د ‘بوټ پرستۍ’ نوے پاکستان او د ‘جمهوریت’ لحاظ
پاکستان پۀ زړو زورورو بوټانو کښې نوې وینزه شېرواني واغوسته. جمهوریت د اعليٰ عدلیې، محتسب، الېکشن کمېشن او پوځ پۀ ضد اولس ته خپله مقدمه وړاندې کوله خو د سیاسي پارلېماني مفاهمتونو منتر اثر وکړو او هر ‘ملزم’ د جمهوریت ‘وسیع تر’ مفادات کښې د احتساب کمېشن پۀ پوړۍ او د اډیالې جېل نه اعلان وکړو چې د جوډیشل مارشل لاء تر سیوري جوړېدونکي حکومت ته به هېڅ خنډ نۀ جوړېږي.
د وزارت عظمٰي د پاره د عدلیې، احتساب کمېشن او پوځ مشترکه امیدوار یو سل شپږ اویا (176) ووټونه ترلاسه کولو باندې باضابطه وزیراعظم ‘کړے شو’. پاکستان پیپلز پارټۍ ووټ اچولو نه ‘غېر جانبداره’ پاتې شوه. کۀ د وزارت عظمٰي د پاره د ووټونو تناسب وګورو نو پۀ یویشتم نومبر 2002 د ډکټېټر پروېز مشرف د پوځ، عدلیې او احتساب زور پۀ مسلم لیګ کښې د ‘ق’ لیګ زېږولو او پاکستان پیپلز پارټۍ کښې د ‘پېټریاټ’ جوړولو نه پس میر ظفرالله جمالي له د مولانا فضل الرحمان د 89 او هغه وخت د PPPP د شاه محمود قرېشي د 70 مقابله کښې ایله بیله 188 سرونه لاس ته راوړي وو. هم د مشرف رژیم د شوکت عزیز )چې پارلېماني حادثاتي تاریخ ئې د ShortCut Aziz پۀ نامه پېژني، له پۀ اوویشتم اګست 2004 سره د دې چې د اپوزېشن امیدوار )هغه وخت د مسلم لیګ ن څخه( مخدوم جاوېد هاشمي پۀ اډیاله جېل کښې ؤ او اپوزیشن د بائیکاټ پرېکړه کړې وه، څۀ پۀ وسو 191 ووټونه بود کړي وو. 2008 کښې د قاف د پروېز الٰهي د 42 مقابله کښې د یوسف رضا ګېلاني 264، 2012 کښې د نون د مهتاب عباسي د 89 مقابله کښې د راجه پروېز اشرف 211، 2013 کښې د PPPP د ارواښاد امین فهیم د 42 او هغه وخت د PTI د جاوېد هاشمي د 31 مقابله کښې د میا محمد نواز شریف 244 او بیا 2017 کښې د PPPP د نوید قمر د 47 مقابله کښې د شاهد خاقان عباسي 221 ووټونه اخستل لوے سیاسي معنویت لري چې ‘ډبل سنچري’ پکښې د جمهوري قوتونو کم نه کم حد ؤ.
د عدلیې، احتساب کمېشن او پوځ مشترکه امیدوار د پاره چې کوم 176 ووټونه راغلل، دې کښې ‘دوویشت کم’ 176 هاغه خلق دي چې د ‘الېکټېبلز’ پۀ اصطلاح کښې عدلیې، احتساب کمېشن او پوځ تحریک انصاف ته پۀ ریاستي ډنډه دننه کړي دي. پۀ دې اعداد و شمار کښې د جمهوري قوتونو طاقت او د اسټېبلشمنټ د زور بړبوقۍ څرګندې ښکاري. د ‘بوټ پرستۍ’ نوي پاکستان ته پۀ 176 توتنکو اډاڼه ورکړې شوه.
اوس پۀ صدارتي انتخاباتو کښې یو ځل بیا ‘اختلاف’ منځ ته راغلے دے. پیپلز پارټي لکه چې د عدلیې، احتساب کمېشن او پوځ د پارټۍ تحریک انصاف وزیر اعظم له دا باور ورکوي چې د هغوي لۀ خوا پۀ پیپلز پارټۍ د ‘فرېنډلي اپوزېشن’ الزام بې بنیاده ؤ. دا کرښې چې تاسو لولئ، د صدارتي انتخاباتو فېصله به شوې وي. اپوزیشن مولانا فضل الرحمان د صدارت د پاره د خپل کاندید )امیدوار( پۀ توګه مخې ته راوستلے دے، پاکستان پیپلز پارټۍ د بېرسټر اعتزاز احسن د نامې ضد نیولے دے او د عدلیې، احتساب کمېشن او پوځ د پارټۍ تحریک انصاف لۀ خوا د عارف علوي نوم وړاندې کړے شوے دے. پۀ ملک کښې ‘د جمهوریت بقاء د پاره’ دا ځل د پاکستان پیپلز پارټۍ قرباني به یو ځل بیا د زر، زور او واک خاوندانو له زړۀ جمع کړي چې جمهوریت هغوي د خپل متعارف کړي ‘تکثیریت’ او ‘عسکریت’ پۀ ګوتو څنګه وغواړي، شاربلے شي.
د پاکستان پۀ پارلېماني سیاست کښې دا ځل دوه مغالطې ډېرې څرګندې مخې ته راغلې. داسې نۀ ده چې مخکښې دا نۀ وې؛ دا مخکښې هم وې خو دا ځل ئې ‘کیمیائي عمل’ کښې ډېره نتیجه خېزه برخه واخسته. یو خو دا چې د جمهوریت د مونډ بېخ ویستلو د پاره د شوي څرګند انجینئیرنګ باوجود دا خبره کول چې ‘مونږ د جمهوریت د بقاء د پاره د تصادم نه ډډه کوو’، بله دا چې ‘زۀ مرید نۀ یم، ورکر یم او ځکه د خپل قیادت سره د اختلاف لرلو او د خلاف د مهم چلولو حق لرم’. اول الذکر مغالطې دا نتیجه راوړه چې کۀ زورور ریاست هر څومره ځان د اولس نظر کښې وغورځولو، کۀ هر څومره ئې د سوموټو اېکشنونو، شوکاز نوټسونو پۀ اوچ زور د سیاسي پارټیو د ماتولو او تحریک انصاف د پاره ‘سرونه’ برابرولو کوششونه وکړل او دا هر څۀ د اولس د سترګو وړاندې شول؛ اولس ولیدل چې انتخابات کۀ هر څنګه وو، ازاد او شفاف بیخي نۀ وو؛ نو سیاسي ګوندونه د خپل زور ښودلو او د اسټېبلشمنټ مخې ته د ودرېدلو نه پۀ دې جواز ځان څنډې ته کوي چې ‘مونږ د جمهوریت بقاء د پاره تصادم نه څنډه کوو.’
د مؤخر الذکر مغالطې لۀ مخه، هغه سیاسي کارکنان چې ځان پۀ سیاسي نظریه کلئیر ګڼي )بلکې غېر ضروري طور ئې د حد نه زیات کلئیر ګڼي(، د انتخاباتو پس منظر کښې د سیاسي بالغ نظرۍ مظاهره ونۀ کړه. هغوي د خپل کتهارسس د پاره د جذباتي نعرو جاکړ ووهل او د سنګینو نتیجو سره مخ شول. اولس ووټ ورکړو خو چې مېنډېټ ئې پۀ پینځویشتمه جولایۍ ماښام د اووۀ بجو نه پس وتروړلے شو نو د جذباتي نعرو جاکړ رنګ راوړو. دا مغالطه چې ‘زۀ مرید نۀ یم، ورکر یم او ځکه د خپل قیادت سره د اختلاف لرلو او د خلاف د مهم چلولو حق لرم’ هغه ذهنونو تراشلې وه چې ټول عمر ئې پۀ هر پلېټ فارم د خپلې پارټۍ د موقف وکالت کړے وي، پوره سیاسي شعور سره د پارټۍ منشور سره ولاړ وي خو کله چې د انتخاباتو وخت راشي نو ‘اختلاف’ ئې ناقابلِ برداشت حالت ته ورسي او یا خپله ‘ازاد’ حېثیت کښې ودرېږي یا د بل کوم ‘ازاد’ ملاتړ وکړي او یا بې د ودرېدلو یا د مخالف حکومت کولو د خپلې پارټۍ د کاندید د پښو وهلو تر خپله وسه کوشش کوي.
پاکستان پۀ زړو زورورو بوټانو کښې نوې وینزه شېرواني اغوستې ده. جمهوریت د اعليٰ عدلیې، محتسب، الېکشن کمېشن او پوځ پۀ ضد اولس ته خپله مقدمه وړاندې کوي خو د سیاسي پارلېماني مفاهمتونو منتر هم اثر کړے دے او هر ‘ملزم’ چې ضروري نۀ ده جرم پرې ثابت وي؛ د جمهوریت د ‘وسیع تر’ مفادات پۀ نوم د احتساب کمېشن پۀ پوړۍ او د اډیالې جېل نه اعلان کړے چې د جوډیشل مارشل لاء تر سیوري جوړېدونکي حکومت ته به هېڅ خنډ نۀ جوړوي )سیاسي ګوندونه پۀ دې پوهه دي چې پاکستان کښې د حقیقي جمهوریت اواز پورته کولو باندې ‘ائیني’ سزا د پاره ضروري نۀ ده چې یو چا څۀ جرم هم کړے وي(. د اعليٰ عدلیې، محتسب، الېکشن کمېشن اوپوځ د Political Wing تحریک انصاف نه د سپیکر او وزیر اعظم انتخاب نه پس به صدر هم ‘وټاکلے’ شي. جمهوري سفر دې روان وي. د ‘فوجي اسمبلۍ’ پۀ فلور کنټېنر د selected وزیر اعظم وړومبۍ وېنا نه د دې نوې اسمبلۍ تر اختتامه، کۀ هغه یو کال وخت لري او کۀ شپږ میاشتې کم دوه کاله، پوخ جمهوري فکر به د کرکټي غېر سنجیدګۍ سره ګزاره کوي.
عوامي نېشنل پارټۍ د معروضي سیاسي حالاتو رڼا کښې خپل تاریخي موقف خپل کړے دے او د ملک اپوزیشن ګوندونو سره د خپلې سیاسي مفکورې رڼا کښې د خپل تاریخي روایت سره سم کردار لوبوي. د اسمبلۍ نه بهر د اتحادي سیاسي ګوندونو پۀ جرګو مرکو کښې د حاجي غلام احمد بلور او میا افتخار حسېن د تجویزونو او کاوشونو سره پۀ اسمبلۍ دننه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ پۀ وړومبۍ غونډه کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د پارلېماني لیډر سردار حسېن بابک وېنا د عوامي نېشنل پارټۍ سیاسي کمټمنټ ښکاره کوي. هم دا سیاسي شعور، هم دا مزاحمتي مزاج او هم دا مدلـله ‘نېشنلۍ لهجه’ پۀ بلوچستان اسمبلۍ کښې هم د اصغر خان اڅکزي مشرۍ کښې څرګند دي.
پاکستان پۀ زړو بوټانو کښې نوې وینزه شېرواني اغوستې ده. دا خبره نوره هم ثابته شوه چې کۀ جمهوریت هر څومره کنډم، شل او مړغېژن کړے شي، زورور ترې صرف 176 منډې وهلې شي. د داسې اسمبلۍ عمر به کال وي یا شپږ میاشتې کم دوه کاله ـــ د سیاسي ګوندونو ‘سمت’ او ‘حرکت’ به دا فېصله کوي.
د پښتو اکېډمۍ درې ورځنے نړیوال کنفرانس
د اګست د میاشتې د شپږمې نه تر اتمې نېټې د پښتو اکېډمۍ پېښور پوهنتون پۀ باړه ګلۍ سمر کېمپ کښې د اکېډمۍ لۀ خوا درې ورځنے نړیوال کنفرانس تر سره شو. ‘پښتون’ د دې سیمینار پۀ تابیا د پښتو اکېډمۍ مشر ډاکټر نصر الله وزیر او د هغۀ همکارانو استاذانو، شاګردانو، عملې او انتظامیې ته مبارکي وائي.
د یوې پښتو د درې کورونو کابل، کوئټې او پېښور د پوهانو لۀ خوا دې کنفرانس کښې یو دېرش ګټورې څېړنیزې مقالې واورولې شوې چې دغه مقالې به پۀ کتابي بڼه وړاندې کولې شي او دا یقیناً چې ډېر ګټور کار دے.
د کنفرانس جاري کړې شوې اعلامیه کښې د املاء پۀ حواله د راغلي وړاندیز پۀ حقله باید دومره ووایو چې کۀ راتلونکي کښې پۀ دې لړ کښې ګام پورته کړے شي نو چې دا دوه راڼۀ اصول پۀ نظر کښې ولرلے شي چې ‘د پښتنو د کومې قبیلې/ ډلې غږونه دې نۀ خوړلے کېږي’ او دا چې ‘کۀ پښتو کښې د بلې ژبې ]خصوصاً اردو، فارسۍ، عربۍ[ کوم لفظ کارولے کېږي نو چې هغسې ولیکلے شي څنګه چې د دغه ژبو املاء کښې لیکلے کېږي.’ املاء کښې د ‘ے’ او ‘ی’ د استعمال د اجازت نه پس خبره ډېره لرې بوتلې شوې ده ــــ مونږ ‘موږ/ موژ’، کښې ‘کې/کي’، طمع ‘تمه’ او داسې نور ـــ یو جواز دا هم وړاندې کولے شي چې تر څو خپل ریاست/خپل اختیار نۀ وي، دا مسئلې نۀ حل کېږي!!! څوک دې ووائي چې دا اختلافات کوم ریاست یا کوم زورور پۀ چا ساتي؟
دا مسئلې مونږ پۀ خپل اعليٰ دانش زېږولې دي او باید د خپلې انا نه یو ګام وړاندې راواخلو او د پایې ټکے ورته کېږدو. کم از کم د املاء اختلاف منځ نه وړلو کښې ریاستي جبر حائل نۀ دے، دا اختلافات د څو ادبي اسټېبلشمنټونو او کارپورېشنونو د خپلو اناګانو او ضدونو ورکړه ده. بیا هم د ‘ے/ی’ لړ کښې به ‘پښتون’ د پېښور، کوئټې او کابل د اکادمیو لۀ خوا د راتلونکي مشترکه وړاندیز د تسلیمولو وکالت کوي کۀ پۀ دغه وړاندیز کښې د مخصوصو قبیلو د غږونو نۀ خوړلو اهتمام شوے وي.
د کنفرانس اعلامیه کښې ځینې غوښتنې داسې هم دي چې د مورنیو ژبو پۀ حواله د اتلسم ائیني ترمیم د ورکړے شوي اختیار او دې لړ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ حکومتي دوره کښې د شوي کار نه د دغه اعلامیې د مرتب کوونکو لاعلمي ښکاره کوي. د صوبائي حکومت یا نورو ادارو څخه چې د کومو غوښتنو تجویزونه مخې ته راغلي دي، د هغو پۀ لړ کښې باید رعایت ونۀ غوښتے شي، د رعایت پۀ ځاے د ائیني حق مطالبه وکړې شي.
باړه ګلۍ اتۀ ویشت کاله پس د پښتو اکېډمۍ پېښور د یو داسې کنفرانس مېلمستیا وکړه. هیله چې راتلونکي کښې به داسې کنفرانسونه کابل او کوئټه کښې هم تابیا شي او د ژبې د پرمختګ د لار چارو د لټون دا سفر به د وخت سره سم توند او نتیجه خېز کړے شي.