د سنګین تعزیتي رېفرنس کښې ملي مشر د خپل ‘پهلوان’ پۀ حقله خبرو کښې وئیلي وو،
پهلوان صرف پۀ بدن پهلوان نۀ ؤ، پۀ زړۀ ځیګر هم دغسې پهلوان ؤ. ما چې به کومه جلسه کښې تقریر کولو او کوم ځاے نه به نعرې زیاتې شوې نو ما به پرې غږ وکړو چې پهلوانه! بس کړه کنه.
ملي مشر اغاجي )د سنګین پلار( مخاطب کړو،
زۀ خو دا نۀ شم وئیلے چې د پهلوان پۀ مرګ به زۀ ستاسو کورنۍ نه زیات غمزده یم، خو دا درته وایم چې پۀ ما هم دا غم دومره دے څومره چې د خپل زوي د مرګ غم وي.
سنګین پۀ رښتیا چې پۀ زړۀ ځیګر هم پهلوان ؤ او د هغۀ غم د هغۀ د ټولو ملګرو او پېژندګلو د انګڼ غم جوړ شوے دے. زۀ پېشمني ته کښېناستم چې شمال محمدزي راته فون وکړو. بس بیا څۀ وو، یوه څړیکه وه چې مونږ د سنګین حجرې ته لاړو. د سحر بانګونه کېدل او کومه دنیا چې راټوله شوې وه ــــ
ما ته هغه نیمه شپه رایاده شوه چې سنګین ته یو شوکاز نوټس ورکړے شوے ؤ او د هغې جواب لیکلو د پاره د مشورې پۀ نیت وردګې ته راغلے ؤ. ما چې شوکاز ولوستو نو هغۀ باندې مې یو درې کرښې ولیکلې او ورته مې ووئیل چې دا ولوله. د کرښو لیکلو سره د خپل دروند وزن باوجود سپک راپاڅېدو، زۀ ئې پۀ دواړه مخه ښکول کړم او راته ئې ووې، لالا! اوس به ښۀ پۀ ډاډه زړۀ شوکاز نوټسونه اخلم خو چې جواب ئې راله تۀ دغسې لیکې. ما ورته ووې، نو لکه اوس به تۀ پۀ سر ګرځې او مشران به خفه کوې!!!
هغه خندا چې هر وخت به د هغۀ پۀ مخ خوره وه، یو دم ورکه شوه او وې وئیل، نه لالا! کۀ زما پۀ وجه د پارټۍ د مشرانو پۀ تندي ګونجے هم راځي نو خداے دې ما هغه وخت ووژني.
د سنګین د ځوانیمرګۍ پۀ سحر ما د سنګین د مشر او د سنګین د یار اېمل سترګو کښې اوښکې ولیدې او زړۀ مې غوښتل چې سنګین ته ووایم، وه ظالمه! پۀ تندي ګونجي څۀ، تا خو وژړول.
پۀ اخیرۍ روژه، د اختر نه یوه ورځ وړاندې زمونږ ځیږ، توند، چاق او خندان سنګین، د ملي مشر ‘پهلوان’ یوه ترافیکي حادثه کښې پۀ حق ورسېدو. هغه د پښتون سټوډنټس فیډرېشن یو ډېر متحرک کارنده او مشرانو کښې ؤ. د پارټۍ د مشرانو پۀ حکم دا وخت هغه د نېشنل یوتهـ ارګنائزېشن ضلع چارسده صدر ؤ. چې کله هم د پارټۍ د پاره کومه غونډه، جرګه، مظاهره، مرکه عن تر دې چې معرکه وه، سنګین به د ټولو نه مخکښې صف کښې ولاړ ؤ. د پي اېس اېف او اېن وائي او د شازلمو سره د هغۀ تړون او تعلق مثالي ؤ. دغه وخت هم چې دې حادثې سره مخ کېدو، هغۀ خپل تنظیمي ملګري د هغوي کورونو ته رسول.
د جون پۀ څلیریشتمه نېټه مازیګر څلور بجې د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا د اسلامیه سکول تالار (هال) کښې د شاه حسېن سنګین تعزیتي رېفرنس رابللے شوے ؤ چې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن او نېشنل یوتهـ ارګنائزېشن مرکزي او صوبائي مشران هم دې رېفرنس ته راغلي وو. د رېفرنس صدارت د ګوند ضلعي صدر او د اېن وائي او صوبائي اېډوائزر بېرسټر ارشد عبدالله کولو او مشر مېلمه ئې ملي مشر اسفندیار ولي خان ؤ. دا رېفرنس د عوامي نېشنل پارټۍ د مشرانو د خپلو کارکنانو سره د تړون او مینې یو واضح ثبوت ؤ چې ملي مشر د خپلې شدیدې ناروغتیا پرته هم، تر دې چې راتلونکو ووټونو د پاره د خپلې ناروغتیا پۀ وجه هغه انتخابي مهم کښې هم تر دې دمه برخه نۀ اخلي، پۀ ناروغه بدن دې رېفرنس ته راغلے ؤ.
د رېفرنس پېل ښاغلي عثمان عالم د قران د سپېځلو ایتونو پۀ لوست وکړو.ګلاب سېد کاکا، شمال محمدزي او استاد سید محمود ظفر د شاه حسېن سنګین روح ته منظوم عقیدتونه وړاندې کړل. د سنګین مشر ورور نوید حسېن خپله وېنا کښې ووئیل چې سنګین پۀ عمر زما نه کشر ؤ خو خداے هغۀ له د مشرۍ ځاے ورکړے ؤ. د پارټۍ او د پارټۍ مشرانو سره د هغۀ مینه قابلِ رشک وه. هغه د پارټۍ پتنګ او ملنګ ؤ. د سنګین پۀ ژوند هم د دې خبرې احساس مونږ سره ؤ خو د هغۀ پۀ مرګ ما ولیدل چې د سنګین وروڼه یواځې مونږ نۀ یو، د پارټۍ هر ملګرے د هغۀ ورور ؤ. مشرانو هغۀ له پۀ ژوند هم عزت او حېثیت ورکړے ؤ او پۀ مرګ ئې هم داسې درناے ورکړو چې زمونږ زړونه ئې غټ کړل. هغۀ لوظ وکړو چې د سنګین پۀ اروا به د هغوي کورنۍ د پارټۍ سره خپله مینه او خپل خدمات جاري ساتي.
دې نه پس د ‘ولي باغ میډیا سِل’ د ملګري عامر عالم او اېن وائي او چارسدې د ملګرو پۀ مرسته د سنګین پۀ ژوند جوړ شوے یو ویډیو رپورټ وچلولے شو. دې رپورټ کښې د سنګین د ژوند د هلوځلو جهلکیانې، د هغۀ د ملګرو، د هغۀ د پلار او د اېمل ولي خان تاثرات پۀ رېکارډ راوړے شوي وو.
ښاغلي بېرسټر ارشد عبدالله خپلو خبرو کښې ووئیل چې مونږ د یو ډېر مېړني او تکړه ورور او پارټي د یو ډېر زړۀ ور، باتور او متحرک ملګري نه محروم شو. هغۀ وئیل چې کۀ پۀ ضلع کښې به څۀ هلې ځلې وې او کۀ بل ځاے کښې، مونږ به کتل چې سنګین به ځان موقعې ته سره د ملګرو رسولے ؤ او ټولو کښې به ښکاره ولاړ ؤ. هغۀ د سنګین پلار او کورنۍ سره د ضلعي تنظیم لۀ خوا غمرازي هم شریکه کړه او ډاډ ئې هم ورکړو چې کۀ هر څو دا زیان ناقابل تلافي دے، خو د سنګین د کورنۍ سره به زمونږ ورورولي او مینه هم دغسې جاري وي.
ملي مشر اسفندیار ولي خان خپلو خبرو کښې ووئیل،
کاش چې خداے ما ته دا ورځ نۀ وه ښودلې ـــ ستاسو ملګرے ؤ، زما بچے ؤ. تاسو به ورته شاه حسېن وې، چا به ورته سنګین وې، ما ورته کله هم د ‘پهلوان’ نه بغېر بل نوم نۀ اخستو. هغه صرف پۀ وجود پهلوان نۀ ؤ، هغه پۀ حوصله باندې هم پهلوان ؤ. خداے دې وکړي چې دا خلاء ډکه شي. د پهلوان مرګ باندې به د هغۀ خاندان ډېر دړدېدلے وي او مونږ هم پرې دومره دړدېدلي یو. تاسو به لیدلي وي چې جلسه کښې به د کوم ځاے نه ډېرې نعرې شروع شوې نو ما به مخ ور واړوۀ چې ‘پهلوانه بس!’ ـــ خو ‘بس’ د هغۀ کتاب کښې نۀ وو. هغه لګیا ؤ تر اخره پورې. زۀ هغۀ سره خپله مینه بیانولو د پاره الفاظ نۀ لرم خو زمونږ د دې هشنغر یو شاعر وائي:
مرده پرست نۀ یمه زۀ پۀ ژوندو مئین یم
زۀ ستا پۀ شانتې پۀ نر او ننګیالو مئین یم
زۀ زلفې نۀ پېژنم پۀ زولنو مئین یم
چې انقلاب روالي پۀ وینو سرو مئین یم
بیا هم قامي غاصبانن ما ګنهګار ګڼي
ګرېوان کښې خپل نۀ ګوري خو ما پۀ دار ګڼي
رسماً به ووایم چې الله دې د هغۀ کور ته صبر ورکړي، ځکه چې پۀ داسې حادثه کښې یو سړي ته د صبر کولو وئیل هم ډېر ګران کار دے. د پهلوان غوندې د ځوان زلمي مرګ باندې به څوک څنګه صبر وکړي؟ دا منېجر صاحب ناست دے، دې عاجز یو دړد اول وخوړو چې یو بچے ترې دهماکه کښې شهید شو او دوېم دړد ئې دا وخوړو. بس الله نه به راسره پۀ شریکه سوال کوئ چې دوي له صبر ورکړي او خداے دې سره زما مونږ ټولو کښې هغه جذبه بېداره وساتي کومه جذبه چې پۀ پهلوان کښې وه.
د عقیدت ګلونه کۀ تاسو پۀ حقیقت کښې پهلوان ته پېش کول غواړئ نو بیا به نن یو لوظ کوئ ـــ چې پۀ کومه لاره هغه روان ؤ، چې کوم مقصد او مرام د پاره هغۀ ژوند تېروۀ، هغه مقصد او مرام به مونږ ټول ځان ته ټاکو. دا وخت ملک کښې د الېکشن ماحول دے ـــ منډې ترړې، د کارکنانو اجلاسونه، ډور ټو ډور کېمپېنونه جلسې جرګې دي ـــ زما هر یو ملګري ته به دا یو سوال وي چې پۀ خپل چم ګاونډ کښې چې کوم سړے تاسو سره ښکاره نۀ ودرېږي، لاړ شئ او دا سره جنډه هغوي ته کېږدئ او ورته ووایئ چې وروره! تۀ هم پښتون یې او مونږ هم پښتانۀ یو ـــ جنګ د دې پښتنې خاورې دے او د دې پښتنې خاورې د حق دے؛ څنګه چې دا جنګ پۀ ما فرض دے نو دغسې دا پۀ تا هم فرض دے. زۀ هم د پښتون بچي د پاره جنګ کوم، تۀ به هم د پښتون د بچي د پاره جنګ کوې.
زۀ د زړۀ د کومي نه د پهلوان ټولې کورنۍ ته وایم چې زۀ درسره یم. پۀ دې غم کښې زۀ دا خو نۀ شم وئیلے چې مونږ تاسو نه زیات غمژن یو، خو دا وئیلے شم چې ستاسو هومره مونږ هم غمژن یو. زما هم یو زلمے زوے لاړو.
دې مخکښې اختر کښې چې راغے او راترغاړه وتۀ نو ما ورته وې چې پهلوانه بچې! څنګه ئې؟ نو راته ئې وې چې پۀ رښتیا دې بچے یم، اوس اېمل هم زما هومره باډي غټه کړې ده، اوس به دواړه جوړه شو. ما ورته وې تۀ زما هغسې بچے يې.
الله به هغۀ له جنتونه ورکړي وي ځکه چې هغۀ د دې خاورې او د دې خاورې اوسېدوننکو غریبو خلقو له چې د خپل وس نه زیاته کومه منډه وهلې ده، د هغې صله به الله باچا هغۀ له ورکړې وي. الله دې دې خاندان له صبر او هغۀ له جنتونه ورکړي او دا به سوال وکړم چې الله دې داسې غمونو نه مونږ ټول وساتي.
- شمال محمدزے
سنګینه! زما یاره! د ولي باغ منجوره!
سنګینه! د بابا پۀ لار دې تګ کوۀ پۀ نره
سنګینه! د یارانو محفلونه شو بې خونده
سنګینه! پۀ ځوانۍ کښې دې لاس ووینځۀ لۀ ژونده
سنګینه! ستا د تګ انداز د ټولو نه جدا ؤ
سنګینه ستا سینه کښې چې کوم زړۀ ؤ، د باچا ؤ
سنګینه! لار دې پرې نۀ ښوده بېرته ستنېدو ته
سنګینه! د خپل قام سترګې وې ستا هسې زلمو ته
سنګینه! نۀ دې پلار ته اوس کتے شو او نۀ ورور ته
سنګینه! پۀ والله کۀ تاب مو کېږي ستاسو کور ته
سنګینه! د بابا پۀ لاره هېڅ څوک نۀ وروکېږي
سنګینه! د بابا پۀ لار خو ورک سړے شته کېږي
سنګینه! بس پۀ دې یوه خبره مې زړۀ ښۀ دے
سنګینه! کۀ سنګین رانه جدا دے خو ورک نۀ دے
- استاد سید محمود ظفر
قطعۀ وفات
د شاه حسېن سنګین خان ابن محمد حسېن د وفات د تاریخ قطعه چې پۀ 29 رمضان المبارک، د زیارت پۀ ورځ 1439 هـ بمطابق 14 جون 2018 خاورو ته وسپارلے شو.
پېروکار چې پۀ هر دم د ‘ولي خان’ وې
درس د امن دې کړو زده د ‘باچاخانه’
خوشحالۍ چې دې وېشلې پۀ یارانو
جدا څنګه شوې لۀ دغه ګلستانه
ستا بابا ‘محمد حسېن’ پۀ غم ککړ شو
اوس وتے نۀ شي د هجر لۀ زندانه
چې د مور، خوېندو او وروڼو نه روان یې
نو رخصت خو واخله لږ لۀ ‘نوید جانه’
‘نُور حسېن’ ‘راشد حسېن’ دې لاره ګوري
پۀ کوم لوے سفر روان شوې پهلوانه!
معترف چې د ‘بلال’ د محبت وې
نو ‘ظفر بابا’ دې یاد نۀ شي جانانه
چې دې لولم نو پۀ اوښکو وینو ژاړم
څۀ رښتیا شوې د سائر د مور بیانه
خوشحالۍ دې د اختر راپېرزو نۀ کړې
چې تاریخ شوې پۀ اخر ورځ د رمضانه
ساه مې وځي بس یو ‘اٰه کښې’ راښکاره شې
راشه ګوره ‘شاه حسېنه سنګین خانه!’
1439=34-1475 هجري