دا نعری له کومه راغلی؟ – حیات روغانے

 

 

سیاست کښې د نعرو لوے اهمیت وي. یوه سیاسي نعره د یوې سیاسي مفکورې بیانیې عکاسي کوي. اولس چې د سیاسیاتو پۀ ژورو فلسفو خپل سرونه نۀ خُوږوي، دغه یوه نعره هغۀ د پاره هر څۀ پرانیزي او هغه دغه نعره پسې شي.

د ډکټېټر پروېز مشرف پۀ دور کښې دهشتګردۍ پۀ ضد د روان جنګ بهیر کښې پۀ وړومبي ځل د پوځ پۀ کردار د ګس لاسي فکر نه ګزار د یوې نعرې صورت کښې شوے ؤ چې

‘یه جو دهشت ګردي هے،

اس کے پیچهے وردي هے’

او دا غږ پۀ یوه شېبه کښې پۀ ټول ملک خور شو.

دا نعره ولې مقبوله شوه؟

متحده مجلس عمل د پاکستان د ټولو مذهبي سیاسي ګروپونو یو اتحاد ؤ چې پارلېمان ته رسایۍ د پاره دغه مذهبي ډلو خپل منځ کښې هر ډول مسلکي او فرقه ایز اختلاف پرېښے ؤ او پۀ یو پلېټ فارم جمع شوي وو. ‘وردي’ او ‘صدارت’ مشرف د پاره مباح کولو کښې متحده مجلس عمل کلیدي کردار ادا کړے ؤ. کۀ یو خوا پارلېمان کښې دوي مشرف سره ګوړې ماتولې نو بل خوا د خپل ورکر مذهبي جذبات سړولو د پاره ئې د امریکې پۀ ضد نعرې او لانګ مارچونه هم ژوندي ساتل. مشرف د پاره ائیني لارې کۀ یو خوا دې مذهبي اتحاد هوارې او مهینې ساتلې نو بل خوا به ئې پۀ حکومت د امریکا نواز کېدو لعنتونه هم ورول.

پۀ وزیرستان کښې د فوجي اپرېشن پۀ ضد د پاکستان د ږیرې او بې ږیرې مذهبي کاروباریانو لۀ خوا راغلي پارلېماني او غېر پارلېماني احتجاج کښې د دهشت ګردۍ پۀ ضد فوجي اپرېشن باندې نیوکې د حد نه زیاتې شوې. لال مسجد اپرېشن دې پوکي له نور زور ورکړو او بیا د پاکستاني مذهبیانو او لبرلانو پۀ ښکاره خو موقفونو کښې فرق ښکارېدو، ولې معنوي لحاظ سره ئې هېڅ فرق نۀ ؤ او فوج کښې د دهشت ګردۍ خلاف را اوچت شوي ‘غېر روایتي’ او ‘غېر فطري’ جذبه تقسیم شوه.

د مذهب پۀ نوم جوړ ملک او د مذهب پۀ نوم حلال شوي ملک کښې د امن پۀ نامه سهي، امن د پاره د اپرېشن عملي کولو کښې خپله ادارې دوه ځایه تقسیم شوې او دا اختلاف چې د لفظونو سترګو ته ورسېدو نو دغسې چغې ترې راووتې.

پۀ 2002 کښې وزیرستان کښې د شروع شوي وړومبي اپرېشن ‘المیزان’ نه وخت پۀ وخت مختلف فوجي اپرېشنونه د ‘راهِ حق’، ‘شېرِدل’، ‘زلزله’، ‘صراطِ مستقیم’، ‘راهِ راست’، ‘راهِ نجاب’، ‘کوهِ سفېد’، ‘ضربِ عضب’ او نورو نومونو سره تر نن کله تېز او کله غلي پۀ مختلفو سیمو کښې روان دي خو چې دهشتګردو غوښتي دي نو اووۀ شلې ماشومان ئې پۀ اٰرمي پبلک سکول کښې وژلي دي، پۀ بډهـ بېر ائیربېس، د کراچۍ پۀ هوائي فوجي اډه، پۀ واه فېکټرۍ، پۀ باچاخان پوهنتون، پۀ زرعي پوهنتون، پۀ کوئټه کښې پۀ وکیلانو، پۀ مردان کښې پۀ نادرا دفتر او کچهرو، اسلام اباد کښې مېریټ هوټل، د بنو او ډېره اسماعیل خان د جېل خانو ماتولو، پۀ سېوڼ کښې د لال شهباز قلندر پۀ روضه حمله، یو تسلسل سره پۀ کوئټه کښې ټارګټ وژنې او بمي چاودنې، پۀ مومندو کښې پۀ هېډکوارټرز، اېبټ اباد کښې ګرجا، لاهور کښې د ایسټر تهوار او داسې نورې دهشتګردانه کاروایۍ ئې پۀ خلاص او ازاد مټ کړې دي. د دهشت ګردۍ د دې واقعاتو نه داسې ثابت شوي لکه چې کوم ځاے پۀ کوم وخت هم دې دهشت ګردو خپلې کاروایۍ د پاره منتخب کړے دے، هغه ځاے هغوي ته ازاد او خلاص پرېښودے شوے دے.

د بېنظیر بهټو نه د بشیر احمد بلور پورې، د میا راشد حسېن نه پۀ ولي باغ ځانمرګي برید پورې دا قیصه راغلې ده او پۀ تېر الېکشن کښې شهید هارون بلور، شهید اکرام الله ګنډاپور او اکرم خان دراني ته رارسېدلې ده.

د ډېره اسماعیل خان نه د ‘مسید تحفظ مومنټ’ پۀ نامه چې کوم اولسي پاڅون روان شوے ؤ او اسلام اباد ته پۀ رسېدلو پۀ ‘پښتون تحفظ مومنټ’ اوړېدلے ؤ، د دې غورځنګ پۀ اسلام اباد پرلت کښې دا نعره لا د زور سره وشورېده.

پۀ څلور نیم سوه میله (4500mi2) وزیرستان کښې د شپاړس کلن فوجي اپرېشنونو، چې د نړیوالو جنګونو نه هم اوږده موده ده، پۀ نتیجه کښې کۀ لا اوس هم کډوال بې کوره دي، کۀ لا اوس هم د امن د راتلو دعوٰي نۀ شي کېدے، کۀ لا اوس هم دغه سیمو کښې د وېرې راج دے نو د اولس لۀ خوا پۀ امنیتي ادارو د سوال پورته کېدو امکان څوک هم نظر انداز کولے نۀ شي.

د فوج لۀ خوا طالبان یا نور ترهګر تنظیمونه د اېلینز (Alliens) پۀ رنګ متعارف کولو او د سیاسي قوتونو لۀ خوا امنیتي ادارو او خفیه ایجنسیو نه د نېغ پۀ نېغه تپوس نۀ کولو پۀ وجه یوې بلې نعرې ټوله قیصه وکړه.

یه جو نامعلوم هین

یه همین معلوم هین

د زلمي نقیب مسید د وژنې نه پس د دې نعرو باقاعده کورَسونه ترتیب کړے شول او دې نعرو د یو مخصوص اٰهنګ رنګ واخست چې ډېر زر ټول ملک کښې دغه اٰهنګ وغږېدو.

د نقیب مسید د قتل ملزم راو انوار له ورکړے شوے خصوصي او غېر قانوني رعایت دا نعرې نورې هم زورورې کړې. نۀ یواځې دا چې ریاست پۀ جار د نقیب مسید سره د انصاف امکان مسترد کړو بلکې پۀ یو تسلسل سره د ماوراء عدالت قتلونو سلسله هم مخ پۀ وړاندې بوتلې شوه چې د صوابۍ انوار الحق ئې د دې کرښو تر لیکلو وروستے خوراک دے. درې ورځې پس انوار الحق پاکستان نه د مْلا د درد پۀ بهانه تښتېدلي فوجي ډکټېټر پروېز مشرف باندې د قاتلانه حملې پۀ الزام کښې یاد کړے شو. سوال دا پورته کېږي چې کۀ انوار الحق باندې داسې څۀ الزام هم ؤ نو هغه عدالت ته ولې پېش نۀ کړے شو. اٰیا ریاست او امنیتي پالیسي راو انوار، انوار الحق او احسان الله احسان کښې درجه بندي کړې ده؟ لکه چې عملاً دا درجه بندي شوې ده نو د دې درجه بندۍ د پاره څۀ شرائط ایښودے شوي دي؟ د احسان الله احسان د پاره د ریاستي مېلمستیا خبره خو د نعرو پۀ صورت کښې یوې پېروډي کښې هم اړولې شوې ده چې،

جو شخص تها تحریکِ طالبان کا ترجمان

پهولون کا وه قاتل بنا ریاست کا مهمان

اے قائدِ اعظم تیرا ‘احسان الله احسان’

لوستونکو ته به دا هم یاد وي چې پروسکال د پاکستان چیف اٰف دي اٰرمي سټاف قمر باجوه جمهوري حکومت نه یوه ګیله کړې وه چې کال وشو خو د دهشت ګردۍ کومه مقدمه فوجي عدالت ته نۀ ده لېږلې شوې! یعني چې کله د دهشتګردۍ د کومې داسې واقعې ورځ راشي نو مخکښې نه پنجره کښې بند یو دهشتګرد دوه هغه ورځ باندې پهانسي کړے شي او بس دا کافي وي!!!

اٰرمي چیف نه چا هم دا تپوس ونۀ کړو چې د اٰرمي پبلک سکول د خونړۍ واقعې نه پس د دې ملک جمهوري قوتونو د اولس زړونو ته پۀ کتلو د دهشتګردۍ مونډ ویستلو د پاره پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل یوه جامع او متفقه حکمت عملي د ‘نېشنل اېکشن پلان’ صورت کښې منظوره کړې ده. د دې پلان پۀ شل نکتو بې د څۀ تفریق د عمل درامد د پاره فوج ته وئیلے شوي وو. پۀ پنجاب کښې نېشنل اېکشن پلان د یو ډاکو ګروپ ‘چهوټو ګروپ’ پۀ ضد د فوجي عملیاتو صورت کښې راونغښتے شو. بیا پۀ فېض اباد کښې د ‘تحریک لبېک’ لۀ خوا د دهرنې ختمېدو وروستو چې پۀ دغه دهرنا کښې شرکت کوونکو ته کومې لفافې ورکړې کېدې، پۀ هغې تر اوسه انکوائري ونۀ شوه ـــ پۀ وزیرستان کښې دا بیخي هغه بله ورځ چې پۀ بې وسلې اولس ډزې وشوې او داسې نور بلها بلها واقعات مخې ته راغلي دي چې پۀ یو صورت کښې هم د زغملو وړ او د برداشت قابل نۀ دي. دا رویه به نعرې نۀ زېږوي؟

د کال دوه اتلسم د عام انتخاباتو نه وړاندې د باجوه ډاکټرین کومه هوا چې رالوتلې وه، اٰیا پۀ دومره حبس کښې ممکن وه چې دغه غږ بې اجازته مخې ته راغلے وي؟ د ‘جوډیشل مارشل لاء’ اصطلاح او پۀ جمهوري قدرونو د دې اثر نه ثابت نۀ شول چې ‘اِس کے پیچهے’ ضرور څوک دي؟

جمهوري قوتونو پۀ دې باور عامو انتخاباتو کښې حصه اخستله چې اولس به د ملک د مستقبل فېصله پۀ خپلو ووټونو کوي ـــــ خو د پینځویشتمې جولایۍ نه وړاندې چې د دې ورځ د پاره کوم انجینئیرنګ شوے ؤ، د هغې مطلبوبه نتیجې د ماښام شپږو بجو نه پس مخې ته راغلې. دا عجیبه اتفاق چې د انتخابي انجیئنرنګ ټول زور پۀ پښتنه سیمه کښې ووتو. کۀ پنجاب یا سندهـ کښې د دې څۀ اثر شوے وي او هلته نه د تحریک انصاف پۀ نمائندګۍ څۀ اضافه پۀ نظر راغلې وي نو دا خو د لوټاکرېسي ورکړه ده چې پۀ مختلفو حوالو د مختلفو ادارو پۀ ذریعه د مختلفو سیاسي پارټیو نه ‘الېکټېبلز’ مات کړے شول او هغوي له سنګل اٰپشن د تحریک انصاف صورت کښې ورکړے شو.

د انتخاباتو نه پس نوې نعرې د زیاتو ښکاره معنو سره مخې ته راغلې او پۀ دغه هره نعره کښې د تحریک انصاف د ‘آزادي مارچ’ نه د انتخابات د نتیجو پورې د څلورو کلونو ټولې قیصې راټولې کړې شوې دي.

د ادارو پۀ ضد د داسې نعرو راپورته کېدو پۀ شا وجوهات وي. پۀ اعليٰ عدلیه، الېکشن کمېشن، احتساب کمېشن او فوج چې کله د تحریک انصاف د څرګند حمایت الزام ایښودے کېږي نو د هغې پۀ شا وجوهات دي. لکه:

چیف جسټس اٰف پاکستان به پۀ هره خبره سوموټو اېکشن اخستو او وزیران به ئې عدالت کښې رټل، میډیا به دا هر څۀ ښودل. اوس چې شېخ رشید د لال حوېلۍ مخې ته وقهرېدو، د خاتون اول بشريٰ مانیکا د شوهرِ اول خاور مانیکا سکېنډل چې پۀ پاکپتن کښې مخې ته راغلو، د وزیر اعظم لۀ خوا چې د بني ګاله او پي اېم هاوس تر منځه د هیلي کاپټر د بې درېغه استعمال خبر خور شو، د وفاقي وزیر اطلاعات لۀ خوا چې د پچپن روپیه في کلومټر لطیفه خوره شوه )او داسې نور ډېر واقعات( نو چیف جسټس تر اوسه پۀ یو کېس کښې هم سوموټو اېکشن اخستل څۀ چې هسې ټوخے هم نۀ دے کړے.

احتساب کمېشن کۀ د ډېرو خلقو فائلونه د تحریک انصاف د پاره سپړدلي وو نو بیلیون ټري سونامي، پښتونخوا هاوس کښې پۀ شپږ اجلاسونو کښې د دوه نیم کروړه روپیو د چایو بسکټو، پۀ پېښور کښې د ‘بابِ پشاور’ باره کښې، د بي اٰر ټي لګښت د اتۀ څلوېښتو نه درې اویا ته پۀ رسېدلو او د پي ټي اٰئي د مشیرانو او وزیرانو نه تر وزیر اعليٰ پروېز خټک پورې پۀ الزامونو ئې هېڅ غوږ نۀ دے ګرولے. صوبائي احتساب کمېشن ته چې تاله پرته وه، د صوبې دننه د لېډي رېډنګ انتظام نه د نورو ادارو پورې بهر نه پۀ څربه غټه تنخا راوستے شوو باندې هېڅ کاروائي نۀ انتخاباتو نه وړاندې وکړې شوه او نۀ ئې اوس څۀ امکانات ښکاري.

د الېکشن کمېشن دې نه لوے خیانت به نور څۀ وي چې کوم اٰر ټي اېس سسټم ئې پۀ اربونو روپیو پینځویشتمې جولایۍ له اخستے ؤ، هغه سسټم پۀ پینځویشتمه جولایۍ د سره کار نۀ ؤ کړے ـــ او پۀ کوم فارم 45 چې د انتخاباتو د شفافیت دار و مدار ؤ، هغه فارم ئې د سره چا له ورنۀ کړو. دا خو یو اړخ ته، د نتیجو د نشر کولو پۀ وخت د بد انتظامۍ دا حالت چې د چا د ګټې اعلان به شوے ؤ، پۀ سبا به یو معذرت سره د هغۀ د شکست اعلان وشو او نتیجې خو هغه دي چې کۀ لیتکے پسې رڼا کړې نو امکان لري چې اوس به هم د څۀ حلقو د نتیجو اعلان پاتې وي!!!!!

د انتخاباتو نه پس د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي جنرل سېکرټري میا افتخار حسېن او د نوي پاکستان وزیر اعظم عمران خان ته د پېښو خطرو پۀ حقله د ‘تهرېټ الرټس’ یو وړوکے جاج هر څۀ ډاګې ته راوړي. میا افتخار حسېن ته تهرېټ الرټ ورکولے کېږي او دې کښې د مبینه دهشتګرد د نوم ‘حسنېن اپریدي’ د کور کلي نه تر د ګولګوتي وېښتو، دوویشت کلنۍ، رنګۍ ږیرې، پینځۀ فُټه اونې او کونړ نه د رارسېدلو ممکنه ورځې هم ښودلې شوې دي. بس میا صاحب ته ئې دا وئیل مناسب نۀ دي ګڼلي چې مټ به کله ګوري!!! دا تسلي نۀ ده ورکړې شوې چې ادارو د دغه هلک نیولو او د میا صاحب د قیمتي ژوند حفاظت د پاره څۀ ګامونه پورته کړي دي. یو ډېر اسان حل ئې راویستے دے چې بس تۀ مۀ بهر راووځه، مۀ څۀ وایه، مۀ ګرځه نو هر څۀ به ټیک وي او امن به بحال وي!!!!

بل طرف ته خداے خبر لۀ کومې خوا عمران خان ته هم تهرېټ الرټ جاري کړے شوے دے. پاکستان کښې دا روزګار طالبان کوي او د طالبانو او عمران خان ترمنځه د باهمي سهولت کارۍ تعلقات تر دې حده څرګند دي چې د دواړو مرکب نامه ‘طالبان خان’ ده!!!

‘طالبان خان’ ته د مبینه دهمکۍ ملاوېدو نه پس میډیا باندې یوه غوغا جوړه کړې شوه چې هغه ‘اضافي’ سیکېورټي اخستو ته رضا نۀ دے. د وزارت داخله اجلاس وشو؛ بني ګاله، باره کهو، سهاله، بري امام نه ترنول پورې سرچ اپرېشنونه وشول او دوه سوه پورې ‘مشکوک افراد’ ونیولے شول ـــ خو میا افتخار حسېن ته صرف دا وئیلے کېږي چې ‘بس بهر مۀ راووځه، څۀ مۀ وایه، ګرځه مۀ؛ نو امن به بحال وي.’

داسې نعرې د رویو او حالاتو نه زېږېږي. د جمهوري قوتونو پۀ ضد د نعرو ایجاد کولو او نعرو د مشتهر کولو سائنس د سوشل میډیا پۀ زمانه کښې عام دے. داسې نعرې د ریاستي ادارو پۀ ضد مخې ته راتلل مثبت نۀ دي خو ریاست ولې داسې نعرې زېږول ضروري ګڼي؟ کۀ ریاست غواړي چې دا نعرې دې نۀ وي، نو دې د پاره خلق بې درکه کول، ماوراے عدالت وژل او پۀ نشریاتي ادارو وسیلو د بندېزونو لګول د حل لاره نۀ ده. د حل لاره دا ده چې د هغه حالاتو ادراک وکړے شي او د اولس پۀ زړونو کښې د ریاستي ادارو د نیتونو او کارکردګۍ پۀ حقله شکونه لرې کړے شي.

دا هم ولولئ

“Gregorio Lope) – “A Letter to God)، د خداے پۀ نوم چيټۍ – ژباړن: حيات روغانے

چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا …