دا لیکنه د انګرېزۍ ورځپاڼې ‘ډان’ د څوارلسمې فرورۍ پۀ ګڼه کښې چاپ شوې وه. خپلې سیمې ته د ښاغلي لیکوال د تګ دا تاثر مونږ خپلو لوستونکو ته د ‘ډان’ پۀ مننه وړاندې کوو. د میرامشا او نورو قبائیلي سیمو د اولس مسئلو د پاره د لیکوال وړاندیزونه د هغۀ خپله رایه ده. مونږ قبائیلي سیمې د افغان جنګ د پاره د مورچې پۀ توګه د استعمال پالسي د دې ټولو ستونزو او کړاوونو زیرمه ګڼو او باور لرو چې دې پالسۍ کښې عملي بدلون د دې ستونزو د ختمېدو یواځینے امکان دے.
زۀ د ترهګرۍ څپېړو وهلي او هغې پسې د ضربِ عضب عملیاتو کښې ګېر میرامشا او خپل کلي درپه خېل ته پۀ ډېرو کلونو پس تلے وم.
دې سیمه کښې دسمبر وچ او دوړن وي، اونې لغړې او شینکي بې ساه وي ـــ دا ټول منظر د کومې غمژنې حماسې د انځور غوندې وي. سړے نوے جوړ کړے شوے دے خو تګ راتګ پرې د پخوا پۀ نسبت نیشت دے.
شمالي وزیرستان ته تګ راتګ ډېر ستونزمن دے. چا سره کۀ خپلې پېژندنې د پاره نور هر څومره دستاوېزات وي خو د ‘وطن کارډ’ نه بغېر تګ ناممکن دے. د سفر کوونکو سپکاوي کولو او زړونه چقولو د پاره ګام پۀ ګام چېکپوسټونه کرکې شیندي.
قبائیل خپلو کورونو ته څۀ له ستنېږي؟
کرمه ایجنسۍ کښې د وروستۍ شیعه سني جګړې وروسته میرامشا د پاړه چنار پۀ ځاے د فاټا تر ټولو د اباد او سوکاله ښار اعزاز موندلے ؤ. د کرکژن اېف سي اٰر د بندېزونو پرته، ټوله فاټا کښې دې ښار پرمختګ کولو. د ملک د نورو سیمو د تجارو د پاره هم دې ښار پرانستې غېږ نیولې وه. شاوخوا کلو، افغانستان او نور ملک د پاره هم دلته نه ټېکسیان او نورې سورلۍ موجودې وې. د افغانستان نه د مېوو او لرګو ټرکونه او نور ملک نه د اوړو، تېلو غوړو او دې سره د نورو توکو لارۍ به هم لۀ دې لارې تېرېدلې ـــ دا ځکه خو به پۀ ‘میرامشا سراې’ بلل کېدو.
لۀ بده مرغه اوس دا ښارګوټے موجود نۀ دے. کورونه، ګودامونه او بازارونه تالا او ویجاړ شوي وو او ایرې ئې هم نۀ ښکارېدې. چا ته د ودانۍ کولو اجازت نۀ ورکولے کېږي. د سړک پۀ دواړه غاړو د سرکار لۀ خوا جوړو کړو ودانیو نه پرته څۀ حرکت پۀ نظر نۀ راځي. کالجونه بند دي، پۀ موټرسائیکلو بندېز دے، برېښنا نشته او موبائیلونه چې ډېټا نۀ لري، څۀ لږ ډېر کارېدے شي. پۀ ټول وطن خاموشي او وېره خوره ده. هغه زما د وړوکوالي جنت میرانشا دغه خاموشۍ او وېره کښې چرته ورک شوے دے.
پۀ وروستو کلونو کښې شوې تباهي ‘د بیا ودانۍ پروګرام’ پۀ نامه بللې شوې ده. حکومت واړۀ واړۀ پارکونه او مارکیټونه جوړ کړي دي. وئیلے کېږي چې دا ودانۍ پۀ زمکو د ریاست لۀ خوا قبضې د پاره شوې دي. هر څو حکومت پۀ خپله دا روزګار کولو نو د ودانۍ پۀ موادو ئې د پرمټ او ایجنسۍ ټېکس بندېز لرې کړے ؤ. اولس هم پۀ لویه پېمانه د ودانۍ سامانونه راچلولي چې د سړک پۀ غاړو خوارۀ لیدل کېږي. دا هغه یواځینے روزګار دے چې دوي ته ئې لاره پرانستې ده.
د بیا ودانۍ د اجازت د نشتوالي لۀ امله درپه خېلو )چې د میرامشا لویه برخه ده( خپلې استوګنې له وړې جونګړې جوړې کړې دي. د ځاے د کمي پۀ وجه دا ابادي خوړ ته هم غځېدلې ده. خلق لۀ دې وېرې پاخۀ کورونه نۀ ودانوي چې هسې نۀ بیا کډه ور پۀ سر کړې شي.
زۀ خپل کور کښې ځکه ایسارېدے نۀ شوم چې هلته زما خور خپلې کوړمې )سخرګنۍ( سره اوسېږي. ډنډي درپه خېل کښې د هغوي خپل کور پوځ بې د څۀ څرګندې وجې ړنګ کړے ؤ. زۀ باور سره وایم چې وسله والو سره د هغوي هېڅ اړیکې نۀ وې. د ډنډي درپه خېل قیصه ډېره غمژنه ده او چرته پۀ بله موقع پرې ځان له خبرې کول پکار دي.
پۀ ترهګرۍ کښې د ککړو خلقو کورونه ړنګ کړے شوي وو او کوم کورونه چې پاتې وو، د فضائي څارنې د پاره ئې چتونه لرې کړے شوي وو. د کورونو دننه پوځیانو څۀ هم پرېښي نۀ وو او کۀ لږ ډېر څۀ پاتې وو نو هغه موسم د ښې توښې نه ویستي وو. د واپسۍ د پاره خلقو ته څۀ هم پاتې نۀ دي. د هغوي واړۀ واړۀ څیزونه، څاروي او هر هغۀ څۀ چې پۀ عرب ملکونو کښې پۀ خپلو وینو خوله کولو ګټلے شوي وو، هر څۀ د منځ نه وړے شوي دي. خپلې دې بده ورځ کښې هغوي حېران دي چې د حکومت سره د مرستې کولو نه پس ولې هغوي دې حالاتو سره مخ دي؟ ټپي او ایدک کښې اوسنو حالاتو بې قراري نوره زیاته کړې ده. کۀ داسې یوه واقعه د هغوي ګاونډي کلي کښې وشي نو دوي سره به څۀ کېږي؟ څو کورنۍ بیا کډه کولو د پاره هلته تلې دي.
څوک چې کډه نۀ شي کولې، د حکومت مرستې ته ئې سترګې نیولې دي. هلته د ژوند تېري د پاره هېڅ پروژه او وسیله نشته، کۀ لږ ډېر څۀ دي نو هغه د ځائي اېن جي او مرستې دي. زۀ خپل خېل له ترښځ وهم او بل خپل خېل له پۀ منډو ترړو دے. د مرستې د پاره نړیوالې ادارې د ژوند بحالولو د پاره د هلوځلو پۀ ځاے د رواج د تشریح او تفسیر د شنډې غوا پۀ لوشلو کېوتي دي.
اولس لتاړ دے او څوک ئې غږ نۀ اوري. حکومت سړکونو ته لاندې وتلے دے چې خپل امدن زیات کړي او د صنعتي موادو چلولو او لوټ تالان د پاره اسانتیاوې پېدا کړي. خو د خلقو ښېګړې نه ئې سترګې پټې کړې دي. د همزوني او اسلام اباد احتجاجونه د اولس د ګیلې، محرومیت او خفګان اظهارونه دي.
حکومت باید د خلقو د ضرورتونو او محرومیت احساس وکړي. د ځائي اولس د مال او املاک د تباهۍ جاج اخستلو او د تلافۍ اعلان دې وکړي. دا معلومات دې مخې ته راوړے شي. اولس ته دې د خپلو مسئلو د حل او خپلو معاملات سمون د پاره لاره ورکړې شي. کومې زمکې چې د حکومتي منصوبو د خېټې لاندې کېږي، مالکانو ته دې د هغې عوض ورکړے شي. پولټیکل اېجنټان دې د مسئلو نشاندهۍ او مناسب حل تجویز کولو د پاره مخې ته راشي. هغوي دې د ټېکسونو جمع کولو نه لږ وخت او توانائي د سیمې دورې د پاره هم وباسي. باید د خېبر پښتونخوا ګورنر دغه سیمو ته تسلسل سره دورې پېل کړي. هغوي دې قبائیل ته ډاډ ورکړي، دلاسه دې ورکړي او د هغوي د مړ شوي امید بیا ژوندي کولو هڅه دې وکړي.
د میرامشا لیدل داسې وو لکه چې هدیرې ته ورغلے وم. دې کښې بیا وداني شوې وه، لارې ئې پراخه او پاکې وې خو ژوند او امید پکښې نۀ وو. دا سیمه د کومې لویې انساني المیې نخښه ښکارېده او ما دغلته نه د ستنېدو پر مهال ځان سره وئیل، باید دا ښار خو ‘د میرامشا مزار’ ونومولے شي.