23 مارچ 1973ز
يو ډي اېف (متحده جمهوري محاذ) دا فېصله وکړه چې پۀ پېنډۍ کښې يوه لويه جلسه کوو او ما ته ئې ووې چې دا بهټو صاحب دې وړو صوبو سره څۀ زياتے کوي نو د دې ټوله بدنامي د پنجاب پۀ غاړه کېږي، نو مونږ غواړو چې د پېنډۍ دې جلسې له تاسو څومره د سرحد پښتانۀ وروڼه تلے شئ چې راشئ چې مونږ ورته ووايو او وښايو چې دا ستاسو سره څۀ کېږي، دا پنجابيان نۀ کوي بلکې تاسو پۀ پنجاب کښې هم ملګري او خواخوږي لرئ چې تاسو سره پۀ شريکه د بهټو صاحب مقابلې ته ولاړ دي. چنانچې هم د دې خبرې د لاندې مونږه داسې نظام وکړو چې پۀ ډېر ګڼ تعداد کښې پښتانۀ دې جلسې له راشي. زۀ د اسمبلۍ د غونډو پۀ سلسله کښې وم نو دا عظيم الشان جلوس د اجمل خټک پۀ مشرۍ کښې راروان شو. د جمعې ورځ وه، مونږ هم کافي د اسمبلۍ ممبران ملګري د لياقت باغ سره نزدې د مسلم ليګ د يو ليډر پۀ کور کښې پۀ دې انتظار کښې ناست وو چې کله جلسه راغونډه شي نو يو رضاکار به مونږ ته خبر وکړي نو مونږ به هم ورشو. چې پۀ دې کښې مونږ د ډزو اوازونه واورېدل. زۀ پاڅېدم، ما وې دا خو ډزې دي، چې ورشو! ملګرو وې دا به د هرکلي او خوشحالۍ ډزې وي. ما وې دا څۀ صوبه سرحد خو نۀ دے، دا خو پنجاب دے او اوس خو مونږه پۀ صوبه سرحد کښې هم پۀ جلسو او جلوسونو کښې ډېر پۀ سختۍ سره پۀ ډزو کولو پابندي لګولې ده او ما وې دا خو رنګ رنګ اوازونه راځي خو مسئله څۀ بل شان ښکاري او لياقت باغ ته مې مخه کړه.
اصل کښې فېصله داسې وه چې جلسه به د جمعې د نمانځۀ نه پس شروع کېږي نو زمونږ دا ملګري خو د بهر نه راغلي وو، هغه نور جلوسونه او مشران خو به د نمانځۀ نه پس راتلل، نو پۀ مېدان کښې پښتانۀ وو. زۀ چې ورسېدم نو ډېر الغاو تلغاو ؤ. چاپېره ډزې وې او د سټېج نه چې ورته مونږ کتل نو ځاے پۀ ځاے ملګري پرېوتل. زمونږ پۀ سټېج هم ډزې کېدې. زۀ خو لا ولاړ وم خو زما د کرسۍ نه پۀ دوېمه کرسۍ يو زلمے پۀ سينه ولګېد او راپرېوت. مونږ د سټېج نه ملګرو ته د حوصلې خبرې کولې. هغه اولنے د ډزو هېبت چې تېر شو نو دې پښتنو وکتل نو د يو مخامخ دېوال د شا نه ډزې کېدلې نو دوي هغه خوا مخه کړله. اوس مونږ څۀ ګورو چې هر سړي يو سړے راروان کړے دے، ټوپک ئې ترې نه اخستے دے او دۀ له ئې پۀ پټکي لاسونه تړلي دي. يو مې وليدو چې دوه ټوپکه ورسره دي او دوه تنه ئې تړلي راروان کړي دي. دا زمونږ ملګري خو ټول تش لاس راغلي وو. مونږ ورته وئيلي وو چې پنجاب ته وسله مۀ راوړئ ګنې نو وسله به هم درنه واخلي او جلسې له به هم رانۀ شئ. نو دوي خو تش لاس راغلي وو، ولې داسې بې کچه تُوره او بهادري خو کم کوزه ليدلې کېږي.
يو بنيادم د خپل مقام نه نۀ دے خوځېدلے. يو زلمے ما له راغے، دا خپل کميس ئې د ګرېوان نه ونيوو او تر لمنې ئې وشلوۀ. وې تا راته وې چې وسله مۀ راوړئ نو اوس مو پۀ دې لېونو سپو مات کړو. ما وې زلميه حوصله کوه! ورشه چا له لاس ورکړه!
زمونږ د يو ډي اېف مشران هم پۀ دې دوران کښې راورسېدل. د ټولو نه وړاندې چوهدري ظهور الٰهي زما مخې ته ودرېدو. ما ته وائي خان صاحب! تۀ خو د خداے د پاره کښېنه، کۀ تۀ ولګېدلې نو خبره خلاصه ده. ما وې چاپېره جنګ دے، ښکته مېدان ته وګوره! دا چې مري دا هم بنيادم دي او پښتانۀ دي. چې پۀ ډزو هم ونۀ شوله نو بيا ئې د اور لګولو بمونه راخلاص کړل. چې درو اور واخست، مشرانو د جلسې د خورولو اعلان وکړو. مونږ خپل مړي او زخميان راروان کړل. پته ولګېده چې پۀ کومو بسونو کښې دا پښتانۀ راغلي وو، پۀ هغو کښې ئې اتلس بسونه هم سېزلي دي او بيا چې کوم خلق دې خپلو بسونو پسې پۀ تکل ووتل نو هغه پوليس واله ونيول. څۀ زخميان ئې هم ونيول. هسپتالونو کښې ئې ورته هتکړۍ واچولې، جنازې او زخميان خو لاړل خو چې هلته خبر ولګېد او څوک راونۀ رسېدل نو بيا خلق د خپلو رشته دارانو او د خپلوانو پۀ تکل کښې پېنډۍ ته لاړل چې د مړو ژوندو پۀ پته ځان پوهه کړي. زۀ دې فکر واخستم چې دا دومره جنازې يو وارې خپلو خپلو علاقو ته ورسي او دا زخميان ورشي او ټول واقعات بيان کړي نو پښتانۀ خو چا ته خپل بدل نۀ پرېږدي ـــ خپل ورور، تربور او عزيز ته ئې نۀ پرېږدي نو پنجابي ته بۀ ئې څنګه پرېږدي؟ خېر، مونږ ټول کارکنان پۀ يوه پښه سر شو، ټولو جنازو او فاتحو له پۀ خپله لاړو، د ټولو زخميانو تپوس مې پۀ خپله وکړو. څۀ ملګري او وکيلان مو پېنډۍ ته ولېږل چې د هغې قېديانو مريضانو او ورکو خلقو تپوس وکړي. يو ډي اېف خو دا جوړه کړې وه چې دا پښتانۀ راشي نو زمونږ د پنجاب مشران چوهدري ظهور الٰهي، نوابزاده نصرالله خان، سردار شوکت حيات خان او داسې نور ملګري به دې پښتنو سره د ورورولۍ او خواخوږۍ تعلق قائم کړي او دلته بهټو صاحب د خپل حکومت پۀ زور دا فېصله کړې وه چې پۀ داسې اور لږ نور تېل واوړي او ببوزے ورته ووهي چې تاو ئې نور هم زيات شي او زما دا بالکل پوخ يقين دے کۀ زۀ او ملګري ټول نۀ وے ګرځېدلے نو د دې نتيجه بله کېدلې نۀ شوه ما سوا د دې نه چې د پنجابي او پښتون تر منځه به قتل مقاتله شروع شوې وه او د سندهي وډېره بهټو ذهنيت هم دا غوښتل چې پنجابے او پښتون سره پۀ کور کښې ورلاندې باسي.
وروستو بيا يوه مقدمه هم وچلېده چې پۀ هغې کښې د هغه وخت د پنجابي صوبې د ګورنر مصطفيٰ کهر او نور وزيران او ورسره د پيپلز پارټۍ ليډران شامل وو. هغه مقدمه لا هغسې چلېږي، دا نهم کال ئې روان دے خو فېصله کېږي به کله؟ مونږ خو دا څو وخته د مړو، زخميانو او قېديانو پۀ سلسله کښي سرګردانه وو. ناګهانه چا ووې چې اجمل خټک صاحب نشته. مونږ ته داسې اطلاع ګانې رارسېدلې وې چې کله پۀ پېنډۍ کښې د لياقت باغ جلسه خوره شوله او ملګري پۀ خپلو بسونو پسې اخوا دېخوا ګرځېدل نو بعضې چې به يواځې وو نو هغه د پيپلز پارټۍ دې مشرانو نيولي او قتل کړي دي. چنانچې يو سړے دغسې موندلے شوے هم ؤ. نو مونږ بيا پېنډۍ کښې د اجمل خټک صاحب پۀ تکل شروع وکړه خو وروسته پته ولګېده چې هغه د ملک نه وتلے او افغانستان ته اوړېدلے دے. شاعر سړے ؤ، جذباتي ؤ، دا د بې ګناه انسانانو قتل ئې ونۀ زغملے شو. ارباب سکندر حيات وې چې ما ته ئې ووې چې دا ملک اوس د شريفو خلقو د اوسېدو نۀ دے.
د دې واقعې پۀ حقله هم دا بيانونه بيا راغلل چې دا کار هم ګورنر کهر او د هغۀ ملګرو د دې اېف اېس اېف پۀ واسطه کړے ؤ او د هغوي د تحفظ د پاره ئې د پنجاب او د يو بل ښار نه بدمعاشان راغونډ کړي وو. پۀ دې سلسله کښې بيا وروستو ما ته حنيف رامے قيصه کوله چې دے دغه وخت د پنجاب وزيراعليٰ ؤ. دۀ وې چې زۀ بهټو صاحب له لاړم او دا تجويز مې پېش کړو چې صاحب! دا د صوبه سرحد د مزدورکاره خلقو دا اتلس بسونه چې سوزېدلي دي نو مونږ خو هسې هم دا دعويٰ کوو چې مونږ د محنت کشو ملګري يو نو کۀ تاسو اجازه کوئ نو چې دغه خلقو ته تاوان او معاوضه ورکړو؟ رامے صاحب وې چې ما دا خبره وکړه نو چئيرمېن صاحب (بهټو) پۀ جلال کښې راغے، وې ئې چې زۀ ولي خان د اټک نه دېخوا پۀ پنجاب کښې ليدل نۀ غواړم، نو کۀ نن مونږ د دې بسونو واله تاوان او معاوضه ورکوو نو دوي به سبا له بيا ولي خان او د هغۀ ملګري پۀ اټک پنجاب ته راپورې باسي. دا خبره ما ته هاغه وخت رامے صاحب وکړه چې رامے صاحب بيا بهټو د وزارت اعليٰ نه لرې کړے ؤ او هم ئې د مصطفي کهر ګورنري ختمه کړې وه.
د دې حملو نه پس چې بيا کله اسمبلي شروع شوه نو ما يوه ورځ بهټو صاحب ته پۀ اسمبلۍ کښې مخ کړو، ما وې تۀ خو نن د پاکستان باچا ئې او د هر قسمه اختيار لرې، هر څۀ کولے شې، څوک وروکولې او څوک شته کولې شې، ټولې محکمې تا سره دي او ستا د ذات پورې تړلې دي خو دوه محکمې خداے پاک چا له نۀ ورکوي، هغه هر څوک فرعون او چنګېز لا هټلر کۀ راغلے دے خو هغۀ له ئې نۀ ده ورکړې او هغه تا له هم پۀ هېڅ قيمت نۀ درکوي؛ يو د مرګ او ژوند محکمه او بله د عزت او ذلت محکمه (عزت او ذلت خو د خداے پاک پۀ لاس کښې دي) او د مرګ او ژوند اختيار هم د هغۀ سره دے. ما ورته وې دا تۀ چې داسې د مرګونو منصوبې تړې او پۀ ما دې څلور قاتلانه حملې وکړې خو زۀ لا هاغسې ژوندے ګرځم نو خو اوس پوهه شه چې دا فېصله به خداے کوي چې تا مخکښې اخلي او کۀ ما۔ـــ نو هسې جامې ولې خيرنوې!!!