د اردو ژبې د ورځپاڼې ‘ایکسپریس’ پهٔ مننه
هو! امويان تر منځنۍ اسيا پورې رارسېدلي وو. د لومړي عباسي خليفه ابو عباس السفاح پۀ زمانه کښې د چين د تانګ سلطنت پۀ قلمرو کښې تر ترکستان پورې علاقه د دوي پۀ لاس کښې وه. پۀ جولائي751م کښې عرب فوځونو د کلاس د درياب پۀ غاړه د تبتي ملګرو پۀ ملاتړ سره تانګ لښکر ته پۀ يوه مختصره جګړه کښې واضحه ماتې ورکړې وه او پۀ هم دې شکل د عباسي سلطنت سرحدي کرښې تر ختيځ چين پورې غځېدلې وې. د جګړې پۀ دوران کښې چې کوم چينائي بنديان د دوي تر ولقې لاندې راغلي وو، ځينو ئې د کاغذ جوړونې پۀ هنر کښې مهارت درلود چې تر هم دې مهاله دغه هنر پۀ چين کښې د رياستي راز پۀ حېث پټ ساتل کېدۀ او افشا کوونکي ته ئې د مرګ جزاء ټاکل شوې وه. نو هم دغو چينايانو پۀ مرسته لومړي ځل پۀ ثمرقند کښې د کاغذ جوړونې کارخانه ولګول شوه. بيا رو رو دغه ټېکنالوجي تر بغداده ورسېده او لۀ 794م نه وروسته پۀ بازارونو کښې کاغذي توليدات ښۀ پرېمانه شول او استعمال ئې هم ځکه زيات شو چې پۀ بغدادي دار الترجمه او پۀ عباسي سلطنت کښي د پاتې يوناني کتابونو او غېر عربي ادبياتو ژباړې ته ډېره پاملرنه کېدله. پخپله د مسلمان منطيقينو، مؤرخانو او څېړنکارانو شننې او څېړنې ښې پۀ عروج کښې روانې وې او بيا هم دغه کاغذ جوړونه پۀ راتلونکو دوو پېړيو کښې د مراکش او مسلمانې هسپانيې له ليارې اروپا ته ورسېدله. پۀ بغداد کښې لومړۍ عمومي شفا خانه، مېډيکل کالج او لومړۍ اولسي کتابخانه هم پرانستل شوي ؤ. هم دا راز د مراکش پۀ فېض نومي ښار کلښې جامعه القروئين هغه لومړے پوهنتون ؤ چې هلته افتتاح شوې وه او له 869م څخه پۀ باقاعده توګه د تعليمي اسنادو وېش جاري ساتلے ؤ. پۀ داسې حال کښې چې پۀ يورپ کښې لومړي پوهنتون له دې نه يو نيم سل کاله وروسته پۀ 1010م کښې پۀ بولونا ښار ګوټي کښې جوړ شوې ؤ او تر دې مهاله د قاهرې د الازهر پوهنتون له جوړېدو نه هم پنځه دېرش کاله تېر شوي ؤ د يولسمې مېلادي پېړۍ د لومړۍ صليبي جګړې تر 1095 پۀ 1099 دوران کښې مسيحي لښکرو د اوسني لښان تريپولي ښار لوټې لوټې کړو چې پۀ پايله کښې ئې د دغه ښار پۀ اولسي کتابخانه کښې شاوخوا درې لکهه کتابونه او ډېر نو مهم اسناد ضائع او تلف شول. پۀ جنوري 1298م کښې د دولسو ورځو له محاصرې څخه وروسته تاتاري لښکرې بغداد ته داخلې شوې چرته چې هر اولسي سهولت لولپد شو او دومره کتابونه وسوزېدل چې د دجلې اوبۀ څو ورځې تورې ښکارېدې. پۀ هم دې ډول د کائنات د رازونو د څېړنې او پلټنې ځلانده اسلامي عهد د کم او زيات شپږ سوه کلن زيار او تحقيق نه وروسته بېخي پۀ ټپه ودرېدۀ او پۀ پنځلسمه ميلادي پېړۍ کښې اسلامي هسپانيد هم نابوده شوه. له ماتې او شکست څخه انسان دوه ډوله تاثر اخلي يا خو ئې لاسونه او پښې حرکت پرېږدي او بېخي تارک الدنيا ترې جوړ شي او پۀ اصطلاح پۀ هر پړي د مار ګومان کوي او يا بيا دغه هر څۀ هېر کړي او له نوي سره له نوي ارادې سره د ژوند ډګر ته راوځي او شعوراً د مستقبل پۀ طرف نوے سفر پېل کړي. د تاتارايانو له بد ترينۍ، بربادۍ وروسته څو کاله هم داسې پۀ سکته کښې تېر شول او بيا دغه فکر ريښې وغځولې چې ګواکي څۀ وشول دا د دين د رسۍ د پرېښودلو او د عيش او ارام د غفلت امېزه ژوند له کبله راپېښ شوي دي. دا پۀ اصل کښې زمونږ د هغو ګناهونو سزا ده چې مونږ پکښې ترستونې غرق يو او کفاره ئې دا ده چې د زړۀ له کومې توبې واېستل شي او پۀ دې دنيا لعنت ووئېل شي او ټول فکري قوت د اخرت پۀ لور متمرکز شي هم دغه مسلم ذهن او فکر پۀ دوو دورونو تقسيمولې شو. د يثرب له دورې مخکښې او د بغداد تر سقوطه پورې يعني پۀ لومړۍ دوره کښې مسلمان ذهن او فکر د نوې نړۍ د تلاش او د دنيا ګوت ګوټ ته د انقلابي پېغام د رسولو د رنګ او نسل له توپېر نه پورته د خداے مخلوق سره د ربط، درس او تدريس تږي ؤ. د دغه ذهنيت او فکر له بطن څخه فتوحات، ايجادات اور نور نوي او انساني ارزښتونه وزېږېدل او د بغداد له سقوط نه وروسته پۀ دوهم دور کښې بيا دا دنيا د سازشونو پۀ پېمانه بدله شوه او د اسلام د بقا سوال پۀ ټولو بنيادي مسائلو کمبله راؤغوړوله. هر هغه شے او سوچ چې لږ نا بلده او له ادراک څخه لوړ ؤ دښمن وګڼل شو. دنيا او تاريخي ماديت ته د زهرو پۀ سترګه وکتل شول يعني دا اټکل پوخ شو چې ماديت ته وده او توجه ورکول پۀ اصل کښې اسلامي تشخص بربادول او له مينځه وړل دي. پۀ هم دې توګه د بغداد له سقوط نه وروسته هارون، مامون، البېروني، ابن سينا، ادريسي، ابن الهېثم، ابن خلدون، ابن رشد او ابن فرناس غوندې شخصيتونو ته هېڅ ځائے پاتې نه شو بلکه دا خبره وشوه چې هم دا خو هغه خلک ؤ چې مونږ ئې له لاري ايستلو او بايد هم دغه دنيا پرست، ملحد او سيکولر خلک مونږ د مسلمانې نړۍ د بربادولو اصلي عاملين وګڼل شي او بيا له دې پيښې کم او زيات دوه سوه کاله وروسته عظيم الشان عثماني سلطنت مېنځ ته راغے چې نظرياتي وجود ئې پۀ هم دغه خمير کښې اغږل شوے ؤ يعني توپ غواړو خو دوربنين نه. دوربين غواړو خو د نړۍ د سېل او پلټنې لپاره نه بلکه د دښمن د لښکرو د څار دپاره.
د بغداد له سقوط نه مخکښې علم او څېړنه د ټولنيز قدر او منزلت معيار بلل کېدل او له سقوط نه وروسته ورته د ذلت او حقارت پۀ سترګه کتل کېدل د بغداد له سقوط دوه نيم سوه کاله وروسته پۀ 1440م عيسوي کښې د جرمني د مينز ښاريو اوسپنه جوړونکي هنرمند ګټن برګ لومړۍ چاپخانه اودغوله پۀ هم دې شکل پۀ انساني تاريخ کښې پۀ لومړي ځل کتاب د حاکمې طبقې له لګژري الماريو څخه د يوه عام متلاشي انسان تر خيرنو لاسونو راؤرسېدو او پۀ راتلونکو شپېتو کلونو کښې د اروپا پۀ هر قابل ذکر ښار کښې يوه مطبعه فعاله شوه او پۀ دغه لږه موده کښې نږدې دوه کروړه کتابونه چاپ شول چې د شپاړلسمې ميلادي پېړۍ تر اخره پورې دغه شمېره شل کروړه کتابونو ته ورسېده د دغه علمي پر اختيار پۀ نتيجه کښې دماغونه وغوړېدل او پۀ خلاص مټ صنعتي او سائنسي انقلاب ته لاره هواره شوه چې بيا وروسته ميډيا هم وده ومونده او د بنيادي حقوقو بحثونه هم پېل شول. د يورپ نه بهر د شپاړلسمې ميلادي پېړۍ پۀ پېل کښې د استانبول ښار د لومړي سلطان سليم پلاز مينه وه. پۀ1515 ميلادي کښې د مفتي اعظم پۀ مشوره دغه شاهي فرمان جاري شو. د عثماني سلطنت پۀ حدودو کښې د عربۍ او فارسۍ ژبو د ماشيني طباعت سزا مرګ دے. لومړے عربي کتاب پۀ عيسوي کښې د ايټالې د فېن قصبې يوې مطبعې نشر کړو پۀ هم دې موده کښې پۀ وينس، روم او ويانا کښې ځنې نور عربي او فارسي کتابونه هم چاپ شول ځکه چې له بهرنۍ نړۍ سره د سفارت کارۍ او تجارت لپاره اروپايانو او مستشرقينو دغه ډول کتابونو ته اړتيا د درلوده پۀ ميلادي کښې سلطان مراد دريم د فارسي او عربي کتابونو د واردولو امپورټ اجازه ورکړه مګر پۀ استانبول کښې لومړۍ چاپخانه ايله يوه نيمه پېړۍ وروسته د شېخ الاسلام پۀ مشوره ابراهيم المترفقه پۀ کښې پرانستله هغه هم پۀ دې شرط چې دا مطبعه به هېڅ ډول مذهبي کتاب نه خپروي او د مذهبي کتابونو د چاپولو اجازه بيا يو سل او يولس کاله وروسته دوهم سلطان محمود پۀ کښې ورکړۀ. کله چې نولسمه پېړۍ پېل کېده له مراکشه نيولي آن تريمند پۀ غونډ عثماني سلطنت کښې صرف درې سرکاري چاپخانې موجودې وې او هغۀ هم تنها د استانبول پۀ ښار کښې. تاسو اندازه کولې شئ چې پۀ دغسې حالاتو کښې به د عظيم عثماني سلطنت کروړونو رعاياو کتاب ته څومره لاس دسي لرلو خو تر څو چې دغو فکرونو او مفزونو ته رڼا رسېدله تر هغې پۀ علم او سائنس سمبال يورپ د اېشيا او جنوبي افريقې ښۀ ډېره برخه اشفال کړې وه. پۀ ايران کښې لومړۍ مطبع پۀ کښې مينځ ته راغلې او هند ته يوه پرتګيزې مبلغ لا پۀ کښې چاپي مشين راوړے ؤ خو لومړے اردو کتاب “اخلاق هندي” پۀ کلکته کښې د يوې اروپايي مطبعې څخه پۀ کښې راوت، د بغداد له سقوط نه اتۀ سوه کاله وروسته لا هم نارې وهل کيږي چې اسلام پۀ خطره کښې دے او مونږ ګورو چې ددغو خطراتو پۀ مقابل کښې هم څۀ عجيب او غريب پلانونه سنجول کيږي او ورسره ورسره د اغوغا هم راوانه ده چې پۀ مونږ کښې ولې د ابن خلدون، جابر بن حيان، بو علي سينا او ابن الهېثم پۀ څېر شخصيتونه نۀ راپېدا کېږي.
ايا د دې زمکې پۀ مخ کوم بل هم داسې قام نشته چې پوره اتۀ پېړۍ د خپل قامي ماتم پۀ ټغر ناست وي؟