(اصف افغان) ((جمال لالا چې غانټول يوسفزے وۀ))

د دير د خاورې غانټول ډېر خوندور وي ګل ئې د سپرلي خبر راوړي ۔ غانټول بيا پۀ ګل کېدو دي ۔۔۔۔۔۔۔ لېوني کلي له راشه ۔“ زۀ چې د کوم غانټول خبره کوم دا د باچاخان بابا د باغیچې غانټول وۀ او د بابا د باغیچې هر یو بوټے ډېر د خوند او د ښکلا ډک وي، چې کله ګل شي نو هغه خو به هم  څوک وي بیا کنه!!۔

دلته ذکر د ميا جمال شاه يوسفزي کوم څوک چې زمونږ نه پۀ بدني بېلتون بېل شوے دے۔ خو هغه چې کوم سوچ ئې خپلو کشرانو ته ورکړے هغه به تر قيامته ژوندے وي۔ د هغۀ سوچ کوم چې د باچاخان بابا سوچ وۀ، د زغم او صبر پۀ خاوره ورک لېونے، د قام پۀ هر غم کي حاضر ۔۔۔ پښتون سټوډنټ فيډ رېشن سره د زړۀ نه مينه لرونکے پۀ عوامي نېشنل پارټۍ او د خپلې خاورې خپل اختيار پۀ نعره مست لېونے، دوه کال وړاندي د نوښار د خدائي خدمتګار خوشحال خان يوسفزي د مرګ نه پس جمال کاکا يو پوسټ کړے چې مرګ حق دے خو که مړ شوم نو پۀ سره جنډه کښې به مې ښخوئ ۔کمنټ مې ولوستو او کال مې ورته وکړو چې لالا مونږه ستاسو غم نۀ شو برداشت کولې لا مو د صوابۍ بلبل نظار لا لا غم پۀ زړۀ داسې پروت دے لکه غر۔ د لالا ځواب دا وۀ  چې مرګ حق دے او چې تر څو مو پۀ وجود کې ساه وي نو د خپلې  خاورې کلتور او ادب به ژوندي ساتو۔ خوشحاله شوم چې د يو داسې سخت رنځ سره پۀ جنګ دے او پۀ دې حالاتو کې هم د خپلې خاورې خپل اختيار خبرې  کوي چې پکښې څوک د خپل ځانه هم نۀ وي خبر۔خو دا برکت د باچاخان د سوچ و چې صبر او زغم  زمونږه لاره ده او هم ددې لارې لاروي جمال کاکا به د پارټي پۀ هر لاریون، جلسه او ميټينګ کښې سره د سرو کپړو کتاب، قلم او ټوپک  موجود وو۔يوه ورځ مې ترې پوښتنه وکړه چې لالا قلم ، کتاب او دې سره دا ټوپک ډېر عجیبه ښکاري؟؟ ۔ لالا پۀ خپل انداز کې ووئيل چې صدر صېب ستاسو د ملګرو حفاظت به څوک کوي۔ زمونږ دښمن ډېر زړور دے هغه سره ژوند کول ډېر ګران دي نو د خپل حفاظت د پاره ولې ضروري نۀ دے ۔ نور خو مو پۀ عدم تشدد ايمان او عقيده ده زما به پرې د پښتون ځلمې مينه ماتېدله ۔د پښتون سټوډنټ فيډ ريشن کوز دير لخوا جانې خېل کښې د شوې پېښې خلاف احتجاج وۀ۔ جمال کاکا ته مې ټيلفون وکړو چې کاکا! زمونږه احتجاج دے ۔ ځواب ئې راکړو چې صدر صېب زه به تاسو سره حاضر يم۔۔ چې کله مو هم ورته  ټيلفون کړے چې لالا د پښتون سټوډنټس فيډريشن پروګرام دے نو لالا به زمونږ نه مخکې موجود وۀ ۔ د هغۀ د وصیت مطابق:

”زما د جنازې پۀ ورځ به ټول لېوني خبر کړئ

زما د فکر ،د بابا د فکر

ټولو ملګرو پښتنو ته به کور پۀ کور

او هر یو تن پسې به زما د مرګ استاذے ولېږئ ۔

پۀ سره چيرړۍ به راله زنه وتړئ،

سور بېرغ کښې به مې کفن کړئ

زما د کور سُور بېرغ به نوے کړئ

زما پۀ مرګ به ئې لږ راښکته کړئ““

هم داسې وشوه ۔ پۀ سُور کفن، سره جنډه کښې پۀ خپل پلارني کلي کښې د ډېرو اوښکو او سلګو سره خاوره ته وسپارلے شو، پۀ خوي ملنګ، پۀ  زړۀ باچا، د خپلې پښتنې خاورې ملنګ پۀ  جنازه کې دومره ګڼه وه چې حد ئې نۀ وۀ  او پۀ داسې پروټوکول کښې ګور ته وسفارلے شو چې د وطن د لیرې لیرې برخو ډېر خلک نۀ  دي شوي۔ دې وجې خو مونږه وايو چې هغوئ ته نشته دے حاجت د زرزرنيو تمغو څوک چې د باچاخان سوچ لري هغوي ته د سرکار منصب، مراعات منصب  هیڅ حېثیت نۀ لري ۔د ميا صېب پۀ دعا او جنازه کښې د هر مکتب فکر خلکو ګډون لرلو ،خو د ميا افتخار حسېن راتلو ته ډېر حېران وم چې ميا صېب کلي پۀ  کلي ګرځي او د پښتنو غمرازي کوي او د خلقو پرې هم د زړۀ تسکین کېږې ۔ د ميا جمال شاه لالا زوے، ميا صيب ته داسې غاړوتو لکه څوک د خپل خاندان مشر ته ورغاړوځي ۔ يو بل ته ئې پۀ اوښکو پۀ سلګو زړۀ سپک کړو۔د باچاخان د سوچ ريشتیا ډېر مقدس دے ۔ د انسانانو پۀ مينځ کښې دې نه بله ښۀ رشته نۀ  شي کېدلې، دا رشته دې تل وي ، دا تړون دې قايم وي۔

دا هم ولولئ

مختيار حېران: پۀ کتاب کښې څۀ دي ؟ شتمنه پښتونخوا

پښتونخوا وطن د رحمت شاه سائل ددې شعر پۀ مصداق دے زما وطن د سرو …