پښتون پرلت : یوه جائزه – عبدالرؤف ایسپزے

د دې مضمون لیکلو پورې د نقيب مسید قاتل راو انوار پۀ ګرفتارۍ کښې د ریاست یو نمبر ادارې ناکامه راغلې دي کوم چې عام وګړو او قانون عملي کوونکو ادارو لپاره د شرم وړ خبره ده، د دې باوجود چې ملزم پۀ ټيلي فون د نامعلومه ځايونو نه ميډيا سره خبرې هم کوي ولې بیا ئې هم درک نۀ لګي.

نن د کال دوه زره اتلسم د فرورۍ مياشتې پۀ پنځلسمه نېټه د پښتنو پر امنه پرلت څۀ حده پورې رنګ راوړو او مطالبو کښې ئې یوه د پاک پوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه ومنله. اٰرمي چیف قبائیلي علاقو نه د وطن کارډ شرط ختم کړو.

تاریخ کښې به لیکل کېږي چې د بدنام ترهګر بېت الله مسید د کلي سره تعلق لرونکو څو تعلیم یافته ځوانانو خپل پر امنه احتجاجي پرلت سره د ریاست واګې لرونکې ادارې پۀ خپلو غوښتنو منلو مجبوره کړې او دا رنګ د پښتنو د حقونو د جنګ یو پړاو وګټلے شو.

د دوېم نړیوال جنګ پۀ محال نازیانو خپلې ټولنې نه یهود بېلولو لپاره یو کارډ معارفي کړے ؤ چې نن هم د نړې پۀ مخ یو ناولے ګام او انځور بللے کېږي. هم دا رنګ څو ورځې وړاندې پورې د پاکستان ټولو قبائلي سیمو کښې استوګن پښتنو لپاره هم د ‘وطن کارډ’ پۀ نوم یو ځانګړے کارډ هر وخت ځان سره ساتل لازمي وو، ولې د پر امنه پرلت لۀ کبله قبائیل دغه مصیبت نه خلاص شول او د پوځ د عام تعلقاتو ادارې اٰئي اېس پي اٰر د دغه کارډ ختمولو پۀ اړه د ټوېټر د لارې باقاعده پېغام جاري کړے دے.

د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعې ډېرې وچې او شګلنې دي. دلته د اوبو کمي سره شېنکي هم ډېره کمه ده. د پښتونخوا شمالي برخو پۀ نسبت چې څۀ رقم د جنوبي ضلعو موسم توند او تېز دے نو هم دغه رنګ د دغه سيمو د خلقو مخونو نه هم د موسمي شدت اثر بريښې. دکوهاټ نه تر ډېره اسماعيل خان سيمې د ګرمۍ پۀ موسم سختې ګرمې او ژمي کښې انتهائي يخې وې.

د دې سيمو سره تړلي فرنټئير ريجنز يعنې نيم قبائیلې علاقې فاټا او خېبر پښتونخوا يو بل سره پېوست کوي. دې سيمو ته پۀ بشري تاريخ کښې ډېره لوړه رتبه ترلاسه ده.

ماډرن تاريخ کښې کۀ اېنګلو افغان جنګونه دي، ماضې قريب کښې د کميونسټو او سرمايه دارانه قيصې او کۀ پۀ موجوده وخت کښې د امريکې او طالبانو جګړې، بهر کېف کۀ حالات څۀ رنګ هم وي، پۀ دې کښې پاک افغان اوږده پوله ډېر اهميت لري.

د بده مرغه د پېړیو راهسې د دغه منطقې خلقو تر دې دمه قلاري نۀ ده لیدلې. د پرله پسې جنګونو به ډېر وجوهات وي، ولې پۀ دغو کښې د ټولو نه لومړۍ وجه د دې منطقي جغرافیائي شتون دے کومې ته چې د مرکزي ایشیا ‘ګېټ وے’ وئیلے کېږي.

د تاريخ نه څرګنده ده چې د لومړۍ ورځې نه د مغرب بريدګرو همېشه د طورخم او يا خېبر پاس خوښ کړے او اکثره حملو کښې ورته کاميابۍ هم ترلاسه شوې دي. د دې سيمو خلقو خو به يا د نورو هېوادونو نه د راغلو بريدګرو ملاتړ کوۀ او يا د دوي سره لاندې وتل، ولې د منځ وتلو پکښې هېڅ بله لار نۀ وه.

سبهاش چندر بوس (نيتاجي) چې مهاتماګاندهې او باچا خان د عدم تشدد فلسفه ئې نۀ منله او خپل مقصد (انګریزانو نه ازادي) لپاره ئې د جنګ لاره خپله کړې وه، هغۀ هم د ټولو نه وړاندې د وزیرستان فقير ايپي ته د مرستو خواست کړے ؤ. نیتاجي د فقیر ایپي نه مدد نۀ ملاوېدو وروسته اول کابل او هلته نه اېډولف هټلر نه مدد ترلاسه کولو لپاره برلن ته تللے ؤ.

سوال دا ولاړېږي چې ایا پښتانۀ پۀ پېدائشي توګه جنګیالي دي؟ ددې سوال ځواب د تاريخ کتابونو کښې پۀ نفي ملاوېږي. مونږ پښتنو پۀ نړۍ کښې د علم ډيوه بله کړې او مونږ د ګندهاره کلتور امانت ګرو پۀ هغه وخت کښې پوهنتونونه جوړ کړي وو چې پۀ يورپ، عربو او د امريکه نومې جزيرو نامې هم چا نۀ پېژندلې.

ددې ورسته بيا يو بل دور د جنګونو او د کرايې د قاتلانو راځي کومو کښې چې د دې منطقې اولس د مغلو، غزنيانو او خلجیانو سره پۀ خپل هېواد کښې نښلي.

پۀ اصل کښې ددې منطقې د خلقو نه خپله پېژندګلو هېره کړې شوې ده د کومې ورسته چې د دوي د احساساتو سره لوبې کول ډېر اسان دي او نن سبا دا لوبه نوره هم اسانه شوې ده. وروسته د عدم تشدد فلسفې باچاخان پښتنو ته د هغوي تهذيب يافته انځور ورکړو د کومې لۀ مخه چې دوي ته ډېرې ګټې ترلاسه شوې. د باچاخان پلويانو د عدم تشدد فلسفه خپرولو لپاره خپله شپه ورځ یوه کړې وه او کوشش ئې کړے چې دا پېغام او سوچ هر پښتون ته ورسوي.

د يو منظمه سوچ او فکر لاندې پېرنګي او وروسته د پاکستان اسټېبلشمنټ لومړے د هندوستان او وروسته د پاکستان پۀ تاريخ کښې پښتنو له د يو جنګيالي قوم حېثيت ورکړے ؤ. دا خبره کۀ پۀ کوم فرد یا کوم بېل فکري جماعت تر څۀ حده سمه هم وي، ولې د قام پۀ حېث دوي ته جنګیالي وئیل بیخي غلطه ده.

پۀ اصل کښې د روس خلاف پېرنګیانو ځان له یوه پالیسي ټاکلې وه چې د طورخم نه وړاندې به نۀ ځي او اټک نه به پۀ شا کېږي نۀ. د طورخم او اټک تر منځه سیمې هغوي قصداً پسمانده، کم تعليم يافته پرېښودې وې. د پښتنو پسمانده ساتلو وجه د دې بېلټ جیو ستراتیژک اهمیت دے. د هند د وېش نه اویا کاله پس هم دا سیمې د هغه پخوانۍ فارمولې لاندې چلولې کېږي ځکه چې هر دور کښې د وخت حاکمانو ته یو داسې طبقه یا قام پکار وي څوک چې پۀ وخت راتلو ښه پۀ اسانۍ د قربانۍ ګډوري جوړېدے شي.

د خدائي خدمتګار سازمان روحِ روان باچا خان د بابړې شپږ سوه لس مړي خو ښخ کړي وو او دېرش کالو نه زیات عمر ئې پۀ زندان کښې تېر کړے ؤ ولې د هغې باوجود ئې هم د وسلې پورته کولو تبليغ نۀ دے کړے. د تېرو څو لسيزو راهسې يو وارې بيا د پاکستان قبائیلي سيمې د نړۍ مقتدر قوتونو ترمنځ د جنګ مېدان جوړ کړے شوے او پۀ زرګونو پښتانۀ پکښې وژل شوي ـــ د وینو دې بازار کښې د مذهب سوداګرو هم همېشه د ساده پښتنو د سرونو سودا کړې او پردي اور کښې ئې خپلو مقاصدو لپاره د خشاک پۀ حېث استعمال کړي دي.

د مايوسۍ پۀ دې حالت کښې د ګومل پوهنتون ډېره اسماعيل خان ځۀ طالبعلمانو د منظور پشتين پۀ مشرۍ کښې يو کال وړاندې د ‘مسید تحفظ مومنټ’ پۀ نامه يو تنظيم جوړ کړو. د تنظيم پۀ اړه د منظور پشتين وېنا ده چې وزيرستان چونکې ډېره جنګ ځپلې سيمه ده او هلته د سيکېورټې فورسز عملي واکداري ده. دوي وائي چې پۀ خپلو سيمو کښې مخکښې نه خوارۀ کړے شوي بارودي سرنګونو، سيکېورټې چېک پوسټو او د فوځ لۀ خوا مقامي اولس سره د سپکاوي سلوک پرضد دوي څۀ ځوانان راجمع کړل او اواز پورته کول ئې شروع کړل. وروسته ځنې شتمنو دوي ته چندې ورکول شروع کړل کومې به چې دوي جنګ ځپلو او خېمو کښې ژوند کوونکو قبائیلو لپاره پۀ ضروري سامان او د خوراک څښاک څیزونو اخستلو خرڅ کولې.

وئيل کېږې چې انقلاب راتلو لپاره یوه پېښه هم کافي وي او هم دغه د پښتون قام سره وشول. د پښتنو راویښېدو او راپارېدو د پاره کراچۍ کښې د نقیب الله مسید وژنه دغه پېښه وګرځېده. نقیب مسید د جنوبي وزیرستان پوځي اپرېشن لۀ وجې بې کوره شوے ؤ او کار روزګار لپاره کراچۍ ته تلے ؤ چرته چې هغه راو انوار نومې پولیس افسر یوه جعلې مقابله کښې ماوراې عدالت ووژلو. ممکنه وه چې د نورو زرګونو وژل شوو پښتنو پۀ رنګ نقیب مسید هم خاموشۍ سره خاورو ته سپارل شوےؤ، ولې د سماجي رابطو پۀ وېبپاڼو د هغۀ زړۀ راکښونکو تصویرانو د هر کتونکي پۀ سترګو کښې اوښکې راوستې. نقیب مسید د ماډلنګ شوق لرلو او خپل دا شوق به ئې پۀ فېس بک خپل ښکلي انځوران ورکولو سره پوره کولو. پۀ فېس بک د نقیب مسید شل زره نه زیات فالوورز وو. د جعلي مقابلې وروسته راو انوار دعويٰ کړې وه چې نقیب ترهګر ؤ ولې د سماجي میډیا دغه ماډل څوک هم ترهګر منلو ته نۀ دي تیار شوي او تحقیقاتو کښې هم ثابته شوې چې نقیب نۀ بلکې د هغۀ وژونکے راو انوار د پولس پۀ وردۍ کښې ترهګري کوي او بې ګناه خلق وژني. هغه وزیرستان چې ریاست ورله غرونه، پټکي، خلق او مینې ترهګر کړې وې، هغه وزیرستان سره د نقییب مسید غوندې ماډل نسبت د ریاست غاړه کښې پرېوتو.

پۀ نقیب د ترهګرۍ تورونه لګوونکي کله هم د دې پوښتنې ځواب نۀ شي ورکولے چې ایا د تېرو اتۀ کالو راهسې د کراچې پولس اودۀ وو يا نقيب مسید ناڅاپه ترهګر جوړ شو؟

پۀ تېره لسيزه کښې د پښتنو پۀ منطقه د زرګونو پۀ شمېر ځوانان بې درکه کړے شوي او شک دا څرګندېږې چې دغه ریاستي ادارو لۀ خوا غېب کړے شوو ځوانانو کښې زیاتره ماوراي عدالت وژل شوي دي.

د نقیب وژنې وروسته د جنوبي وزیرستان څۀ ځوانانو د خپل ځان پۀ رنګ د نورو پښتنو ځوانانو خونديتوب، باعزته سباوون او نقیب مسید پۀ رنګ پۀ زرګونو بې ګناه وژل شوو ته د انصاف یقیني کولو لپاره د ‘مسید تحفظ مومنټ’ پۀ نوم یو تنظیم جوړ کړو کومه چې د ډي اٰئي خان نه پېښور پورې مزل کولو کښې اوس پۀ ‘پښتون تحفظ تحریک’ بدل شوے، ځکه چې دا مسئلې یواځې د مسید قام نۀ بلکې د ټولو پښتنو شریکې ستونځې دي او هم دا وجه ده چې دغه ځوانانو ته د صوبې او فاټا نورو خلقو هم لاس ورکړے.

د جنوري مياشتې اخرۍ هفته کښې څو درځنه د عزم او حوصلې ډک ځوانانو د ‘پښتون لانګ مارچ’ پۀ نوم لاريون د ډېره اسماعيل خان نه پېل کړو او ‘پرلت’ لپاره هدف ئې اسلام اباد وټاکو. دغه ځوانان چې د کومې ضلعې نه هم تېر شوي دي نو پښتانۀ وررسره بدرګه شوي دي. وېنا کوونکو به پۀ هر ځاے کښې خلقو ته وئيل چې دوي نن صرف د نقيب مسید شهيد لپاره نۀ بلکې د ټولو پښتنو د سباوون د پاره راوتلي دي.

د لانګ مارچ تابیا کوونکي بنو، لکي مروت، کوهاټ، دره ادم خېل، پېښور، چارسده او مردان پۀ شمول بېلا بېلو سیمو نه د سوونو پۀ شمېره کښې ځوانان، بوډاګان او زنانه د نېشنل پرېس کلب اسلام اباد مخې ته راجمع کولو او پنډال لګولو کښې کامیاب شول.

د پاکستان سر ښار اسلام اباد کښې پۀ نزدو کښې د سياسي پرلتونو روايت تېر شوے. د عمران خان د ډهول سُرنا او سندرو دهرنا، ورسره د طاهرالقادرې سياسي ناکام پرلت او پۀ اخره کښې د خادم حسېن رضوي دهرنا کومه چې پۀ سوشل ميډيا د بدو ردو او زیاړو کنځلو لپاره ډېره مشهورتيا لرله، ولې د پښتنو پرلت پۀ دې کښې يو ځانګړے حېثيت درلود، دا احتجاج ډېر مهذب او د سلیقې ؤ، نۀ پکښې څۀ غېراخلاقي نعرې ووهلې شوې او نۀ ځۀ څیز سرکاري یا اولسي املکان ته تاوان رسولے شوے. د پښتنو پۀ پرلت کښې کۀ نعرې وې نو صرف د بې درکه کسانو پۀ حق کښې وې، د ریاستي ادارو د ظلم خلاف وې، د راو انوار او عدالتي کاروایۍ بغېر د پښتنو وژونکو پۀ ضد وې، او دا ټولې نعرې نۀ صرف د دوي حق بلکې د وخت ډېر مهم ضرورت هم ؤ. د پرلت پۀ لس ورځو کښې د بېلابېلو سياسي ګندونو مشرانو د ‘پښتون تحفظ مومنټ’ پۀ حق کښې تقريرونه وکړل او پۀ پرلت کښې د سیاسي غړو ګډون ددې خبرې دليل ؤ چې پښتانۀ تېره يوه لسيزه کښې د خپل ملک ادارو ډېر زورولي دي.

پۀ پاکستان کښې استوګن پښتانۀ هغه بدقسمته قوم دے څوک چې د کال دولس مياشتې خپل وطن سره د ميني څرګندونې لپاره ځان سره سندونه ګرځوي او د کمترۍ احساس سره مخ دا قوم هم څۀ وخت لکه د سرو مچو راپارېدلے شي.

د پښتنو پرلت پۀ هر ډول د عدم تشدد فلسفې پۀ اډانه ؤ او پۀ دې ختم هم شو، ولې دا هم د یادونې وړ ده چې دغې فلسفې پۀ اساس باچا خان سره هم همېشه ریاستي ادارو ظلم کړے ؤ.

دا يو ځانګړے پرلت ؤ چرته چې د چا خس برابر زيان ونۀ شو او هره شپه به د څملاستو نه وړاندې د ځوانانو دا ذمه واري وه چې صفائي وکړې. د پښتون لانګ مارچ پۀ مهال کله هم د اسلام اباد انتظامیې ته د صفایۍ پۀ اړه شکايت نۀ دے ملاو شوے.

زمونږ مشرانو د وړومبۍ ورځې نه د افغانستان جنګ مخالفت کړے ؤ او د مذهب سودا کوونکو ملیانو پۀ هغوي د ملحد او مرتد فتوې تپلې وې، ولې وخت ډېر بې رحمه وي، نن ثابته شوه چې مُلا، ملټري اسټېبلشمنټ او د عربو پټرولو او ډالرو د پاکستان زمکه د جنګ خشاک جوړولو حالانکې دا جنګ د دوه عقیدو ترمنځه نۀ ؤ بلکې د دوه عالمي قوتونو خپلو کښې د درېمې دنیا د وسائلو اختیار خپلو لاسو ته راوړلو او د خپلو مفاداتو محفوظ کولو د پاره جنګ ؤ.

د پرلت شروع کښې څۀ جارحانه عناصر داسې هم ناست وو چې د پرلت د بنیادي مقصد او مطالبو مخې ته راوړلو پۀ ځاے ئې د انقلاب او تنقید سخته لهجه خپله کړې وه. د پښتون پرلت پینځۀ جائزې، قانوني، ائيني او بشري غوښتنې وې:

  1. د نقيب مسید قاتل راو انوار نيول او سزا کېدل
  2. د پوځ پۀ پوسټو ځائي اولس سره نامناسبه سلوک بندول
  3. د چاودنو وروسته د ځائي اولس بې ځایه زورولو او کرفیو سلسله ختمول
  4. د ریاستي ادارو لۀ خوا بې درکه کړے شوي خلق قانوني کاروایۍ لپاره عدالتونو ته وړاندې کول او بې ګنا خوشي کول، او.5 قبائیلي سيمو نه بارودي سرنګونه ختمول.

د منظور پشتين د دوه ملګرو تر مخه اوسه پورې اويا ګلالي ماشومان د بارودي سرنګونو پۀ نخښه شوي او دا چې پۀ زرګونو پښتانۀ د خفيه ايجنسیو پۀ مرکزونو کښې بغېر د ټرائيل نه بنديوان دي.

د دې پرلت مهمه موقع هغه وه کله چې حکومتي اېجنټانو (د قامي اسمبلۍ غړو او پېسه خورو ملکانو) چا ته چې مونږ د پښتنو د قاتل قيوم خان ماډرن تصوير هم وئيلے شو، بغېر د څۀ تحریري ضمانت نه د پرلت ختمولو اعلان وکړو، ولې ځوانانو ئې د دغه فېصلې منلو نه انکار وکړو. دې انکار سره د هغوي کردار هم ختم شو او هغه وخت ئې د خپل ‘پولټیکل ظرف’ پۀ مظاهره کولو هغه ځاے نه خپل ‘هر څۀ’ سره کوچ وکړو. دغه حکومتي وظیفه خورو کښې د جميعت علماء اسلام )ف( ډلې کسان هم شامل وو او دوي د پرلت سټېج به حېث استمالیدونکے کنټېنر بېرته بوتللو سره د راجمع شوې چندې ټولې پېسې هم خپلو جېبونو کښې واچولې.

د دغه مشرانو د غدارۍ وروسته د پښتنو احتجاج د کمزوري کېدو پۀ ځاے نور هم زور ونیولو. پرلت کښې شرکت لپاره نۀ صرف د ملاکنډ ډویژن او کوئټې نه هم خلق د قافلو پۀ شکل کښې راغلل بلکې بهر هېوادونو کښې ژوند کوونکو پښتنو هم د اسلام اباد مخه وکړه. پرلت پۀ دغه وخت یو قامي سازمان جوړ شو او هر ریښتوني پښتون کۀ هغه پاکستان کښې ؤ، امریکه کښې ؤ، یورپ ، خلیجي ملکونو او یا نورو هېوادونو کښې ؤ، د پرلت اخلاقي، سياسي او مالي مرستې پېل کړې.

د اسلام اباد پرلت جديد تاريخ کښې د باچاخان د عدم تشدد فلسفې عېن مطابق ؤ پۀ کوم کښې چې پښتانۀ پۀ هر ډول کامياب شوي وو. پۀ پېل کښې د ملک صحافتي ادارو د پښتنو پرلت ته څۀ خاص پام نۀ کولو او پۀ دې کښې د ميډيا هاوسز څۀ ګناه وه هم نۀ، ځکه چې د پېسو وږې کمرشلائزډ ميډيا د رېټنګ، اشتهار او سپکو وېناګانو ته توجو ورکولو عادي شوې. بله خبره دا چې د میډیائي ادارو مالکان د پاکستان سرمایه داران دي او بچي ئې د دغه میډیا هاوسز ایډیټران دي چا ته چې صرف پۀ خپل وټک او اشتهار د نظر ساتلو ذمه واري ورکړې شوې ده.

شکر دا دے چې د محکومو قامونو غږ نړۍ ته رسولو د پاره سوشل ميډيا فېس بک او ټويټر معارفي شوي دي د کوم پۀ مرسته چې پښتنو ښۀ د زړۀ د اخلاصه ماحول ګرم کړے ؤ او د پرلت د سټېج نه ئې ټولې نړۍ ته خپل د امن پېغام ورسولو.

وروسته ميډيا دې پرلت ته توجه ورکړې ولې وجه ئې دا وه چې ګډون والو ئې وزیراعظم او ډي جي اٰئي ايس پي اٰر مذاکراتو ته مجبوره کړل. کله چې وزيراعظم، ډي جي اٰئي ايس اٰئي د پرلت ګډون والو سره ملاقات وکړو نو هله ټولو ته اندازه وشوه چې دا احتجاج د کوم سیاسي ګوند پرلت نۀ بلکې د دې پۀ شا د پښتنو قامي سوچ دے. پښتنو کښې د دغه سوچ قامي شکل اختیارېدو لویه وجه د ریاستي ادارو ظلمونه وو. پښتانۀ نور پرله پسې کرفیو، پۀ چېک پوسټو سپکاوي او د لټون عملیاتو پۀ بهانه د کورونو او تور سرو پردې ماتېدو نه تنګ راغلي دي.

ګران اولنے ګام ؤ کوم چې اخستے شوے، ولې اوس ټولو پښتنو کښې د خپل حق لپاره د اواز پورته کولو حوصله لوړه شوې ده. د دې لوے مثال د سوات د زرګونو اولس تازه احتجاج دے څوک چې پۀ پوځیانو خودکش حملې نه پس پۀ چېک پوسټو د سپکې رویې نه تنګ راغلي دي. د چېک پوسټو یا د ریاستي ادارو نورو ظلمونو خلاف دومره پۀ جار کله هم اواز نۀ دے پورته کړے شوے.

د ‘پښتون تحفظ مومنټ’ کامیابۍ وروسته د اولس دا یقین هم پوخ شوے چې پښتنو ته سپک نظر او قتل عام د یو تن یا خاندان مسئله نۀ ده بلکې اجتماعي ستونزه ده چې د ملک د دفاع پۀ نامه د پښتنو خپل عزتِ نفس او قامي وقار پۀ داو ایښودے شوے دے. هم دغه سوچ سره د باجوړ اولس کراچۍ کښې د وژل شوي طالبعلم احمد شاه منصور د قتل پۀ ضد راپاڅیدلے او د ایجنسۍ د تاریخ یوه لویه مظاهره ئې کړې ده. پۀ دې موقع تقریر کوونکو د احمد شاه او نقیب مسید قتلونه د ټولو پښتنو وژنه بللې او د خپل تپوس اراده ئې کړې ده.

دې مضمون کښې مرستې لپاره د عثمان خان او افتخار خان مننه کوم.

دوه رنګي

دیدار وزیر

پۀ سلو کښې پینځۀ نوي د پښتو ژبې شاعران دغه دعويٰ کوي چې مونږ د پښتو ژبې خدمت کوو.

چې د قامپرستۍ خبره ورسره کوې نو دوی درته د ریاست منحوسه فارموله او د جماعت اسلامي بیانیه وړاندې کړي چې قامپرستي کفر دے.

دوی پۀ غلط فهمۍ کښې وخت تېروي.

دوی وائي چې ما غزل، نظم، ناول، افسانه لیکلي. ما پۀ مشاعره کښې نظم غزل ووئیلو، بس ما د مورنۍ ژبې حق ادا کړو.

داسې نۀ ده، بیخي هم داسې نۀ ده.

دوه رنګي به نۀ کوو!

د ژبې خدمت ته به عملي مبارزه کوو!

د ژبې سره سره به د افغانیت خدمت ته ملا تړو!

د پښتو ژبې خدمت د پاره به د اولس پۀ منځ کښې، د اولس پۀ مخ کښې پۀ عملي مېدان کښې به کردار لوبوو!

تش پۀ مشاعرو د ژبې خدمت نۀ کېږي.

د اولس پام به د ژبې و اهمیت راړوو، قام ته به د ژبې تاریخ بیانوو! 

قام ته به دغه شعور ورکوو چې بقولِ د فخرِ افغان بابا:

‘کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي،کوم قام نه چې ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي.’

زما شاعره او لیکواله وروره!

ستا پۀ مشاعره، غزل، نظم باندې د پښتو ژبې خدمت چیرې هم نۀ کېږي ـــ دغه پۀ پښتو کښې لیک ستا مجبوري هم ده او ذهني عیاشي هم ـــ د شهرت نشه هم ده او پۀ ځینو موقعو کښې د نرګسیت ناروغي هم ـــــــ

نن مو پۀ بنو کښې د مورنۍ ژبې د حقوقو پۀ لړ کښې لاریون وکړو. 

پۀ ډېر کم شمېر شاعرانو لیکوالانو سره سره نورو قامپرستو ملګرو پۀ کښې ګډون وکړو. )د فېسبوک پاڼې څخه واخستے شو(.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ستا یارانې ته به زړۀ تینګ کړم

زۀ پېښورۍ پڼې پۀ خپله جوړومـــــــــــه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …