د ‘مقدس جهاد’ نه د ‘ففتهـ جنرېشن وار’ پورې – حیات روغانے

 

 

یو وخت ؤ چې پاکستان کښې پۀ ریاستي نګرانۍ کښې د مقدس جهاد پۀ نوم د ‘اهل کتاب’ امریکې د پاره د سُور کافر روس پۀ ضد ‘مجاهدین’ جوتېدل. د پاکستان او امریکې دواړو تر منځه جهادي عقد ؤ او عربیان د دوي منځ کښې د نکاح وروڼه وو. ډالرونه وو، ریالونه وو او د شهادتونو قیصې وې ـــ د حساب’ کتاب نۀ ؤ.

پۀ اوولسم اګست نولس سوه اتۀ اتیایم (1988) بهاولپور سره شا و خوا یوه الوتکه وچوده او غېر شرعي ‘امیر المؤمنین’ جنرل ضیاء پکښې والوتۀ. د یوولس کلونو ډکټېټرشپ چې پۀ افغان خاوره ئې د اور او وینې بیوپار د اسلام پۀ نامه شروع کړے ؤ، پۀ اور کښې وریت شو.

د سول مارشل لاء اېډمنسټرېټر بهټو لور بېنظیر بهټو د جمهوریت د نعرې سره راغله او مخې ته ئې د ژور ریاست پۀ نمائندګۍ غلام اسحاق خان، جنرال حمید ګل او جنرال اسلم بېګ ودرېدل. دا رسه کشي اوږده شوه ـــ بېنظیر بهټو بیا نواز شریف ـــ نواز شریف بیا بېنظیر بهټو ــ بېنظیر بهټو او بیا نواز شریف. دې موده کښې افغان خاوره باندې روان د اور او وینې بیوپار د اسلام پۀ نامه جاري ؤ. د ‘ملحد’ روس افغانستان نه د وتلو نه پس ‘اهل کتاب’ امریکه هم سره د خپلو عربي خېښانو او اتحادیانو لاړه او افغانان د خپلو ږیرو، خپلو برقعو او خپلې مسلمانۍ سره د مذهب پۀ نوم شرمخانو ته بې اسرې پرېښودے شول. د نواز شریف نه پس راغلي جنرل پروېز مشرف د کولن پاول پۀ یو ټیلي فون امریکې ته پۀ پښو کښې کښېناستو او دا ځل مذهب د ‘اهل کتاب’ امریکې پۀ ضد د استعمال بیانیه متعارف کړې شوه ـــ د ملحد روس پۀ ضد جهاد کښې د افغانانو ږیرې، برقعې او مسلماني سوزېدل ــــ د اهل کتاب امریکې پۀ ضد جهاد کښې هم د افغانانو ږیرو، برقعو او مسلمانۍ ته اورونه غرغنډه کړے شول.

د پاکستان پۀ غرونو رغونو کښې د جهاد د پاره د زین کېدونکو اسونو ذهنونه یوې نوې فتوې پۀ یوه بله خونړۍ فتنې واړول ــــ دا ځل چې یو خوا پاکستان کښې د مذهبي ګوندونو اتحاد ‘متحده مجلس عمل’ د جنرل پروېز مشرف رژیم ته ټولې پارلېماني لارې بې خنډه ساتلې وې، دا فتوې هم وغږېدې چې ‘د پاکستان ریاست د امریکې سره ولاړ دے نو پۀ دوي هم حملې روا دي’. د ځانمرګي بریدونو، بمي چاودنو او اهدافي قتلونو یوه سلسله روانه شوه. پۀ دې مرحله کښې پۀ ډمه ډوله حمله کېږي او د پاکستان د هغه وخت د داخله چارو وزیر مېجر )رېټائرډ( افتاب احمد خان شېرپاو دغه ډرون برید خپله تُوره وبلي. پۀ شپږویشتم اګست 2006 د اکبر بګټي قتل نه پس د ډمه ډوله حملې ذمه واري اخستل د ریاست د لېونتوب دوېم لوے ثبوت شي ـــ

دا ذمه وارۍ قبلولو سره پۀ ډېر هنر د ځانمرګي بریدونو د ټېکنالوژۍ د پاره جواز ورکړے کېږي. دا خو د دې کال د اپرېل د شپاړسمې خبره ده چې پۀ جبري بې درکه شوو خلقو د جوړ شوي کمېشن مشر جسټس )رېټائرډ( جاوېد اقبال انساني حقوقو د پاره د مرکزي اسمبلۍ سټېنډنګ کمېټۍ وړاندې رپورټ کښې ووئیل چې د پروېز مشرف رژیم څلور زره پاکستاني د ډالرو پۀ عوض امریکا او نورو ملکونو ته د ترهګرو پۀ ګمان ورکړي دي. دغه بیان کښې د داخله چارو د وزیر مرستې هم پۀ ګوته کړې شوې وې.

د ‘مقدس جهاد’ بیانیه دومره اورپکې کړې شوه چې د طورخم پۀ پوله د پاکستاني ریاست د انتظام لاندې سیمو کښې خوره شوه.

پۀ ډمه ډوله کښې شوې حمله اګر چې د ‘سب سے پهلے پاکستان’ د بیانیې د باره وړومبۍ رده وه، او ځکه دا ورځې د ترهګرۍ او د دې پۀ ضد د روانې بیانیې د پاره ډېرې مهمې دي.

پۀ دېرشم اکتوبر 2006 ډمه ډوله کښې پۀ یوه مدرسه حمله کېږي. د پاکستان دریځ دے چې دغه مدرسه کښې د ترهګرۍ تربیت کېدو او کاروائي د پاکستان امنیتي ادارو کړې ده. د ملک د هغه وخت صدر جنرل پروېز مشرف، وزیر اعظم شوکت عزیز او وزیر داخله افتاب احمد خان شېرپاو پۀ دې دریځ ټینګ ولاړ دي. اپوزیشن جماعتونه چې پۀ دوه صوبو، صوبه سرحد )اوس خېبر پښتونخوا( او بلوچستان کښې حکمران اتحاد ‘متحده مجلس عمل’ هم پکښې شامل دے، د دغه حملو پۀ ضد احتجاج کوي. د پنجاب اسمبلۍ کښې د ډمه ډوله مقتولانو د پاره د دعا اجازت هم نۀ ورکولے کېږي. پۀ دغه مسئله هر څو د مجلس عمل نه د اولسي فشار نتیجه کښې د زیات رد عمل توقع کېدې شوه، ځکه مجلس عمل د هارون رشید او مولانا انور د استعفٰي ګانو دوه ګوتې خپل مخ ته ونیولې. )یاده دې وي چې د سراج الحق استعفٰي اتحادي ډرامه وه. هغۀ سره د صوبې د سینئیر وزیر او خزانې وزارت هم وو، هغۀ دغه دوو عهدو څخه یوه پرېښې وه او د خپلو اتحادیانو پۀ مطالبه ئې پرېښې وه. د ډمه ډوله خلاف احتجاج سره د دغې استعفٰي هېڅ کار نۀ ؤ( ـــ دې نه علاوه د ‘مقدس جهاد’ بیانیې نه ستنېدونکي ریاست د سلېکټ کمېټۍ د پېش کړے شوي ‘خواتین بل’ سرینده د ‘علماء مشائخ کنونشن’ او د ‘متحده مجلس عمل’ مخې ته ایښې وه. ‘خواتین بل’ دومره فوکس شو چې د ډمه ډوله پېښې نه دوه ورځې پس د ممنوعه ادویاتو پۀ استعمال کرکټ کښې پۀ شعېب اختر او محمد اٰصف بندېز هم د ډمه ډوله واقعې نه لوے خبر شو او د اخبارونو پۀ تندو ولګېدو. پۀ شپږم نومبر د صدام حسېن د پهانسۍ خبر سره پۀ ‘خواتین بل’ احتجاج کوونکي یهود و نصاريٰ ته پۀ بدو ردو وئیلو شول او پۀ نهم نومبر درګۍ کښې پۀ فوځي تربیتي مرکز د ځانمرګي برید نه پس کله دا واقعه د ډمه ډوله رد عمل وبللې شوه، کله پۀ دې کښې د ‘بیروني هاتهـ’ د ملوث کېدو خبره وشوه او کله د ‘ملک دشمن عناصر’ پۀ سر وتپلې شوه. د مجلس عمل لۀ خوا د ‘حسبه بل’ پاس کولو سره یو ځل بیا ټول قوتونه پۀ حسبه بل ژبه ژبه شول او دغه د سنجیده نوعیت دوه واقعې پس منظر ته لاړې.

د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا باجوړ ته د تګ اعلان وشو. یو شمېر قافلې د صوبې د مختلفو برخو نه باجوړ ته روانې شوې. خار ته پۀ نزدې کېدو د ملېشې او عسکرو لۀ خوا پۀ دغه قافلو د انسو ګېس او هوائي ډزو سیلۍ تېره شوه خو د اعلان سره سم دا قافلې د باجوړ پۀ خاوره د ملي مشر اسفندیار ولي خان قیادت کښې داخلې شوې. دا هغه تاریخي پړاو ؤ چې د پاکستان د ‘مقدس جهاد’ بیانیې نه پس د ‘سب سے پهلے پاکستان’ پۀ نوم د یوې بلې خونړۍ بیانیې مخې نیولو د پاره ملي مشر غږ وکړو، ‘مونږ ته د بقاء جنګ را پۀ سر دے.’

د خپل قام د بقاء جنګ د پاره راوتلي د عدم تشدد پۀ دې لښکر د انسو ګېس شیندلو او هوائي ډزو کولو پۀ شا څۀ اغراض وو؟ دا هډو د تپوس خبره ده نۀ. د خپل قام د بقاء جنګ د پاره د راوتلې قافلې وړاندې د ډمه ډوله او د درګۍ د مقتولانو وینې یو حېثیت لرلو او هغوي د دغه روان جنګ د ختمولو د پاره اواز پورته کولو. د جنګپلویانو او جنګسلارانو سره پۀ دغه وخت کښې هم ډېرې خبرې وې؛ لکه بیروني هاتهـ، لکه دفاع پاکستان کونسل، لکه د تشدد ردعمل کښې زیات تشدد، لکه سب سے پهلے پاکستان ـــــ

دې ټول جنګ کښې د پروېز مشرف پۀ شا مسلم لیګ )ق(، اېم کیو اېم، پي پي پي )پېټریاټ( او متحده مجلس عمل مکمل ولاړ وو. دې سره د مېجر رېټائرډ افتاب احمد خان شېرپاو پۀ څیر انفرادي ستنې هم د مشرف رژیم ملاتړ وې.

د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا پۀ شلم نومبر باچاخان مرکز کښې ‘پښتون امن جرګه’ هم راوبللې شوه او د دې جرګې د سر ټکي دا وو چې ‘افغانستان کښې دې بېروني مداخلت ختم کړے شي، پۀ پاکستان کښې مېشته پښتانۀ دې یو انتظامي وحدت )صوبه( کښې ځاے کړے شي، پښتانۀ ترهګر نۀ دي بلکې د ترهګرۍ خپله ښکار دي. باید داسې جرګې کوئټه، کابل او قندهار کښې هم وشي او پښتانۀ د خپلو نظریاتي او سیاسي اختلافاتو نه تېر شي او د خپلې بقاء د جنګ د پاره یو غږ یو ګام شي.’

]یاده دې وي چې څنګه تېره میاشت کښې د اسلام اباد نه د اېس پي طاهر داوړ د اغواء او بیا قتل واقعه مخې ته راغلې ده، پۀ کومه ورځ چې ‘پښتون امن جرګه’ کېدله، پۀ دغه ورځ هم اسلام اباد نه د وزیرستان د پاره د ‘ډان’ او بي بي سي د پاره کار کوونکے ژورنالسټ دلاور خان وزیر هم اغواء کړے شوے ؤ. د هغۀ قسمت ښۀ ؤ چې هغه وخت لا پۀ ډېورنډ لائن تار نۀ ؤ راکښلے شوے او هغه پۀ طورخم اوړېدو نه بچ شوے ؤ. د مرګه دې هېر وي.[

د بېنظیر بهټو بیا نواز شریف ـــ نواز شریف بیا بېنظیر بهټو او بېنظیر بهټو بیا نواز شریف تسلسل چې جنرل مشرف مات کړے ؤ، د ‘میثاقِ جمهوریت’ پۀ ډاډ بېنظیر بهټو یو نوي غږ سره بيا پاکستان ته راغله او د کراچۍ کاردار کښې ئې پۀ بم هرکلے وشو. د جلاوطنۍ ژوند تېروونکي جده کښې پناه ګزین نواز شریف هم د دغه میثاق پۀ ډاډ یو ځل تر لاهوره راغلو خو د داتا د دربار حاضرۍ نه بغېر ستون کړے شو. دې موده کښې ډېورنډ کرښې سره پرتې سیمې د ترهګرۍ سره ګاڼه وې او تر دې چې د سوات جنت هم د ترهګرو ولقه کښې ؤ.

بېنظیر بهټو لیاقت باغ کښې ووژل شوه ـ پۀ دېرشم نومبر 1988 چې هغې د “Democracy is the greatest revenge” کوم خبره کړې وه، د بېنظیر بهټو پۀ قبر ولاړ اٰصف زرداري هم دغه خبره وکړه. یو ځل بیا انتخابات وشول او دا ځل مرکز، سندهـ او پنجاب کښې پاکستان پیپلز پارټۍ اکثریت حاصل او حکومتونه جوړ کړل. پۀ صوبه سرحد )اوس خېبر پښتونخوا( کښې د عوامي نېشنل پارټۍ او پاکستان پیپلز پارټۍ شریک حکومت جوړ شو.

د قام د بقاء د جنګ بیانیې سره طالبانو سره مذاکرات هم وکړے شول. شپږ ګېنټو پورې دې مذاکراتو کښې د خېبر پښتونخوا د حکومت لۀ خوا بشیر احمد بلور )شهید(، رحیم داد خان، واجد علي خان او افراسیاب خټک شامل وو. د طالبانو د شوريٰ لۀ خوا مولانا فضل الله، مسلم خان، محمد امین او علي بخت شامل وو. د پنځلس نکاتي معاهدې ماتېدو نه پس سوات کښې عملیات پېل شول او د پاکستان امنیتي ادارې د ‘خپل ملک’ د خاورې د هغې برخې بیا نیولو د پاره پۀ جنګ شوې چې د ‘مقدس جهاد’ او ‘سب سے پهلے پاکستان’ پۀ نامه ئې بائیللې وې.

]یاده دې وي چې فرورۍ 2014 کښې یو ځل بیا هم د طالبانو سره مذاکرات شوي وو. پۀ دغه ځل د حکومت لۀ خوا د وزیر اعظم نواز شریف صلاح کار عرفان صدیقي، پخوانے سفیر رستم شاه مومند، د اٰئي اېس اٰئي پخوانے مشر مېجر عامر او نامتو ژورنالسټ رحیم الله ایسپزے شامل وو. طالبانو لۀ خپلې خوا کمېټۍ د پاره اوسنے ‘مسلط’ وزیر اعظم عمران خان، د اسلام اباد د لال مسجد مولانا عبدالعزیز، د حقاني مدرسې مشر مولانا سمیع الحق، مولانا کفایت الله د جمعیت علماء اسلام او د جماعت اسلامي پروفېسر ابراهیم ټاکلي وو. عمران خان او مولانا کفایت الله وروستو خپل نومونه واپس واخستل او د طالبانو ویاند شاهد الله شاهد د هغوي عذر(!) قبول هم کړو.[

د طالبانو قبضه کړي سوات کښې د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا د طالبانو سره د شوې پینځلس نکاتي معاهدې ماتېدو نه پس چې د ترهګرۍ کومه لړۍ روانه شوه، دې کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د زرو نه زیات کارکنان د صوبائي اسمبلۍ د درې منتخب ممبرانو سره شهیدان کړے شول. د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي ستر سېکتر میا افتخار حسېن زوے میا راشد حسېن هم د بقاء د پاره د کېدونکي عدم تشدد جنګ کښې شهید کړے شو. د واڼې د فضل حمید داوړ او د سوات د شمشېر خان نه شروع شوې دا سلسله پۀ صوابۍ کښې د شعېب خان او پېښور یکه توت کښې د هارون بلور د شهادت پورې راورسېدله. عوامي نېشنل پارټۍ چې د ډمه ډوله پېښې نه پس کومه ‘پښتون امن جرګه’ رابللې وه، د هغې د سفارشاتو رڼا کښې د عدم تشدد پۀ مفکوره عمل کولو سره ئې د ترهګرۍ پۀ ضد د بقاء جنګ کښې سرونه د دې قام او خاورې نه ځار کړل. پاکستان کښې د زر او زور خلقو عوامي نېشنل پارټي د کرپشن پۀ تور هم ککړه کړه او ‘غېر ریاستي عناصر’ هم لار کښې خنډ شول او د سیاسي مشرتابه اولس سره رابطې غوڅولو کښې ئې خپل کردار ادا کړو.

پاکستان کښې مېشته قامیتونو د پاره د نوې عمراني معاهدې د اتلسم ائیني ترمیم پۀ شکل کښې منظورولو، د صوبې د تاریخي شناخت پۀ ځاے کولو، د صوبې برخه وفاق نه اخستلو، د رېکارډ ترقیاتي کارونو کولو او د ترهګرۍ پۀ ضد روان جنګ کښې څرګند کردار ادا کولو نه باوجود د کال 2013 د انتخاباتو نتیجه کښې پۀ صوبه خېبر پښتونخوا کښې پاکستان تحریک انصاف او مرکز او پنجاب کښې پاکستان مسلم لیګ )ن( ته اختیار ‘ورکړے’ شو. پاکستان پیپلز پارټۍ پۀ خپل سندهـ ‘اکتفا’ وکړه.

دغه نوي حکومت د ترهګرۍ پۀ ضد روان جنګ کښې د پینځۀ کلونو قربانۍ پیکه کړې او لکه څنګه چې د حکومت او طالبانو تر منځ د دواړو فریقو لۀ خوا د نمائندګانو د نومونو نه څرګنده ده ــــ چې د مېز یو اړخ ته د پاکستان د ریاست نمائندګان او د مېز بل اړخ ته د تحریک طالبان نمائندګان ــــ دغه نومونه عرفان صدیقي رستم شاه مومند مولانا کفایت الله عمران خان پروفېسر ابراهیم مېجر عامر مولانا سمیع الحق مولانا عبدالعزیز او ژورنالست رحیم الله ایسپزے ــــ دې ټولو نومونو نه چې رحیم الله ایسپزے منفي شي نو کوم نومونه به د ریاستي نمائندګانو وي او کوم به د غېر ریاستي نمائندګانو؟؟؟؟؟

د ‘مقدس جهاد’ بیانیه چې څنګه پۀ نائنټیز (90s) کښې د کرپشن د بیانیې پۀ زور ژوندۍ او اغېزمنه ساتلې شوې وه، د 2013 انتخاباتو کښې ئې هم دغه استعمال د عوامي نېشنل پارټۍ خلاف وشو. د ملک دننه د یو ګوند یا یوې ډلې سره خو هر څۀ کېدے شول، خو دا ځل د اتلسم ائیني ترمیم دننه ارټیکل شپږم کښې د شق 2A اضافې نېغ پۀ نېغه د ایوبانو، ضیاګانو او مشرفانو لاره نیولې وه. دغه شق د ضرورت د نظریې د لارې خنډ شو. خو د ‘مقدس جهاد’ د بیانیې ‘سب سے پهلے پاکستان’ پورې سفر کښې نړۍ هم د پاکستان ریاست ته کتل. د افغانانو پۀ ږیرو، برقعو او مسلمانۍ اوس هم اورونه بل وو. د ډمه ډوله نتیجه کښې ایجاد کړې شوې خودکش بیانیه اوس هم پۀ زور روانه وه او بیا دا ضرورت پېښ شو چې یو ځل بیا سیاسي عمل او جمهوري روایت ته لار ونیولې شي. د دې تجربه هم پۀ یوسف رضا ګېلاني او راجه پروېز اشرف شوې وه. د مېمو ګېټ غوندې سکېنډلونه موجود وو او د هغې د استعمال تجربه هم وه.

نواز شریف او عمران خان دواړه د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د یو بل داسې همغږي وو لکه څنګه چې د چین سره د دوستۍ پۀ حقله د همالیې د غر هومره اوچتوالي باندې همغږي وو. دومره وه چې د نواز شریف سره پۀ سعودي عرب کښې د ‘پناه ګزینۍ’ د زمانې تجربه او د ‘میثاقِ جمهوریت’ رانجۀ موجود وو. هر څو کۀ د یوسف رضا ګېلاني کېس او ارټیکل 63-62 تناظر کښې هغه یو ځل بیا تېروتلے ؤ، دا ځل جمهوریت د پاره ګزار ته ودرېدو. ‘سوړ جنګ’ د جمهوري او غېر جمهوري قوتونو تر منځ د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کښې د تحریک انصاف ‘دهرنې’ ته ورسېدو او څنګه چې د پیپلز پارټۍ پۀ ضد د کېنېډا مولانا دغه دهرنا کښې شامل شوے ؤ، دغسې دا ځل هم د کېنېډا مولانا حاضر شو. پۀ څوارلسم اګست 2014 د ‘ازادي مارچ’ پۀ نوم شروع شوې دا دهرنا یو سل شپږ ویشت ورځې (126) ورځې پس یوې خونړۍ پېښې سره ختمه شوه چې کله پۀ شپاړسم دسمبر پېښور کښې پۀ ‘اٰرمي پبلک سکول’ د ترهګرۍ برید کښې د یو سل دوه دېرش (132) ماشومانو پۀ شمول یو سل څلور څلوېښت (144) کسان قتل کړے شول. دې واقعې سره چې د عمران خان غوندې کس دهرنا ختمه کړه، دومره لوے ‘انوسټمنټ’ کوونکو دهرنا ختمولو ته غاړه کېښوده نو اندازه وکړئ چې دا څومره لویه غمیزه وه!!!

دا امید پېدا شوے ؤ چې اوس به د ‘پردي’ جنګ خبرې کوونکي او د good او bad طالبانو خبره کوونکي د یو شریک موقف سره مخې ته راشي او د ترهګرۍ نوغي ویستلو د پاره به یو غږ یو ګام شي ـــ خو لۀ بده مرغه د سیاسي او عسکري قوتونو د یوې شریکې ناستې نه وړاندې د هغه وخت جنرل راحیل شریف افغانستان ته لاړ. د ملک د سیاسي او پارلېماني جرګې نه وړاندې داسې اقدام کول به یقیني پۀ بدنیتۍ نۀ وو، خو دې نه د سمت تعین کېدے شو چې د جهاد ‘تقدس’ د دغه یو سل څلور څلوېښت (144) قتلونو باوجود هم بحال دے. ملک کښې د ‘ښي’ او ‘کیڼ’ لاس د ټولو سیاسي قوتونو لۀ خوا د ترهګرۍ پۀ ضد پۀ شلو نکتو د مشتمل ‘نېشنل اېکشن پلان’ منظور کړے شو. دوه کالو د پاره د ‘فوجي عدالتونو’ د قیام اضافي منظوري هم واخستې شوه.

بیا؟ بیا پۀ جي اېچ کیو او مشرف د حملې ملزمان ډاکټر عثمان او ارشد پهانسي کړے شول، تصویرونه ئې هم جاري شول ـــ بیا صدر ممنون حسېن یو ځل د رحم اوولس (17) او پۀ بل ځل پنځوس (50) درخواستونه مسترد کړل ــ بیا د ‘ضرب عضب’ اعلان وشو ــ بیا پۀ کوټ لکهپت جېل حمله ناکامه کړې شوه ــ بیا شمالي وزیرستان کښې ډرون حملې وشوې ـــ بیا خېبر کښې جېټ جهازونو بمبارۍ وکړې ـــ بیا کراچۍ، شبقدر، زیارت، کُرمه او لاله موسٰي کښې هم اپرېشنونه وشول ـــ بیا نواز شریف ووې چې ‘دهشتگردی ترقی کی راه مین بهت بړی رکاوټ هے’ ـــ بیا عمران خان ووې چې ‘انتخابی دهاندلی کی ازادانه تحقیقات کے لئے با اختیار جوډیشل کمېشن کے لئے اور صبر نهین کرسکتے’ ـــ بیا د امریکې کانګرس پاکستان له 53 کروړ 20 لکهه ډالر امداد ورکړو ـــ بیا د جنورۍ وړومبے تاریخ ؤ چې عمران خان د وادۀ د بیان تردید وکړو او بیا شپږه جنوري وه، عمران خان یوه هفته کښې دننه د وادۀ اعلان وکړو.

او نېشنل اېکشن پلان؟

د نېشنل اېکشن پلان خبره به وروستو وکړو.

د ارټیکل شپږم د شق 2A لاره نیولو د پاره یوه نوې ټېکنالوژي مخې ته راغله. دا ټېکنالوژي هم د ‘مقدس جهاد’ او ‘سب سے پهلے پاکستان’ د پاره د ‘نظریۀِ ضرورت’ شرط ختمولو د پاره وه. دا د ‘جوډیشل مارشل لاء’ ټېکنالوژي وه. د دې تجربه لکه چې وړاندې به مو لوستلي وي، پۀ یوسف رضا ګېلاني او راجه پروېز اشرف پۀ کامیابۍ سره استعمال شوې وه. د دې د پاره د ‘مېمو ګېټ’ غوندې سکېنډلونه هم وو او بیا چې لا ‘پانامه لیکس’ راغلل!!!!!!!!

نواز شریف پۀ درېم ځل کور ته ولېږلے شو، احتساب کمېشن کېسونه جوړ کړل، عدلیې سوموټو اېکشنونه واخستل او دا لړۍ د پنځویشتمې جولایۍ پورې داسې روانه وه چې جمهوریت د چیمبړق نه کلک نیولے شوے ؤ او عدالت، احتساب کمېشن او فوج د خپلې خوښې د سیاسي ‘ونګ’ راوستلو د پاره د هر الزام او بدنامۍ نه بې نیازه بې پرواه بوخت وو.

اوس د ‘ففتهـ جنرېشن وار’ پۀ نوم نوې بیانیه تراشلې کېږي!!!

د ‘ففتهـ جنرېشن وار’ اغاز د څۀ نه کېږي؟ اولس ته د بنیادي حقوقو د نۀ ورکولو نه، د سیاسي بې انصافۍ نه، د غربت نه ــــ چې کله د ‘ففتهـ جنرېشن وار’ د اغاز اسباب معلوم شي نو بیا به یو ځل دې ملک کښې روان صورت حالات باندې نظر واچوو ـــ اٰیا دلته د یو ‘پاکستاني’ پښتون، بلوچي، سرائیکي، سندهي او پنجابي تر منځه د بنیادي حقونو دستیابي یو شان ده؟ د ډاکټر خان صاحب د منتخب حکومت 1947 کښې ماتولو نه پینځویشتمې جولایۍ 2018 پورې د سیاسي بې انصافۍ داستان غځېدلے نۀ دے؟ اٰیا د قامونو تر منځ د وسائلو د اختیار او تقسیم معامله کښې قامونه ګیله من نۀ دي؟

کۀ د ‘ففتهـ جنرېشن وار’ مخه نیول غواړې نو د دې ‘وار’ بنیادي اجزاء به لټوې، هغه به منځ نه وړې ـــ

ټولو نه وړومبے به تشدد او انتهاپسندي یو حالت کښې هم نۀ زغمې؛ هغه کۀ نصاب کښې وي کۀ ټولنیزو رویو کښې، هغه کۀ د مذهب پۀ نامه وي کۀ د دهرتي پۀ نامه. ټولو نه وړومبے به ملک کښې د وفاقي اکائیو د ژبو، د هغوي د کلتور او د هغوي د مادي او غېر مادي حقوقو تحفظ یقیني کوې. ټولو نه وړومبے به د صنفي او معاشي مساوات ضمانت ورکوې. ټولو نه وړومبے به اولس ته دا باور ورکوې چې ستاسو رایې ته به احترام ورکولے کېږي او د کوم ‘باجوه ډاکټرین’ د پاره د راوړې شوې ‘جوډیشل مارشل لاء’ پۀ زور به ستاسو د رایې، ستاسو د ووټ او ستاسو د مېنډېټ سپکاوے نۀ شي کولے.

پاکستان کښې د ریاست د ‘ففتهـ جنرېشن وار’ ښکار شوو سیاسي ګوندونو د ریاست د جمهوري او فلاحي تصور د پاره ډېر کار کړے او قربانۍ ئې ورکړې دي. د ازمېښتونو او کړاوونو دې اوږد سفر کښې لارې ډېرې رڼې متعین کړې شوې دي، بس د عمل کولو ضرورت دے.

  • د امن د ضمانت د پاره د ‘نېشنل اېکشن پلان’ شل پۀ شل نکات باندې بلا امتیاز عمل ــــ پۀ دې عمل نۀ کولو سره نن د ملک وقار پۀ داو لګېدلے دے. نړیوالې ادارې FATF پاکستان د یو ‘ګڼکپ ریاست’ پۀ توګه ‘ګرے لسټ’ کښې اچولے دے. د good طالبانو سره د همدردۍ د اثر لاندې پُر امنه برېلیان پۀ یو متشدد شکل کښې وښودلے شول. د نواز شریف خلاف ورته پۀ فېض اباد کښې دیاړي ورکړې شوه او اوس د هغوي خلاف د کرېک ډاون پۀ ذریعه دا ښودلے کېږي چې ګنې پاکستان به نور مذهبي مسلکي فروعي انتهاپسندي ونۀ زغمي او دا چې اوس د good او bad طالبانو خبره د منځ نه تلې ده.

دا خبره ډېره واضحه ده چې د ملل متحد لۀ خوا اعلان کړي د ترهګرۍ نړیوال فهرست کښې چې کوم نومونه دي، پاکستان نه نړۍ د دغه فهرست مطالبه کوي او اوس اوس د FATF لۀ خوا ورکړي ډېډلائن کښې به پۀ دغه نومونو او د دوي پۀ مالي ترانزېکشنز خبره کېږي. دنیا ته د خادم حسېن رضوي نه خطره نشته او ځکه دا کېموفلاج به کافي نۀ وي. دې سره به ففتهـ جنرېشن وار د پاره نور خام مواد ملاوېږي.

  • د سیاسي بې انصافۍ او د وسائلو د تقسیم او استعمال د پاره د قامونو د حقونو ضمانت د ‘اتلسم ائیني ترمیم’ نفاذ کښې دے. ‘باجوه ډاکټرین’ او ‘جوډیشل مارشل لاء’ کۀ هم دغسې د اتلسم ائیني ترمیم ژوبل کولو د پاره کارولے کېږي نو د ففتهـ جنرېشن وار د پاره به مواد خو پېدا کېږي.
  • د دې ملک فېصله به کومه اداره یا ادارې یا کوم شخصیات نۀ کوي. د دې ملک فېصلې به د دې ملک اولسونه کوي. دې د پاره باید چې د اولس پۀ رایې ادارې اثر اندازې نۀ شي. باید چې د اولس د رایې، د ووټ او د سیاسي ګوندونو د مېنډېټ احترام وکړے شي. کۀ داسې نۀ وي نو د ففتهـ جنرېشن وار د پاره به یواځې مواد نۀ پېدا کېږي، د سیاسي زغم او پوهې پۀ مقابل کښې به جذباتیت مخې ته راځي او دا امکانات به ډېر وي چې څو کېرئیرسټ اپارچونسټ د دغه جذباتیت نه فائده واخلي او دلته ژوند نور ګران او حالات لا کړکېچن کړي.

د ضیاء الحق نه د مولانا سمیع الحق د قتلونو او د فضل حمید داوړ نه د طاهر داوړ د شهادتونو تر منځ د ‘مقدس جهاد’ او د ‘ففتهـ جنرېشن وار’ بیانیې غځېدلې پرتې دي. ‘طورخم’ تړل او ‘کرتارپور’ پرانستل د دغه بیانیو تسلسل دے.

یو اویا کاله وړاندې د ډاکټر خان صاحب حکومت ماتول او دا د غدارۍ او محب وطن کرښه تر اوسه تازه ساتل، څلوېښت کاله وړاندې کېدونکي فساد ته جهاد وئیل او نن د هغې د پاره د مبهم ردّ الفساد لفظي اصطلاح راوړل، نن هم دا وئیل چې نور ‘پردے جنګ’ نۀ کوو ــــ دې نه څۀ ثابتېږي؟ دنیا پۀ حافظ سعید او خادم رضوي کښې فرق پېژني ـــ مولانا فضل الرحمان او سراج الحق د پاره به د کرتار پور لاره پرانستل د قادیان او ربوې د پاره وي، مونږ د داسې لارو پرانستلو هرکلے کوو. خو هم دا رویه، هم دا د امن لاره، هم دا د تجارت د پراختیا پروسه، هم دا تعلیمي، علمي او کلتوري هلې ځلې پۀ طورخم هم غواړو. افغانستان به د دې هرکلے کوي. د دې باوجود چې پاکستان پۀ اوسني جنېوا کانفرنس کښې ګډون ونۀ کړو، افغانستان به بیا هم د دې هرکلے کوي.

ففتهـ جنرېشن وار خو د ډاکټر خان صاحب د منتخب حکومت د ماتېدو نه د دوه زره اتلسم انتخاباتو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ )او نورو ګوندونو( مېنډېټ تروړلو پورې، د بابړې نه یکه توت پورې، د میروس ډهېرۍ نه ولي باغ پورې، د بشیر بلور نه هارون بلور پورې، د فضل حمید داوړ نه طاهر داوړ پورې او میا راشد حسېن نه میا افتخار حسېن پورې رارسېدلے دے.

ملکونه پۀ داسې حالاتو کښې توبې نۀ وباسي، کفارې کوي. د پښتنو خو د وینې کفاره هم د حقیقي ‘امن’ مطالبه ده، د ژوند د تېرلو د حق غوښتنه ده، د بنیادي انساني حقونو د ضمانت مطالبه ده. د ‘مقدس جهاد’ غوندې ‘ففتهـ جنرېشن وار’ هم ریاست پۀ ځان خپله مسلط کوي.

 

دا هم ولولئ

“Gregorio Lope) – “A Letter to God)، د خداے پۀ نوم چيټۍ – ژباړن: حيات روغانے

چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا …