د عاصمه جهانګیر یو تقریر – نور الوهاب خټک

د نوي کال دوېمې مياشت د پاکستان د بې وسه “بې زبانه” او غريبانو خلقو نه د هغوي ترجمانه زړۀ وره او نۀ خرڅېدونکې لويه وکيله او د وکيلانو مشره عاصمه جهانګير د فاني دنيا نه د قائمې دنيا پۀ لور يوړه.

نوموړې عاصمه جهانګير د ژبې، مذهب، وطن او قوميت نه پۀ ډډه د هغه خلقو لپاره ژوند کوۀ د چا چې هېڅوک نۀ وو. څوک چې بې وسه وو، څوک چي د ظلم ښکار وو، د حق او رښتياو ملګرې وه، د ظلم او ظالم پۀ ضد وه. رښتيا وئيل او د رښتونۍ ډله کول د هغې پۀ ډېرو ښۀ خويونو کښې يو خوي ؤ. محترمه عاصمه جهانګير چې د خپل محنت پۀ وجه کوم مقام ته رسيدلې وه، پۀ پاکستان کښې د يوې ښځې دغه ځاے ته رسېدل پۀ خپله د دې خبرې ثبوت دے چې دا انسان څومره باکماله دے او د څومره ستونزو نه پس به دغه ځاے ته رسېدلې وي.

د مرګ نه څو ورځې وړاندې پۀ اسلام اباد کښې د بې ګناه نقيب الله محسود د انصاف لپاره د هغه د وژونکي پۀ ضد د پرلت وهونکو ټولنې ته پۀ خپل يو تقرير کښې د پښتنو پۀ حقله يو څو داسې رښتيا خبرې وکړې چې هغه ډېر پۀ اوچتو څوکیو ناست ډېر لوے لوے خلق هم نۀ شي کولې او نۀ ئې منلو ته تيار دي.

هغې ووئيل چې د پاکستان لپاره چې پښتنو څومره قربانۍ ورکړې دي، پنجاب يا سندهـ نۀ ورکړې دي او نۀ به ئې ورکړي. پښتانۀ يو امن پسند قوم دے او کۀ څوک غواړي چې پاکستان دې مخ پۀ وړاندې لاړ شي نو دا د پښتنو او د باچا خان د سوچ نه بغېر ممکن نۀ دي.

د عاصمه جهانګير پۀ دغو خبرو کښې هېڅ شک نشته خو ولې بيا هم پۀ خپل وطن کښې څوک د دوي وجود تسليمولو ته تيار نۀ دي. بغېر د څۀ ګناه نه د تېرو درې لسيزو نه د تشدد او الزامونو ښکار دي. بغېر د څۀ تور يا ثبوت نه وژلے کېږي او داسې وژلے کېږي چې هېڅوک ئې نۀ تپوس کوي او نۀ پرې د خفګان څرګندونه کېږي. د حکومتي چارواکو لۀ اړخه هم ورسره د مېرې مور سلوک څۀ پټه يا ناشنا خبره نۀ ده. د چا چې څومره وس رسي، وهي ئې هم، وژني ئې هم او وسائل ترې هم تروړي.

عاصمه جهانګير ريښتيا وائي چې کۀ مونږ پاکستان مخ پۀ وړاندې بوتلل غواړئ نو دا د باچا خان د سوچ نه بغېر ممکن نۀ دي او هغه ځکه چې هغۀ ټول عمر د قلم کتاب خبره کوله، د جرګو مرکو خبره ئې کوله، د امن خبره ئې کوله، د عدم تشدد خبره ئې کوله، د جنس پۀ بنياد ئې د ښځو د سپکاوي نۀ کولو خبره کوله، هغۀ پۀ يو ځاے کښې پۀ موجود وسائلو د هغه ځاے د خلقو د حق خبره کوله، د هنرونو زده کولو خبره ئې کوله، هغۀ به د نورو مذهبونو د منونکو د مذهبونو د احترام خبره کوله، هغۀ به د هلکانو سره سره د جينکو د تعليم خبره کوله، د بشر دوستۍ د ميني او ورورولۍ خبره به ئې کوله؛ او چرته چې پۀ سماج کښې دا قسمه سوچ وده ومومي، خلق خپل او پردے وپېژني، د هر چا سره يو شان سلوک کېږي نو د هغه وطن د پرمختګ نۀ کولو هېڅ څۀ جواز نۀ پاتې کېږي.

خو لۀ بده مرغه زمونږ پۀ هيواد کښې زمونږ واکداران د دا قسمه سوچ او د دا قسمه سوچ لرونکو پۀ ضد وي، خو د نړۍ تعليم يافته پوهه او زيرکو خلقو باچاخان پېژندلے هم ؤ او اظهار ئې هم کوي ـــ خو دلته ئې دوي همېشه د بدنامولو کوششونه کړي او کوي، او کۀ اوس هم څوک د دا قسمه سوچ خپلولو ملګرتيا کوي نو يا به پرې څۀ تور لګي يا به د مذهب پۀ نوم وژلے کېږي.

بيا هم دنيا پۀ اميد خوړې شي. مونږ هم اميد ساتو چې کۀ زر ده او کۀ پس، خو د عاصمه جهانګير پۀ شان به ډېر خلق د باچا خان دغه سوچ ومني او پۀ خولۀ به ئې هم راشي، ځکه چې عقل پوهه او شعور زياتېږي نو ريښتيا او د ريښتياو ويونکي سېوا کېږي.

چې عظمت ته ئې د اغيارو سترګې برېښي

هر پښتـون دې باچا خان غوندې بدنام شي

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …