زما نيکهٔ، سعادت خان جلبل – یاسين خان ترنګزئ

ځینې هستۍ داسې وي چې پۀ سلګونو کالو کښې يوه پېدا کېږي، د هغوي ژوند ځان له يو تاريخ لري. د هغوي د ژوند د حالاتو پۀ ليکلو باندې قلمونه ستړي شي او لاسونه شل شي خو د هغوي د ژوند د حالاتو پوره جاج وانۀ خستے شي. زۀ چې نن د کومې هستۍ پۀ حقله ليکل کوم هغه زما نيکۀ سعادت خان جلبل دے. پۀ دوي باندې ليکوالو ډېر څه ليکلې دي خو زۀ کوشش کوم چې سمندر پۀ کوزه کښې بند کړم چې وخت هم زيات وانۀ خلم او د کتونکي تنده هم ماته شي. زما د نيکۀ د ژوند دوه غټ اړخونه دي: يو سياسي اړخ او بل ادبي اړخ.

زما نيکۀ سعادت خان جلبل پۀ 1914ز کښې د اشنغر د منځ کلي ترنګزو کښې د حکمت خان کره زېږېدلې پۀ خټه محمدزے پښتون. دوي د سبق شروع د اتمانزو د ازاد سکول نه وکړه. دا سکول د خدائي خدمتګار تحريک مشر خان عبدالغفار خان بابا جوړ کړے ؤ. دې سکول به د سبق سره سره د ازادۍ سبق هم ورکېدے شو. جلبل صاحب ډېر ذهين طالب علم ؤ. هغوي تر لسمه پورې سبق ووې خو پۀ زړۀ کښې ئې د ازادۍ حاصلولو جذبه رالړزېدلې وه. د لسم نه پس ئې نور سبق ونۀ وئېلو او د ازادۍ د شمعې پتنګ شو. دوي د خان عبدالغفار خان بابا سره پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې ملا وتړله. کله چې پۀ 1930ز کښې باچا خان بابا پېرنګيانو پۀ نحقۍ کښې ګرفتار کړو نو پښتانۀ د پېرنګي خلاف راوچت شول او تحريک ډېر پۀ زور کښې شو. زما نيکۀ کلي پۀ کلي کوڅه پۀ کوڅه او حجره پۀ حجره وګرځېدۀ او د پېرنګيانو خلاف ئې خلق راوپارول. د دوي عمر پۀ دغه وخت کښې پۀ مشکله پنځلس کاله ؤ چې پېرنګيانو د دوي د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړو. دوي ګرفتاري ورنۀ کړه او پېرنګيانو ئې د سپین ږیرے پلار ګرفتار کړو او د دوي کور ئې تباه کړو. پۀ 1931ز کښې بيا ګرفتارۍ شروع شوې او دوي بيا ګرفتاري ورنۀ کړه. هم پۀ دغه زمانه کښې د پارتۍ مشر سېکتر وټاکلے شو. پۀ 1932ز د شاه ډهنډ پۀ مېره کښې ګرفتار کړو او درې کاله ئې د رسالپور او د هري پور پۀ جېل کښې تېر کړل. پۀ 1935ز کښې ئې پۀ ټوټۍ کښې د عبدالطيف افندي سره يو ازادي سکول جوړ کړو. پېرنګيانو دے بيا ونيوۀ او بيا ئې څو ورځې پس ازاد کړو. پۀ 1922ز کښې پېرنګيانو د دۀ پۀ کور چاپه ووهله او هر څۀ ئې ورله تباه کړل. پۀ 1925ز کښې د کانګرس وزارت جوړ شو خو پۀ 1926ز کښې بيا باچاخان جلسې شروع کړې زما نيکۀ پۀ دغه جلسو کښې نظمونه وئېل او حلق به ئې بېدارول. پۀ 1927ز کښې پاکستان جوړ شو خو څۀ موده پس پۀ خدائي خدمتګارانو باندې د غدارۍ مهر ولګېدۀ. پۀ 1961ز کښې جلبل صاحب ګرفتار کړو او 1963ز پورې ئې پرې د پېښور، هري پور، کېمبل پور، ملتان او ډېره اسماعيل خان جېلونه وکتل. زما نيکۀ ټول عمر پۀ جېلونو کښې تېر کړے ؤ، کور ئې څو ځله وران کړے شوے ؤ خو تر مرګه ئې د خدائي خدمتګار تحريک سره خپله رشته کلکه تړلې وه. مرګ نه يوولس ورځې وړاندې مردان ته د يو کتاب مخکتنې له تلے ؤ. واپسۍ کښې حاجي کېمپ اډې سره رکشې وهلے ؤ. شېرپاو هسپتال ته د بې هوشۍ حالت کښې يوړے شو. يوولس ورځې بې هوشه پروت ؤ او بيا پۀ کال 1979ز کښې پۀ 17 اګست زما بابا جان د پښتو ډکه سينه د پښتنې خاورې غېږ له يوړه.

زما د نيکۀ ادبي ژوند:

سعادت خان جلبل د ازادۍ د تحريک سپاهي ؤ نو ډېر سیاسي نظمونه ئې ليکلي دي، خو د سياسي نظمونو سره سره روماني او عشقيه شاعري هم کړې ده. شاعري ئې ډېره خوږه، لفظونه ئې اسان او ژبه ئې سوچه اشنغرۍ ده. شپږ کتابونه ئې ليکلي دي؛ څلور چاپ دي او دوه به کۀ خېر وي مونږ چاپ کوو. د کتابونو نومونه “د مزدور دنيا”، “پاک زړګے”، “ورستے پار”، “سپين سحر” چاپ دي او “قامي ګلونه” او “د ملتان پنجره” ناچاپه کتابونه دي. د جلبل د نظم او د غزل يو څو څو شعرونه به د تبرک پۀ توګه وليکم:

پۀ خپل يو نظم کښې وائي:

د ظالم به يو قدم پۀ وس پرې نۀ ږدم

لاس کښې وابه خلمه توره د توکل بيا

چې د توکل توره ئې اخستې ده نو د قام د پاره داسې ګويا شوې دے:

کۀ شهيد شومه نو شم به يو پۀ سل بيا

او چې د وطن پۀ سر چالانېږي نو څۀ داسې رنګ وائي:

سرې سروټکې ورته سرۀ ګلونه ښکاري

چې چالان شو د وطن پۀ سر جلبل بيا

عشقیه شاعري ئې هم ډېره خوندوره ده، يو ځاے څۀ دا رنګ ګيله کوي:

مينه نشته دے د حسن پۀ بازار کښې

نوې ګوته غږوم نوي ستار کښې

د اشنا پۀ لوري ځمه خداے دې خېر کړي

رقيبان دي راته ناست پۀ لويه لار کښې

جلبل وائي چې انصاف کولو والا خلق نشته نو ځکه وائي:

منصفان د زمانې د مخ نه ورک شول

ځکه وژني مې خپل يار ساده سنګار کښې

جلبل صاحب وائي چې ښکلو سره خواري عبس ده،

هسې خوشې دې خواري وکړه جلبله!

سترګه ناخلي د نارنج پېوند انار کښې

جلبل صاحب پۀ يو بل ځاے کښې خپلې محبوبې ته لکه د خوشحال باب پۀ ډانګ پئيلے وائي:

چې غېږ له مې راځې نو پښه نيولې مۀ راځه!

پۀ ټيټه ټيټه ما له غلې غلې مۀ راځه!

او بيا ورته د خپل پښتون غېرت پۀ وجه وائي:

چې وار دې خطا نۀ شي غماز هېڅ کولے نۀ شي

د وېرې ساه نيولې بوږنېدلې مۀ راځه!

جلبل صاحب کۀ هر څومره کلک ؤ خو د چا پۀ سترګو کښې ئې اوښکې نۀ شوې ليدلې او بيا پۀ تېره تېره د محبوبې پۀ سترګو کښې:

شډلې پښتنې سترګې ولې دي سرې شوې

کتے دې مخ ته نۀ شم ژړېدلې مۀ راځه!

غرض دا چې زما نيکۀ سياست کړے دے او کۀ شاعري ئې کړې ده، د زړۀ پۀ شوق ئې کړې ده. خپل ژوند ئې د قام د ژوند د پاره وقف کړے. خداے دې اوس مونږ له وس راکړي چې خپل ژوند پۀ قامي ژوند قربان کړو او د هغوي روح ته تسکين ورشي. امين

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …