دوي به هم خداے ته مخ کېږي؟ دغه هاغه زړونه دي چې د کاڼو نه سخت دي. دوي هم وائي مونږ سره لښکر لښکر فرښتې دي؟ کابل کښې شوې دغه حمله کښې چې د اوسپنې پترو دغه تنکي ګلونه غوڅول او بارودژن اور سېزل، نو د هغوي روحونه اخستو له راغلي عزرائيل به هم ښېرې کړې وي چې خدايه! دغه ستا پۀ نوم فساد کوونکي دغسې د اوسپنې پۀ پترو غوڅ غوڅ او بارودژن اور کښې لوخړه کړه او ما له اجازت راکړه چې ساه ترې داسې راکاږم چې دوي د درد انتها وويني.
عجيبه اسلامي جهاد دے؟ د کومې صېهوني امريکې سره چې جهاد کوي، هغوي سره پۀ قطر کښې خبرو ته کښېني، روغه کوي او خپلو افغانانو مسلمانانو سره افغانستان کښې نۀ خبرې کوي نۀ روغه!!!
يه افغانانو! دې نه نۀ ثابتېږي چې دغه د ټوپکونو بارودونو خلک افغانان نۀ دي؟ بېخي ثابتېږي چې دا خون خوارۀ شرمخان پردي دي، د بل د خولې دي، د بل چا نمړۍ خوري، أجرتيان دي.
افغانان د وړوکي اختر درې ورځني اوربند ته هم پۀ لستوڼو ګډ شول!!! افغانان د وړو ماشومانو ګلونو او پۀ جنازه کښې د وژل شوو سپين روبو د جنازې د څلورو تکبيرونو نه پس هم د وړوکي اختر درې ورځني اوربند ته پۀ نوژنو سترګو ودرېدل، لۀ سوخته وموسېدل، دا اعلان ئې ونمانځلو!!! دا د انساني تاريخ د الميې انتها ده!!! د درېو ورځو اوربند باندې هم مبارکي ښائي چې خلک د دې جنګ نه څومره زړۀ موړي شوي دي. دا هر څۀ کېږي پۀ څۀ نامه او پۀ څۀ جواز؟
د افغان اولسمشر اشرف غني او ښاغلي عبدالله عبدالله لۀ خوا يو بل ته اوږه ټيټول سياسي رويه ده. دا بايد وده ومومي او نوره پراخه شي. دې سره د افغان روښانفکره نوي کهول، اکادميا او ډايسپورا دا وړومبنۍ ذمه واري جوړېږي چې د څلوېښت کلن جنګ پۀ ځپلو شوو ذهنونو کښې د سولې غوښتنه پۀ سياسي معنٰي کښې وتراشي. د دعا، د ښېرو او د تشلاسه هيلو د شنډې اسرې پۀ ځاے اولس د سياسي معنې سره د امن مطالبې ته وهڅوي. مونږ دا خبره بيا بيا کوو چې د افغانانو مسئلې، هغه کۀ د ډيورنډ کرښې پورې دي کۀ را پورې، به پۀ سياسي عمل هوارېږي. د سائل صاحب خبره:
ستا او د ګل منځ کښې لا سائله ډېرې دشتې دي
تا لا قدم ايښے د ازغو نه پۀ لمبو نۀ دے
د دعاګانو، ښېرو، تشلاسه هيلو او شنډو اسرو د ‘ازغو’ نه به د فکري، منظم او عملي سياست پۀ ‘لمبو’ قدم ايښودل غواړي. کۀ داسې و نۀ شي، د قيامت پۀ ورځ د اوسپنو پۀ پترو غوڅ او پۀ بارودژن اور د سوزېدلو تنکو ګلونو روحونه به زمونږ ګرېوانونه هم را نيسي.
د خړکمر د ‘وطن کارډ’ نه د عارف وزير د ‘شناختي کارډ’ پورې
د پي ټي اېم زلمے ملګرے سردار عارف وزير پۀ وزيرستان کښې پۀ دوېمه مۍ پۀ رڼا ورځ د هغۀ د کور مخې ته وويشتے شو او د اسلام اباد پۀ روغنتون کښې ئې ساه ورکړه. د عارف وزير پۀ قتل اولس بلوه شو، جلسې جلوسونه وشول، پۀ ټوېټر trend وچلېدو، ګواښونه وشول او اوس في الحال کورونا ده!!!
د عارف وزير پۀ قتل د هغۀ د ورور علي وزير د قومي اسمبلۍ د غړي کېدو پۀ وجه د پاکستان د وفاقي او صوبائي اسمبليو يوه پارلېماني اخلاقي ذمه واري جوړېده چې علي وزير سره ئې د غمرازۍ تکلف کړے وے!!! داسې و نۀ شول. هن! څو شېبو کښې د پنجاب د ګورنر چوهدري سرور د ‘اودي رنګه’ ټوېټر نه ټويت وشو چې د اېن ډي اېس لۀ خوا د منظور د مرګ د کوشش انکشاف سره ئې پۀ کښې د عارف وزير قتل کښې
علي وزير او محسن داوړ معاونين ګرځولي وو – بيا وروستو هغۀ د خپل ذاتي اودي رنګه (Blue ticked) اکاونټ نه بل ټويټ هم د لاتعلقۍ غونډۍ ته ختلو د پاره کړے دے او توکلې لاړې ئې بيا راخستې دي.
پۀ دې د پاسه، د اردو ‘آج’ ټي وي سره د دولسمې مۍ خپرونه کښې د خېبر پښتونخوا پولس اٰئي جي ثناء الله عباسي د عارف وزير د قتل پۀ شا کابل کښې د هغۀ د يو تقرير د ردعمل اندېښنه څرګنده کړې ده او وئيلي ئې دي چې پوليس د دې قتل پۀ اړه پلټنې کوي. د عارف وزير قاتلان نۀ خو نامعلوم دي، نۀ ورک او نۀ چرته تښتېدے شي – ستا د کور مخې ته چې څوک پۀ رڼا ورځ راځي او تا وژني، د دې مطلب دا دے چې چا ئې هم ملا ماته کړې نۀ ده او کۀ څوک وائي چې مونږ ئې ملا ماته کړې ده نو دروغ وائي. هغوي د پاره د اېف اے ټي اېف لۀ خوا د پاکستان پۀ ګرے لسټ کښې د شاملېدو باوجود چندې کېږي )ټولنيزې رسنۍ د ويډيوګانو نه برجقې دي(، هغوي د پاره د سمګلنګ، أجرتي قتلونو او اغواء براے تاوان سره لويې نا قابلِ اٰډټ وسيلې او ذرائع پرېوانه شته.
د اٰٰئي جي خېبر پښتونخوا لۀ خوا د عارف وزير تقرير د عارف وزير پۀ قتل منتج کېدل بې د دې څۀ معنٰي راوړي چې قتل د عارف وزير مبينه تقرير سره د قاتلانو د شديد اختلاف ردعمل دے؟ پۀ دې اختلاف به د پاکستان د اردو او پنجابۍ يو شمېر سياستمداران، ژورنالستان، کاروباريان، سندرغاړي، کرکټران، اداکاران او د نوجيت سنګهـ سدهو سره غاړه غړۍ کېدونکي حکمرانان او جرنېلان هم بيا واجب القتل وي چې د هندوستان سره پۀ تعلقاتو او مختلفو وختونو کښې د هندوستان موقف سره پۀ ودرېدو ئې بيانونه پۀ رېکارډ پراتۀ دي. عارف وزير چې کومې خبرې کابل کښې کولې؛ دغه ئې اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کښې هم کولې. دغه خبرو کښې د غدارۍ د کرښو لټولو پۀ ځاے هغه ګيلې ولې د مکالمې برخه نۀ جوړېږي چې دغه خبرې ئې ترخې کړې دي. رياست هېڅ نظرياتي مونډ نۀ لري، نۀ اسلامي نۀ سيکولر، نۀ پلورلسټ او نۀ لبرال – د تضاداتو، ابهامونو او منافقتونو سېلاب دے – د رنجيت سنګهـ تصويران او مجسمې کۀ د پنجاب حکومت او عن پۀ خپله جنرل باجوه لګوي نو نۀ اسلامي غېرت نېغېږي او نۀ پاکستانۍ وينه جوش وهي؛ خو سندهـ کښې راجا داهر باندې ردعمل مختلف وي!!! ټول ملک د ارطغرل ډرامې ته لاسونه پتونانو کښې نيولي د روانو حالات د حل اميد د حليمه سلطان او بشريٰ مانيکا پۀ سترګو کښې لټوي.
د عارف وزير د مرګ د پاره د هغۀ پۀ تقرير ردعمل خو به د کوم ‘اپنے لوگ’ وي، ایا اٰئي جي صاحب دا وئيلے شي چې د هغۀ د خپل پوليس ډي اېس پي طاهر داوړ د مرګ پلټنې کوم ځاے ته ورسېدې؟ عارف وزير خو وزيرستان کښې ډېر لرې ويشتے شوے دے؛ طاهر داوړ خو د اسلام اباد نه ژوندے اوچت کړے شوے پۀ تورخم اړولے شوے او مړ راوړے شوے دے!!! پلټنې کوم ځاے ته رسېدلې دي؟ اغواء کار څوک وو؟ سهولت کار څوک وو؟ د ‘خړکمر’ د واقعې هم کال وشو – پلټنې کوم ځاے ته رسېدلې دي؟ د مجرمانو تعين خو شوے ؤ، عدالتي کاروائي؟ د عارف وزير سره د بلوڅانو زلمو احسان او شهداد جنازې هم غبرګې دي!!!
د نقيب مسيد نه تر ارمان لوڼي، ‘خړ کمر’ واقعې او عارف وزير پورې دا تاثر به ولاړېږي چې ګوندې انقلاب د احتجاجونو او ضمانتونو پټ پټوني کښې بحقِ سرکار محفوظ شوے دے؛ خو دا به يوه بله مغالطه وي. د دې مغالطې انګازه کېدو سره د اسفنديار ولي خان پۀ ‘پښتون پرلت’ کښې دا خبره مزغو کښې وکړنګېږي چې “کۀ حکومت د دې زلمو خبره نۀ اوري چې اسلام اباد ته ئې ګيله راوړې ده، نو سبا دا امکان شته چې سخت دريځ خپل کړے شي او بيا خبره د سياسي ګوندونو نه لرې وتلې وي”!!! عوامي نېشنل ګوند د خپل کال 2018 انتخابي منشور کښې دغه ټولو مطالبو ته ځاے ورکړے ؤ او د انتخاباتو کېدو نه پس، پۀ مارچ کښې چې کله پۀ باچا خان مرکز کښې ‘پښتون قامي جرګه’ وشوه، پۀ متفقه او مشترکه يويشت نکاتي اعلاميه کښې دا مطالبې د ټولو پارلېماني ګوندونو نه توثيق کړې شوې.
د عارف وزير د مرګ کوم جواز چې د صوبې د پوليس اٰئي جي صاحب ښودلے دے، څرګندوي چې عارف وزير هم لکه د نورو ‘ازادو’ پښتنو توې شو – خو، نور څومره مړي؟ نورې څومره جبري بې درکۍ؟ نورې څومره محاصرې؟ نور څومره ازار؟
يقيناً چې د اسفنديار ولي خان، او د نورو سياسي خلکو هم، سترګو به داسې يوه اندېښنه ليدلې وي لکه امريکا چې د ‘جارج فلويډ’ (George Floyd) پۀ مرګ روان احتجاج وجړقوله او اوس د يورپ زمکې ته هم د دغه احتجاج جړقونه روان شوي دي. د سياست غاړه خلاصه ده، پړه به د رياست پۀ غاړه وي!!!
اتلسم ائيني ترميم
اتلسم ائيني ترميم باندې د ‘پښتون’ دې ګڼه کښې بشپړه ليکنه خپره ده او دا وئيلے شوي دي چې دا ترميم د پاکستان دننه د ائيني تاريخ هغه واحد سمون دے چې پۀ مخالفت کښې ئې د يو سياسي پارلېماني ګوند ووټ هم نۀ دے پرېوتے. دې ترميم کښې سياسي ګوندونو د حکمرانۍ، انتظاميې، څارنې او پرمختګ پۀ حواله د يو سل څلورو پورې شقونو کښې بدلونونه کړي دي. دې بدلونونو سره د رياستي امورو نه شخصي اختيارات ادارو ته ورکړے شوي دي او هره معامله کښې د مکالمې، افهام و تفهيم او شراکتِ عمل د لارو د سپړدلو کوشش شوے دے چې دا يقيناً د سياسي استحکام پله د ائيني تګ هڅه ده. دې ترميم کښې د فوجي غېر جمهوري اېډونچر روايت ټولو پارلېماني سياسي ګوندونو مسترد کړے دے.
د مبينه باجوه ډاکټرين وړومبے شهادت د کال دوه زره اتلسم د انتخابي انجينئيرنګ نه پېل شوے او تر دې دمه پۀ منظم ډول د سياسي ګوندونو د پڅولو او پسپا کولو د پاره رياستي اوزار عدالت، احتساب کمېشن او ميډيا وغېره پکارولے کېږي. د اتلسم ائيني ترميم د ختمولو د پاره د وړومبي ډرافټنګ خبر پروسکال د دسمبر پۀ نيمه کښې ګنګوسه شوے ؤ. د ملک د اٰرمي چيف لۀ خوا پۀ دې اړه د يو ‘غېر ائيني’ اولسي بيان او د ملک د ګوډاګي وزير اعظم لۀ خوا د ‘غېر پارلېماني’ بيان نه پس باجوه ډاکټرين د وخت تېرېدو سره ورو ورو برڅېره کېدو. اوس د لسم اېن اېف سي اېوارډ د متنازعه کمېټۍ، د صوبو نه د پينځلس سلنې برخې تروړلو، وفاقي ذمه واريو او خسارو سره د وفاق قرضونه صوبې ته پۀ سرولو سره دا شخړه د خپل کلائمکس طرف ته خوځېدلې ده. د سياسي ګوندونو دننه ډلې ټپلې روانې دي او اتلسم ائيني ترميم د پاره د سرونو د شمېر پوره کولو کوشش کېږي. دا سياسي مسئله ده او پۀ سياست به حل کېږي. سياست ډېر لوے پراخه زړۀ، سينه او حوصله لري – خو کوم سياسي ګوندونه چې دې لړ کښې رياستي ټافۍ ته لاړې خولۀ کښې اړوي راړوي، هغوي دې خبر وي چې د رياست د اسرې ځاے ‘شين’ دے؛ رياست د خپلو مشکڼو رنګ او د خپل بزغلي بوي پېژني؛ رياست چې پۀ اړۍ شي نو بيا د خپل مسلم ليګ نواز شريف او د خپل دفاعِ پاکستان کونسل مولانا سميع الحق باندې هم چروت نۀ وهي!!!
سلطنت ګل: قبر No.1599
د عوامي نېشنل پارټۍ شارجه تنظيم نائب صدر سلطنت ګل مسافرۍ کښې ساه ورکړې ده او د عجمان اديره کښې ښخ کړے شوے دے. ښاغلي زرين زاده د هغۀ د قبر چې 1599 شمېره پرې ليکلې شوې ده، سره د هغۀ پاسپورټ لاسو کښې نيولے يو انځور هم ورکړے دے چې زړونه تېرۀ تېرۀ سکونډي.
‘د سرو او سپينو نه د ډک وطن’ پۀ شنه شونډه زلمي ‘مزدورو پسې بهر وځي’ او خانه بدوش مسافر ژوند تېروي. داسې حالاتو کښې ئې چې مرګ هم پۀ خپله مور خاوره نصيب نۀ شي او خپل کور ئې اخري ديدن هم و نۀ کړے شي نو پۀ روح به ئې څۀ تېرېږي. داسې سلګونه مړي خبرونه دي چې بهر هېوادونو کښې بې اسرې پراتۀ دي او د رياستِ مدينه د حکمرانۍ دعوېدار ترې لا تعلقه دي.
پاکستان کښې د کورونا پۀ ضد د رياستي نا اهلۍ لۀ کبله د اغېزمن شوو شمېر 77,000 او د مړو شمېر د 16,000 نه زيات شوے. لسګونه ډاکټرانو استعفيٰ ګانې او د دې کرښو تر ليکلو د اتۀ ويشتو نه زياتو ډاکټرانو، نرسانو او هېلتهـ ورکرانو ساګانې ورکړې دي. رياست د خپل اولس د قتل مرتکب دے. دا زمونږ د الميو نه د ډک تاريخ يوه بله سانده تاريخ کښې خوندي کېږي!!!!