د علم او عمل څښتن، د پېرنګي استعمار پهٔ ضد د خدائي خدمتګار غورځنګ د صف اول رهبر، د پښتنو د تاریخ مؤرخ قاضي عطاء الله خان شهید – معظم جان معظم

زۀ چې کله هم د خدائي خدمتګار تحريک پۀ مبارزينو خپل فکر قلم ته وسپارم مسلسل د جذباتي عمل او وېرې سره مخ يم. جذباتي عمل خو زما د خدائي خدمتګار تحريک سره د ډېر جوخت تړون سبب به وي چې زما ژبې د نومونو اخستلو هڅه کړې وي. ښه! نو “خان بابا” بابا جان به ما وړومبي زده کړي وي. ښه! نو “خان بابا” زما مشر ترۀ ايوب خان بابا ؤ چې زما د نني ليک د ستر مبارز عطا الله خان (هم زلف) چې مونږ اشنغريان ورته “سانډو” وايو او د خېله هم زورور خدائي خدمتګار ؤ د مېروېس بابا سره د خدائي خدمګارانو پۀ جلوس کښې د انګرېزي پوځي جبر پۀ نتيجه کښې د څلورو پوښتو پۀ ماتېدو کړم ؤ. بابا جان زما بل ترۀ فضل رحيم ساقي چې ما به ورته “بابا جان” وې، د خدائي خدمتګار هغه سرلوړے مبارز، چا چې د ژوند تر اخيرو سلګيو د فخر افغان د فکرونو روزنه، پالنه د خپلو بچو نه زياته کړې ده.

وېره ځکه چې خدائي خدمتګار تحريک وړومبے پښتون تحريک دے چې د علم، پوهې، عدم تشدد پۀ بنياد پۀ وجود کښې راغلے دے او زۀ عالم نه يم.

وېره ځکه چې هسې نه چې د دې سر لوړو مبارزينو سره زما منتشر فکر کومه خطا وکړي چې ليک د پښتنو د تاريخ پۀ مؤرخ وي چې د شورش شعوري جذبې ورته سپېلني کيږي د قبر پۀ کتبه د شورش کاشميري دا شعرونه:

وفا کہتے ہیں کس کو؟ پاس ناموس وفا کیا ہے؟

الٰہی جس خطا کی یہ سزا ہو، وہ خطا کیا ہے؟

ہمارے خون سے قصر شہی کی شمعیں روشن ہیں

ہمیں معلوم ہے اس ابتداء کی انتہا کیا ہے؟

امامان سیاست کاش اس پر غور فرمائیں

پیغمبر کی حیا کیا چیز ہے خوف خدا کیا ہے؟

او يا لېونے فلسفي چغه کوي وائي:

اے شهيده! اے عاشقه! اے بچيه د منصور!

پۀ خندا جانان ته لاړې ډوب دريا کښې شوې د نور

او يا زما د روحاني فکري لارښود د پښتني نثري قلم امام ماسټر کريم پۀ لوے بېلتون خپل يار خپل سالار ولي بابا، خان عبدالولي خان ته د هري پور جېل نه خط ليکي ورته وائي:

“ولي! د قاضي صاحب پۀ مرګ مې فکر نوې کلۍ وټوکولې. جذبې مې وپارېدلې دغه دے ناست درته خط ليکم.

ولي! مونږ د قاضي صاحب مرګ لکه د غلۀ د مور د کندو پۀ شا وژاړۀ. نۀ د جېل جنډه ښکته شوه. نۀ سکول بند شو، نۀ شور شته نه وير پۀ خاموشه خاموشۍ کښې د پښتنو شعوري مبارز خاؤرو ته وسپارلے شو. د عالم مرګ د عالم مرګ وي. ولي! ښکاري چې جهان مړ دے.”

قاضي عطا لله خان پۀ 1895 کښې د پېښور سره نزدې ارباب لنډي کښې د نصر الله خان پۀ کور کښې پېدا شو. د زدکړې وړومبے ښونځاے ئې د کلي ديني مدرسه يا جماعت ؤ. بيا د مشن سکول پېښور کښې داخل شو چرته چې د هغوي والد محترم نصر الله خان سبق ښودلو. استاد ؤ. تر څوارلسمه پۀ پېښور کښې او بيا د وکالت سبق لپاره علي ګړهـ ته لاړو او پۀ 1918 د وکالت ډګري ترلاسه کړه او وطن ته راغلو پۀ پېښور کښې د وکالت باقاعده آغاز وکړو. د اصلاح انجمن افغانه تحريک سره پۀ 1919 کښې ملګرے شو چې باچا خان، مخفي صاحب او مولوي عبدالعزيز صاحب شورو کړے ؤ.

پۀ 1923 کښې ئې د اشنغر پۀ پړانګو د آني خېلو د مشر خان لور سره وادۀ وکړو چې د رځړو د مشر صاحب حق صاحب د خور لور وه چې د اشنغر او پښتونخوا يوه منلې شوې ديني کورنۍ ده پۀ 1925 کښې وکالت دپاره مردان ته لاړو. د اجمل خټک بابا د وېنا مطابق د خدائي خدمتګار تحريک نوم هم قاضي صاحب تجويز کړے ؤ. د برټس رولز د مخالفت پۀ وجه د پنځۀ کلونو دپاره انګرېزي استعمار زنداني کړو. د 37/1936پۀ الېکشن کښې د مردان او پېښور د دوؤ سيټونو نه د صوبې د لېجسلېټيو کونسل ممبر منتخب شو بيا ئې د مردان سيټ خالي کړو چې بيا پرې د چرګا (رستم) بابا ممبر شو. د ډاکټر خان صاحب پۀ کابينه کښې د مالياتو د محکمې وزير شو. د1946 پۀ الېکشن بيا د مردان نه منتخب شو او د وزير تعليم د څوکۍ واکمن شو. پۀ وړومبي ځل پۀ پښتونخوا کښې د تعليم پالېسي مخې ته راغله. د 1947 رېفرېنډم چې د انګرېزانو پۀ پښتونخوا کښې پۀ دې خاطر کوؤ چې د پښتونخوا خلق د پاکستان سره شاملېدل غوړي کۀ هندوستان سره؟ قاضي صاحب چې د پارلېمان غړے ؤ. سخت مخالفت ئې وکړو او دليل ئې دا ؤ چې د پښتونخوا اسمبلي به دا فېصله کوي چې هغوي هندوستان کښې شاملېدل غواړي کۀ پاکستان کښې او کۀ نۀ د خپل وطن “پښتونستان” نوم د دنيا پۀ نقشه کښې شاملوي. د اسمبلۍ اجلاس چې پۀ 30 جون 1947 کښې شوے ؤ. د هغې روداد ستاسو تر فکره تېرول ضروري ګڼم.

Minutes of council meeting held at Government House Peshawar on the 30th June, 1947.

AGENDA:

H.C.M’s note dated 26th June 1947 regarding the referndam.

اؤ بيا پۀ اسمبلۍ کښې د لوے بحث نه پس دا رېفرنډم غېر ضروري او غېر ائيني وګرځولے شو. پۀ نتيجه کښې د صوبې اسمبلي معطل کړې شوه. عبوري حکومت جوړ کړے شو او قيوم خان کشميرے چې د پښتنو تاريخ کښې د يزيد پۀ نوم ياديږي وزيراعلٰي شو او پۀ خدائي خدمتګارو ظلم او بربريت انتها وکړې شوه. د بابړې خونړۍ واقعه هم قيومي دور تورمخې کارنامه ده پۀ زرګونو خدائي خدمتګار ونيولے شول او جائېدادونه ئې ضبط کړے شول. قاضي صاحب ونيولے شو. زۀ دلته ستاسو پام يو عجيبه اتفاق ته راګرځوم اورنګ خوشحال باب بندي کړو يو وفادار د زرو سپايانو سالار خو پۀ نتيجه کښې پښتون قام ته د تورې، قلم او عمل خوشال خان خټک بابا ورکړو چې نن پرې پښتانۀ ننګ کوي د مېروېس خان باب ځوے ميرا احسن خان احمد شاه باب زنداني کړو. پښتون قام ته ئې ستر سرلښکر د عمل او عمل روحانيت او باچاهت احمد شاه ابدالي ورکړو. انګرېزانو او پاکستاني واکدارانو عطا الله خان خان بندي کړو. پښتون قام ته ئې د پښتون د تاريخ مؤرخ ورکړو. کۀ قاضي صاحب زندان کښې نۀ ؤ، زۀ وايم د پښتنو تاريخي پېژندګلو به نيمګړې وه.

قاضي صاحب د زندان لويه برخه پۀ هري پور جېل کښې تېره کړې ده. ډېره اسماعيل خان، حېدر آباد، بلوچستان، مچ جېل.

د هري پور يوه دردناکه واقعه، چې راوي ئې دقاضي صاحب ځوے ډاکټر حميد الله خان دے. وئېل ئې قاضي صاحب د هري پور جېل کښې ؤ. ما او زما کشر ورور پۀ اېبټ آباد برن هال کښې سبق وې. واړۀ ؤ. زمونږ چوټيانې شوې وې. زما د خور خاوند خداے بخښلے سعد الله خان مردان نه مونږ پسې راغلے ؤ چې کور ته مو راولي. د قاضي صاحب سره زمونږ د ملاقات اجازت ئې د زندان څخه راوړے ؤ. مونږ چې جېل ته لاړو د جېل عملې مونږ هغه بارک ته بوتلو چرته چې قاضي صاحب او نور ډېر خدائي خدمتګار قېد ؤ چې اکثر مونږ پېژندل ځکه چې هغوي به زمونږ کور ته راتلل او مونږ سره به ئې ډېره مينه کوله. مونږ ته ئې خټکي راکړل. عاشق شاه باچا چې ډېر سپين او ساده غېرتي همدرد بنده ؤ. ما ته غلي ووې. “تا د قاضي صاحب لاسونه وليدل؟” ما وي “نه” ما چې د هغوي لاسونو ته وکتل د هغوي ټول لاسونه پولۍ ؤ زۀ چې کور ته راغلم مور ته، ترور ته، لالا او خوېندو ته مې د جېل ټول قيصه وکړه.”

ما د ډېرو خدائي خدمتګارو نه ډېر ځله دا خبره اورېدلې وه چې قاضي صاحب ته به د جېل عملې پۀ ډوډۍ کښې شيشې وړۀ کولې او بيا به ئې پۀ خوارک کښې ګډولې او د ډېرو نه مې دا هم اورېدلي ؤ چې قاضي صاحب او ډېرو خدائي خدمګارو ته به ئې لږ لږ زهر هم پۀ ډوډۍ کښې ورکول. د قاضي صاحب صحت ورځ پۀ ورځ خرابېدو. ملګرو او د کور خلکو سره ئې ډېر فکر ؤ. د علاج لپاره ئې د وخت حاکمانو ته ډېر خبرداي وکړل خو هغوي پرې غوږ نه ګرولو. قاضي صاحب د دائمي ژوند سفر پله روان شوے ؤ چې د لاهور اسپتال کښې داخل کړے شو. اوبۀ له ورخه تېرې وې. د وينې کېنسر پۀ ټول وجود قابض ؤ. هغه مبارزه چې د انګرېز ښکر ئې مات کړې ؤ د پاکستان يزيدي جبر ته ټيټ شوے نه ؤ. د اجل پرېښتې ته ئې سر ټيټ کړو خو د لېوني فلسفي دا خبره پۀ سرو زرو د ليکلو ده چې “قاضي صاحب خداے ته هم برندې سترګې جګ سر لاړو” پۀ اوولسمه فرورۍ 1952 کښې د شپږ پنځوس کلونو عمر کښې د دائمي ژوند پۀ سفر روان شو. قران ګواه دے غازيان او شهيدان ژوندي دي. قاضي صاحب ژوندے دے او نن هم د هغۀ بل مشالونه مونږ ته رڼا راکوي.

ستا د فکرونو بل مشال مې تر مرامه بيائي

اے د الفت اوراورکيه! لا رڼا دې شته دے

معظم

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …