پۀ جلال اباد کښې د باچاخان د تدفين پۀ وخت د افغان صدر ډاکټر نجيب الله شهيد وېنا د يو لوے تاريخي اهميت وړ ده، کومه چې خپلو ګرانو لوستونکيو ته وړاندې کول غواړو. کۀ يو اړخ ته د بابا د شخصيت پۀ بابله د پښتني جذباتو او د ورورۍ مظهر ده نو بل اړخ ته د تاريخ د طالب علمانو لپاره د تېرې پېړۍ د سياست يوه مختصره تاريخي نسخه هم ده.
نوټ: دا ليکنه يو ځل مخکښې هم “پښتون” کښې د ملګري سنګين خان پۀ مننه خپره شوې وه چې يو ځل ئې مونږ بيا خپلو درنو لوستونکيو ته د موقعې پۀ مناسبت سره وړاندې کوو.
بسم الله الرحمن الرحيم
ملګرو، دوستانو، پښتنو وروڼو! مونږ پۀ دې ستر او ملا ماتوونکي غم لۀ خدائي خدمتګارو سره، دا د سامراج او تجاوز پۀ ضد له نه پخلاکېدونکي مبارزانو سره، د باچاخان د لارې د ملګرو سره، د باچاخان د درنې کورنۍ او د دۀ له خلف السېف زوي خان عبدالولي خان سره خپله ملي، افغاني همدردي ملګرے کوو. مونږ هغه ټولو وروڼو ته چې د ازادۍ پۀ جګړه کښې له پښتنو سره د ورورۍ ژورې اړيکې لري او د هغوي سره يو سنګر او يوه لاره پالي د باچاخان د ځاے لۀ کبله د ورورولۍ او همدردۍ تسليت وايو. مونږ د خپلې سيمې وجدان لرونکيو او پۀ ازادۍ مئينو خلکو ته چې د سولې ازادۍ او پرمختګ لېوال دي ډاډ ورکوو چې د سولې، ازادۍ او ترقۍ لپاره به د خدائي خدمتګار بېرغ کوم چې باچاخان د استعمار پۀ ضد پورته کړے ؤ، راښکته نۀ شي، بلکې د افغانستان او پښتونخوا او د ټولې سيمې د ملي ضد امپېريلسټي نهضت پۀ وجود کښې به لا لوړو څوکو ته وخېژول شي.
ګمان مه بر که به پايان رسيد کار مغان
هزار باده نا خورده در رګ تاق است
پۀ دې عظيمه شېبه کښې چې د افغانستان او لرې پښتونخوا اولسونه د ازادۍ لۀ لارې لۀ ستر قافله سالار خان عبدالغفار خان سره خداے پۀ اماني کوي، خپله وظيفه ګڼو. د هند اولس ته، د هغوي حکومت ته، مشرانو او شخصاً د هندوستان صدراعظم ښاغلي راجيو ګاندهي ته د ناروغتيا پۀ وخت د باچاخان د پاللو او دۀ ته د ژورې پاملرنې پۀ وجه او د باچاخان جنازې ته د احترام د ادا کولو پۀ خاطر پېښور ته د ورتګ پۀ وجه او د تدفين پۀ مراسمو کښې د هند دولتي او پارلېماني عالي رتبه هئيت د ګډون پۀ وجه خپل قلبي ورور ګلويز سپاس وړاندې کوو. راشئ د ازادۍ او عدالت د نمانځلو پۀ مقصد او مبارز انسانيت ته چې پۀ ځمکه کښې د غلامۍ، اسارت، تبعيض، ظلم او تېري پۀ ضد ټينګار کوي. د باچاخان د ځاے تسليت ووايو.
کله چې د باچاخان پۀ باره کښې خبرې کوو، زمونږ سترګو ته هغه لوے انسان ودرېږي چې د سلهاؤ مليونونو انسانانو پۀ زړونو کښې ئې د سړيتوب د عالي مدارجو خاطره پرېښې ده. فخر افغان د هند د ستر مشر مهاتما ګاندهي او د شرق لوے سياسي شخصيت جواهر لال نهرو سره يو ځاے د هند د نيمې وچې د اولسونو د ازادۍ او نېکمرغۍ لپاره، د پښتنو پرګنو د ازادۍ او سوکالۍ لپاره او له استعمار نه د ښکېل شوو اولسونو د خلاصون لپاره خپل ټول ژوند، خپل ټول امکانات، هوسونه او ذاتي غوښتنې قربان کړلې. هغه نزدې څلوېښت کاله عمر د انګرېزانو د استعماري استبداد او د پاکستان د ډيکټېټرانو پۀ زندانونو کښې تېر کړل. هغۀ د انجمن اصلاح الافاغنه، د خدائي خدمتګار تحريک او ال انډيا کانګرېس لۀ پلېټ فارم څخه پۀ خپله مبارزه کښې خپل ټول عقل، ايمان او پښتو د هېڅ زوراور، جابر او مقتدر د تورې ځلا او د طلاوو شړنګار ته تسليم نۀ کړ. د هغۀ پښتۍ د استبداد تر ګوزارونو لاندې ماتې شوې، لېکن ارادې ئې ماتې نۀ شوې. د افغانانو او پښتنو تاريخ تل د وطن پرستانو او قهرمانانو تاريخ ؤ او دے. لېکن د باچاخان د وطن پالنې او انسان دوستۍ حدود دومره پراخ دي چې پۀ هغې کښې د پښتني وطن او ټول انسانيت پولې سره ګډې شوې دي. پۀ دې حدودو کښې د تور او سپين، افغان او نۀ افغان، هندو او مسلمان ترمېنځ مانع دېوالونه نۀ دي درول شوي، بلکې هلته د ظالم او مظلوم د ازادۍ او اسارت، د سولې او جنګ او د رڼايۍ او تيارې ترمېنځ پولې راښکل شوې دي. باچاخان برتري غوښتونکے نۀ ؤ. د برترۍ د پرزولو د لارې مبارز ؤ او لۀ ازادۍ سره ئې مينه کوله. دۀ زمونږ د ملي او ډيموکراټيک انقلاب نه را وروسته دلته زمونږ پۀ هېواد کښې پۀ خپلو سترګو وليدل چې هم هغه د ازادۍ بېن المللي او منطقوي دښمنان، کوم چې د هند د خلکو د بېدارۍ او ازادۍ پۀ ضد جنګېدل د افغانستان د خلکو د نېکمرغۍ او ترقۍ پۀ ضد هم جنګېږي. دے پۀ دې ډېر زورېدۀ چې د زاړۀ استعمار اخلاق افغان د افغان پۀ لاس وژني او کوربانۀ ئې د خپل کور ورانولو ته راپاڅولي دي. دۀ غوښتل چې له خارج څخه د تعميل شوي جنګ د مخنيوي لپاره د افغانستان پۀ ټولو خلکو وګرځي، لېکن د ناروغتيا پۀ شرايطو کښې پۀ غرونو او درو ګرځېدل او پۀ لوړو ژورو باندې تلل راتلل دۀ ته ګران وو او مونږ هم نۀ شوه کولے چې د دۀ د ناروغتيا پۀ وجه د باچاخان د داسې سخت سفر او کمپاين سره موافقه وکړو. زمونږ جمهوري دولت او د افغانستان د خلق ډيموکراټيک ګوند ترپايه پورې د افغانستان د انقلاب پۀ مسائلو باندې د باچاخان سره نزدې تفاهم او مشاوره لرله. باچاخان د افغانستان انقلاب ته لوے اميد کړے ؤ. دے د دې انقلاب پۀ عادلانه ازادي بخښونکي خصوصياتو باندې باوري ؤ. هغۀ چې ټول عمر د تربګنيو، دښمنيو او غچ اخستلو مخالف او د عدم تشدد علمبردار ؤ، د افغانانو او پښتنو پۀ کور کښې ئې اور نۀ شو ليدے او د دغه اور مړکولو لپاره ئې غږ پورته کړو. د افغانستان د جمهوريت د ملي روغې جوړې سياست د فخر افغان خان عبدالغفار خان د بشپړ تائيد او ملاتړ څخه برخورداره ؤ، ځکه چې هغه ډاډه ؤ چې ملي روغه جوړه د ورور وژنې پۀ اور اوبۀ اچوي. مرور وروڼه سره پخلا کوي او د تباهۍ مخه نيسي. پۀ وطن او سيمه کښې سوله او ارامي راولي او د هېواد د سمسورولو او ابادولو لپاره لار پرانيزي. دۀ پۀ انقلاب کښې له يو شي څخه کرکه کوله، هغه د ورور وژنې جنګ جګړه وه چې د امريکا د امپيريلزم او د هغۀ د انډيوالانو له لوري د افغانستان پۀ خلکو تپل شوې ده. باچاخان پوهېدو چې د دنيا زاړۀ قابضان، دا د وينو تږي استعماري او امپيريلستي لېوان لۀ افغانانو د انقلاب سره دښمني کوي. امپيريلزم نۀ شي زغملے چې دلته د دې باتورو او ننګياليو افغانانو پۀ وطن کښې داسې څراغ ولګېږي چې د پېړيو ورکه لار لا روښانه کړي او زيار ايستونکے او پۀ وطن مئين انسان د اسارت له تيارو نه د حقيقي خپلواکۍ، ازادۍ او نېکمرغۍ ارمان ته ورسوي.
امپيريلزم مونږ ته بد مرغي، ځان ته نېکمرغي، مونږ ته اسارت، ځان ته ازادي، مونږ ته فقر، ځان ته شتمني، مونږ ته تباهي، ځان ته ابادي، مونږ ته ذلت او ځان ته عزت غواړي. مونږ دغه وېش نۀ منو او دغه تله بدلول غواړو… امپيريلستي محاقل پۀ خپل تبليغي جنګ کښې د اسلام لۀ نوم څخه ناوړه استفاده کوي او غواړي چې زمونږ سياست د اسلام سره مغاير وکړي. پۀ داسې حال کښې چې د اسلام سپېڅلے دين د خوندي ساتلو ضمانت پۀ خپله د پاک خداے له لوري شوے دے او مونږ ټول پۀ هغې ايمان لرو. بله دا چې زمونږ سياست د اسلام د سپېڅلي دين له تعليماتو سره پوره سمون خوري. حق خوښوونکي ديني عالمانو پۀ خپلو جرګو او فتواګانو کښې د دې پوره ګواهي ورکړې ده او له دې څخه بله لويه خبره څۀ کېدے شي چې زمونږ پۀ اساسي قانون يعنې ائين کښې دا خبره پۀ ډاګه ضمانت شوې ده چې د افغانستان دين د اسلام سپېڅلے دين دے. البته هر عاقل پۀ دې خبره پوهېږي چې پۀ افغانستان باندې جنګي او سياسي تجاوز د ديني مقصدونو لپاره نۀ دے، بلکې د ازادۍ او ترقۍ پۀ ضد دے چې د انقلاب د دښمنانو له لوري ئې انتظام شوے دے. دا چاړۀ چې اوس د افغانستان د ملي ډيموکراټيک ګوند مقابلې ته راايستل شوې ده، هم هغه چاړۀ ده چې پۀ ١٩٢٩ کال کښې اميرامان الله خان غازي ته او پۀ ١٩٤٨ کال کښې د بابړې پۀ مېدان سرخ پوشانو ته له تېکې راويستل شوې وه. زمونږ پۀ ازاد هېواد کښې د بهرني مداخلت باوجود د اقتصادي، اجتماعي ترقۍ کاروان پۀ مخ دے. د افغانستان د جمهوريت لۀ لوري د ملي روغې جوړې طرحه شوے سياست يو کمپلېکسي طرحه ده چې ملي او بېن المللي، سياسي او اقتصادي اړخونه لري. د پاکستان او نورو هېوادو څخه د افغاني مهاجرينو راستنېدل او د هغوي ځاے پۀ ځاے کېدل، د هېواد د سرحدونو کنټرول، پۀ ټول افغانستان کښې د بشپړ امنيت تعميل، د ايتلافي حکومت جوړول، د پارلېماني انتخاباتو ترسره کول، د سياسي ګوندونو د فعاليت ازادۍ، د سياسي ژوند د بېلابېلو اړخونو ډيموکريټايز کول، د دهقانانو لپاره د اوبو او ځمکې تعميل او د زراعتي پرابلمونو حل، د صنايعو او تجارت د انکشاف لپاره د بهرني پانګې جلبول او نور د ملي روغې جوړې د سياست ترکيبي اړخونه جوړوي. يو ځل بيا د دې عظيمې غونډې پۀ مخ کښې اعلانوم چې لۀ افغانستان څخه د شوروي اتحاد د محدودو پوځي قطعاتو د ستنېدو پۀ باب مونږ د جلېب د خبرو برياليتوب ته منتظر يو چې وروسته لۀ هغه به ١٩٨٨ کال پۀ چوکاټ کښې دغه کار عملي شي. هم دا اوس د افغانستان پۀ ديارلس ولايتونو کښې د شوروي اتحاد پوځيان نشته. کۀ چرې امپيريلستي قوتونه او د سيمې ارتجاعي قوتونه د افغاني انقلاب ضد کسانو ته د وسلو او مهماتو لېږل بند کړي او زمونږ پۀ کورنيو چارو کښې د نۀ لاس وهنې تضمين ورکړي، د دغې قطعاتو ستنېدل کېدے شي چټک شي.
هم دلته د هم دې لوے ورځې او د دې سترې ټولنې پۀ وړاندې چې مونږ خپل پلار، د ازادۍ او سولې لوے معلم، فخر افغان خاورو ته سپارو، تاسو ټولو حاضرينو افغانانو، پښتنو، بلوڅو، هنديانو او پاکستانيانو ته پۀ لوړ اواز وايو چې مونږ د جنګ د مخنيوي او د سولې د ټينګولو پۀ خاطر لويو قربانيو ته اقدام کړے دے. مونږ پۀ يو اړخيزه توګه متارکه اعلان کړې، مونږ زيات امتيازات مخالفانو ته منلي دي. لېکن مونږ به هېڅ کله د خپلو خلکو پۀ ازادۍ او ملي حقوقو، د خاورې پۀ تماميت، استقلال او ملي حاکميت باندې معامله ونۀ کړو. مونږ د خداے پۀ فضل دا توان پۀ ځان کښې وينو چې دا د ازادۍ او عزت ځاله، دا د قهرمانو پلرونو سنګر ګران افغانستان وساتو، اباد ئې کړو او د انسانيت، عدالت، ورورولۍ او برابرۍ زانګو او ټاټوبے ئې وګرځوو. هم دا ؤ د لوے باچاخان ارمان. هغه چې دۀ خپله ځواني، سپين ږيرتوب، خپل عقل، وجدان او ټول ملکات د دې لپاره وقف کړي وو. مونږ وياړو چې باچاخان خپله ابدي ارامګاه د جلال اباد پۀ ښار کښې غوره کړه. پۀ هغه ښار کښې چې د افغانستان د ترقۍ او پۀ وطن مئين باچا غازي امان الله خان ابدي ارامګاه واقع ده. باچاخان ووئيل چې ما پۀ ازاده خاوره کښې ښخ کړئ، ما پۀ جلال اباد کښې ښخ کړئ. پۀ داسې خاوره کښې چې د عدالت لپاره راپاڅېدلې ده، پۀ داسې خاوره کښې چې هلته د ملي مصالحي چې د عدم تشدد سره اړيکې لري او د سولې او امن او ورورولۍ اواز پۀ غرونو او رغو، ښارونو او بانډو پۀ زړونو او وجدانونو خپور شوے دے.
ډېرومحترمو حاضرينو! تاسو ته خطاب کوم. پۀ ياد ولرئ چې وخت او ائنده به د باچاخان د دې وروستي خلاق او ستر تاريخ تصميم برکت او عظمت زمونږ د ټولو پۀ قام او وطن مئينو خلکو پۀ ګټه وخېژي. د باچاخان لوے او دوربيني پۀ دې کښې پرته ده…
“باش تا افتاب سر بکشد- اين هنوز از نتايج سحر است“
لۀ پېښور څخه تر جلال اباد پورې لاره يو ځل بيا د تاريخ پۀ بهير کښې پۀ دې نازېږي چې د هند د نيمې وچې د ستر ضد استعماري او ضد امپيريالستي شخصيت د جنازې د پرتمينو او پرګنيزو مراسمو شاهده وه. پرېږده چې دا لاره، د خېبر دره، د باچاخان د جادې پۀ نامه ياده کړو. زمونږ پۀ وطن کښې ئې باچاخان د فخر افغان او د ازادۍ د پلار پۀ نامه يادوۀ.
د افغانستان د جمهوريت رهبري پرېکړه وکړه چې د ازادۍ لمر نشان، د ازادۍ پلار ته تفويض کړي. زۀ نوموړے نشان د باچاخان زوي د هغوي د لارې ستر ادامه ورکوونکي، د ملي ډيموکراټيک مبارزې لارښوونکي او د افغان اولس ستر ملګري خان عبدالولي خان ته تفويضوم.