اداريه – مۍ 2019

‘یاغستان نمبر’: نومبر 1946 نه اپرېل 2018 پورې

د ‘پښتون’ د نومبر 1946 ځانګړې ګڼه د ‘یاغستان نمبر’ پۀ نامه د ‘قبائیلي سیمو’ پۀ حواله وه. دغې ګڼه کښې د اداریې پۀ ځاے ‘وزیر مسید وروڼو ته د باچا خان تقریر’ ؤ. او ورپسې هاغه ‘هندوه سپاسنامه’ وه چې جواهر لال نهرو ئې ‘مسلمان ځواب’ کړے ؤ.

د هندوستان د وېش نه یو اویا کاله پس د اسلامي جمهوریه پاکستان ایوانونو د ‘فاټا مرجر’ صورت کښې هاغه ‘هندوه سپاسنامه’ بې د تاریخي حوالې ورکولو داسې ومنله، څنګه چې ئې څلوېښت کاله زوړ ‘مسلمان جهاد’ ته ‘فساد’ ووئیلو )هر څو کۀ نۀ لا د ملک اصلي باداران ائین دغه سیمو ته پرېږدي او نۀ ئې د ‘فساد’ کفاره کولو د پاره تر دې دمه کوم عملي ګام پورته کړے دے. دغه سیمو کښې عملاً سیاست ته لار نۀ ورکولې کېږي – اے اېن پي ته بېخي نۀ.

مونږ د قبائیلي سیمو خېبر پښتونخوا سره د ادغام پۀ وړومبۍ کلیزه د ‘سرحد’ د خدائي خدمتګارانو لۀ خوا نن نه دوه اویا کاله اګاهو جواهر لال نهرو ته وړاندې شوې سپاسنامه او د جواهر لال نهرو لۀ خوا د دغې سپاسنامې ځواب د اداریې پۀ توګه د وړاندې کولو بدعت کوو.

د هندوستان د مرکزي حکومت )د( نائب صدر محترم جواهر لال نهرو پۀ خدمت کښې

عزتمنده مشره! نن ټول پښتانۀ د خدائي خدمتګارانو پۀ ذریعه تاسو ته د زړۀ د اخلاصه هرکلے وائي.

بهادره جرنېله! د ملک او وطن د ازادۍ پۀ لارې کښې چې کوم تکلیف او مصیبت تاسو او ستاسو خاندان برداشت کړے دے، د پښتون قام لوي واړۀ هغې ته ډېر د قدر پۀ نظر ګوري او پۀ دې خبره قائله دي چې د ملک پۀ دې موجوده سیاسي ترقۍ او اختیاراتو اخستو کښې ستاسو ډېره لویه حصه ده. پښتانۀ پۀ دې خبره هم خبردار دي چې ستاسو پۀ زړۀ کښې د هندو مسلم او د ملک د نورو اوسېدونکو تر منځه هېڅ فرق نشته، او چې هر کله د کشمیر د مظلومانو مسلمانانو پۀ امداد کښې تاسو د ریاست د یو هندو راجه پۀ مقابله کښې قدم پورته کړو نو خلق پوهه شو چې د قام د خدمت پۀ لاره کښې فرقه پرستي تاسو له مخه نۀ شي وهلې او هم دغه وجه ده چې د هندوستان هندو او مسلمان ستاسو یو شان عزت کوي.

د قام واکداره! د وطن د خلقو سره عموماً او پښتون قام سره خصوصاً چې ستاسو کومه مینه او محبت دے، هغه هم مونږه پښتنو ته لکه د نمر هسې ښکاره دے. د دې محبت اظهار تا هغه وخت کړے ؤ چې څۀ وخت تاسو سره هېڅ طاقت او اختیار نۀ ؤ – ولې نن چې د قام او ملک ټول اختیار تاسو ته سپارلے شوے دے، پښتانۀ تاسو نه دا توقع لري چې دا مینه او محبت به نور هم زیاتېږي.

سیاستدانه رهنما! ستاسو غوندې بېدار مغزه لیډر نه دا خبره پټه نۀ ده چې پښتنو د هندوستان پۀ سیاست کښې د پخوا نه ډېر لوے اهمیت لرلے دے. پښتون د خپل جغرافیائي حالت پۀ وجه د هندوستان د یو پاسبان او محافظ حېثیت لري. نن چې تاسو زمونږ ملک ته د یو صاحبِ اختیاره مشر پۀ شان تشریف راوړے دے نو دا توقع لرو چې د پښتنو پۀ دې اهمیت به هم غور وکړئ – هسې هم پښتون قوم دا خپل اواز د هندوستان د اواز سره هم ستاسو پۀ وجه یو کړے دے. پۀ خونړي سن تیس کښې د کانګرس د صدارت د ازغو ډک تاج هم ستاسو پۀ سر ؤ. دا هغه وخت ؤ چې پښتون قوم د باچا خان پۀ سالارۍ کښې د پېرنګي برخلاف چغه وښکې وه او هغه ورځ شوه او دا ورځ شوه، مونږ پښتانۀ د هندوستان پۀ هر تکلیف او مصیبت کښې شریک راغلي یو. نن ستاسو او زمونږه قربانیو رنګ راوړو – پۀ ملک کښې لږه غوندې تبدیلي راغله او پښتون د باقي هندوستان سره یو شان وګڼلے شو. ولې زمونږ د صوبې ځان له مخصوص حالات دي. زمونږ د صوبې خواوشا زمونږ پۀ لکهونو پښتانۀ وروڼه اباد دي. کۀ چرې زمونږه او د هغوي تعلقات ښۀ نۀ وي نو د هغې اثر به پۀ هندوستان ضرور پرېوځي. د هندوستان دننه د امن قائم ساتلو د پاره دا ډېره ضروري خبره ده چې زمونږه او د دوی تر منځه ښۀ تعلقات قائم وي. ولې مرکزي حکومت چې تر اوسه د دوي سره کوم سلوک کړے دے د هغې پۀ وجه د دوي پۀ زړونو کښې د مرکزي حکومت متعلق شکوک پېدا شوي دي. پکار دي چې دغه شکوک رفع کړے شي. د دې د پاره مناسبه طریقه دا ده چې د دغه خلقو سره مرکزي حکومت زمونږ پۀ ذریعه تعلقات قائم کړي او د پولټیکل ډېپارټمنټ د خود سرۍ نه دغه پښتانۀ خلاص کړي – ځکه چې د اصلاح او امن ساتلو پۀ بهانه دوي د خپلو غرضونو د پاره د غریب هندوستان پۀ لکهونو روپۍ پۀ سیند لاهو کړې دي. تاسو ته معلومه ده چې زمونږه صوبه ډېره غریبه ده. نور ضروریات فوځي پرېږده، د څښکلو اوبۀ قدرې نشته – ولې دا حقیقت دے چې زمونږ نه د دوي حالت زیات خراب دے. تاسو پۀ خپله هم دا خبره محسوس کړې ده ځکه مو خپل ډېر زیات مصروفیتونه پرېښي دي او دلته راغلي یئ – نو مونږه د دې موقعې نه فائده اخلو او دا غرض لرو چې د تللو نه وړاندې دې زمونږ مشر فخرِ افغان صاحب سره دا خبره صفا کړې شي چې هر کله مرکزي حکومت زمونږ د صوبې د ترقۍ تجویزونو د پاره زمونږ صوبې سره امداد کوي نو زمونږه دغه پښتانۀ وروڼه هېر نۀ کړئ او د نوي ژوندون د شروع کولو د پاره د هندوستان حکومت به د هغوي د هر قسم امداد کوي.

پۀ اخر کښې مونږ بیا درته د زړۀ د اخلاصه هرکلے وایو.

مونږ یو ستاسو د ازادۍ د جنګ ملګري – خدائي خدمتګاران، شمال مغربي سرحدي صوبه

د پښتنو د سپاسنامې پۀ جواب کښې د جواهر لال نهرو تقریر

ستاسو د سپاسنامې شکریه!

د سپاسنامې پۀ سر تاسو لیکلي دي چې دا سپاسنامه تاسو ما له د مرکزي حکومت د نائب صدر پۀ حېثیت راکړې ده، مګر نن زۀ دلته پۀ دغې حېثیت نۀ یم راغلے بلکې د یو زوړ دوست او ملګري پۀ حېثیت راغلے یم. دا عهدې عارضي څیزونه دي، کله ځي او کله راځي – لېکن ستاسو او زمونږ تړون داسې نۀ دے چې هغه چرته لاړ شي. زۀ دلته پۀ شپږ کاله پس راغلے یم. پۀ دې شپږ کاله کښې پۀ دنیا یو لوے انقلاب راغلے ؤ. جنګونه خلاص شو خو د دنیا د غمونو خلاصے نۀ دے شوے. دلته خو مونږ دا محسوسوو چې زمونږ د پنځوسو کالو جنګ سر ته ورسېدو او قامي حکومت جوړ شو – لېکن د دې سره پۀ زرګونو لانجې او مشکلات مونږ ته راوړاندې شوي دي مګر مونږ له بې زړۀ کېدل نۀ دي پکار. د طاقت راتلو سره زمونږ ذمه وارۍ هم زیاتې شوې. زمونږ یو شاندار ملک دے. د کلونو د تکلیفونو، قربانیو او جدوجهد نه پس نن مونږ دا خپل ملک د خپل واک اختیار خاوند کړو. نن زمونږه سر پورته دے – ملا مو ټینګه ده. مګر پۀ مونږ کښې قسماقسم غلط فهمۍ پېدا کېږي. خلق زمونږ د کور د وراني کوشش کوي او زمونږ د ناپوهتیا فائده اخلي. مونږ دا خبره اول هم صفا کړې ده او نن هم وایو چې کله دا ملک پوره ازاد شي نو د ټولو ښېګړه به وشي – د یوې ډلې لا جماعت نۀ، بلکې د هر هندوستاني نر ښځې.

تاسو پۀ خپله د ازادو قبائیلو ذکر کړے دے. زۀ دا منم چې زما دا دلته راتلل څۀ ډېره حده پورې د هغوي د پاره دي. نن پینځمه ورځ ده چې زۀ پۀ دغې علاقو کښې ګرځم. زما کافي تجربه وشوه – څۀ ښۀ او څۀ خرابه. زۀ چې راتلم نو ډېر خلق زما پۀ راتلو خفه وو مګر زۀ ډېر خوشحاله یم چې راغلم. دا تجربې به زۀ پۀ هېڅ حالت او قیمت پرې نۀ ږدم. ما دلته یو د مینې او ورورولۍ پېغام راوړے ؤ. بعضې خلقو شور او فساد وکړو. د دې شور او فساد د بندولو انتظام نۀ ستاسو ؤ او نۀ زمونږ – نه! انتظام مونږ د انتظام خلقو ته پرېښے ؤ او انتظام داسې ؤ چې هر ځاے به څۀ نه څۀ کېدل. مګر اصلي خبره دغه نۀ ده – پۀ دې ملک کښې داسې ډلې شته چې هغوي زمونږ پۀ کورنۍ کښې نفرت او بغض پېدا کوی. د هندوستان د ازادۍ پۀ جنګ کښې مونږ او تاسو پۀ شریکه د دې خپل قام د پاره خپلې وینې بهیولې دي خو پۀ ملک کښې مو د مینې محبت او ورورولۍ فضا پېدا کړې ده. ولې چې زمونږ دا خواهش ؤ چې زمونږ د ملک د ابادۍ او خوشحالۍ بنیاد دې پۀ مینه او محبت وي. مونږ د سرکار سره جنګونه کړي دي خو د انګرېز سر ته امن ؤ. کۀ پۀ بازار او لاره کوڅه کښې ګرځېدو نو چا ورته پورته نۀ کتل، ځکه چې مونږ ته خپلو مشرانو وئیلي وو چې مونږ له لکه د نرانو او تورزنو خلقو د خپل دښمن سره مقابله هم داسې پکار ده چې هغه د یو هندوستاني شان سره ښائي. دا مې هم واورئ چې پۀ دا قسمه څیزونو چرې هم یوې ډلې لا جماعت ترقي نۀ ده کړې. د دې نه غوبل پېدا کېږي او غوبل څوک نۀ وړاندې کوي بلکې پۀ شا ئې غورځوي. بل مطلب شاید چې د دې خلقو د دې غوبل نه دا وي چې مونږه ووېروي. لېکن دا خبره ښکاره ده چې څوک د انګرېز غوندې ظالم او جابر حکومت غاړې ته لاس وراچوي نو پۀ دې څیزونو هغوي چرته وېرېږي؟ دا څیزونه پکار دي چې ستاسو سترګې رڼا کړي. تاسو بې غمه څادرونه راکښلي دي او دا مو محسوسوله چې ملک ازاد شو او زمونږ ذمه وارۍ خلاصې شوې – لېکن دا واقعات بل څۀ ښائي او مونږ ته دا خبره رایادوي چې دا جنګ لا خلاص نۀ دے. دا د نفرت او بغض کوم تخم چې نن کرلے کېږي، د دې اثر ډېر تباه کن دے او بربادي راولي. د تورې او ټوپک زخم زر جوړېږي، ولې د دې جوړېدل ګران دي او ځکه خو ټولو لویو لویو پېغمبرانو دا خبره ډېره پۀ کلکه کړې ده چې خلقو له پۀ ملک کښې لکه د وروڼو پۀ شان پۀ مینه او محبت اوسېدل پکار دي. نن پۀ ملک کښې ډېر خلق ګرځي چې علي الاعلان د نفرت او جنګ خبرې کوي. مونږ خو دا وایو چې دا ملک زمونږ دے او مونږ به ئې پۀ شریکه خورو. یوه ډله او جماعت به پۀ بله سور نۀ وي. تاسو ته د هندوستان تاریخ معلوم دے – پېرنګیانو هندوستان فتح کړے نۀ دے بلکې زمونږ د جنګ جګړې او کمزورۍ نه هغوي فائده اخستې ده. هم دغه حال نن هم دے چې هغوي زمونږ د ناپوهتیا، بې اتفاقۍ او جګړې نه فائده اخلي.

دې ځاے کښې دا هر څۀ چې وشو، ښۀ وشو – هم ستاسو د پاره هم زمونږ د پاره او هم د هندوستان د پاره – او کۀ یو څاڅکے وینه د باچا خان او زما ستاسو پۀ دې پاکه زمکه توې شوه نو دا به ضرور رنګ راوړي. تاسو له سینه لویه ساتل پکار دي، ولې چې تاسو د خدائي خدمتګارۍ لویه دعويٰ لرئ – او چې څنګه تاسو پۀ وجود درانۀ او لوړ یئ نو دغسې پۀ زړۀ او سر هم لوړ شئ! د قبائیلو دا کومه مسئله چې پېش ده، نو زۀ ستاسو پۀ ذریعه دغې قبائیلي وروڼو ته دا خپل اواز رسوم چې دا څو ورځې هر څۀ چې وشو، زما د دغې وروڼو متعلق هېڅ شک او خفګان زړۀ کښې نشته. تاسو خدائي خدمتګاران هلته چا کله پرېښودئ؟ لېکن شرارتیان خلق هلته رسېدلي دي او هغې خلقو ته ئې وئیلي دي چې دوي هندو راج جوړوي. دا قسم خبرې هر چا چې کړې دي، غلطې ئې کړې دي. زۀ خو صرف حال معلومولو له تللے وم. پۀ تېرو ورځو کښې پۀ وزیرستان بمباري شوې وه نو دغې خلقو هغه هم پۀ مونږ راړولې وه. تاسو پۀ خپله خیال وکړئ چې دغه بمباري زمونږ د راتلو نه یوه میاشت مخکښې شروع شوې وه او چې کله د باچا خان پۀ ذریعه مونږ ته پته ولګېده نو دغه بمباري بنده کړې شوه. مګر دا قسمه غلطې خبرې هغوي ته رسولې شوې دي. هغوي بې خبره خلق دي، بې تعلیمه خلق دي – هغوي له دهوکه ورکړې شوې ده. مګر هغوي بهادران خلق دي او زۀ د بهادرانو خلقو ډېر قدر کوم.

زۀ دا ځلې راغلے یم – بیا به هم راځم؛ تر څو چې د دې قضیې فېصله نۀ وي شوې.

زۀ سبا له روان یم. د دې واقعاتو تصویر به زما پۀ زړۀ او دماغ وي. یوه ډېره مشکله خبره درته کوم – پۀ داسې واقعاتو مونږ له ځان له غصه نۀ دي راوستل پکار، غصه ښۀ شے نۀ دے – ولې کۀ تاسو دا غصه خپل طاقت وګرځوئ نو ډېر لوے کارونه به پرې وکړے شئ. نن کۀ باچا خان باندې چا لاس پورته کړے وي نو تاسو به غصه شوي یئ او غصه کېدل درله ضرور پکار دي چې د اصولو پابند باچا خان باندې دې خلق لاس پورته کوي!!! لېکن د غصې پۀ ځاے مونږ له پکار دي چې دا غصه خپل طاقت وګرځوو چې زمونږ دا ملک اباد او د ظالم د ظلم نه خلاص شي. زۀ روان یم لېکن ستاسو د دې ملک او وطن واقعات به هر وخت زما پۀ زړۀ کښې وي. ستاسو د هرکلي شکریه.

‘پښتون’، جلد 8، شماره 39-38، ‘یاغستان نمبر’، اول نومبر 1946، مخونه 10-6

 

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …