دا زما المیه چا زده – قیصر ایریدے

د تېرې میاشت پۀ څلورمه نېټه غزلپال ریاض تسنیم د خپل ځیګر درد د خپلو مینه والو پۀ زړونو شیندلے مونږ نه جدا شو. پښتو غزل د هغۀ د مرګه سره یوه تانده لهجه لۀ لاسه ورکړه خو پښتو ادب به تل خپل غزلبڼ کښې د هغۀ پۀ پري زاده شاعرۍ ویاړي. ځینو مرګونو باندې د غمرازۍ تکلف هسې د یوې ریا تکلف ښکاري.

“پښتون” غوښتل چې پۀ “تسنیم ماما” د هغۀ د غږ او غوږ د ملګرو ممتاز اورکزي یا صابر شینواري لیکنه خپره کړي او یا د قېصر اپریدي تاثرات واخلي چې پۀ کراچۍ کښې یواځې د هغۀ د غوږ او غږ ملګرے نۀ بلکې هم قدم او هم کلام ورسره هم پاتې شوے دے. د صابر شینواري لیکنه هم “پښتون” سره د تسنیم ماما امانت دے چې راتلونکي کښې به ئې خپلو لوستونکو ته وړاندې کوي.

دې لیکنه کښې قېصر اپریدي د تسنیم ماما “المیه” سپړدلې او د هغې د تشریح یوه مناسبه هڅه ئې کړې ده.

دا زما المیه چا زده

د میراجي او د هغۀ د قبیل د ځینو نورو جدت پسندو شاعرانو باره کښې د اردو یو نقاد وئیلي وو چې میراجي او د هغۀ همخیال ملګرو د مغربي ادب نه د جدت پۀ نوم اردو ته یو داسې مېلان راوړو چې هغه خپله پۀ مغرب کښې څۀ زمانه وړاندې متروک او فرسوده شوے دے.

چونکې ښاغلي نقاد خپله خبره د مخالفانه منطق لاندې پۀ داسې انداز وړاندې کړې ده چې بادي النظر کښې یو ډېر اهم دریافت او انکشاف ښکاري او في الحقیقت دریافت او انکشاف دے هم، خو ضروري نۀ ده چې داسې انکشافات دې ارومرو د چا خلاف د منفي او مخالفانه منطق سره امېز کړلے شي بلکې د دې انکشاف پۀ پس منظر کښې ډېر مثبت او د توجه وړ مواد هم مونږ ته پۀ لاس راتلے شي. پۀ دې شرط کۀ زمونږ تنقیدي جذبه پۀ اخلاص ولاړه وي، مثلاً دا وئیل کېدے شي چې پۀ تهذیبي لحاظ وروستو پاتې قامونه د ژوند پۀ هره څانګه کښې د پرمختللیو خلقو د ایجاداتو، افکارو او نظریاتو نه استفاده کوي، یو رجحان یو مېلان پۀ یوه پرمختللې ټولنه کښې کۀ څۀ هم متروک او فرسوده شوے وي خو پۀ یوه پاتې ټولنه کښې هغه بیا هم د جدت د مفهوم نه څوک محرومه کولے نۀ شي.

ما چې د تسنیم شاعرۍ ته او د هغۀ پۀ شاعرۍ کښې راوړل شوو جدید رویو ته کله هم کتلي دي، پۀ اولني نظر کښې ما ته هم دغسې محسوسه شوې ده چې د هغۀ شعري رویه د پښتو برعکس د اردو شاعرانه روایاتو ته زیاته ورنزدې ده او غالبًا د تسنیم د شاعرۍ هم دغه کېفیت ته پۀ کتو طائر ځلاند هم پۀ یوه لیکنه کښې دې وېنا ته مجبور شوے دے چې د تسنیم د شاعرۍ تهذیبي پس منظر البته کمزورے دے خو کۀ حقیقت ته پۀ محدود تناظر کښې ونۀ وکتلے شي او د طائر ځلاند پۀ وېنا کښې معمولي غوندې لفظي ردوبدل وشي نو دا عېن ممکنه ده چې نۀ یواځې د ښاغلي ځلاند پورتنۍ وېنا کښې به ډېر نه ډېر مثبت اړخونه راښکاره شي بلکې ورسره پۀ څنګ کښې به زما خپل مافي الضمیر هم د مناسب وضاحت ځاے ومومي .

د مثال پۀ توګه د ځلاند پۀ وېنا کښې تر څو چې د تهذیبي پس منظر خبره ده نو دا وئیل به جواز ولري چې د تهذیب یا تهذیبي عمل پۀ رشته کښې پښتانۀ او پښتو ژبه د اردودانو یا د مشرق د نورو قامونو او اولسونو نه جدا بهرحال نۀ دي، ځکه ښاغلے ځلاند چې د تسنیم پۀ شاعرانه فضا کښې کوم کېفیت ته اشاره کوي، کۀ چرې د هغې د پاره د تهذیب پۀ ځاے د خپلې خاورې د کلتور اصطلاح وکارولې شي نو بیا خبره البته د تفهیم او تصدیق دواړو دائرې ته راننووځي او مونږ ته د دې وېنا جواز لاس ته راځي چې د تسنیم پۀ شاعرۍ کښې نۀ یواځې د کلتوري عناصرو بلکې د کلتوري رویې او ورثې فقدان ولې محسوسېږي؟

ظاهره ده دا سوال مونږ د تسنیم د شعر د متن او معنيٰ نه دریافت کړے دے؛ اوس د فکر ځاے دا هم دے چې ایا د دې سوال ځواب مونږ ته د تسنیم د شعري متن نه ترلاسه کېدے شي؟ زما پۀ خیال هم دغه هغه ځاے دے چې مونږ د څو لحظو د پاره لۀ متن او معنيٰ څخه صرفِ نظر کولو او د تسنیم سوانح عمرۍ ته پۀ سر ورښکاره کولو مجبوروي، د هغې وجه دا ده چې د یو شاعر د تخلیق سره پۀ تعلق کښې د هغۀ شخصیت او د شخصیت سره پۀ تعلق کښې د هغۀ ماحول او د ژوند حقیقي سانحات یو تړلے او ګنډلے صورت رامخ ته کوي .

پۀ بله معنيٰ د یو شاعر د ژوند حقیقي سانحاتو د هغۀ د شخصیت تعین کړے وي او بیا د هغۀ د شخصیت نه د هغۀ دشعر چینې تاندې شوې وي، پۀ دې اساس چې مونږ د تسنیم سوانح عمرۍ ته ورښکاره کېږو نو د خپل دور د نورو ډېرو خلقو غوندې د تسنیم د ژوند بنیادي مسئله هم د معاش ده؛ پۀ نورو الفاظو دا وئیلے شو چې د تسنیم پۀ شخصیت کښې د هغۀ د معاشي ضرورتونو جابرانه لاس دے او هم دغې لاس هغه بیخي پۀ تاند او تازه عمر کښې د خپلې خاورې د خوشبویو نه راجدا کړے او بیا د مهران پۀ تودو بادونو کښې ئې هغه یو داسې روزګار ته مخ کړے دے چې د هغۀ پۀ ظاهري او باطني حواسو کښې یو حس ورسره هم اٰهنګ نۀ دے:

تسنیمه! یو ځلې مې داسې پېښور پرېښودو

لکه چې دلته مې د پلار نیکۀ هډونه نۀ وو

مونږ شائد د تبصرو تر حده د تسنیم المیه هغسې پۀ شدت سره محسوس نۀ کړے شو څۀ رنګه پۀ شدت سره چې تسنیم خپله پۀ خپل زړۀ او روح محسوس کړې او بیا ئې د هم هاغه زور او شدت سره قلمبند کړې ده ، ښکاره خبره ده دا خو مونږ د تسنیم د المیې ظاهري اړخ بیانوو. اٰیا مونږ د دې المیې باطن ته هم کوزېدلے شو؟ هاغه باطن کوم چې د ریاض تسنیم د خپل باطن مماثل او مترادف دے او کوم چې د ذکر شوې المیې لۀ سوخته پۀ غم او ملال ډک دے، ‘دلته کۀ څوک زیاته موافق خبره کولې شي نو هغه خپله تسنیم دے چې هغه پۀ خپل باطن کښې د حزن او ملال یوه یوه څړیکه رانیسي او پۀ خپل تخلیقي قابلیت ورته د اظهار هېئتونه سازوي:

دا زما المیه چا زده

چې پۀ ما ده خو هم ما زده

تسنیم د خپلې المیې پۀ باطن کښې چې د کوم اولني کرب سره مخ کېږي هغه د تنهایۍ ګوناګون کېفیات او واردات دي، د تنهایۍ سره پۀ تخلیقي تعلق کښې دغه کېفیات او محسوسات او د هغې شدید اثرات مونږ د تسنیم پۀ شاعرۍ کښې قدم پۀ قدم موندلے او محسوسولے شو چې پۀ هغې کښې د تسنیم د تنهایۍ حواله یوه نۀ ده، دلته یواځې د خپلو خوږو او درنو رشتو نه د بېلتون سانده نۀ اورېدل کېږي ‘دلته ژبه پردۍ ده، د ژبې حاکمیت پردے دے ‘ ادب او ادیب غېر دي او کلتور اجنبي او نابلده دے، پۀ داسې اجنبي ماحول کښې یو تنها ‘نووارد او پۀ ادبي حواله نو اموز پښتون شاعر چرته لاړ شي، چاته ورشي، چاته ووائي، د چا نه واوري او د چا سره خپل ذوق شریک کړي؟ د پښتو د کتاب قلت پۀ خپل ځان کښې یوه بله تنهائي یوه بله المیه ده او هغه مسلسل لګیا دے د خپلې دغې تنهایۍ او المیې خدوخال موزونوي، هغه د خپلې تنهایۍ پۀ سوچ کښې کله کله د خپلې تنهایۍ د حال نه راروان مستقبل ته هم ورتېرشي او خپل تشویش پۀ خپلو دې الفاظو کښې مجسم کړي:

زما د کټ نه ګېر چاپېره عالمونه ولاړ

ما ته د کټ پۀ بازو ناسته تنهائي ژړېږي

د تسنیم د شاعرۍ او پۀ هغې کښې د هغۀ د ژوند لیک پۀ اړه یوه د یادولو وړ خبره دا هم ده چې کله د هغۀ پۀ شاعرۍ کښې د مذکوره تنهایۍ نوحه د هجر ذکر و اذکار ته منتقل شوې ده نو د تسنیم د شعر مایوس او محزون کېفیت ورسره نسبتاً یو پُر اعتماد حالت ته اوړېدلے دے او پۀ دې حالت کښې بیا تر اخره د اعتماد او استحکام پۀ قدم روان لیدلے شوے دے:

ژوند کښې د هجر نه یو ځل راتېرېدل پکار دي

نور څۀ کۀ نۀ شي د خپل ځان نه خو خبر شي سړے

وروستو کۀ څۀ هم د ابلاغ ذریعې سېوا شوې ‘مواصلاتي روابط یو تر بله رانزدې شول او سماجي وېب خو د پښتنو لیکوالانو پۀ ژوند خېرونه او برکتونه وشېندل خو تر دې وخته تسنیم د خپل تخلیق پۀ لار د یوې اوږدې تنهایۍ او بېکسۍ نه راتېر شوے ؤ او خپل ځان ئې پۀ خپل هنر کښې پۀ داسې ډول غني کړے ؤ چې هغۀ د خپل ذوق زمکه د پښتو او اردو پۀ شریکو ذوقي اوبو خړوبه کړې وه او پۀ نتیجه کښې ئې مونږ ته د تسنیم غوندې یو لافاني هنرکار پۀ لاس راغلے ؤ ‘دې هنرکار پښتو ژبې ته یوه داسې لافاني شاعري ورکړه چې د پښ

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …