څلورم اسمان
درې ویشتم اپرېل، 2019
یسوع! نیازبینه د خداے!
وئیلي دي روایتونو د اسماني کتابونو – وئیلي ئې دي چې ايښے ؤ سريلنکا کښې قدم وړومبے ادم – ادم، د اسماني کتابونو د روایتونو ادم – نیکۀ زما او نیکۀ د مور ستا مریم او پلار د بني ادمو. روایتونو د اسماني کتابونو؛ زبادلې ده لمن سپینه د مور ستا مریم او تراشلے ئې جواز حکم عدولۍ مبیّنه له پۀ شوکولو مېوه د ‘شجرِ ممنوعة’ نه پۀ لاس د ادم.
یسوع! پۀ اسمان څلورم کښې، پۀ منځ د زمکې او عرش کښې، نزدې خداے ته نیازبینه د خداے!
رښتونې کوله د ‘سفک الدّم’ اندېښنه مبیّنه قابیل، عملي کول د تشدد ردعمل کښې نۀ کول د تشدد هابیل – ښودلي به وي خداے زما او خداے ستا تا ته، عمل کړے ؤ زامنو نورو د ادم پۀ ‘العفو خېرٌ مّن قصاص’ – وئیلي وو تا پۀ ښودنه د خداے زما او خداے ستا چې ‘پرېږدم زۀ پۀ منځ ستاسو کښې امن – نو مۀ څېلمه کوئ ازمېښتونو او وېرې ته یو بل’ – وئیلي وو تا پۀ ښودنه د خداے زما او خداے ستا چې ‘درکړي څوک څپېړه کۀ پۀ مخ یو، وړاندې کړه بل مخ څپېړې د هغۀ ته’ – اخر زمان محمد، سلام دې وي پۀ هغۀ زما او ستا، وئیلي دي ما ته او وئیلي ئې دي منونکو ستا ته او وئیلي ئې دي هر هغه چا ته چې کۀ نۀ هم مني تا او اخر زمان محمد؛ ‘خوښ کړئ نورو له هم هغه څۀ، خوښوئ چې ځانونو خپلو له’ او دا چې ‘غوره دے هغه څوک تاسو کښې، خوښوي چې ځان له څۀ، خوښ کړي هغه ورور خپل له هم.’
یسوع! پۀ اسمان څلورم کښې نیازبینه د خداے!
ډلې ډلې شوې عقیدې، فرقې فرقې شو مسلکونه او ووېشلے شو پۀ مذهبونو دین – عهدنامې چې منسوبې وې نامې ستا سره؛ کېتهولکو درې اویا کړې، پروټسټنو شپږ شپېتۀ – غږېږي اوازې د تحریف پۀ اٰیتونو د بائبل کښې – بدل شوي به وي لفظونه د بائبل ستا، اړولې شوې لکه معنې د قران – بزغلي شوي دي د اختلاف او فساد او خونرېزۍ؛ ډلې، فرقې او مذهبونه.
یسوع! نیابینه د خداے!
ولیدل تېره ورځ سریلنکا کښې ما، اورونه – واورېدلو تېره ورځ سریلنکا کښې ما، ګړزهار د بمونو – والوتلې وینې تېره ورځ پۀ سریلنکا کښې د لوڼو او زامنو د ادم، ادم چې دے نیکۀ زما او نیکۀ د مور ستا مریم او پلار د بني ادمو. روان دے یو ‘سفک الدم’ – یو مسلسل جنګ – پۀ نامه د خداے، پۀ نامه د اسحاق، پۀ نامه ستا، پۀ نامه د اخر زمان محمد – خو دي جنګونه دغه اصل کښې د نیولو د زمکې، د نیولو د اوبو، د نیولو د غرونو او د نیولو د هاغه څۀ چې زمکه، اوبو او غرونو کښې دي. غواړي دغه جنګونه وسیلې د وسلې، صنعتونه د فتوو، تربیتي مرکزونه د مرګونو.
یسوع! نیازبینه د خداے!
غاړه خلاصه ده ستا او خلاصه کړې ده غاړه اخر زمان محمد، پۀ وئیلو سره د ‘الیوم اکملت لکم دینکم’ – پۀ لاره سمولو سره د ‘لکم دینکم ولي دین’ – اوس کېږي چې فساد پۀ نامه د جهاد اسلامي یا صلیبي؛ نۀ دي جنګونه دغه د ‘متي’، ‘مرقس’، ‘لوقا’ او ‘یوحنا’؛ نۀ دي جنګونه دغه د ‘احزاب’، ‘الروم’، ‘انفال’ او ‘نوح’ – دي پۀ نامو دغو جنګونه دغه د ډالرو، ریالونو، پاونډونو، دینارونو، روبېلو، یوانونو او روپیو – دي پۀ نامو دغو جنګونه دغه د ‘ارتهوډکسانو’، ‘کېتهولکانو’ او ‘پروټسټانو’ – دي پۀ نامو دغو جنګونه دغه د ‘سپاه صحابه’، ‘سپاه اهل بېت’، ‘القاعده’، ‘داعش’ ‘طالبانو’ او ‘وهابیانو’.
یسوع! نیازبینه د خداے!
ولیدل تېره ورځ سریلنکا کښې ما، اورونه – واورېدلو تېره ورځ سریلنکا کښې ما، ګړزهار د بمونو – والوتلې وینې تېره ورځ پۀ سریلنکا کښې د لوڼو او زامنو د ادم، ادم چې دے نیکۀ زما او نیکۀ د مور ستا مریم او پلار د بني ادمو. ولیدلو ما تمثیل ستا تېره ورځ یوه ګرجا کښې د سریلینکا د ‘نیګمبو’ ښار. شوې وه پونه د وینې پۀ تمثیل ستا هاغه، ښائي چې منظر د ‘غرڅنۍ وېنا’ ستا. وایم زۀ پۀ دلیل سره د زړۀ زما یسوع! نیازبینه د خداے! نۀ ده کړې ترمکیا د وینې پۀ تمثیل ستا ‘داعش’، کړې بلکې دغه ترمکیا ده هاغه سېنټ اګسټین، ټومبلې چې ئې ده توره پۀ بائبل کښې ستا – وژنې او ځانمرګي کوي ‘هابط ملاک’ د ‘مهبوط ادم’ – ‘مهبوط ادم’ چې تۀ یې، حبیب نور دے، سپین ملنګ دے، ارباب سکندر خلیل دے، ډاکټر نجیب دے، داوړ فضل حمید دے، اقبال احمد خان د سوات دے، بشیر بلور دے، میا راشد حسېن دے، مشال خان دے او ارمان لوڼے دے. ‘مهبوط ملاک’ چې ارتهوډکسان دي، کېتهولکان دي، پروټسټان دي، سپاه صحابه دي، سپاه اهل بېت دي، القاعده دي، داعش دي، طالبان دي او وهابیان دي.
یسوع! نیازبینه د خداے!
کوي ‘مهبوط ملاک’ اصطباغ د ‘مهبوط ادم’ پۀ وینو د ادم سره – لکه ووایو مونږ دوه زره کاله وړومبۍ اصطباغ ته ستا ‘اصطباغ د اوبو’؟ ووایو مونږ دوه زره کاله پس اصطباغ ته ستا ‘اصطباغ د وینو’؟
یسوع! نیازبینه د خداے!
باور زمونږ دے پۀ وېنا دې چې، ‘نۀ دے حاصل کوم فضیلت سپین ته پۀ تور او تور ته پۀ سپین، بلکې دے فضیلت پۀ تقويٰ’. باور زمونږ دے پۀ اصول دې چې، ‘د ازار د عقیدې نه زیات دے ضرر د عمل’. باور لرو مونږ پۀ دې رښتیا چې، ‘ده سپېځلې او لري حرمت وینه د لوڼو او زامنو د ادم، ادم چې دے نیکۀ زما او نیکۀ د مور ستا مریم او پلار د بني ادمو – مګر وګوره اے یسوع! نیازبینه د خداے! کوي پۀ نیوزیلېنډ سپین پوستي کښې شور ‘وینه مسلمانه’ هم، وئیلې پرې شي ساندې، ښکاره ئې وي رنګ او دلاسه ورکوي دنیا – خو یسوع! نیازبینه د خداے! شي غلې تور پوستې سریلنکا کښې غړمبېدونکې ‘وینه عیسايڼه’ هم، بوغې ئې شي ساندې، تت ئې شي رنګ او واړوي سترګې ترې دنیا – وینه پۀ خاوره د سپین پوستو او وینه پۀ خاوره د تور پوستو؟ نۀ لري ایا ارزښت وینه د تور پوستي؟ نۀ لري ایا حرمت وینه د تور پوستي؟
یسوع! نیازبینه د خداے!
راواړه مخ دېخوا – وګوره یوې ‘خړ پوستې’ وینې ته! وینه چې ده د بچو د باچا خان – د امو نه تر اباسینه او مارګلې – د چترال نه تر بولان – د خپلې خاورې پۀ رنګ د خړو پښتنو وینه – پښتنه وینه – افغانه وینه.
یسوع! نیازبینه د خداے! روایتونو د اسماني کتابونو؛ زبادلې ده لمن سپینه د مور ستا مریم او تراشلے ئې جواز حکم عدولۍ مبیّنه له پۀ شوکولو مېوه د ‘شجرِ ممنوعة’ نه پۀ لاس د ادم. دلته تورې دي لمنې سپینې زمونږ – دلته تراشل کېږي جوازونه پۀ نامه د ‘ملک’ او نامه د ‘مذهب’ د قتل د پاره زمونږ. مسلط دي ‘هابط ملاک’؛ کرکژن، وحشیان او سفاک – لیک دي ‘الله اکبر’ پۀ ‘دشکه’ د طالب او ‘جي تهري’ د فوجي – لیک دي ‘الله اکبر’ پۀ تربوزک د طالب او پۀ وردۍ د فوجي – نۀ بخښي مونږ او نۀ پرېږدي مونږ پۀ وئیلو د ‘الله اکبر’، پۀ منلو د ‘الله اکبر’ – ډز وشي کۀ د نعرې د ‘الله اکبر’ سره لۀ هرې خوا؛ ‘دشکې’ نه کۀ ‘جي تهري’ نه، تربوزک نه کۀ وردۍ نه – ورپسې کېږي اعلان د جنازې زمونږ. رجم کېږو نیازبینه د خداے! وهل کېږو پۀ کنداغونو نیازبینه د خداے! تورول کېږو نیازبینه د خداے! غواړي چې توري کړي مونږ د لارې د باچا خان نه، غواړي چې پښېمانه کړي مونږ پۀ وړاندې کولو د بل مخ څپېړې ته، غواړي چې دستبردار شو مونږ د دعوې نه د قام خپل او خاورې خپلې، غواړي چې مات شو مونږ اندام اندام اندام.
یسوع! پۀ اسمان څلورم کښې، پۀ منځ د زمکې او عرش کښې، نزدې خداے ته نیازبینه د خداے!
د ‘سپین پوستو’ او ‘تور پوستو’ د وینې نه بېله، وینه د ‘خړ پوستو’ هم لري ارزښت او حرمت هاغه هومره لکه ‘ګلګوته’ کښې پۀ سر ستا د پروت ازغن تاج نه بهېدونکې وینه، لکه ‘طائف’ کښې د اخر زمان محمد پڼو کښې بهېدونکې وینه، لکه د باچا خان وینه.