د قصور د زېنب، د جمو د اٰمنه بانو او ديپيکاسنګهـ مذهبونه – حیات روغانے

 

 

وحشت یو مذهب نۀ مني، جرم هر قانون د پښو لاندې ګڼي، ګناه د ثواب او عذاب د تصور نه باغي وي ـــ مونږ د زمکې خلقو ځانونه پۀ تعویذونو کښې غوټه کړي دي، کرښې مو د ځانه تاو کړې دي او د فتنې لۀ وېرې د فتوې پۀ تخته سره د خپل ایمانه بې وسه پراتۀ یو.

وحشت، جرم او ګناه مذهب پۀ ځان راخور کړي، قانون واغوندي او د کرښې بل اړخ ته ودرېږي ـــ فتويٰ د فتنې چُوکه لاس کښې نیولې مونږ ته وائي،

‘مذهب به نۀ سپړئ!

د قانون تڼو له به ګوتې نۀ وړئ!

د کرښې نه به پښه نۀ اړوئ!’

مونږ د اووۀ اسمانونو زامن د خپلې کونډې مور زمکې پۀ سینه پورې کلک ونښلو او وحشت، جرم او ګناه د خپلو عملونو نتیجه وګڼو. مذهب بري! قانون بري! کرښې د څېلمې بري!

اٰمنه بانو، اتۀ کلنه ماشومه ورکه شوه او بیا د یو مندر نه د هغې مړے کور ته راوړے شو. هغه د جمو د یو کلي غریبه ګوجره وه. پۀ جنورۍ کښې شوې دغه غېر انساني پېښه د اپرېل نیمایۍ کښې پۀ میډیا هغه وخت څرګنده شوه کله چې د کشمیري پنډتانو د کورنۍ یوې وکیلې ‘دیپیکا سنګهـ’ د اتۀ کلنې اٰمنه بانو مقدمه پۀ خپل سر واخسته. دا شاوخوا څلور میاشتې نۀ پولیس رپورټ درج کوۀ، نۀ عدالت نه غږ ختۀ او نۀ میډیا سنسني پېدا کوله. پولیس خو د یوې اتۀ کلنې کاکۍ د مټیز تلو امکان هم څرګند کړے ؤ!!!

د پاکستان دننه رسنیو )میډیا( کښې ‘اتۀ کلنې مسلمانې ماشومې سره د “هندو” وحشیانو د ظلم’ قیصه د پوره دوه قومي نظریې پۀ دیانت کېږي. د با اثره هندوانو پۀ لاس د معصومې اٰمنه بانو سره دا انسانیت سوز انجام د مذهب ورڼي ته ننویستو د پاره هره هغه اصطلاح او هره هغه معنٰي پکارولې شي چې د دوه قومي نظریې پۀ تناظر کښې ورته د اردو ژبې ډکشنرۍ لاره ورکوي.

زۀ ناست یم او د قصور د زېنب، د جمو د اٰمنه بانو او دیپیکاسنګهـ مذهبونو ته ګورم!!! زما مخې ته د سوزېدلو، قیمه شوو او غلبېل شوو روحونو اوږدۀ اوږدۀ قطارونو پۀ داسې نیولو قدمونو روان دي لکه چې کومه خپسه پرې ناسته وي.

هم دا جمو کشمیر، چې د وېش د فېصلې نه پس پکښې د اولس د خوښې بغېر د هند سره د الحاق د اعلان وروستو پۀ دوویشتم اکتوبر 1947 د هند او پاکستان ترمنځ وړومبے جنګ ونښتو ـــ د چا هم یاد نۀ دي چې دې نه پوره یوه میاشت وړاندې پۀ دوویشتم اګست د خدائي خدمتګارانو منتخب حکومت پۀ غېر ائیني، غېر جمهوري او غېر اخلاقي طریقه مات کړے شوے ؤ. نۀ د کوم هندو راجا او مسلمان رعیت مسئله وه نۀ بل څۀ ـــ یوه مسئله وه، مکمل اختیار، هغه کۀ د ائین، جمهوریت او عدل د قتل پۀ قیمت وه کۀ کال پس د شپږ سوه یوولس (611) بې وسلې سرخپوشانو د وینې پۀ بدل د بابړې کربلا وه.

اٰیا دا جرأت څوک کولے شي چې ووائي، ‘پۀ بابړه کښې د پاکستان د وړومبي ګورنر جنرل محمد علي جناح پۀ حکم قیوم خان شپږ سوه یوولس بې وسلې پُرامنه خدائي خدمتګار د صوبې د حکومت د پاره پۀ ګولیو غلبېل کړل، د مړو د وارثانو نه ئې د مړي اوچتولو پۀ عوض پۀ دغه مړي د لګېدلو کارتوسونو تاوان هم واخست؟’ وینې ولې مذهب نۀ لرو؟ قانون ولې احتجاج نۀ کولو، کرښې ولې نۀ ښکاره کېدې؟

د دوقومي نظریې برکتونه د ‘اردو’ او ‘بنګالۍ’ پۀ ژبه مخې ته راشي او جناح صاحب ډهاکه پوهنتون نه بې تقریره لاړ شي. اردو سره د مذهب جواز، د قانون زور او د کرښې کوتک پۀ لاس ؤ، خوارې بنګالۍ سره څۀ وو؟

پۀ اووم مارچ 1948 ‘قراردادِ مقاصد’ منظور کړے شو چې د انسانیت وژلو د پاره ئې د مذهب او مسلک کرښې راکښلې. بیا پۀ اتم اپرېل 1950 ‘لیاقت نهرو معاهده’ لاسلیک شوه چې د اقلیتونو حقونو له د انسانیت نه علاوه کومه پېمانه وټاکي، پۀ څلیریشتمه جنورۍ 1951 د مختلفو مسلکونو تر منځه د دوویشت اصولو مقررولو د پاره د یو دېرش علماء کانفرنس وشو. د دې نه کال اګاهو

جوګېندرناتهـ مېنډل، د مملکتِ خداداد د قانون وزیر د هندوانو سره پۀ ظالمانه سلوک او زرګونه دلت هندوانو پۀ مرګ خپل وزارت نه استعفيٰ ورکوي، هند ته ځي،تر مرګه هندوستان کښې وي او د پاکستان د پاره خپل کړي جدوجهد باندې د دنیا نه معافي غواړي.

هغه وخت هم نۀ مذهب وي، نۀ قانون، نۀ کرښې!!!

کۀ د ‘مسلمان’ مقتول او ‘غېر مسلم’ قاتل، یا د ‘غېرمسلم’ مقتول او ‘مسلمان’ قاتل پۀ بنیاد ګورو نو دا جرأت څوک کولے شي چې څنګه د معصوم ‘راشدحسېن’ پۀ وجود کښې د اور ګولۍ وکرلې شوې ـــ چا چې راشد حسېن وژلو، د هغوي مذهب څۀ ؤ؟ هغوي د کوم قانون لاندې دغه معصومه وینه پۀ ځان روا کړې وه؟

کۀ د ‘قاتل’ او ‘مقتول’ مذهب شرط شي نو د زرګونو پښتنو وینې چې د طالبانو او فوجیانو ترمنځه جنګ کښې توې شوې دي، هغه به د کومې کرښې کوم اړخ ته ودروو؟

کۀ د ‘قاتل’ او ‘مقتول’ مذهبونه بنیاد شي نو پۀ ملاله ایسپزۍ ډز کوونکے به چرته ودرېږي او د احسان الله احسان انجام به څۀ وي؟

کۀ د ‘قاتل’ او ‘مقتول’ مذهب خامخا شرط شي نو د اٰرمي پبلک سکول اووۀ شلې روحونه به د کوم مینار سیوري ته احتجاج کوي او د هغوي قاتلانو ته به د کوم منبر نه اٰفرین وئیلے کېږي؟

کۀ د ‘قاتل’ او مقتول’ مذهب ښکاره کول وي نو باچاخان پوهنتون کښې د امن د نمانځلو پۀ ورځ د وژلے شوو ګلونو ماتم به د کومې معبد پۀ درشل کېږي؟

کۀ د ‘قاتل’ او ‘مقتول’ د مذهب نامه اخستل شرط شي نو د مشال خان سنګسار کوونکي به د کوم مذهب پۀ نامه یادوو؟ یو کال خپلې بې ګناهۍ د پاره د عدالت پۀ درشل استغاثه کوونکي به د کوم دین او عشق پۀ جواز پۀ څۀ لقب یادوو؟

کۀ دا شرط لازم وي نو څوک دا جرأت کولے شي چې ووائي، د قصور اووۀ کلنه زېنب د شین پټکي یو نعت خوان وحشي شوکولې وه، تړقولې وه، ژړولې وه، وژلې وه. څوک به قصور کښې د شپږ شلې ماشومان زیاتي نه پس تېزابو کښې د لوخړه کوونکي جاوېد اقبال نامه واخلي.

وحشت یو مذهب نۀ مني، جرم هر قانون د پښو لاندې ګڼي، ګناه د ثواب او عذاب د تصور نه باغي وي ـــ مونږ د زمکې خلقو ځانونه پۀ تعویذونو کښې غوټه کړي دي، کرښې مو د ځانه تاو کړې دي او د فتنې لۀ وېرې د فتوې پۀ تخته سره د خپل ایمانه بې وسه پراتۀ یو.

د قصور د زېنب، د جمو د اٰمنه بانو او د جمو د اٰمنه بانو مقدمې ته د خپل ژوند پۀ قیمت د ولاړې دیپیکاسنګهـ مذهبونه اهم دي؟ بیا ووینه چې دیپیکاسنګهـ د هغه کشمیري پنډت کورنۍ نه ده چې پۀ نویمه لسیزه کښې د کشمیر نه پۀ کډه کولو مجبوره کړے شوي وو. نن هغه د خپلو هندوانو انتهاپسنده ډلو لۀ خوا د هرې دړکې او وېرې پرته پۀ عدالت کښې ولاړه ده، د وړې اٰمنه بانو د پاره انصاف غواړي. هغه د سیکولر هند دننه د داسې وحشت غندنه کوي او د هغې سره پۀ دې جنګ کښې د هندوستان د روښان فکره او اعتدال پسنده خلقو ملاتړ موجود دے. هغه وائي، ما ته زما د خپل کورټ بار یو مشر ووې، دې کندې ته مۀ کوزېږه ګنې انجام به دې ښۀ نۀ وي!! هغه بیا هم ودرېدله!! هغه اوس هم نۀ پۀ شا کېږي!!! د دې کېس

به څۀ نتیجه راخېژي، دا پته به وروستو لګي ـــ هند کښې پۀ بس کښې د پېغلې د بې عزتۍ نه پس د رېپ قانون کښې بنیادي بدلون شوے دے او دا یقیني ده چې د اٰمنه بانو قاتلانو ته به سزا ورکړې شي. هند د خپل نړیوال پوزیشن او سیکولر دعوې سره نړۍ ته ځان جواب ده بولي.

مونږ به د تاریخ پاڼې یو ځل بیا پۀ شا واړوو. د وېش پۀ وخت پۀ ټول هند کښې وینې مسلمانې، هندوې، سیکهې او کافرې وې ـــ نۀ ګنهګارې وې نۀ بې ګناه ـــ مسلمان قاتل له د مقتول هندو کېدل کافي وو، هندو قاتل له د مقتول مسلماني بس وه!!! بابړه کښې د شپږ سوه او یوولس مقتولانو قاتلانو ته به د اٰمنه بانو قاتل ته هندو وئیلو نه پس څۀ وایو؟ دا بې شمېره بمي چاودنې، چې کۀ د هرې مذهبي فرقې یا سیاسي پارټۍ سره تعلق لرونکي وژلے کېدل، دوي به د مذهب او قانون رڼا کښې چرته ودرېږي؟ د دوي قاتلانو کۀ د ډالر د پاره ‘جهاد’ کوۀ کۀ د سیاست او طاقت غلبې د پاره ‘فساد’، د دوي سزا او جزاء تعین به د کوم کتاب د کوم باب رڼا کښې کوو؟

کومو خلقو چې د نورو قتل د پاره جوازونه تراشلي، کوم خلق چې د بمونو پۀ خلاصېدو او ټارګټ کېلنګ کښې د امن خوښو پۀ رژېدو غلي پاتې شوي، کومو خلقو چې فساد روا ګڼلے ؤ ـــ هغوي او دیپیکاسنګهـ کښې به څوک غوره وي؟؟؟

د پښتنو وینې چې د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې توئېدې، د ترهګرو د ملاتړ کوونکو مذهب څۀ ؤ؟ د ترهګرۍ پۀ ضد ولاړ د عوامي نېشنل پارټۍ د مشرانو او کارکنانو وینې تویوونکي به د کوم مسلک یادېږي؟ د ملاله ایسپزۍ کردارکشي او د مشال خان پۀ قتل جشن کوونکي به څۀ عقیده لري؟

د قاتل مذهب نۀ وي ـــ د مجرم مسلک نۀ وي ـــ د ګناه عقیده نۀ وي ـــ

وینه کۀ د راشد حسېن ده، وینه کۀ د ملاله ایسپزۍ ده، وینه کۀ د مشال خان ده، وینه کۀ د قصور د زېنب ده، وینه کۀ د جمو د اٰمنه بانو ده؛ مقدسه او محترمه ده.

د قتل، د جرم او د ګناه مخه پۀ دې نیول ممکن دي چې بد وګڼل شي او د انساني وینې د حرمت اعتراف وشي.

دا هم ولولئ

“Gregorio Lope) – “A Letter to God)، د خداے پۀ نوم چيټۍ – ژباړن: حيات روغانے

چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا …