“پښتون قامي جرګه”، باچا خان مرکز، پېښور – اداريه

لکه څنګه چې وخت، نېټه او ځاے ټاکلے شوي وو؛ د مارچ پۀ لسمه نېټه د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا را بللې شوې “پښتون قامي جرګه” پۀ باچا خان مرکز )پېښور( کښې تر سره شوه. دا وړومبۍ جرګه نۀ وه، پښتون قام د جرګو مرکو يو اوږد تاريخي روايت لري: خو يوه وړومبۍ داسې جرګه ضرور وه چې د مختلف الفکر بلکې د “متضاد الفکر” سياسي نظريو لرونکي “پښتانۀ” مشران او نمائندګان د باچا خان مرکز پۀ انګڼ کښې يو ځاے کښېناستل او د پښتون قام پۀ مسئلو ئې بحث وکړو، مختلفې نکتې ئې وڅېړلې او پۀ يويشت نکتو اډاڼه يوه شريکه او متفقه اعلاميه ئې اعلان کړه. د دې جرګې د شريکې او متفقې اعلاميې د عملي کولو د پاره يوه “قامي مشاورتي غونډه” د پاکستان مزدور کسان تحريک لۀ خوا پۀ پينځويشتم مارچ شمالي اشنغر کښې رابللې شوې وه خو د کورونا نړوبا لۀ امله تر بل اعلانه ځنډولې شوې ده.

د پښتون قامي جرګې کوربه، د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفنديار ولي خان د هرکلي خپلو وړومبيو خبرو کښې د جرګې پۀ ضرورت او د دې پۀ اهميت خبرو سره د خپلې پارټۍ لۀ خوا متعين کړې هغه مسئلې مخې ته کېښودې چې د دې جرګې د بلنې سره ئې ځانګړے فهرست هر ګوند ته استولے شوے ؤ. دې جرګې پښتنو کښې د پرمختللي جرګئيز روايت يوه داسې سنجيده رويه وښودله چې نۀ يو چا د بل نه خبره پۀ نيمه کښې واخسته او نۀ خبرو کښې د اختلاف ډېر ضرورت پېښ شو. کۀ څۀ اختلاف راغلو هم، پۀ هغه وخت هم پۀ هغه ځاے پرې بحث وشو او هم پۀ هغه وخت هم پۀ هغه ځاے پرې اتفاق راغلو.

د پښتون قامي جرګې د مشترکې او متفقې اعلاميې وړومبۍ نکته “پۀ افغانستان کښې د امن تأمين او د افغانستان د خپلواکۍ درناوے” ده – دې پسې نورو نکتو کښې (i “پښتنو سيمو کښې ترهګري او د ترهګرو ډلو بيا منظم کېدل”، (ii “د بې کورو شوو پښتنو بيا ابادول”، (iii “د بې درکه کړے شوو خلکو مسئله”، (iv “د لېنډ مائنز صفائي”، (v “پۀ نوو ضلعو کښې انتظامي، قانوني او سياسي اصلاحات”، (vi “بلاک شوي شناختي کارډونه”، (vii “ټروتهـ کمېشن جوړول”، (viii “تجارتي لارې پرانستل” او (ix “پۀ پښتونخوا وطن کښې لۀ نوي سره سر شمېرنه” او (x “اېکشن ان اېډ اٰف سول پاور ارډيننس” نېغ پۀ نېغه د جرګې د وړومبۍ نکتې سره تړلې غوښتنې دي. دغه نکتې لوستلو سره دا رښتيا څرګندېږي چې کۀ افغانستان د يو خپلواکه رياست پۀ توګه ومنلے شي او دلته د جنګ ختمولو د پاره د سيمې ملکونه او خصوصاً ګاونډي هېوادونه مثبت کردار ادا کړي نو د ډيورنډ کرښې دې اړخ ته به د تزويراتي پاليسۍ د ژورتيا ساتلو د پاره نۀ خو د “غېر رياستي عناصرو” او پرائيوېټ جنګي ملېشې د مارانو پاللو اړتيا وي او نۀ به د کرښې دې اړخ ته پښتنې سيمې د “اولسي سياسي عمل پۀ ځاے د “رياستي سياسي انجنئيرنګ” پۀ اور کښې وريتېږي.

د پښتون قامي جرګې د مشترکې او متفقې اعلاميې پاتې ټولې نکتې د “اتلسم ائيني ترميم” د نفاذ سره تړلې دي. ياده دې وي چې اتلسم ائيني ترميم د دې ملک د ټولو سياسي ګوندونو د ټاکلے شوو پارلېماني نمائندګانو لۀ خوا د يوې اوږدې مباحثې نه پس منظور کړے شوے او د ائين برخه ګرځولے شوے دے. اوس کۀ د دې نفاذ کښې “باجوہ ڈاکٹرين” خنډېږي نو “باجوه” غدار دے او کۀ د “سياست نہیں رياست” نعره وهونکي د فوج، عدليې، احتساب، “پاکستاني اسلام” او ميډيا ګوډاګيان خنډېږي نو “رياست” غدار دے.

د پښتون قامي جرګې د مشترکې او متفقې اعلاميې يويشت پۀ يويشت نکتې او دې جرګه کښې د شريک سياسي قيادت، هغوي کۀ قامپرست سياست کوي کۀ د وفاقيت، کۀ د اسلام پۀ نوم سياست کوي کۀ د سوشلزم، د خداے پۀ زمکه د خداے نظام غواړي کۀ پۀ ټوله دنيا د مزدورانو د راج تمنا کوي، ځان ته تحريک وائي کۀ انقلابي غېر پارلېماني پارټي؛ ټول پۀ “پښتون قامي سوال” د باچا خان مرکز درشل له راغلل، د قامي مسئلو پۀ تعين يو غږ شول، د قامي مسئلو د نشاندهۍ د پاره ئې شريکه او متفقه اعلاميه اعلان کړه او د شريک جدوجهد د تګلارې ټاکلو د پاره ئې هوکړه وکړه.

مونږ د دې پښتون قامي جرګې مشترکې او متفقې اعلاميې ته ډېر خوشبينه يو او باور لرو چې پښتانۀ مشران به د دې عملي کولو د پاره د يوې مشترکې او متفقې تګلارې مخې ته راوړو او بيا د دغې تګلارې عملي کولو د پاره هم خپل کردار پۀ قامي شعور او قامي جذبې سره تر سره کوي. دا خبره به يقيناً چې قبل از وقت ښکاري، خو دې “جغ” نه کۀ کومه اوږه وځي، هغه کۀ د هرې مجبورۍ بهانه ځان له ولټوي، د تاريخ مطمئن کولو د پاره هېڅ جواز او هېڅ جواب و نۀ لري.

افغانستان: دوحه امن تړون

افغانستان کښې د امن پروسې لړۍ چې تېره مياشت “دوحه امن تړون” ته رسېدلې ده، مونږ ورته افغانستان کښې د روان خونړي جنګ د ختمېدلو پۀ لور د يو ګام پۀ نظر ګورو. کله چې د دې مذاکراتو شروع کېدله نو هم ئې عوامي نېشنل پارټۍ هرکلے کړے ؤ او خپل دا اصولي موقف ئې مخې ته ايښے ؤ چې افغانستان کښې د امن د پاره کېدونکو مذاکراتو کښې د افغان دولت شرکت کله هم نظر انداز کېدے نۀ شي او کۀ چرې دا مذاکرات يا د دې پۀ نتيجه کښې کومه فېصله/ تړون مخې ته راځي نو هغه به کله هم کامياب ځکه نۀ شي چې د افغانستان دولت د دې جنګ مساوي فريق دے او هره فېصله چې کېږي، بايد افغانستان د هغې برخه وي.

لۀ بده مرغه، د “دوحه امن تړون” پۀ سبا د جنګيالو طالبانو لۀ خوا پۀ افغان امنيتي ځواکونو د بريدونو کولو اعلان د نړۍ هر ګوټ کښې مېشته افغانان وزورول. اولس دا سوالونه پورته کړل چې هغه بهرني ځواکونه چې پۀ افغان خاوره د هغوي خلاف جنګ کولو د پاره د يهود و نصاريٰ، دجال، صېهوني طاقتونو او کومې کومې نامې کارولې کېدې، نن د هغوي سره اوربند کېږي خو افغان امنيتي ځواکونو باندې د بريدونو جاري ساتلو اعلان کوي؟ د دغه اعلان سره عام اولس نور هم د افغان دولت او حکومت پلوي وشو. تر دې وخته کابل کښې پۀ امنيتي ځواکونو شوي بريد، پۀ ګوردواره کښې بې ګناه خلک وژل او تخار او زابل کښې پۀ امنيتي ځواکونو شوي بريدونه افغان اولس د جنګسالارۍ سره د هېڅ ډول همدردۍ نه را شوکوي او د افغان دولت ملاتړ ته ئې هڅوي. يو خوا نړۍ د کورونا وباء سره مخ ده او سوالونه دا پورته کېږي چې د جنګونو او انسان وژنې پۀ وسلو چې نړۍ کوم کهربونه پدمونه ډالرې تامړو او بارودو کښې بندې کړي دي، نن د دغه “بې جانه وائرس” مخنيوي د پاره دغه تامړې او بارودونه نۀ خوړے شي او نۀ ئې اغوستے شي – کورونا ټوله نړۍ “د وېرې پۀ يو شريک مزي کښې پيئلې ده” – نسلونه، رنګونه، دنګ مندري قدونه، مذهبونه، وياړونه، ځان ځانۍ پۀ شا شوې دي او سترګې د سائنسي لېبارټريو نه دې زېري ته بقې بې رپه بې ځمبه ولاړې دي چې کله به د دې زهرو د ترياق جوړېدو اعلان وشي – بل پله يو موټے ږيرې د ټولې نړۍ نه يو اړخ ته انساني روحونه پۀ بارودو کښې لتاړوي. څلوېښت کلن جنګ افغانستان کښې هغه ټولې سترګې بينا کړې دي چې پۀ بېلابېلو کنسپائرېسيانو به ورور د ورور وينو بهيولو ته چمتو کولو؛ هغه افغانان چې د مذهب پۀ نوم به ئې خپل کور کښې د څو لسيزو را هسې د تشدد او جنګ د بيوپار ملاتړ کولو، نن هغوي هم ګوري چې د صېهونيانو سره صلح کوونکي مسلمانانو افغانانو سره ولې صلح نۀ کوي؟؟؟ دا سوال ضمير سکونډونکے دے او اوس افغانان دا سوال کوي.

طالبان د حملو د پاره بهانې لټوي او افغان دولت دغه بهانې غوڅوي – حقيقت خو دا دے چې تر څو “بېن الافغان مذاکرات” )کوم چې د ‘دوحه امن تړون’ بنيادي نکته ده( شروع کړے شوي نۀ وي، افغان دولت اصولاً د دې پابند هم نۀ دے چې قېديان خوشي کړي. د دې پرته هم، افغان دولت د سولې ټينګولو د پاره اوږه ټيټه وړي. تېرو ورځو کښې د مذاکراتي ډلې اعلان يو بل بالغ اقدام دے. اوس چې جمهوري عمل افغانستان کښې مخ پۀ وړاندې تلے دے، هر څو کۀ د نتيجو اعلان ډېر وځنډېدلو، بيا هم نتيجې اعلان شوې دې او ډاکټر اشرف غني يو ځل بيا اولسمشر اعلان شوے دے – دې حالاتو کښې د عبدالله عبدالله لۀ خوا د موازي حکومت اعلان افغان دولت، افغان اولس او افغانستان د پاره زيات موذي کېدلے شي. جنګيالي او د دوي “مرستيال” د داسې حالاتو نه ګټې پورته کوي او د پومېپو د وروستنۍ دورې نه واخله تر نورو ډېرو نکتو داسې پراپېګانډ کوي چې افغان دولت نفسياتي دباو سره مخ کړي. تر دې دمه د افغان دولت رويه د ستائينې وړ ده. افغان دولت چې د څومره کلکو اعصابو ښودنه کوي، دومره به د افغان اولس هغه برخه چې د څلوېښت کلن جنګ پرته هم د جمهوري عمل نه څنډې ته ده، به جمهوري عمل ته راشي.

مونږ پۀ دې باور يو چې د افغان دولت لۀ خوا دغه رويه د سولې د پاره دولتي ذمه واري ده، د افغان اولسمشر دکتور اشرف غني او د افغان منورينو لۀ خوا دا خبره څو ځله مخې ته راغله چې افغان دولت به کله هم د چا سر زورۍ او ضد ته مات نۀ شي. افغانستان کښې د ادارو د پياوړتيا او ارتقاء مزل روان دے او دې حالاتو کښې دا د افغانانو ملي ذمه واري جوړېږي چې د افغان دولت حوصله هسکه وساتي. افغانستان کښې سوله د دې سيمې د سولې تأمين دے.

“ما بعد کورونا”

لرې نۀ ده چې نړۍ د “ما قبل کورنا” (BC) او “ما بعد کورونا” (AC) د تاريخ وېشنې يوه نوې تاريخي حواله ولري. د چين پۀ ښار “ووهان” کښې د کنيچنچرو خرڅوونکې يوې تور سرې نه خورې شوې ناروغۍ “کورونا” هغه وخت وبائي صورت خپل کړو چې څو ورځو کښې دغې وائرس ټول “ووهان” ښار ونيولو. د نړۍ مرۍ پۀ چغو کښېناسته چې دا وباء “متعدي” ]د انسانانو نه نورو انسانانو ته خورېدونکې او لګېدونکې[ ده خو دا هر څۀ ټوقه وګڼلې شوه او د نورو ايجاداتو ته ناست وچ کړس استنجالوجسټ مسلمانان پۀ دې شړشتو سر شول چې ګوندې دا هر څۀ د عالمِ اسلام خلاف سازش دے او داسې هېڅ “وائرس مائرس” نشته. نن د الله تبارک و تعاليٰ پۀ فضل و کرم سره د مکې مدينې، د تهران او د تبليغي مرکزونو زيات خلک پۀ خپله هم د کورونا ښکار شوي دي او پۀ ټوله اسلامي جذبې سره دا وباء خپلو کورونو، ګاونډونو او چاپېرچل ته تبليغوي. خېبر پښتونخوا د دې وائرس نه تر ټولو زياته متاثره صوبه جوړېدونکې ده او رياست دې کښې “سهولت کار” کردار ادا کوي.

تر دې دمه، د دې وباء د مخنيوي يواځينۍ لار ټولنيزې فاصلې ساتل، څو څو ځله تر شل سېکنډو لاسونه وينځل او د ټوخي يا پرنجي پۀ وخت خپلې خولې او پوزې ته د مرڼي )مټ( نيول دي.

د چين پۀ کوم ښار کښې چې کورونا زېږېدلے او کوم ځاے نه خور شوے ؤ، هلته هغوي پۀ سنجيده اقداماتو او سائنسي رويه خپلولو دغه وائرس تمبولے دے او د دې کرښو تر ليکلو هلته ژوند بيا د خپل چال نيولو جوګه کړے شوے دے. پرمختللې نړۍ کۀ هر څومره وځپلې شي، هلته حکومتونه د يو فلاحي رياست بينادي تصور او سائنسي طاقت لري او هيله کېدې شي چې هغوي ئې هم مخه ونيسي. پاکستان کښې يواځې صوبه سندهـ )چې هلته جمهوري حکومت د اولس پۀ رايه جوړ شوے دے او خپلې کومې فېصلې د پاره د “چا” د سترګو اشارې ته نۀ دے ناست( زړۀ ساتونکي اقدامات کړي دي چې د ستائينې وړ دي او دا هيله کېدې شي چې زر به هغوي هم دا وباء وتمبوي.

د مارچ د مياشتې اخرۍ نېټې پورې مختلفو صوبو کښې د کورونا خورېدو اعداد و شمار پۀ دې ډول دي:

دې لړ کښې د حکومت د کارکردګۍ او سنجيدګۍ اندازه دې نه لګېدې شي چې مونږ کله هم پۀ دغه اعداد و شمار د صحيح کېدو دعويٰ نۀ شو کولې – ولې؟ ځکه چې د محکمه صحت د ډائرېکټورېټ او د صحت وزارت چې کوم رپورټونه پۀ يوه ورځ پېش کوي، يو بل نه جدا وي. هغوي وائي، “دا فرق ځکه دے چې مختلف دفترونه مختلفو وختونو کښې مختلفه ډېټا وړاندې کوي” – يعني دوي پۀ دې هم نۀ پوهېږي چې اعداد و شمار کښې دغه فرق اولس کښې تشويش او غېر يقيني صورت حال پېدا کوي!!!

حکومت چې کوم وړومبے اقدام کړے دے، هغه ئې تعليمي ادارې او د ښار دننه ابادۍ کښې “قرنطين مرکزونه” اعلان کړي دي. داسې قرنطين مرکزونه چې يو بنيادي ضروري سامان او سهولت هم نۀ لري. د صوبې د ټولو نه لوے هسپتال کښې هم دغه سامان او سهولتونه نشته. د صحت نظام چلوونکے د امريکې ؤ، امريکه کښې ناست دے. اوس چې د خطرې ټلۍ غږېدله او د منټونو پۀ حساب د کورونا متاثرينو او مړو کښې اضافه کېږي، حکومت دې کښې نښتے دے چې با جماعت نمونځ د پاره به د څو کسانو راتلو اجازت وي او د تبليغي جماعت حضرات د خداے مېلمانۀ دي!!! حال دا چې سعودي عرب د حج عمرې د پاره د خداے مېلمنو ته معذرت وړاندې کړو او مکه مدينه د نامعلومه وخت د پاره بند کړے شول. دا صحيح انساني او مذهبي اپروچ دے.

دې حالاتو کښې د خوراک څښاک د سامان رسد لويه مسئله ګرځېدلې ده او حکومت پۀ دې کښې ناکامه دے چې رېټونه پۀ ځاے وساتي. د اوړو/ غنمو د بحران پۀ اړه د وزيراعليٰ ]خېبر پښتونخوا[ مشير اجمل وزير وائي، “د اوړو بحران نشته – صوبې سره د مۍ تر اخره د غنمو ذخيره هم شته او پنجاب نه د اوړو سپلائي هم جاري ده.” هم پۀ دغه ورځ هائيکورټ کښې د اوړو د قلت پۀ حواله د يو درخواست ځواب کښې د صوبې اېډوکېټ جنرل شمائل احمد بټ وائي، “د اوړو قلت سره ځکه مخ يو چې د کورونا پۀ وجه د بندېزونو لۀ امله پنجاب نه سپلائي بنده ده.” يعني؟ يعني دا چې هېڅ سنجېدګي، هېڅ مشاورت، هېڅ انتظامات او هېڅ منصوبه بندي نشته.

دې حالاتو کښې د “ټائيګر فورس” اعلان کول يوه بله نا اهلي ده – کۀ حکومت کښې لږ هم د سوچ او فکر ماده وه او هغه پۀ خپله منصوبه بندۍ کښې “خپلواکه” ؤ او ګوډاګے نۀ ؤ نو بلدياتي نمائندګان چې تېره دوره کښې ئې فعال کردار ادا کړے ؤ، “دغه ذمه وارۍ” به ئې دغه نمائندګانو ته سپارلې وې. حکومت د خپلې وېرې نه بلدياتي انتخابات ځکه نۀ کوي چې هغۀ ته پته ده، فوج د وېلېج کونسل او نيبرهوډ پورې دوي د پاره دهاندلي نۀ شي کولې. دې تناظر کښې د سياسي ګوندونو لۀ خوا دا مؤقف چې “کورونا يوه وباء ده او مونږ پۀ دې مسئله سياست نۀ کوو”، به يو ډېر غېر سياسي، غېر جمهوري او غېر تعميري سوچ وي. څنګه چې کورونا يوه وباء ده، هم دغسې دهشتګردي هم يوه وباء ده، هم دغسې د ملک پۀ ادارو د فوج قبضه هم يوه وباء ده، هم دغسې خپلې پاليسۍ، اقتصاد او نرخنامې اٰئي اېم اېف، اېشين ډوېلپمنټ بېنک او ورلډ بېنک ته سپارل يا خپل داخله او خارجه امور د ډالرو/ ينونو/ پونډونو/ ريالونو/ درهمونو سره ګاڼه کول هم يوه وباء ده، هم دغسې د تزويراتي پاليسيو د پاره مذهب حقانيانو، رضوانيانو، good/bad طالبانو او طارق جميلانو ته پرېښودل هم وباء ده او هم دغسې د اقبال لاهوري د خوب “الزبتهي”، د طاهر القادري د خوب “جنرل پاشائي” او د بشريٰ مانيکا د خوب “فوجي” تعبيرونه تشهيرول هم وباء ده.

وخت اوس هم دے چې زاړۀ بلدياتي نمائندګان د دياړيمارو او بې وسه خلکو د “راشن فراهمۍ بندوبست” د پاره بحال کړے شي. څو مياشتې وړاندې چې د فوج وزيراعظم خپلې تنخوا کښې پۀ کوم جواز لکهونه اضافه کړې ده، ایا د دغه جواز پۀ بنياد غريبانانو د پاره دوه زره (2,000) روپۍ مياشت ايښودل سم دي؟ دا ملنډه نۀ ده؟ د کورونا وباء تناظر کښې اٰئي اېم اېف د څلوېښت (40) کروړه ډالرو اضافي امداد، اېشيائي ترقياتي بېنک د شل (20) لکهه ډالرو او ورلډ بېنک د نولس (19) کروړه ډالرو اعلان کړے دے. دې سره “کورونا ريليف فنډ” هم قائم کړے شوے دے او بېلا بېل ملکي او بهرني ادارې او افراد هم مرستې کوي. دې سره د سياسي ګوندونو ذيلي څانګې هم دې لړ کښې خپلې هلې ځلې کوي. کۀ سياسي ګوندونه د کورونا پۀ حواله د حکومت رهنمائي نۀ کوي او پۀ انتظاماتو او راتلونکو فنډونو پۀ حواله خبره و نۀ کړي، يقين وکړئ دا پېسې به هم لکه د ډېم فنډ يا خو پۀ چايو بسکټو توې شي، يا به سنېټائرزر جوړولو او “اپرېشن ضد الکرونا” کښې بې اٰډټه خرچ شي.

 

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …