د مثبت خبرونو شاهي حکمنامه – حیات روغانے

د اٰئي اېس پي اٰر د ویاند مېجر جنرل اٰصف غفور لۀ خوا چې د میډیا کارندانو ته د ملک د ترقۍ مزل اسانولو د پاره تر شپږ میاشتو صرف ‘مثبت خبرونه’ ښودلو او خورولو ښونه شوې ده، د هغې ورځ نه دا بحث شروع شوے دے چې کوم خبرونه به ‘مثبت خبرونه’ وي او کوم به نۀ وي؟ دا فېصله به څوک کوي چې دا کومه خبره یا واقعه ده، اٰیا دا خبر هم دے؟ او کۀ خبر دے نو څوک به دا تعین کوي چې دا خبر مثبت هم دے؟

د اٰئي اېس پي اٰر د ویاند دغه ‘مثبت’ وېنا پۀ ټولنیزو رسنیو کښې ټوقه شوه ـــ د ملک د نظام د خرابۍ نه متاثره خلق نیوکه کوي چې د ملک د مثبت پورټرېټ نړۍ ته وړاندې کولو د پاره به اوس زمونږ بده ورځ باندې خبره نۀ کېږي؟ څوک چې د ملک د نظام د کومې خرابۍ نشاندهۍ یا هغې باندې نیوکه کولو یا دې نه خوند اخستلو د پاره د خپل ‘فور جي برګر’ لائف سټائل نه با جرأته کمنټ، احتجاج یا ارټیکل لیکي، هغوي د پاره خو دا بیخي د روزۍ سوال دے!!!

داسې خبرې ډېرې کېدې شي، خو چې هوښیاران د دغه ویاند د دغه ‘مثبت’ ښونې نه کومه معنٰي راوباسي (او هسې هم دغه یوه معنٰي ترې پۀ اسانه راوتلې شي)، هغه دا ده چې ګنې ملک کښې د میډیا خولې ته کورے تړلو د پاره دا ښونه نۀ وه، یوه حکمنامه وه. پاکستان کښې زورېدونکو طبقو او سیاسي پارټیو د پاره دا هډو د چروت خرابولو خبره ده نۀ ـــ پۀ دې ټول پوهه یو چې ازاده میډیا څومره ازاده ده او د حفیظ جالندهري پۀ لیکلې ترانه در اصل د دې میډیا بنیادي نعره او منشور دے. دغه ترانه کښې چې څنګه د ‘پاک سر زمین شاد باد’ نه د ‘سایۀِ خداے ذو الجلال’ پورې نۀ د قامونو د استحصال خبره شته، نۀ د فرقه واریت، نۀ د جمهوریت او نۀ د رایې د اظهار د ازادۍ ـــ دغسې ازاده میډیا کښې هم دغه ډول خبرونه صرف د پیازو د تبي د تړکې هومره کېږي ـــ

یو څو خبرونو باندې ئې ځغلنده نظر کووــــ

پاکستان کښې د جمهوریت قتلِ عام پۀ اوویشتمه جولايۍ وشو. بې شکه میډیا پۀ دغه لوټاکرېټک انتخاباتو د اپوزیشن نیوکې هم راخلي، خو دا نۀ ګوري چې د اسټېبلشمنټ د دغه دهاندلۍ د پاره د انتخاباتو نه څومره مخکښې ‘ائیر ټائم’ خرڅ کړے شوے ؤ او د عدلیې، احتساب کمېشن او فوج د پرکټي د پاره د رایه عامه هوارولو باندې انوسټمنټ شوے ؤ؟

د نواز شریف د مبینه کرپشن مقدمو کښې پۀ ښودلې شوو اثاثو او املاکو لا نواز شریف خپل جرم منلے نۀ دے، پۀ کومه مقدمه کښې چې نواز شریف د وزارت عظمٰي نه معطل شوے ؤ، هغه مقدمه کښې هغه بري کړے شو. یعني پۀ کومه مقدمه کښې چې هغۀ ته سزا ورکړې شوه، څۀ ضمانت شته چې دغه مقدمه کښې به ‘دوه’ میاشتې پس نۀ بري کېږي؟

د کومو رجسټرډ او کومو کالعدم دهشتګرد تنظیمونو خلاف چې فوجي اپرېشنونه شوي او لا کېږي، هغه بله ورځ د هم دغه رجسټرډ او کالعدم تنظیمونو مشران د پاکستان د فوج پۀ نګرانۍ کښې وزیرستان ته تلي وو کۀ نۀ وو؟ اٰیا دا وګڼلے شي چې د رجسټرډ او کالعدم تنظیمونو خلاف چې د کوم نېشنل اېکشن پلان لاندې، هغه نېشنل اېکشن پلان چې د ملک د ښي او چپ لاس ټولو سیاسي ګوندونو ئې منظوري ورکړې وه، دا دوره د هاغه نېشنل اېکشن پلان د جنازې د پاره وکړې شوه؟

هغه بله ورځ د اېف اٰئي اے لۀ خوا د مهران بېنک سکېنډل د بندولو خواست مخې ته راغلے دے ــــ د اصغر خان روح دې خبر وي ـــ د عمران خان موقف دا ؤ چې کوم کېس کښې د اٰئي اېس اٰئي لۀ خوا سیاستدانانو ته پېسې ورکړې شوې دي (یاده دې وي چې هغۀ باضابطه لیکلي او وئیلي دي چې د اٰئي اېس اٰئي لۀ خوا پېسې ورکړې شوې وې)، هغه کېس کښې عدالت ولې فېصله نۀ کوي؟ نن چې عمران خان پۀ خپله حکومت ته راغلو نو اېف اٰئي اے هم د دغه کېس د بندولو سفارش کوي؟ یعني دا ده چې کار خو هسې هم پۀ فلېګ شپ رېفرنس وشو، اوس نو د مهران بېنک سکېنډل څۀ فائده؟

د بهر ملکونو سره د مجرمانو د تبادلې معاهدې کېږي خو چې بهر ملکونو کښې کېس کوي نو هلته کېس بائیلي!!! تۀ وګوره چې څومره فنډ ئې د کروړونو پۀ اشتهار بازۍ ډېمونو له راټول کړے ؤ، چندې ئې کړې وې؛ هغه ئې پۀ بهرني عدالت کښې پۀ جعلي کېسونو کولو، جعلي ثبوتونو وړلو او د عدالتونو د وخت خرابولو پۀ صورت کښې بطور جرمانه ادا کړې.

دا چې تعلیمي، کلتوري، صنعتي، بي اٰر ټي منصوبې او هر څۀ د پاره ټول ملک کښې هر څۀ ‘قومي دهار’ ته راکش کېږي، دا د ون یونټ نوے کوشش نۀ دے چې د ریاست څلور واړه ستنې ئې پۀ شا ولاړې دي؟

دا خو هډو خبر نۀ دے چې د ریاست د کرپشن بیانیې نه ټولو نه زیات ګزارونه پۀ عوامي نېشنل پارټۍ او د دې پۀ قیادت شوي وو او دا چې د وړومبي ‘لیکس’ نه واخله د اخري ‘لیکس’ او اوس د راغلي اي سي اېل پۀ 172 نومونو کښې یو نوم هم د عوامي نېشنل پارټۍ څخه نۀ دے!!! دا خو هډو خبر نۀ دے نو بیا د مثبت او منفي ځېله به ئې څۀ لټوو.

پۀ بلوچستان کښې د ژمي دې کنګل کنګل واوره واره موسم کښې پۀ خېمه کښې د جبري ورک شوو خپلوانو د پاره احتجاج کوونکې لوڼه، خوېندې او مېندې میډیا کښې ځایول خو سوال نۀ پېدا کېږي چې د مثبت خبر کېدو یو جواز هم لري؟

د مثبت خبرونو شاهي حکمنامه نوې حکمنامه نۀ ده ـــ ملک پۀ یوه غېر اعلانیه مارشل لاء، ښکاره جوډیشل مارشل او میډیا د سنسر شپ پۀ ضد کښې ده. د صوابیوالو خبره، دا ‘لبه’ پخوا نه روانه ده او ځکه قیصه ورانه ده. دې ملک کښې د احتساب پۀ نوم د مقدمه سازۍ صنعت، د انصاف پۀ نوم د عدالت ډرامه او د دفاع پۀ نوم د عسکري ټهېکېدارۍ حقیقت چا نه پټ نۀ دے. میډیا دې هم خولۀ بنده ساتي، مونږ ته پته ده چې دا دې نه مخکښې څومره ازاده وه چې لا اوس به لال قلعه فتح کړي.

درې کتابونه

  • تذکره – کاروان د ستورو:

د ‘اورکزي پښتو ادبي کاروان’ تیراه، اورکزئ ضلعې لۀ خوا چاپ شوې تذکره د ښاغلو اسد ایاز ایاز، مهر اورکزي او محسن اورکزي پۀ زیار د ‘اعراف پرنټرز’ پېښور نه چاپ شوې ده.

د پېرنګي لۀ خوا د قبائیلو د ‘ازاد’ حېثیت اعلان نه واخله دې ازادو سیمو ته د ضلعو حېثیت ورکولو پورې هڅه شوې ده چې پۀ دې خاوره نۀ ژبه وده ومومي، نۀ ادب او نۀ تهذیب – د دې سیمو اولس د جنګي څاروو غوندې د یوې جامع منصوبه بندۍ لاندې د ترانو پۀ سوان تېرۀ ساتلے کېدل او پۀ وخت د ضرورت به شهادت ته راپار کړے شول. هر څو کۀ دا د دې سیمې د خلقو د کلتور او دستور برخه نۀ وه. د دې تذکرې چاپ کول، دې نه مخکښې چاپ شوي کتابونه او دې نه پس چاپېدونکي کتابونه – دا مونږ له باور راکوي چې اوس پښتانۀ د فرېبونو نه ډېر دور و دراز کېدونکي دي. د ممتاز اورکزي پۀ نوم د دې تذکرې تړون او ‘د نوي دور هر هغه باشعوره پښتون زلمي ته چې پۀ پښتو، پښتون او پښتونخوا ننګ لري’ ته ډالۍ کول مونږ ته ښائي چې لاره چورلټ سمه ده.

یادګیرنه: کۀ ‘ډالۍ’ کښې زلمو سره پېغلې نۀ دي لیکلې شوې نو دا ځواب به د تذکرې مؤلفین ورکوي.

  • تنقیق:

د ښاغلي سمیع الدین ارمان ‘تنقیق’ د ‘پښتو ادبي غورځنګ’ لۀ خوا چاپ شو. د ‘تنقید’ او ‘تحقیق’ نه منځ ته راغلې اصطلاح ‘تنقیق’ خپله معنٰي پۀ خپله راسپړي. کتاب پۀ څلور برخو وېشلے شوے دے؛ ‘راڼۀ اندونه’، ‘څو پاڼې کتابونه’، ‘د نوې شاعرۍ حقیقت’ او ‘دوه مقالې’ – سمیع الدین ارمان د پښتو ژبې تنقید د لاس نه نیولے، د څېړنې، د دلیل، د بحث، د نتیجې د اخذ کولو د روایت پورې ئې پۀ نوو نوو پړاوونو او نوو نوو افقونو ګرځوي. د ‘تنقیدي تعبیرات’ دوه ټوکونو او د ‘زرپاش’ نه پس (کۀ تاسو لوستي نۀ وي دغه کتابونه او د ژبې او ادب لوست کوئ نو ستاسو دې قسم وي چې خامخا ئې ولولئ) دا ‘تنقیق’ او دې پسې ډېر زر چاپېدونکے اثر ‘کرکشن’ (Criction) ثابتوي چې کۀ اندېش شمس القمر د وخت د زړۀ پۀ خبره کولو غزل د کار سړے کړے ؤ نو سمیع الدین ارمان به تنقید هم د سطحي او ډډ فکر نه او د ادبي تربګنۍ پۀ بنیاد سپکو سپورو نه راوباسي، د علمیت، دلیل او ‘مقصدیت’ سره پۀ روشناس کولو به ترې ‘د سړي زوے’ جوړ کړي.

  • دَ پختو لیکدود او املا:

‘د پښتو لیکدود او املاء’ د استاد سعدالله جان برق بیخي تازه چاپ شوے کتاب دے. دغه ‘نستعلیق’ نامه چې د ‘پښتو’ “ښ” پکښې پۀ ‘خ’ لیکلے شوے، برق صاحب هم دغسې پۀ مخپاڼه لیکل غوره کړي دي. ‘رڼا’ ئې ‘رنڑا’ لیکلې ده. برق صاحب دا دریځ خپل کړے دے چې پخوا به هم پښتو ‘نستعلیق’ لیکلې کېده نو اوس دې هم ولیکلې شي، او پخوا لیکدود ساده ؤ، هر چا به لوستے شو نو اوس دې هم لولي. زۀ کله هم دا نۀ وایم چې برق صاحب به د ‘لیکدود’ او ‘املاء’ پۀ توپیر نۀ وي پوهه – کۀ لیکدود نستعلیق کوي نو هم مونږ ئې نۀ صرف دا چې لار کښې نۀ خنډ کېږو بلکې وخت نا وخت به هم نستعلیق کاروو؛ خو د املاء لړ کښې دومره اوږد شوے مزل بې معنې کول به زیاتے وي. کۀ د باړه ګلۍ د وړومبي سیمینار نه هم ئې حساب وکړو نو اووۀ ویشت کاله کښې ډېر خلق د پښتو املاء سره بلد شوي دي – د سوشل میډیا تر لارې هر څوک هڅه کوي چې پښتو ولیکي او زۀ شخصي طور ډېر کسان پېژنم چې هغوي اوس سمه دمه املاء لیکي.

مهمه نکته دا هم ده چې د پښتو املاء تېر پۀ اخره لساني ماهرینو ته لاړه. اتفاق رایې د پاره ‘املائي مکتبونه’ د خپلو ضدونو نه دستبردار کېږي. د ‘کمپیوټېشنل لېنګوسټکس’ پۀ مد کښې روان هغه کار چې سائنسي بنیادونه لري او رد ئې پۀ ‘میں نہ مانوں‘ نۀ کېږي – دې حالاتو کښې چې یو امکان پېدا شوے دے چې د پښتو املاء کښې ډېر اختلافات دغه اووۀ ویشت کلنې ارتقاء منځ نه وړي دي او څۀ لږ پاتې چې دي، دا به پۀ افهام تفهیم سره حل شي، او کۀ د افهام تفهیم سره حل ئې ممکن نۀ وي، د لساني ماهرینو راتګ به پۀ سائنسي بنیادونو او اصولو دا مسئلې حل کړي ـــ د برق صاحب کتاب دې حالاتو کښې املاء د پاره یوه نا ترسه او بې ترسه لته ده. د افرادو، د اشیاو او د مواد تر منځه درجه بندۍ او فرقه بندۍ د پاره ‘ساختیات’ هر ځاے کارفرما دي خو ډېره د خواشنیۍ خبره ده چې د ‘ملائیت’ پۀ طرز ‘اِملائیت’ هم ګڼې فرقې زېږولي دي. زۀ پۀ ثنویت، تضاد، افتراق او انسلاک خبره نۀ کوم؛ دا مونږ د برق صاحب غوندې پوهانو نه زده کوو.

کۀ د دې کتاب یا د دې قبیل د نورو کتابونو د اغېز خبره کوو نو ډیجیټل دنیا کښې چې بې د دولتي سرپرستۍ کوم کار شوے دے، د لسانیاتو ماهرینو چې اوس پښتو املاء ته کومه پاملرنه پېل کړې ده، او ‘کمپیوټېشنل لېنګوسټکس’ چې دې لړ کښې پۀ سائنسي بنیادونو کوم خطوط قائموي؛ دغه هر څۀ کتلو سره دا حقیقت څرګندېږي چې دا قسم کتابونو ‘اوس’ پښتو ته نۀ څۀ ګټه شته او نۀ څۀ نقصان.

مونږ لوستونکو ته خواست کوو چې دغه کتاب دې خامخا تر لاسه کړي، کۀ وخت ولري نو خامخا دې ولولي هم – خو د دغه موقف حمایت دې نۀ کوي.

* دا یاد کتابونه تاسو د ‘باچاخان مرکز کتابپلورنځاے’، ‘یونیورسټي بک اېجنسي’، پښتو اکېډمي پېښور پوهنتون کښې د انور خان لالا دوکان او مردان کښې د ‘سټار بکس’ نه ترلاسه کولے شئ. کېدے شي چې نورو ځایونو کښې هم وي.’

 

دا هم ولولئ

“Gregorio Lope) – “A Letter to God)، د خداے پۀ نوم چيټۍ – ژباړن: حيات روغانے

چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا …