تاريخ پوهنه – ډاکتر مبارک علي، ژباړه: انجینئیر عثمان ایسپزے

کله چې پۀ قامونو زوال راشي نو د دې مړانه، همت، جرات، حوصله او سپيځلي اخلاقي قدرونه هم ختم شي. بيا د داسې قامونو خلق د تېر وخت پۀ تاريخي يادونو وخت تېروي. ولې تېر وخت کله هم پۀ بيرته نۀ راځي. مسوليني ډېرې هلې ځلې وکړې چې د زوړ رومي سلطنت وخت بيا پۀ بيرته راولي خو کامياب نۀ شو. ولې دغه حال د ايران او عربو هم دے چې پۀ خپل شاندار ماضي پسې ګوتې مروړي.

تاريخ د انساني فطرت پوره پوره څرګندونه کوي. مفکرين پۀ دې خبره بوخت دي چې انسان فطرتي طور نېک دے او کۀ شري دے. چې تاريخ وګورو نو پۀ دې نتيجه رسو چې زور طاقت او اختيار پۀ دې لړ کښې فېصله کن فېکټر دے. دا فېکټر پۀ تاريخ کښې ډېر اهم رول لوبوي. په کومو قامونو کښې چې زور وي هغوي رعب او دبدبه لري پکښې مستي او تکبر وي او پۀ هغو کښې د برترۍ احساس وي. د نړۍ نور قامونه ورته سپک او بد تهذيبه ښکاري. د کمزورو او وروسته پاتې قامونو سره جنګ کول د هغوي اجتماعي وژنه، پۀ خاوره او وسائلو ئې خېټه وراچول، د نړۍ زورورو قامونو ته هيڅ ناروا کار نۀ ښکاري. زورور قامونه غواړي چې کمزوري او بې وسه قامونه زېر کړي. تاريخ ګواه دے چې کله د يونان پوځ پۀ مېلوس نومې جزيره يرغل وکړو نو د هاغه ځائے اولس ته ئې د وسلې کېښودلو او تسليمولو امر وکړو. نو د مېلوس خلقو ورته ډېر پۀ عاجزۍ خواست وکړو. چې مونږ خو تاسو سره هيڅ بد نۀ دي کړي نو تاسو ولې پۀ مونږه باندې هيڅ بې هيڅه يرغل وکړو؟ د يوناني عسکرو جرنېل ورته ووئيل چې دا د فطرت قانون دے چې بې وسه او کمزورے خو به زورور ته سر ټيټوي او يا به مرګ ته غاړه ږدي. مونږ زورور يو او تاسو کمزوري ئې نو باید مونږ ته تسليم شئ او کۀ مزاحمت کوئ نو سزا به مو مرګ وي. د مېلوس خلقو مزاحمت وکړو او ماتې ئې وخوړه. ډېر نارينه ئې ووژل شول او ډېرې زنانه ئې غلامانې شوې. وروستو دا غلامان لکه د څارو خرڅېدل.

هم دغسې کۀ مونږ وګورو د هري انساني ټولنې د افرادو هم دا حال وي. کوم وګړي چې د زور او اختيار خاوندان وي نو لوئي او تکبر کوي. د ظلم او جبر د جذبو نه ډک وي. د ټولنې بې وسه کمزوري او ناچاره خلق ورته هډو انسانان نۀ ښکاري. خو چې کله بې اختياره شي څوکۍ او اقتدار ئې د ګوتو نه او اوځي. او زور ئې مات شي. نو فطرت کښې ئې عاجزي او سادګي پېداشي او د څۀ لږ ډېر سړيتوب خاوند شي. مغل باچا فرخ سېر چې پۀ تخت کښېناستونو خپل ټول مخالفين ئې ووژل. د هغوي مړي ئې پۀ هاتهيانو پورې وتړل او د ښار پۀ کوڅو کښې ئې وګرځول. خو چې کله ئې تخت نسکور شو او قېدي شو نو هم دغه فرخ سېر و چې به ئې د ضرورت د وړو وړو شيانو لپاره د خپلو محافظو څوکيدارانو بې دريغه خوشامد کوۀ. د صدام حسېن تاريخ ډېر پخوانے نۀ دے. د عراق اولس ئې د پښو خاورې وې کۀ کوم چا به ئې مخالفت کوۀ، ګولۍ به ئې ترې ويستلې. تر دې چې خپل زومان ئې هم نۀ وو بخښلي. خو چې تخت ئې تخته شواو بندي شو نو پۀ شخصيت کښې ئې يو دم بدلون راغلو. فکر کولے شو چې دا بدلون به د صدام حسېن له د څومره لوئے ذهني اذيت سوب ګرځېدلے وي. خو د انسان بدمرغي داده چې د تاريخ نه سبق نۀ اخلي. نن هم زورور لګيا دي پۀ کمزورو پښې ږدي. د خپلې بالادستۍ له پاره جنګونه کوي پۀ دې جنګونو کښې د ټولنې عام وګړي د ټولنې خوراک شول. حاکمان ځان ته تاجونه پۀ سر کړي او تاريخ ئې د ډېرې لوئي مرتبې خاوندان وګرځوي. وئيلي شي چې د زورور غوئے پۀ ونه خېژي. څۀ عجيبه او تريخ حقيقت دے چې د زورور هر عمل ته انصاف وئيلے شي او بې وسه خلق د خپل تحفظ له پاره پۀ ښۀ اخلاقي قدرونو تکيا کوي د ښۀ اخلاقو تبليغ کوي. زورور ته د ښو اخلاقي قدرونو هيڅ ضرورت نۀ وي. تاريخ د زورورو بدو اخلاقو ته هم ښۀ اخلاق وائي. سوال دا پېدا کېږي چې د يوې ټولنې عام وګړي ولې دخپل ماضي بولي او پۀ څۀ سوب پرې فخر کوي ؟؟. دې کښې ټول کمال د مؤرخېنو وي. د خپلو سياسي يا مذهبي ګټو پۀ خاطر د ماضي نه د وړومبۍ شپې ناوې جوړوي. پۀ تاريخ کښې د علم او ادب له د نيشت ځائے ورکوي او د فتوحاتو او جنګونو ذکر ډېر پۀ زړۀ راښکونکي انداز کښې کوي. دا د تاريخ هغه رنګ دے چې پۀ تاريخ پۀ سياست کښې پکارول کېږي. سياست مداران د شاندار ماضي پۀ بيرته راوستلو باندې نعرې سورې وهي جذبات راپاروي او اولسونه تېر باڅي. ګاندهي جي د رام راج نعرې وهلې او وئيل به ئې چې هغه به پۀ هندوستان کښې د رام د وختونو امن او سوکالي راولي. دا رنګ نعرې سُورې زمونږ سياست مداران او لار ښود هم لګوي او مولانه شبلي نعماني خو حد کړے دے چې وائي !مونږ به هله ترقي وکړو چې شاته لاړ شُو.

تاريخ باید د يرغل ګرو نه اتلان جوړ نۀ کړي. ير غل ګر کۀ هر څوک وي کۀ د هر ونګ، مذهب، نسل، قام يا خاورې سره تعلق ولري. تاريخ به ئې د مجرم پۀ توګه ياد کړي. ولې چې هغه بې له څۀ سوبه يا خو د مالي ګټو د پاره يا د نوم ناموس پۀ خاطر د بل پۀ خاوره يرغل او انسان وژنه کړے وي. مونږ کۀ سکندر اعظم ته د يرغل ګر پۀ نظر ګورو او بد رد پرې وايو نو بايد محمد بن قاسم محمود غزنوي او محمد غوري ته هم دغه حېثيت ورکړو. نه چې دوي فقط پۀ دې غرض خپل اتلان وګرځوو چې ګنې دوي خو مسلمانان وو.

تاريخ مونږ ته د دوه قسمه خلقو درک راکوي يو مرده ضميري درباريان وي چې وخت ته سلام کوي. د اقتدار پۀ څوکۍ کۀ هر څوک ناست وي دوي ئې ملګري وي. د دوي د پاره پۀ جمهوريت او امريت کښې هيڅ توپېر نۀ وي. دوېم خلق هغه چې ضمير لري پۀ خپله خوښه ژوند تېرول غواړي د هيڅ قسمه خوشامد او چاپلوسي نۀ کوي، نۀ خو دوي پۀ ټولنه کښې د څۀ نوم ناموس او شهرت طمع لري او نۀ د اقتدار د څوکۍ وږي وي. دا هغه خلق وي چې بغېر د څۀ ويرې او طمعې د ظالم او جابره حاکمانو لاره نيسي. د خپل اولس خدمت ته چمتو وي. او د خپل دريځ پۀ خاطر نۀ يواځې بندي خانو ته ځي بلکې د پانسۍ تختو ته هم پۀ روڼ تندي ورخېژي. پۀ خپل ټولنيز ژوند کښې دا خلق اکثر د غربت، تنګدستۍ او بد حالۍ ښکار وي خو حقيقت دا دے چې هم دا خلق د اولس ريښتوني اتلان وي. د سقراط مثال زمونږه مخې ته دے چې جلاوطنۍ يا جرمانې ادا کولو ته پۀ بدله کښې ئې ژوند قبول نۀ کړو او مرګ ته ئې غاړه کېښوده. خو د تاريخ غمېزه دا ده چې د واکمنې طبقې پۀ امر کښې ليکلے شي نو د ريښتوني قامي اتلانو پکښې يا خو د سره ذکر نۀ وي او يا بيا د ملک دښمنه غدار،باغي، غېر ملکي اېجنټ پۀ نامو ياد شوي وي. ولې بيا هم درباري تارېخ کۀ هر څومره زور لګوي خو دا ريښتوني قامي اتلان د اولسي ذهن نه محوه نۀ شي کولې. پۀ تاريخ هم د دوي ژوند پاتے کېږي چې راتلونکي نسلونه تري نۀ يواځے متاثره کېږي بلکې د راتلونکي وخت تګ لارې له پاره ترې رڼا هم اخلي. د تاريخ الميه دا ده چې پۀ جنګ کښې بريالي توب ته د يو قام عروج وائي او ماتي ته ئې د زوال نامه ورکوي. د بريالي توب پۀ صورت کښې عسکري فوځي جرنېلان پۀ خپلو سينو د ميړانے او ځوان مردۍ تمغې ولګوي. او تاريخ ئې د قام اتلان کړي. دې ته نۀ ګوري چې د دې جنګونو پۀ نتيجه کښې به پۀ زرګونو عام وګړي وژل شوي او ښارونه برباد شوي دي. سکندر پۀ تاريخ کښې د اعظم پۀ نامه ځکه يادېږي چې د نړۍ پۀ لويه برخه ئې جنګونه ورتپلي وو او ډېره غټه انسان وژنه ئې کړې ده. د انسان وژنې پۀ بنياد يو چا “اعظم” وئيل څومره لویه خندنۍ (مذاق) دے. د سلطنت روم پۀ شاهي تاريخ کښې جوليس سيزر ته ډېر لوړ ځائے ورکړے شوے دے. مؤريخينو د دۀ پۀ لويه انسان وژنه سترګې پټې کړي دي او د يو عظيم جرنېل پۀ نامه ئې ياد کړے دے.

د دې خبرې نه هيڅ کله هم انکار نۀ شي کېدے چې جنګونه تباهي راولي. ولې نن هم پۀ نړۍ کښې ډېر داسې قامونه شته چې انساني ستونزې او شخړې د جنګ له لاري هوارول غواړي. پۀ دې حقله ټول قصور د تاريخ دے ولې چې تاريخ خلقو ته د ژوند حقيقي هدفونه نۀ ور پۀ ګوته کوي. بلکې د جنګونو پۀ ښائسته ښائسته قيصو ئې غولوي. حقيقت دا دے چې جنګونه هيڅ کله هم د يو عام وګړي پۀ خېر نۀ تمامېږي. بلکې عام بې ګناه خلق پکښې هيڅ بې هيڅه ووژلې شي. او يا د ټول عمر د پاره د معذورۍ ښکار شي.

په تاريخ کښې چې کله هم يو انسان د غلامانو کسانانو بزګرو او زنانو د ژوند او سماجي حالاتو مطالعه کوي نو ډېر خفه شي. دا د تاريخ هغه درد ناک اړخ دے چې انسان له ژړا ورولي. تصور وکړئ چې د غلامۍ باقاعده ادارې موجود وې او د انسانانو پۀ منډو کښې لکه د مالونو سوداګانې کېدلې. مالکانو به پۀ غلامانو بې درېغه ظلم او جبر کولو. ټوله ټوله ورځ به ترې کار اخستو او پۀ خېټه به ئې هم وږي ساتل. په داسې حال کښې به د دې غلامانو خوارانو ژوند ډېر مختصر وۀ او د ژوند د قېده به ئې ډېر زر خلاصے موندو. د انساني ژوند هم د دې بې کچه استحصال او ظلم لپاره به پۀ تېرو وختونو کښې هم لکه د نن مذهب او ټولنيز روايات پۀ کار راوستلي شو. په تاريخ کښې د ډېرو مفکرينو دانشورو او فلسفيانو د ظلم او جبر دې نظام ته د روا عمل نامه ورکړې شوې ده. دا د انساني تاريخ يوه ډېره لويه غمېزه ده.

انساني تاريخ يو روښانه اړخ هم لري او هغه دا چې کۀ پۀ يو انسان سره ډېر ظلم زياتي وشي ډېر وزورلے شي، بندېزونه پرې ولګولې شي، وهل ټکول وخوري خو بيا هم پۀ دۀ کښې د بغاوت او مزاحمت جذبه نۀ ختمېږي او دے هر وخت د ظلم او طاقت خلاف اواز پورته کوي. د غلامانو، کسانانو ډېر تاريخي بغاوتونه د دې خبرې ګواه دي. دا د تاريخ هغه زړۀ راښکونکے اړخ دے. چې خوارانو،غريبانو، بې کسه او محرومو طبقو ته دا خوصله او همت ورکوي چې راتلونکې وخت به داسې وي چې د ازل ليکل به وران کړي او تقدير به بدل کړي. د تاريخ مهم دا اړخ دے چې پکښې د زورورو، بادشاهانو، جرنېلانو او مغروره خپل واکه واکمنو لپاره سبق پروت وي. د شعور او پوهې خاوندان ترې ذده کړه کوي.

یادګیرنه:

دا ژباړه د ډاکټر مبارک علي د کتاب “میری دنیا” نه اخستې شوې ده.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …