‘د باچاخان نثر نګاري’ د ډاکټر شېر زمان سيماب د نثر يو ډېر اهم کتاب دے. دا کتاب پۀ اتيا مخونو باندې خور دے، پۀ 2015ز کښې چاپ شوے دے. تړون ئې د خپل پلار پۀ نوم کړے دے. پۀ دې کتاب کښې سيماب صاحب د باچاخان د نثر متعلق د ليکوالانو رایې راجمع کړې دي. چونکې باچاخان د ازادۍ د جنګ يو ډېر لوے رهنما ؤ نو عملي هلو ځلو سره سره به ئې د قلم نه هم کار اخستو او پۀ ‘پښتون’ رساله کښې به ئې ډېر ښکلي ښکلي او ګټور مضامین چاپ کېدل. پۀ دغه ليکونو کښې به د پښتون قوم د بېدارۍ هڅه وه. د ډاکټر صاحب دا کتاب پۀ څلورو بابونو مشتمل دے. هغه د دې کتاب پۀ حقله پۀ خپلو خبرو کښې داسې وائي چې:
‘زما پۀ مقاله کښې يو باب ‘د باچاخان نثرنګاري د پوهانو پۀ نظر کښې’ هم شامله وه چې د هغې د پاره ما د ډېرو نوموړو پوهانو سره رابطه وکړه؛ ولې د کوئټې بلوچستان ملګرو پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير، پروفېسر ډاکټر نصيب الله سيماب او ډاکټر جاوېد اقبال خټک راته ووئيل چې کومې چاپ حوالې پۀ دې باب کښې راغونډې کړه او دا تاثرات د اصولو مطابق صحيح نۀ دي؛ هسې نه چې اېګزامينرز درته تهيسسز واپس کړي ـــ کړاو به درته جوړ شي. ما ته چې کوم تاثرات راغلي وو، ما هغه سنبال کړل پۀ دې غرض چې دا به بېل چاپ کړم.’
د باچاخان نثرنګاري د پوهانو پۀ نظر کښې ډاکټر شېرزمان سيماب، مخ6، چاپ 2015، عامر پرنټ اېنډ پبلشرز، پېښور.
د باچا خان سياست، فکر او نظريه ټولې دنيا ته ښکاره وه چې د پښتون قوم د پاره باچاخان څومره هلې ځلې کړې دي. باچاخان چې به کومه خبره کوله نو عمل به ئې ورباندې کولو، ډېر باعمله انسان ؤ. د خپلې ژبې د پاره ئې ډېر کوششونه کړې وو چې پښتو ژبه د دنيا نورو ژبو سره سياله شي. پۀ دې کتاب کښې ډاکټر نورالبصر امن د ‘باچاخان د نثر پۀ هنداره کښې’ د سر خط لاندې ليکي چې:
‘باچا خان د خپل ژوند د نيمې نه زياته حصه د خپل قوم، وطن او ژبې د پاره پۀ جېلونو، نظربندیو او جلاوطنۍ کښې تېره کړې ده او د دغې قربانۍ پۀ برکت پښتنو او پښتو ژبې او ادب ته ډېره ګټه ترلاسه شوې ده. د باچا خان پۀ مخکښې د پښتنو ژوند ښۀ کولو يو عظيم مقصد پروت ؤ او د دې مقصد پوره کولو د پاره چې کوم علاج هغۀ پښتنو ته ښودلے دے هغه د نن دور هم يوه ښکاره تقاضه ده. باچاخان پۀ دې خبره ډېر ښۀ پوهه ؤ چې پۀ پښتنو کښې د پوهې کمے دے او تر څو چې د دوي نه د جهالت تيارۀ نۀ وي لرې شوې چې د پښتنو د ډېرو مرضونو ځېله ده نو تر هغې د دې قوم پرمختګ نۀ شي کېدے.’ هم دغه کتاب
پۀ دې کتاب کښې د باچاخان د ژوند لنډيز ډېر پۀ مختصر او ډېر پۀ زړۀ پوري انداز کښې لیکلے شوے دے. د دۀ د زېږون ځاے نه واخله تعليم، سماجي هلې ځلې او بيا پۀ تېره تېره چې د هغۀ د هندوستان کومو لويو لويو عالمانو سره تعلق ؤ، هغه هم بيان شوے دے. سياسي هلې ځلې د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ او ازاد سکولونو د جوړولو محنت، د ‘پښتون’ مجلې اجراء، خدائي خدمتګار تحريک، د عدم تشدد فلسفه، د کانګرس سره ملګرتيا، قېدونه، د پاکستان جوړېدل او بيا وروستو سياسي هلې ځلې دا ټول ډېر پۀ تفصيل سره بيان شوي دي.
پۀ دې کتاب کښې دوېم باب دے، ‘د پښتو ژبې پۀ وده کښې د باچاخان برخه’ ـــ د دې خبرې نه څوک هم انکار نۀ شي کولے چې د پښتو ژبې د پاره باچاخان څومره هلې ځلې کړې دي، پۀ دې جديد دور کښې هم چا نۀ دي کړې او دا د هغۀ د پښتو ژبې سره د مينې يو لوے مثال دے او د هغې عملي ثبوت مونږ سره ‘پښتون’ رساله ده. شېر زمان سيماب وائي چې:
‘هسې خو پۀ شلمه صدۍ کښې باچاخان د پښتو ژبې او ادب د ودې د پاره د خدائي خدمتګار تحريک او د ‘پښتون’ رسالې هغه مضبوط بنيادونه کېښودل چې هېڅ ثاني نۀ لري، ولې دې سره چې ئې پۀ خپله د ژبې د ودې د پاره کومې ذاتي سرګرمۍ وکړې، هغه هم بې بدله دي.’
هم دغه کتاب، مخ26
د ‘پښتون’ رسالې خدمات يو لويه کارنامه ده او چې کله هم د پښتون ادب او د پښتو د نثر خبره کېږي نو د پښتون رسالې ذکر به خامخا کېږي،
ډاکټر شېرزمان سيماب مخکښې ليکلي چې:
‘دې نه علاوه ئې د ‘پښتون’ رسالې اجراء هغه عظيمه کارنامه ده چې د پښتو ژبې او ادب د ودې او ارتقاء پۀ تاريخي اعتبار سره د ډېر اهميت وړ ده او پۀ ادبي تاريخ کښې تل تر تله يادېږي. د ‘پښتون’ رسالې د اجراء پۀ موقع ئې د دې فکر اظهار کړے دے کوم چې د پښتو او پښتون د پاره انتهائي سود مند دے. بابا پۀ خپله هم د ‘پښتون’ رسالې د اجراء او د دې د اثراتو پۀ حقله څۀ پۀ دې ډول وئيلې دي:
پۀ جېل خانه کښې ما د خپل قوم پۀ حالاتو باندې پۀ ښۀ شان سره غور کړے ؤ. زۀ پۀ دې نتيجه ورسېدم چې پۀ دنيا کښې هېڅ قوم بغېر د خپلې ژبې نه ترقي کولې نۀ شي او پۀ هغوي کښې علوم او فنون پېدا کېدے نۀ شي. ما دا اراده کړې وه چې ضرور به يوه رساله پۀ پښتو کښې د خپل قوم د پوهولو، د دنيا د حالاتو نه خبرولو او د خپلې ژبې طرف ته د مائل کولو د پاره جاري کوم او د دې کوشش به هم کوم چې انجمن پۀ خپله ژبه کښې د بچو د پاره د ابتدائي تعليم انتظام وکړي. حقيقت دا دے چې دغه وخت پۀ پښتو ژبه کښې هېڅ نۀ وو او نۀ پښتو د چا ياده وه او پښتون قوم دومره ناپوهه، نادانه ؤ چې دا خپله ژبه ورته سپکه ښکارېده.’
هم دغه کتاب صفحه 27
ميا وکيل شاه فقيرخېل پۀ خپله مقاله ‘د باچا خان تحريک او پښتو ادب’ کښې ليکلي دي چې:
‘باچاخان يو سوچ خپل کړو. کۀ چرې پښتون پۀ تعليمي او علمي لحاظ سره معمور شي نو هله به د خپل لساني، سياسي، شعوري، ثقافتي او تمدني حالت نه خبر شي او د جهالت د تيارو نه به بهر شي او پښتون قام به د ترقۍ پۀ لار مخکښې لاړ شي او دغه قلم او کتاب به د دۀ د روښانه ژوند ضمانت وګرځي.’
ډاکټرمحمد همايون هما، باچاخان عهدساز شخصېت، مخ 87، چاپ اعراف پرنټرز،محله جنګي پېښور 2013.
باچاخان د ‘پښتون’ رسالې پۀ باره کښې پۀ خپل کتاب کښې يو بل ځاے کښې ليکي چې:
‘د ‘پښتون’ رسالې اکثر مضامين او ليکونه اګرچې پۀ سياسي موضوعاتو او د هغه وخت د حالاتو پۀ تناظر کښي د پېرنګي نه د ازادۍ او د پېرنګي خلاف رایه عامه پېدا کول وو، ولې لويه خبره ئې دا وه چې ژبه ئې پښتو وه او دې سره پښتنو پښتو ليکل او لوستل شروع کړل.’
عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، مخ 334
باچاخان د ‘پښتون’ رسالې پۀ اهميت او حساسيت پوهېدو، پۀ دې چې هغۀ د هر څۀ مشري خپلو نورو ملګرو ته حواله کوله ولې د پښتون ذمه واري ئې پۀ خپل سر واخسته.
د ډاکټر شېرزمان سيماب پۀ دې کتاب کښې درېم باب دے ‘د پوهانو تاثرات’ ـــ پۀ دې حصه کښې سيماب صاحب د مختلفو ليکوالانو پوهانو تاثرات راغونډ کړي دي.
پروفېسر محمد نواز طائر صاحب ليکي چې:
‘باچاخان نۀ خو شاعر ؤ نۀ نثر نګار، هغه يو هر دلعزيز مقرر او سياستمدار ؤ. زياتې وېناګانې ئې دلچسپې او خوندناکې او د روان نثر خوندورې ټوټې وې چې د هغۀ پۀ خپله ‘پښتون’ رساله کښې به وخت پۀ وخت شائع کېدې. هغه پۀ پښتو مئين او د پښتون رواياتو علمبردار استاد او لارښود او راهنما ؤ. ‘زما ژوند او جدوجهد’ د هغۀ نثري تذکره ده.
د باچاخان نثرنګاري، ډاکټر شېر زمان سيماب، مخ 45
اسرار د طورو پۀ خپله مقاله ‘د باچاخان نثر’ کښې ليکلي:
‘باچاخان پۀ کليوال ماحول کښې لوئېدو او پۀ مزاج کښې ئې د فقيرۍ او سادګۍ رنګ ؤ. ساده خوراک او ساده لباس ئې خوښ ؤ. ريښتوني خلق ساده وي نو دغه شان ئې ژبه ساده وه. اندازِ بيان ئې اسان ؤ. تقرير ئې عام فهم ؤ. دا سادګي او اساني د هغوي پۀ ليکونو او مضمونونو کښې هم وه. هغوي سره پېغام ؤ. د قامي وحدت د علم او هنر د حصول د ملي ازادۍ او سوکالۍ پېغام. دا پېغام هغوي د غر او سمې پسمانده پښتنو ته رسول غوښتل نو څۀ د هغۀ نثر ساده او اسان ؤ د حجرې، جومات او د لارو کوڅو نارينه او زنانه باچاخان د ژوند خوشحالو ته متوجه کول خپل فرض ګڼلي وو نو د هغوي پۀ ژبه ئې هغوي سره پۀ ژبه او قلم خبرې کولې. درويش ؤ، د سختو ګرانو او د غېر مهذب الفاظو نه به ئې ډډه کوله. پۀ اسان روان نثر به ئې د لوستونکو ذهن ته د سوچ او فکر رڼا ورکوله. پۀ نالوستو کښې ئې د تعليم اتفاق ورورولۍ او ازادۍ ولوله پېدا کوله نو بې اشکاله نثر ئې ليکلو. حکيم ؤ، د حکمت خبرې به ئې هم پۀ ساده ټکو کښې ليکلې او کولې.’
هم دغه کتاب، مخ48
پروفېسر داور خان داود خپله مقاله کښې څۀ پۀ دې ډول ګويان دے چې:
‘د خدائي خدمتګار پۀ ادبي دوره ډېر څۀ ليکلے شوي دي. دې دورې پۀ پښتو ادب کښې يوه جوته انقلابي تبديلي راوسته. دې تبديلۍ د هيئت او اسلوب پۀ لحاظ د نظم او نثر جولۍ ډکه کړه او دا شان نظم سره سره نثر ئې هم د وخت د تقاضو مطابق وګرځولو. پښتو ډرامه او افسانه هم د دغه دور پېداوار دي.’ هم دغه کتاب، مخ 56
د دې نه علاوه د نورو نوموړو پوهانو تاثرات هم دې کتاب کښې موجود دي چې راروان نسل ته به ترې نه ډېره فائده ملاوېږي او د باچاخان د افکارو نه به خبرېږي. پۀ تاثراتي ليکوالانو کښې د دې نه علاوه م ر شفق، پروفېسر ډاکټر يارمحمد مغموم خټک، پروفېسر ډاکټر سلميٰ شاهين او نورالامين يوسفزے هم شامل دي.
د ډاکټر شېرزمان سيماب صاحب پۀ دې ګټور کتاب کښې څلورم باب دے ‘د باچاخان نثر نګاري د پوهانو پۀ نظر کښې’ ـــ پۀ دې باب کښې هغۀ د نوموړو نثرنګارانو د باچاخان د نثر پۀ حقله پېش نظرونه وړاندې کړي دي چې پۀ هغې کښې زمونږ د پښتو نور ډېر لوي لوي پوهان شامل دي لکه اصف صميم، استاد حبيبي، ماسټر عبدالکريم، قاضي عطاء الله خان، صادق ژړک، صديق الله رښتين، زلمے هېواد مل، فارغ بخاري او نور ډېر پوهان. د ډاکټر صاحب دا کتاب د پښتو نثر يو لوے خدمت او د پښتو ادب پۀ نثري پنګه کښې يوه لويه اضافه ده.