)وړومبۍ برخه(
سالار محمد يعقوب خان پۀ 1905ز کښې د بنو ښار سره نزدې کلۍ بازار احمد خان کښې زېږېدلے ؤ. د پلار نوم ئې ملک محمد اکبر خان )زوے د رکس خان زوے د رن مست زوے د شاه بزرګ( ؤ. درميانه قد سړے ؤ. رنګ ئې سپين او د شربتي رنګ غټو غټو سترګو خاوند ؤ. زړۀ راکښونکے مردانه اواز او د ښکلي شخصيت څښتن ؤ. ډېر زنده دله انسان ؤ . پۀ خبرو کښې ئې ډېر خوږوالے او اثر ؤ. دې سره د باغ و بهار طبيعت مالک ؤ، هر چا سره به ئې ګپ شپ لګولو. حلقه احباب ئې د خپلې مينې پۀ وجه ډېر زيات ؤ.
سالار صاحب پېدائشي عوامي ليډر ؤ. پۀ عوامو کښې ئې ډېر شهرت لرلو. پۀ شروع کښې تحريکِ خلافت او وروستو ئې خدائي خدمتګار تحريک سره تړون لرلو. سياست کښې د ډېرو لوړو ژورو او قېد و بند مرحلو نه تېر شوے دے.
وړومبے د ازادۍ پۀ جنګ کښي شريک ؤ او کله چې پاکستان جوړ شو نو بيا ئې هم د حکومت د لاسه ډېر تکليفونه تېر کړي دي، تر دې پورې چې يو ځل د هغوي د کور ټوله اثاثه نیلامي شوې وه. پۀ دې باره کښې د هغوي لور سعيده بېګم وائي،
” د بهټو پۀ دور کښې حکومت د سياسي ليډرانو د جائېداد د نیلامۍ اعلاميه جاري کړې وه نو هغه ورځو کښې زمونږ پۀ کور هم د نيلامۍ خطره وه او د دې خطرې پۀ وجه مونږ د کور ټول سامان، اسلحه وغېره د کور دننه کوهي کښې سنبهال کړل او بېټک کښې مو د نوي ګاډي پۀ ځاے زوړ ګاډے ودرېدلے ؤ، خو زمونږ د پلار او د قوم قبيلې دومره زور ؤ چې د چهاپې پۀ وخت د کلۍ پۀ يو سر د هغۀ ورارۀ ملک محمد رفيق خان او پۀ بل سر ملک اختر علي خان ورته ولاړ وو او تش پۀ نام د نيلامي عمل ئې وکړو او دا ئې وليکل چې د هغۀ جائېداد اخستلو دپاره څوک تيار نۀ وو خو بل طرف ته ئې د هغۀ د ملګري او د پارټۍ د کارکن رحم زار د کور ټول سامان نيلامي کړو.[1]
پروفېسر شمشېر علي خان “بن باس” کښي وائي،
ایک بار ان کے گھر کا اثاثہ قرقی ہوا او ر پولیس ان کے بستر او چارپائی تک لے گئی، اسلحہ بھی ضبط ہوا مگر وہ جبر کے سامنے سینہ سپر رہے، وہ زبردست قوتِ ارادی کے مالک تھے۔[2]
د سالار يعقوب خان د اګۍ ماتولو لوبه ډېره خوښه وه. هغه به دې لوبې د پاره خاص منډۍ ته تللو. د شهباز عظمت خېل، داود شاه او د سوراني ملګرو به هغۀ ته سپېشل اګۍ راوړلې چې هغه به سختې وې او اسانۍ سره به نۀ ماتېدلې. خبرونه به ئې ډېر شوق سره کتل. خاص طور باندې د کابل خبرونه به ئې ضرور کتل. د لور د وېنا مطابق،
“خوراک ئې ساده خوراک خوښ ؤ لکه کرېلې، کوچ او کجورې ئې ډېرې زياتې خوښې وې. دې نه علاوه به ئې پۀ پیو کښې ډوډۍ تر کړه او بيا به ئې خوړله.”[3]
پۀ جامو کښې ئې د رېښمو جامې زياتې خوښې وې او سور رنګ باندې مئین ؤ. دستار نه علاوه قراقلي ټوپۍ ئې ډېره خوښه وه. دې باره کښې د هغۀ لور وائي،
“سور رنګ ئې دومره خوښ ؤ چې هغۀ دا وصيت کړے ؤ چې زما پۀ مرګ به ما باندې سور څادر واچوئ او تور دستار هم کېږدئ.”[4]
قراقلي ټوپۍ به شاد نبي نامې سړي چې د کوهاټ سره ئې تعلق لرلو، هغۀ به ورته جوړوله. پروفېسر شمشېر علي وائي،
1946ء کا سال ہے۔ ان دنوں بنوں میں کانگرس کا طوطی بول رہاتھا۔ وہ کانگریس کے ٹکٹ پر منتخب ہوئے۔ ملک دمساز خان ان کا سیاسی حریف او مد مقابل تھا مگر سالار یعقوب خان نے زرو زور دونوں کو بے اثر کردیا اور کامیاب ہوئے تھے۔ سالار یعقوب خان بڑے مخلص دوست بھی تھے۔ ان کا شریک کار، ہمکار، خدائی خدمتگار دوست خان ملنگ 1957ء میں فوت ہوئے تو وہ زار و قطار روتے رہے اور جب خان ملنگ کے دفنانے کا وقت آیا تو سالار صاحب اور ملک افضل خان دونوں قبر میں اُتر کر اُن کی لاش سے چمٹ گئے اور اصرار کیا کہ انہیں بھی ساتھ دفن کیا جائے۔ رقت آمیز منظر تھا۔ بعد میں مشکل سے الگ کردیا گیا اور ان کا دوست مٹی تلے چلا گیا۔[5]
د سالار محمد يعقوب خان د زوي د وېنا مطابق د سالار عهده ورته پۀ 1930ز کښې ورکړې شوې وه.
“سالار امين جان خان د چارسدې سالار اعظم ؤ، سالار منیر خان د صوابۍ مردان ؤ، سالار اسلم احمدي بانډه کوهاټ سره تعلق لرلو او سالار محمد يعقوب خان د بنو سره تعلق لرلو.”[6]
سالار محمد يعقوب خان ته د کانګرس لۀ خوا ټکټ ورکړے شو. دا د سياسي حريف ملک دمساز خان ؤ چې کروړپتي ؤ. ملک دمساز خان د مسلم ليګ پۀ ټکټ ولاړ ؤ. ملک اکبر علي خان اٰف سوکړي هم د کانګرس پۀ ټکټ ولاړ ؤ او دواړو دې الېکشن کښې کاميابي وموندله. بقول د هغۀ د زوي يونس خان، کله چې 1947ز کښې پاکستان جوړ شو او وزارتونه جوړ شول، بيا ملک اکبر علي خان او سالار محمد يعقوب خان د اسمبلۍ ممبران شول. صوبه سرحد کښې د کانګرس حکومت ؤ. 1952ز کښې پۀ الېکشن کښې د دوي سياسي حريف ملک دمساز خان بيا مخامخ ؤ. دې ځل سالار محمد يعقوب خان د مسلم ليګ پۀ ټکټ باندې ولاړ ؤ او قیوم خان ملک دمساز خان پۀ زبردستۍ د سالار محمد يعقوب پۀ مقابله کښې کښېنوۀ او دوي بلا مقابله الېکشن وګټلو. مسلم ليګ کښې د پلار د شموليت وجه د هغوي د زوي پۀ خولۀ:
“کله چې قيوم خان پۀ دور کښې پۀ بابړه ګولۍ وورېدې نو هغه وخت کښې د کانګرس څلور سرۀ سالاران کښېناستل او پۀ دا خبره ئې اتفاق وکړو چې نوره خونرېزي بنده کړې شي. د دې حل د پاره به هغوي کښي يو کس د مسلم ليګ پۀ ټکټ باندې الېکشن کښې برخه اخلي او دا شان سالار محمد يعقوب خان پۀ مسلم ليګ کښې شموليت اختيار کړو. چونکې د دۀ سياسي حريف ملک دمساز خان دۀ ته ماتې ورکولو کښې ناکام ؤ ځکه ورته ټکټ فوراً ملاؤ شو.”[7]
عبدالقيوم خان پۀ خپله کانګرس کښي پاتې شوے ؤ او پۀ زړۀ کښې ئې د خدائي خدمت جذبه لرله. دۀ خپله يو کتاب (Gold & Guns) ليکلے دے. کله چې قيوم خان وزير اعليٰ جوړ شو، بيا هغۀ پۀ خپل حکومت کښې پۀ خپل کتاب باندې پابندي ولګوله. عبدالقيوم خان، سالار محمد يعقوب خان او سالار اسلم خان ته پارلېماني عهده ورکړه. ميا جعفر شاه خدائي خدمتګار ته ئې د وزير تعليم عهده ورکړه. د ون يونټ شديد مخالفت کښي سالار محمد يعقوب خان او د کانګرس پارټۍ کارکنان پېش پېش وو او احتجاجاً د اسمبليو نه بهر شول او نعرې ئې وهلې چې مونږ ون يونټ نۀ منو ځکه چې دا شان به زمونږ شناخت ختم شي.
ډاکټر خان صاحب سره ملاقات ون يونټ باره کښې:
محمد يونس خان وائي چې ما ته پلار محمد يعقوب خان دا خبره پۀ خپله کړې وه چې ” ډاکټر خان صاحب چې کله وزير اعلٰي ؤ بيا بنو ته راغلې ؤ او زه ئې يواځې وغوښتلم او وې ئې راته چې باچا خان ته پوهه کړه چې اوس خو زۀ وزير اعلٰي يم او ټول مغربي پاکستان زما ذمه داري ده تاسو د ون يونټ مخالفت ولې کوئ او ددې پۀ جواب کښې ما ورته ووئېل چې مونږ خو پخپله پۀ اسمبلۍ کښې د ون يونټ مخالفت کړې دې تاسو د پښتنو نام ولې ختموئ؟ دا زمونږ خپل شناخت دے او مونږ دې دپاره د يواځې صوبې مطالبه کوو. زۀ به کله دا خبره نه پرېږدم او همېشه به د باچا خان ملګري ساتم او بيا پۀ دې خبره ډاکټر خان صاحب خفه شو او واپس لاړو”[8]
حکومتونه بدلېدل، تر دې چې مارشل لاء ولګېده. د پارټۍ کارکنان ګرفتار شول دې ګرفتارۍ کښې د سالار محمد يعقوب خان سره رحم داد خان، ميرداد خان، ملا کېپ خان او نور ګڼ کارکنان ګرفتار کړې شول.
سمري ملټري کورټ
سمري ملټري کورټ کښې پۀ سالار يعقوب خان باندې دا الزام ؤ چې تا بغاوت جوړ کړې دے، د باچا خان د خلې خبرې کوې او هغه جواب ورته دا ؤ چې زۀ يو سپاهي يم او همېشه به دا وايم چې د پښتنو حق به هېڅ څوک نه خوري. تاسو جابر يۍ، ظالم يۍ او پۀ دې معاشره کښې جبر حمايت کله هم نه شو کولې او هغه وخت عدالت کښې د پښتونستان زنده باد، باچا خان زنده باد او مارشل لا نه منو نعرې ووهلې.
دې نه پس سالار محمد يعقوب خان او نور خدائي خدمتګاران يو يو کال د پاره مچ جېل کښې قېد کړے شول او ټول منقوله غېر منقوله جائېدادونه ئې ضبط کړے شول. محمد يونس خان وائي چې:
“بقول زمونږ د پلار چې مونږ مچ جېل کښې قېد وو نو هلته مچ جېل کښې اجمل خټک، صديق بزار، د بلوچ ټول ليډران، خان اٰف قلات، نواب اٰف قلات او جرنېلان هم جېل کښې قېد وو او اووۀ 7 بلوچ ليډرانو ته ئې پهانسي ورکړه. پۀ زمکه د پرتو لۀ وجې ئې دواړه لاسونه مفلوج شول او لېډي ريډنګ هسپتال کښې داخل کړے شو او هلته د پارټۍ ټول مشران غني خان، ولي خان او نور سياسي ليډران عيادت د پاره راغلل.”[9]
د جېل د ظلمونو ذکر د هغۀ د لور سعيده بېګم پۀ خولۀ:
“زمونږ پلار د جېل واقعه بيان کړې وه چې د انګرېزانو پۀ وخت کښې مونږ سره ډېر ظلمونه شوي دي. وئیل ئې چې زما پۀ لاسونو باندې ټانکې شوې وې، ما به مېچن باندې اوړۀ نۀ شول ويستلے نو انګرېز فوجي به چې وکتل چې روڼه نرمه نۀ ده نو پۀ دواړو لاسونو به سره د بوټانو وختل او کله به ئې زۀ او زما ورور اسلم خان پۀ زمکې واچولو او د پاسه به راباندې ګرځېدل، پۀ دې کښې زما د مشر ورور پښتۍ ماتې شوې وې.”[10]
بل ځاے کښې وائي چې
“پلار مې هري پور جېل کښې نهه مياشتې کال کوټهرۍ کښې تېرې کړې دي. هغۀ وئېل چې نهه مياشتې ما اسمان نۀ ؤ ليدلے او هلته به صرف يو روشندان کښې يوه روټۍ او دال راکولے کېدل او دغه کوټنۍ دومره تنګه وه چې يو طرف ته به پروت وم”[11]
محمد يونس خان د باچا خان سره ملاقات:
محمد يونس خان پۀ خپله وائي چې يو ځل ما ته اطلاع وشوه چې باچا خان راروان دے، تياري وکړئ. دې وخت کښې زما پلار ډي اٰئي خان جېل کښې سره د غلام بلور، رحم زاد خان، ميرداد خان وغېره 40 سرحدي دفعه کښې قېد ؤ. ما مور ته ووئیل چې باچا خان راروان دے. دې وخت کښې زما مشره خور هدايت (اپا جان) هم ډېره بيماره وه. مور مې راته ووئیل چې کلي کښې خپلو خپلوانو ته اطلاع ورکړه. زمونږ سره نوکره چې خېمه کښې وه، هغې ته مې د بېټهک صفا کولو د پاره ووئیل او اپا جان هم د کټ نه راجګه شوه او وئیل ئې چې بيماري پۀ خپل ځاے خو مېلمستيا کښې کمے نۀ دے پکار. زۀ چې سودا راوړلو د پاره ګلۍ ته ووتم نو زما پۀ خوا کښې پولس تهانېدار خليل چې پۀ يوه پښه معذوره ؤ، تېر شو. زما پۀ زړۀ کښې شک پېدا شو چې کېدے شي چې د باچا خان د راتلو اطلاع ورته شوې وي او ساعت پس ما وکتو چې باچا خان پېدل راروان دے. ما ورسره لاس ملاو کړو او د هغوي پۀ لاس کښې د دوه جوړې کپړو پوټلۍ وه، ورنه مې واخسته او کور ته مې دننه کړو. د سودا پېسې ما د پلار ملګري فيرقدآباز ته ورکړې، هغۀ سودا راوړه. مونږ ناست وو چې پولس پۀ دروازه باندې راغے. زۀ چې ورغلم نو هلته ايس پي ميا سکين ولاړ ؤ او ما ته ئې ووئیل چې باچا خان د کور نه بهر راوباسه او دهمکيانې ئې راکړې. ما ورته ووئیل چې هغه صرف نن خو دلته نۀ دے راغلے، څنګه ئې د کور نه راوباسم. هغه بيا پۀ دهمکيانو سر شو. چې باچا خان زمونږ خبرې واورېدې نو پۀ دروازه باندې راغے او ورته ئې ووئیل چې کۀ وارنټ دې راوړے وي بيا درسره ځم او کۀ وارنټ درسره نۀ وي نو واپس لاړ شه او پۀ دې علاقه کښې دې ونۀ وينم. بيا ئې ما ته ووئیل چې درې جانمازونه واخله او جعفر جومات کښې ځاے ونيسه. هلته ما رحم نامي د جعفر جومات خادم ته ووئیل چې د دې ځاے خيال ساته او بيا د نمونځ پۀ وخت باچا خان د پارټۍ ورکرانو سره جعفر جومات ته لاړو. د نمونځ نه پس ئې خلقو ته ووئیل چې ارام سره کښېنئ، باچا خان به تقرير کوي. تقرير دوران کښې کله چې باچا خان حکومت باندې تنقيد شروع کړو او ورته ئې ووئیل چې حکومت بلاوجه دفعه 40 او زور زياتے شروع کړي او اوس هم نيمه ګېنټه مخکښې پولس د سالار يعقوب خان د کور پۀ دروازه باندې ولاړ ؤ او زما نمسي ته ئې دهمکيانې ورکولې. تر څو چې ايس پي ميا سکين بنو کښې وي چې نۀ قانون مني او نۀ د قانون احترام کوي، زۀ به د هغوي د تبادلې پورې جلسې جاري ساتم او بيا ټول جومات کښې ‘باچا خان زنده باد’، ‘فخرِافغان زنده باد’ نعرې شروع شوې.
دغه شان د پلار يوه واقعه بيانوي چې کله هندوستان ته تلے ؤ. حبيب الله خان مروت وزير داخله ؤ نو انډيا ته تلے ؤ. کله چې انډيا نه واپس راغے نو ما ته ئې فون وکړو چې زما ملګرو ته سلام وايو. ما تپوس وکړو چې دا څوک ؤ؟ وې وئېل چې ستا د جېل ملګرے ؤ. يو چچا يونس او يو ويشوامتر ؤ. نور هم وو خو دۀ ډېر اصرار کړے ؤ چې زمونږ طرف نه سلام او انډيا ته د راتلو ورته ووايه. بيا ما حبيب الله خان مروت چې د کانګرس سره ئې تعلق لرلو، ته ووئېل چې ما تاسو نۀ پرېږدئ، څنګه لاړ شم؟ تقريباً شپږ اووۀ کاله پس ما انډيا تلو ته اراده وکړه او ډي اٰئي خان پاسپورټ اٰفس ته پاسپورټ جوړولو د پاره لاړم نو انکار ئې راته وکړو چې ستاسو نامه هغه خلقو کښې ده چې د ملک نه بهر نۀ شي تلے.
څۀ موده پس زۀ اسلام اباد ته ملک حميد الله خان سره لاړم هلته سردار عبدالرشيد خان وزير داخله ؤ. ما ورته ووې تاسو وزير داخله يئ او ما ته يو پاسپورټ نۀ جوړېږي، دا څنګه حکومت دے؟ هغه وخت سردار عبدالرشيد پاسپورټ اٰفس ته فون وکړو. هغه وخت کښې پاسپورټ اٰفس کښې د بنو غريبي نومې سړے ؤ. غريبي پېسې هم خپل طرف نه جمع کړې او پاسپورټ ئې تيار کړو خو هغه وخت کښې دا قانون ؤ چې انډيا او اسرائيل د پاره به باقاعده NOC اخستې شوه. NOC اخستلو د پاره زۀ بيا ډي اٰئي خان پاسپورټ اٰفس ته لاړم. هلته هغه وخت کښې مير اکبر خان ډي اٰئي جي ؤ. هغۀ ته مې ووئېل چې دا مسئله به څنګه حل کېږي. هغۀ اٰئي جي پي يوسف جان اورکزئ ته ووئیل چې ډېر پښتون سړے ؤ او بيا هغۀ ورته ووئیل چې ما سره دې وخت اېډيشنل اٰئي جي پي عباس خان ناست دے، هغۀ سره خبره کوم او بيا دې کړاو نه پس زما انډيا تللو د پاره ويزه ولګېده او زۀ واهګه بارډر پۀ لاره انډيا ته لاړم. هلته ما ته ويشوامتر ولاړ ؤ، هغۀ خپل نورو ملګرو ته هم اطلاع ورکړې وه چې سالار محمد يعقوب خان راغلے دے. دې دوران کښې دهلي کښې نمائش ؤ او چچا يونس د هغې افتتاح کوونکے ؤ. چچا يونس پشاور سره تعلق لرلو او ډېر کلک کانګرسي ؤ او هغه وخت کښي د اندرا ګاندهي پرسنل سيکرټري ؤ. ويشوامتر زۀ چچا يونس ته بوتلم، ما خو وپېژندو خو چچا يونس زۀ ونۀ پېژندلم. ما ورته ووې چې راځه چې واپس ځو هغه ما نۀ پېژني او دې الفاظو سره چچا يونس اواز وکړو چې تۀ سالار يعقوب خو نه ئې؟ ما ورته ووې “کېدے شي” او بيا ګرم جوشۍ سره ملاؤ شو او د ډوډۍ دعوت ئې وکړو او هلته چچا يونس اندرا ګاندهي سره ملاو کړو. اندرا ګاندهي راته ووئیل چې تۀ ما چرته ليدلے ئې. هغه وخت اندرا ګاندهي د هندوستان وزيراعظمه وه. ما ورته وې ياد کړئ. هغې وې چې نۀ يادېږي. ما ورته ووې چې بمبۍ کښې کېمپ لګېدلے ؤ، زۀ د هغه کېمپ انچارج وم. مونږ خدائي خدمتګار ستاسو حفاظت ته ولاړ وو. تۀ خپل پلار جواهر لعل نهرو سره راغلې وې هغه وخت مونږ تاسو دننه نۀ پرېښودئ نو تۀ ماسره پاتې شوې او ستا پلار دننه لاړو. بيا اندرا ګاندهي ووئیل چې اوس ما ته ياد شول او وئیل ئې چې هغه وخت تا زۀ نۀ وم پرېښودلې او اوس دې زۀ نۀ پرېږدم. اوس خو زۀ د هندوستان وزيراعظمه هم يم. هغې زياته کړه چې ستا ويزه د دوو ښارونو ده خو تۀ چې چرته تلل غواړې هلته تللے شې، ستا ټوله خرچه به د هندوستان حکومت ادا کوي. تۀ زمونږ وي اٰئي پي مېلمه ئې او تا ته به هر قسم سهولت ملاوېږي. زۀ به چې چرته دعوت ته تلم هلته به (Welcome Freedom Fighter) بېنرې لګېدلې وې. هلته ما يوه مياشت تېره کړه.
پۀ کتابونو کښې د سالار محمد يعقوب خان د سياسي ژوند ذکر:
1930ء میں گاندھی جی اور دوسرے رہنماوں نے سول نافرمانی کی مہم چلائی تو بنوں کانگریس کے صدر شیخ حق نواز نے سب سے پہلے گرفتاری پیش کی۔ اس کے بعد لوگ جوق درجوق آتے اور اپنے آپ کو گرفتاری کےلئے پیش کرتے۔ حکومت ان لوگوں پر لاٹھیاں برساتی، انہیں مار مار کر لہو لہان کردیا جاتا تاہم ان کے جوش وخروش میں کوئی فرق نہ آتا۔ پولیس کارکنوں کو گرفتار کرنے کےلئے دیہات پر بھی چھاپے مارتے، مردوں کو زدو کوب کرتے، عورتوں کی بے عزتی کرتے اور جبر و تشدد میں کوئی کسر اُٹھا نہ رکھتے۔ تپہ سورانی کے ایک گاؤں میں پولیس نے چھاپہ مارا تو گاؤں کے سب مرد ننگ دھڑنگ پولیس کے سامنے آن کھڑے ہوئے۔ پولیس انہیں دیکھ کر شرمندہ ہوئی اور واپس چلے گئے۔ ضلع بھر میں پکڑ دھکڑ کا یہ عالم تھا کہ کم و بیش سات ہزار افراد قید ہوئے۔ حکومت کی ان سختیوں کا ردعمل یہ ہوا کہ تمام لوگ قومی کارکنوں کی ہمنوائی میں انگریز کے خلاف میدان میں نکل آئے۔ شیخ حق نواز خان، خان حبیب اللہ خان ایڈوکیٹ، حاجی محمد اسلم خان، سالار محمد یعقوب خان، سالار بہادر خان، مولانا خوئیداد، حکیم عبدالرحیم، مولانا نصف الجہان، ملک اکبر علی، ملک آزاد خان، ملک ایوب خان، حاجی ممتاز خان، رحیم زاد خان، امیر ممتاز خان، مقصود جان خان، ماسٹر میرقلم خان نیازی، قاضی حبیب الرحمٰن اور بیرسٹر محمد جان خان اس تحریک میں پیش پیش رہے۔
)نور بله ګڼه کښې(
-
سعيده بېګم، د سالار محمد يعقوب خان لور، مرکه 10-04-2015 ↑
-
شمشېر علي خان پروفېسر، بن باس ذيشان (سولر کمپوزنګ سنټر)، فروري 2004 صفحه 149 ↑
-
سعيده بېګم د سالار محمد يعقوب خان لور، انټرويو 10-04-2015 ↑
-
سعيده بېګم د سالار محمد يعقوب خان لور، انټرويو 10-04-2015 ↑
-
شمشېر علي خان پروفېسر، بن باس، ذيشان (سولر کمپوزنګ سنټر)، فروري 2004 صفحه 149 ↑
-
محمد يونس خان، د سالار محمد يعقوب خان زوے، انټرويو 23-03-2015 ↑
-
محمد يونس خان، د سالار محمد يعقوب خان زوے، انټرويو 23-03-2015 ↑
-
محمد يونس خان، د سالار محمد يعقوب خان زوے، انټرويو 23-03-2015 ↑
-
محمد يونس خان، د سالار محمد يعقوب خان زوے، انټرويو 23-03-2015 ↑
-
سعيده بېګم د سالار محمد يعقوب خان لور، انټرويو 10-04-2015 ↑
-
سعيده بېګم د سالار محمد يعقوب خان لور، انټرويو 10-04-2015 ↑