مونږ د شهدو پۀ دې مارکيټ کښې کاروبار کوو نو دا مارکيټ يواځې د پښتونخوا او پاکستان نه بلکې د اېشياء پۀ سطح د شهدو تر ټولو غټه منډهۍ ده ۔
س:- پۀ پښتونخوا کښې دا وخت څومره خلق د شهدو پۀ کاروبار کښې روزي ګټي او کومو کومو ملکونو ته شهد لېږل کېږي؟
ځ:- دا وخت شپاړس لکه (1600000) خلق د دې کار سره وابسته دي او تقریباً پينځۀ دېرش زره د مچو فارمونه دي, تقریباً د دېرش زره ټن نه واخله تر څلوېښت زره ټن پورې شهد نورو ملکونو ته لېږي چې پۀ دغه ملکونو کښې زياتره عرب ملکونه دي لکه سعودي عرب، اُمان، قطر وغېره
س:- د شهدو د کاروبار بنيادي جرړې کومې دي يعنې دا کار څنګه کولے شي؟
د دې کار درې بنيادي اړخونه دي
- beakpong (مچو پالنه
- trading ( دوکانداري)
- expost ( برآمد)
س:- پۀ پښتونخوا کښې څو قسمه شهد پېدا کېږي؟
ځ:- پۀ پښتونخوا کښې تقریباً دوه ویشت (22) قسمه شهد پېدا کېږي
س:- پاکستان ته د شهدو صنعت څنګه راغے او کله ئې پرمختګ وکړو؟
ځ:- کله چې پاکستان جوړ نو پۀ نولس سوه اتۀ څلوېښتم (1948) کښې پۀ اولني ځل پۀ پاکستان کښې د شهد د مچو يوه تجربه وشوه چې د يورپ نه د فېصل اباد د زرعي ماهرينو پۀ نګرانۍ کښې يو نسل مچۍ راوړل شوې چې Apis melifra ورته وئيل کېده خو دغه تجربه ناکام شوه، بیا پۀ نولسوه دوه شپېتۀ کښې بیا داسې تجربه وشوه خو ناکام شوه، بیا پۀ نولسوه پنځه اوویا يم پۀ کشمير کښې دا تجربه وشوه خو دا تجربه هم د ناکامۍ سره مخ شوه، کله چې پاکستان ته افغان رامهاجر کړې شول نو د UNCR دا خيال شوه چې دا خو غټه نقل مکاني وشوه ډېر خلق راغلل نو UNCR کوشش وکړو چې دې خلقو ته يو روزګار فراهم کړو او پۀ نولسوه يو کم اتيايم (1980) کښې د يورپ نه یو ځل بیا مچۍ راوړل شوې او د انټومالوجسټ ډيپارټمنت او پیښور يونيورسټۍ پۀ تعاون افغانانو ته د ټرېننګ سلسله روانه شوه او پاکستان د Import نه د Export درجې ته راغلو او مختللو هېوادونو ته مثلاً دوبۍ، سعودي عرب، کوېت وغیره ته پۀ نولسوه نوي (1990) د شهدو Export روان شو- د افغانانو پۀ تعاون د شهدو زياتره ضرورتونه پوره شو- خو له بده مرغه تر دې دمه رياست دې کار ته د صنعت يا انډسټرۍ درجه نۀ ده ورکړې او دغه يواځې د وفاق ناکامي نۀ ده بلکې د صوبائي حکومت هم ډېره غټه ناکامي ده- زمونږ د خپله دا کوشش دے چې دا کاروبار د صنعت درجه اختيار کړي او زمونږ د ملک بې روزګاره Male او Female پۀ روزګار کړو او دې کاروبار ته ئې راولوـ
س:- پۀ پښتونخوا کښې څومره شهد پېدا کېږي؟
پۀ پښتونخوا کښې صرف District کرک پۀ کال کښې تقریباً د شپږ اربه روپو شهد مونږ ته راکوي او دغه پوټېنشل زمونږ پۀ هره ضلع کښې موجود دے، پۀ پاکستان کښې چې د شهدو پېداوار د دېرش نه تر څلوېښت زره ټن دے نو پۀ دې کښې د لسو نه تر پينځلس زره ټن پورې شهد پښتونخوا پېدا کوي او پۀ پاکستان کښې چې کوم شپاړس لکهه خلق پۀ دې روزګار کښې لګيا دي نو پينځلس لکهه خلق د پښتونخوا دي يعنې %98 خلق د پښتونخوا سره تعلق لري
س:- د شهدو د مچو خاندان پۀ څو قسمه وي او عمرونه ئې څومره وي؟
ځ:- د مچو خاندان پۀ درې قسمه مشتمل وي يوې ته Queen وئيل کېږي ځينې خلق ورته بادشاه/ ملکه وائي پۀ دويم نمبر کارکوونکې مچۍ ده پۀ دریم نمبر مچۍ ته تيار خور/ نر وئيل کېږي، د عمر پۀ لحاظ د ځینې مچو عمر د يوې میاشت نه تر درې مياشتو پورې وي د Queen عمر د يو کال نه تر پينځۀ کاله پورې وي د ځينې مچو عمر پۀ هفتو باندې دے
س:- يوه مچۍ پۀ خپل ژوند کښې څومره شهد پېدا کوي او د دې د پاره څومره خواري کوي؟
ځ:- يوه مچۍ پۀ خپل ژوند کښې یوه نيمه کاشوغه شهد پېدا کوي او د ماهيرینو د وينا تر مخه د دغه شهدو د پاره د يو نيم لکهه ګلونو نه چکر ووهي يعنې دغه شهد ترې راټولوي او دومره مزل پسې کوي لکه د ټولې دنيا نه چې څلور ځل چکر وواهې
س:- کائنات ته د شهدو د مچو څۀ فائده شته؟
ځ:- بالکل کائنات ته د شهدو لويه فائده دا ده کۀ چرته د شهدو مچۍ نۀ وې نو د دنيا عمر به يو کال هم نۀ وې پاتي شوے ځکه چې Pollination عمل د نر او مادي ګل د مچۍ پۀ زریعه کېږي .
س:- دا وخت پۀ پښتونخوا کښې کوم قسم مچۍ دي او بهرنۍ مچۍ پکښې شته
ځ:- دا وخت پۀ پښتونخوا کښې څلور قسمه مچۍ دي
Apis cerana (وطني مچۍ) پښتونخوا خپل نسل
Apis Melifera۔ يورپی مچۍ
Apis dorsta لویه مچۍ/ ميداني مچۍ
Apis Florea غريزه مچۍ
س:- شهد يو لزیز خوراک دے خو د دې نه پرته دا پۀ کوم دوايانو کښې استعمالېږي يا کوم مريض ته ورکولے شي
ځ:- بالکل خداے پاک پۀ قرآن کښې وائي مفهوم ٫٫ پۀ دې کښې مونږ شفا ايښې د پاره د خلقو،، يا پۀ ابن ماجه کښې د نبي کریم صلی الله علیه واله وسلم د حديث مفهوم دے چې ٫٫ د شهدو خوړلو سره نظر تېزېږي،، او د دې نه پرته پۀ جديد سائنس کښې هم پۀ دې بلها تحقيق روان دے او دا يواځې غزا نۀ بلکې د مختلفو مريضانو د علاج د پاره استعمالېږي، پۀ رشيا کښې چې کله هسپتال ته مريض راوړل شي او هغه پۀ ټوپک لګېدلے وي يا پۀ چاړۀ وغېره کټ شوے وي نو وړومبے ورله پۀ زخم د شهدو پټۍ راکاږي او بیا ورته نور علاج شروع کوي، دا يو انټي بېکټيريا څيز دے دا د ويښتو د پاره خپله او پۀ سکن د راښکلو د پاره خپله فائده لري، د جديد ريسرچ مطابق د بېرې شهد پۀ بدن کښې انسولين پېدا کوي
س:- پۀ پښتونخوا کښې کومې مچۍ پۀ ورکېدو دي؟
ځ:- پۀ پښتونخوا کښې دوه قسمه مچۍ پۀ ورکېدو دي
Apis cerana وطني مچۍ
چې د تاخانو مچۍ ورته هم وئيل کېږي او
Apis Florea غريزه مچۍ
س:- پۀ پښتونخوا کښې د کال پۀ کومو مياشتو کښې شهد پېدا کېږي يا پېدا کېدل ئې ممکن دي؟
ځ:- پۀ پښتونخوا کښې پۀ ټول کال کښې شهد پېدا کېږي او پېدا کېدل ئې هم ممکن دي پۀ نورو ملکونو کښې کالو سر امکان نۀ لري
س:- پۀ پښتونخوا کښې د کومو بوټو شهد مشهور دي؟
ځ:- پۀ پښتونخوا کښې د شهدو زياتره پېداوار د پلوڅې دے بیا پۀ دوېم نمبر د بېرې دے، بیا د شوې دے، بیا مالټا ده، بیا شوتل دے، بیا کريچے دے او داسې نور ډېر قسمونه ۔
س:-د شهدو پۀ پېداوار کښې کمے د څۀ له وجې راځي؟
ځ:- د Global warming يا ماحولیاتي الودګۍ او تودوخې له وجې پۀ مچو کښې ډېرې بيمارۍ پېدا کېږي او پۀ پاکستان کښې ئې هيڅ قسمه ډاکټر ريسرچ سنټر يا علاج نشته نو پۀ دغه وجه د مچو نسل د ختمېدو طرف ته روان دے او د شهدو پۀ مقدار کښې کمے راځي
س:- د ملک د بې روزګارۍ پۀ کمېدو کښې شهد کوم کردار لوبولے شي؟
ځ:- بالکل کوم هلکان يا جينکۍ چې د يونيورسټو يا مدرسو نه فارغېږي نو حکومت وخت له پکار دي چې دغه هلکانو او جینکو ته مچو پالنه وښايو او د روزګار زمينه ورته برابره کړو او د دې سره سره کومې زنانه چې پۀ کورونو کښې ګډې بیزې يا چرګ چرګوړے ساتي نو پکار ده چې مونږ ورته مچۍ راوړو او مچو پالنه ورته وښايو او ورته ووايو چې تاسو خپلو شهدو له د وطن سره تړلے یو نوم کېږدئ او پۀ انلاين ماکيټنګ ئې هم څۀ نا څۀ پوهه کړو نو يو وخت به د دغه خلقو برېنډ پۀ نړۍ کښې مشهور شي، او کوم چې NGOs يا نورې ادارې دي نو د هغې پۀ ترو دغه د کور دننه غريبانانو کونډو ښځو ته کم ازکم يو لاکهـ روپۍ حکومت وخت ورکړي او شهد ورله پرې واخلي، او د شهدو د پاره مخصوص بوتلې کلو، پاويز وغیره ورته هم واخستل شي او پۀ پوره طریقه کار ئې د ټرېننګ پۀ ترو پوهه کړي ۔
س:- پۀ پښتونخوا کښې دا محال د شهدو کاروبار د کومو ستونزو سره مخ دے؟
ځ:- دا محال د پنجاب صوبائي حکومت غواړي چې لکه جم سټون انډسټري ټکسټائل یا د سپېرپاټ صنعت چې د پېښور نه پينډۍ ته شپټ کېږي روان دے هم دغه شان هغوي هلته د مچو د پاره ډېر لوے لوے پراجيکټونه جوړ کړي او غواړي چې د پښتونخوا نه د شهدو کاروبار هم پنجاب ته يوسي او مونږ ته د خپله هم دا وينا شوې ده چې پۀ اسلام اباد کښې د شهدو یو غټ مارکيټ جوړېږي او تاسو راشئ ځانله پکښې دوکانونه ونيسئ او وجه ئې دا ښائي چې دلته به سفارت کار ډېر پۀ اسانه راځي خو مونږ دا وايو چې نه دا ددې صوبې صنعت دے او د دې صوبې خلقو د دې کار د پاره ډېر سټرګل کړے دے، مونږ پۀ قامي ګوندونو غږ کوو چې څنګه عوامي نشنل ګوند د مائن اينډ منرل ايکټ د پاره Struggle کوي هم دغه شان دې د شهدو د کاروبار د پاره هم غږ پورته کړي چې دا صنعت پۀ دې صوبه کښې برقرار پاتي شي او مونږ یو بل سره کښېنو او د دې کاروبار د پاره يو پلېن تشکیل کړو چې دا کاروبار د خېبر پښتونخوا نه لاړ نشي الله نۀ کړي کۀ دا کاروبار هم د دې صوبې نه لاړ شي نو دا به د دې صوبې د پاره د ډېر نقصان سبب وګرځي-
پۀ پښتونخوا کښې د شهدو کاروبار ته کومې ستونزې رامخې ته دي
ځ:- د پاکستان نه تقريباً اووۀ سوه کنټينره شهد نورو ملکونو ته Export کېږي او پۀ دغه کښې د ټولو نه لوے کردار د افغان مېشته کډوالو دے چې دا کار د دوي پۀ برکت پۀ پاکستان کښې د انډسټرۍ درجې ته راؤرسېدو خو اوس د پاکستان حکومت دغه خلق د ملک نه اوباسي مونږ د صوبائي او وفاقي حکومت پۀ نوټس کښې دغه خبره راوستل غواړو چې دغه اکسپوټ خلقو د قانون تر مخه محلت/ کاروباري ويزې ورکړل شي چې د هغوي خپل کاروبار هم خراب نشي او پۀ مجموعي صنعت هم بده اغېزه ونۀ شي ۔
س:- پۀ نړۍ کښې کومه ورځ د مچو عالمي ورځ لمانځل کېږي او پۀ پاکستان کښې چرته دغه ورځ لمانځل شوې؟
ځ:- پۀ نړۍ کښې شلمه مئ د مچو عالمي ورځ لمانځل کېږي او پۀ پاکستان کښې به مخکښې دغه ورځ نۀ لمانځل کېده البته اوس شپږم کال دے چې زمونږ د يونين :All Pakistan beekeepers traders and honey exporters association
پۀ برکت دغه ورځ لمانځل کېږي خو بیا هم د حکومت توجه دغه اړخ ته نۀ راګرځي او مونږ د صوبائي حکومت سره سره پۀ وفاق هم غږ کوو چې پۀ راتلونکي کښې د دغه ورځ د لمانځلو د پاره باقاعده هدايات جاري کړي ۔
س:- مونږ څنګه کولے شو چې د شهدو د پاره يو اګاهي مهم وچلوو چې د حکومت سره سره پکښې عام وګړي هم برخه واخلي او د شهدو صنعت ته وده وکړي؟
ځ:- کۀ چرته د حکومت پام لرنه دې کار ته راوګرځي نو چې اوس شپاړس لکهه خلق پۀ دې صنعت کښې کار کوي نو دغه شمېره پنځوسو لکهو ته رسېدے شي، د ملک چې کوم څلوېښت زره ټنه پېداوار دے دا اتيا زره ټن ته رسېدے شي خو د دې د پاره دوه بنيادي اقدامات پکار دي
۱) د ځنګلونو چې کوم مهم روان وي يا کومې ونې چې کرل کېږي نو پکار ده چې د هرې ضلعې پۀ سطح پۀ نرسرو کښې داسې ونې کرل پکار دي چې پۀ هغې کښې beplora وي لکه بېره، شوه، لاچي، پلوسه وغیره
۲) پۀ حکومتي سطح میلې جوړې شي او مونږ ورته شهد راؤړو او خلق پۀ دې مهم پوهه کړو او د دې سره سره پۀ پوهنتونونو، مدرسو او د جومات پۀ ممبر کښې هم پۀ باقاعده توګه د دې د پاره اګاهي مهم پکار دے او پۀ هر فلېټ فارم باندې چې مونږ پۀ باقاعده توګه ورک شاپونه او سمينارونه وکړو او خلقو ته دغه پیغام ورسوو چې شهد د لزیز خوراک او صحت سره سره د ملک پۀ اکانومي کښې هم غټ کردار ادا کوي، د مچو ټرېننګ سنټرې پکار دي ۔
Pakhtoon | The Magazine Publishing Since 1928